د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د پاکستاني علماو د شورا مشر طاهر اشرفي صاحب، ته څه پکې وایې؟

میرویس
14.02.2013

اسلام علیکم خویندو وروڼو
د پاکستان د علماوو د شوری مشر ویلي دوی د مارچ د مياشتې له کابل کانفرانس سره ځکه پریکون کړی چې د افغانستان حکومت د طالبانو مشر ملا محمد عمر ترهګر ګڼي.
سوال دادئ چې پخپله محترم طاهر اشرفي څه فرمایي. هغه د پاکستاني او افغان طالبانو ځان مرګي حملې، په عام محضر کې د بمونو چول، بې ګناه مسلمانانو ته تلفات اړول، په ولس کې ویره او ترهه اچول څنکه تو جیح کوي؟
قدرمنو خویندو وروڼو، آیا ځان مرګي حملې، فدایي بریدونه، اشتهادي حملې، سر تیرې حملې یوه دبل سره توپیر لري او که دا ټول ځان وژنه ده، او مختلفې ډلې دخپلو مصالحو د خوندي کولو دپاره څانګړي نومونه ور باندې ږدي؟
===
پاکستاني علماو د کابل له کانفرانسه بايکاټ اعلان کړ
د خپريدو وخت: 15:30 گرینویچ - چارشنبه 13 فبروري 2013 - 25 سلواغه 1391


ښاغلي اشرفي وايي که طالبانو په دې غونډه کې ګډون وکړ نو دوی به هم حاضر شي.
د پاکستاني علماو د شورا مشر طاهر اشرفي په اسلام آباد کې یوې خبرې غونډې ته د چارشنبې په ورځ ( د فبروري ١٣) وويل، دوى به د کابل په هغه کانفرانس کې برخه نه اخلي چې په دې وروستيو کې پرې سلا شوي وو.
ښاغلي اشرفي وويل دوی د مارچ د مياشتې له کابل کانفرانس سره ځکه پریکون کړی چې د افغانستان حکومت د طالبانو مشر ملا محمد عمر ترهګر ګڼي.
په دې کانفرانس کې به د پاکستان او افغانستان مذهبي مشران سره ټولېدل او د دواړو هېوادونو پر روانو چارو به يې خبرې کولې.
طاهر اشرفي ادعا کوي چې له غونډې سره په پریکون کې د مولانا فضل رحمان په مشرۍ جمعت علما اسلام، جماعت اسلامي، د مولانا سميع الحق جماعت علما اسلامي او د وفاق المدارس اتحاديه شامل دي.
په روانه اوونۍ کې پاکستاني رسنيو خبر ورکړى و چې مولانا فضل الرحمن قطر ته تللى دى چې هلته له افغان طالبانو سره وگوري او د سولې خبرو ته يې وهڅوي.
د فبروري په لسمه د افغانستان د دیني عالمانو یو پلاوی په دې هيله اسلام اباد ته تللی و چې هغه هېواد کې له مذهبي مشرانو سره د یوه کانفرانس په اړه خبرې وکړي چې ټاکل شوې ده د مارچ په میاشت کې په کابل کې جوړ شي.
د پاکستاني علماو شورا مشر طاهر اشرفي وايي د افغانستان د علماو له مشر قیام الدین کشاف او نورو غړو سره یې په اسلام آباد کې غونډه درلوده خو افغان پلاوي بېرته له ستنېدو سره سم وویل چې په غونډه کې د طالبانو د ګډون په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
"د افغان علماو د شورا غړي چې د نوم له ښوولو يې ډډه کوله وويل چې دوى ډاډ ترلاسه کړى و چې پاکستاني علما به د کابل په غونډه کې برخه اخلي."
د افغانستان د د علماو د شورا يوۀ غړي له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې وويل چې دوى د پاکستاني غاړې په دې وروستي اعلان هېښ شوي دي.
د افغان علماو د شورا غړي چې د نوم له ښوولو يې ډډه کوله وويل چې دوى ډاډ ترلاسه کړى و چې پاکستاني علما به د کابل په غونډه کې برخه اخلي


pattang
14.02.2013

انډيواله د پاکستان علما خو ډېر هوشيار دي ! روغ منطقي ځواب يې
ورکړی ! دانور خو دالرو ميلمستياوو بې هوښه کړي عقل يې پښوته
تللی دی٠ چې په کار نه پوهېږې څه ضرور چې سړی ځان روسوا
کوي !!!! lol lol


میرویس
21.02.2013

پتنګ ګله ستړئ مشې، سلامونه او احترامونه.
پدې کې خو شک نشته چې زموږ له ملا صاحبانونه د پاکستن او ایران دواړو ملایان هوښیاردي. وګوره، ایران هم اسلامي انقلاب وکړ، نن یې ملک کومو مدارجو ته ورساوه. په وړو مذهبې لومو کې را ایسار نشول، د بصیرت نه یې کار واخیست او وچ کلک قوانین یې پر ولس ونه چلول او د کورني جنګ او تباهۍ مخه یې ونیوله. وګوره زمو ملایانو او طالب طاحبانو ته چې د ملک نه یې څه جوړ کړل، او لګیا دي لایې هم جوړوي، او که یې ورانوي.
ورورجانه، زما سوال دا ؤ چې د پاکستاني علماوو مشر طاهر اشرفي د ځان وژونکو په برخه کې ځه فرمایي؟
خوشحاله اوسې، پتنګ ګله.


میرویس
04.03.2013

قدرمنو لوستونکو اسلام علیکم
ما چې مخکې د پاکستان د علماوو د شوری مشر مولاناطاهر اشرفي صاحب نه پوښتنه کړې وه چې پخپله هغه دپاکستاني او افغان طالبانو ځان مرګي حملې، په عام محضر کې د بمونو چول، بې ګناه مسلمانانو ته تلفات اړول، په ولس کې ویره او ترهه اچول څنکه تو جیح کوي، د هغې پوښتنې ځواب نن د مطبوعاتو نه په لاس راغئ او هغه دادئ
===
مولانا اشرفي د ځانمرګو بریدونو فتوا بېرته واخیسته
| دوشنبه, 04.03.2013, 01:29 PM | (388 لیدل شوی)

تاند- د پاکستان د دیني عالمانو د شورا مشر مولانا طاهراشرفي د افغانستان له رسنیو وغوښتل چې د پاکستان پرضد د تور لګولو لوبه پای ته ورسوي ځکه چې پاکستان تل په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کړی او ترهګري یې غندلې ده.
مولانا اشرفي د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو د کنفرانس په اړه له پاک تریبیون ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:«د پاکستان د عالمانو شورا هیڅکله په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو یا کوم بل ډول تروریستي فعالیتونو فتوا نه ده ورکړې.»
اشرفي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د ده له خولې په راپورونو کې وویل شول چې په افغانستان کې انتحاري حملې روا دي خو په پاکستان کې ناروا دي.
د مولانا اشرفي څرګندونې په افغانستان کې د کابینې، د ولسمشر د سلاکارانو او د ګڼو افغان کارپوهانو او شنونکو له لوري له سخت عکس العمل سره مخامخ شوې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد رامنځته کولو او پر یو بل د تور نه پوري کولو تازه هیلې یې تر یوه حده مړاوې کړې.
ملا اشرفي وویل: د افغانستان ځینو رسنیو د ده څرګندونې تحریف کړي او افغانانو ته یې په غلطه دا پیغام ورساوه چې ګنې ده ځانمرګي بریدونه جایز بللي دي حال دا چې دا خبره مطلقاً ناسمه ده.
اشرفي تور ولګاوه چې د افغانستان رسنۍ د دې لپاره د پاکستان پرضد منفي تبلیغات کوي چې د پاکستان د دیني عالمانو شورا په کابل کې د دیني عالمانو په کنفرانس کې د ځینو دلایلو په خاطر ګډون ونه کړ.
ده زیاته کړه:«کله چې پاکستاني دیني عالمانو په کنفرانس کې له ګډونه ډډه وکړه، افغان رسنیو د تور لګولو لوبه پیل کړه څو د دریځ د بدلولو لپاره پاکستان بلک مېل او تر فشار لاندې راولي.
ده تاکید وکاوه چې د پاکستان دیني عالمانو یا کوم عالم هیڅکله د تروریزم په ملاتړ کې فتوا نه ده ورکړې، نه یې دا کار اوس کړی او نه یې پخوا کړی دی، دوی تل د انتحاري حملو په شمول د تروریستي فعالیتونو مخالف ول او په ۲۰۰۲ او ۲۰۱۰ کلونو کې یې د دې ډول حملو پرضد فتواوې صادرې کړي دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more