د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د مسلمانانو په لاس د مسلمانانو وژنه

مومند
19.03.2013

د مسلمانانو په لاس د مسلمانانو وژنه
دوی یو ځل بیا د هغه وسلی نه چی نه یواځی په اسلام کی بلکه په ټول نړئ او بشریت کی ګناه بلل کیږی د مسلمانانو له مینځه وړلو لپاره کار واخیست.
تر کوم وخت پوری دغه د مسلمانانو وژنه ادامه لری او کله به دغه جاهلان په دا پوه شی چی پخپل لاس خپل نسل له مینځه وړی، دومره مسلمان چی د مسلمانانو د انتحاری بریدونو او ښخ شوی ماینونو او نور بریدونو له کبله وژل کیږی د بل هیڅ شئ او هیڅ کس په واسطه ندی وژل شوی.
په پيښور کي ځانمرگي بريد
د پاکستاني پولیسو د وینا له مخې د دوشنبې په ورځ غبرګ ځانمرګي برید کوونکو د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پیښور د محکمې پر یوې ودانۍ باندي برید کړی دی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او نور په لسونو کسان ټپیان شوي دي. د مسعود آفریدي په نوم د پولیسو یو تن چارواکي ویلي دي چې برید کوونکو د ودانۍ د شا له خوا يرغل کړی دی چې د درې تنو پولیسو له مقاومت سره مخامخ شول. د آفریدي په وینا برید کوونکو پولیس په مرميو ویشتلي دي خو یو تن پولیس په دې توانیدلی دی چې یو تن برید کوونکی ووژني. هغه زیاته کړې چې دوهم تن برید کوونکی په دې توانیدلی دی چې د یوه ښځینه قاضي محکمې ته ورننوزي او خپلو چاودیدونکي مواد ته انفجار ورکړي. د هغه په وینا پنځه تنه وژل شوي او نور ۳۰ ټپیان دي. ښځینه قاضي په ټپیانو کې شامله ده. د خیبرپښتونخوا ایالتي پولیسو رسنیو ته وویل، په دغه برید کی ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په درنښت

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more