نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په امریکايي مکتب کې
رښتینی
26.02.2013
یو زده کوونکی نوی ټولګي ته راغی ، دا زده کوونکی دیوه جاپا ني تاجر زوی و او سوزوکي نومیدی ، استاد چې ټوولګي ته راننوت ویې ویل : نن له امریکايي تاریخ نه خبرې کوو او په پیل کې له تاسو نه څو پوښتنې لرم :
دا خبره چا کړې ده : یا ازادي را کړه او یا مرګ ؟
په ټولګي کې ټول زده کوونکي چوپ ناست دي یواځي سوزوکي لاس اوچت کړی دی ،او ویې ویل : داخبره بیتریک هنري کړې ده ، په 1775کې .
ښوونکي وویل : ډیر ښه !
ښوونکي بیا وویل : دخلکو حکومت په خلکو باندي
د خلکو له پاره به په دې ځمکه کې تل روان وي
بیا چا ځواب ورنکړ سوزوکي وویل : ابراهام لنکن 1863.
ښوونکي نور ټولګیوال سپک کړل او ورته کړه یې : وشرمیږﺉ سوزوکي دې هیواد ته نوی راغلی دی او تاسو د دې هیواد اوسیدونکي یﺉ اوځوابونه هغه وایې تاسو چوپ یﺉ ؟!!
په دې وخت کې په ټولګي کې دیوچا له خولې ووتل : په جاپانیانو دي لعنت وي . ښوونکي په لوړ اواز غږ وکړ : دا خبره چا وکړه ؟ سوزوکي لاس پورته کړ او ویې ویل :
لي ایو کوکا 1982.
د سوزوکي شاته یوه شاګرد وویل : نږدې ده چې قی وکړم . ښوونکي وویل : داسپکه خبره چا وکړه ؟ سوزوکي وویل : داخبره جورج بوش په کال 1991م کې دجاپان لومړې وزیر ته کړې وه .
دشا له خوا یو امریکايي هلک راپورته شو او په ډیر قهر یې وویل : باور وکړه ستا غاښونه به درمات کړم ! سوزوکي پورته شو لاس یې ښوراوه او ویې ویل : داخبره بیل کلینټن په کال 1997م کې مونیکا لوینسکي ته کړې وه . په دي وخت کې ټول شاکردان راپورته شول او یوه یې وویل : ای سپکه انسانه ! که بله خبر دي وکړه وژنم دي ، سوزوکي وویل : داخبر جاري کونډت په کال 2001 م کې شاندرا لیوي ته کړې وه .
د ټولګي ټول امریکایان شاګردان حیران او وازې خولې پاته شول ...!! یو څو یې وویل : اوووه زموږ له بده مرغه په عجیبه جنجال واوښتو !!!
سوزوکي ورته وویل : داخبره په کال 2011 م کې
امریکایي جنرالانو په افغانستان کې کړې وه ....
pattang
26.02.2013
قدرمنده رښتينيه وروره !
الله پاک دې اجرونه درکړي
په لاس او قلم دې برکت شه !
حمید هڅــاند
27.02.2013
دا کیسه مې څو ورځې وړاندې د حامد صیب پاڼه کې لوستې وه...خورا خوږه او په زړه پورې لیکنه ده،،،موږ څو ملګري یو ځای ناست و چې یوه ولوسته، موږ ټولو ورته زیات وخندل هم.
درنښت
پتوال
03.03.2013
په آخر کې ورته یو بل امریکایی وویل:
سوزکی یواځې د جاپاني موټرسره نه بلکې دا نوم د یوه کامیاب جاپاني سره هم ښه جوړیږي!
سوزکي وویل: دا خبره زما پلار زما د زیږدنې په کال کړې وه نو ځکه یې په همدې هیله بیا پر ما همدغه نوم هم کیښود ! :lol: :lol: :lol: