د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

جهالت او بې شخصیتی څه ته وایي!

مساپر
19.12.2012

سلامونه او نېکې هیلې،
ګرانو هیوادوالو لکه څنګه چې خبر یاست پدې وروستيو کې د ړوند تقليد جنجالونه په عام ډول په اسلامي هیوادونو کې او په ځانګړي ډول زمونږ په ټولنو کې ډير شوی، ړوند تقليد جهالت اوبې شخصيتي ده، د مثال په ډول څوک د يو کار په کولو قادر نه وي ، يا يې په فرهنګ کې نه وي او يا کومه بله خبره وي خو دى ديته مجبور کړي چې بل فرهنګ ته ورشي او له هغه څخه يې غلا کړي، پداسې حال کې چې دا غلا شوی تقليد يې نه له فرهنګ سره توافق لري، نه دين سره او نه عاداتو سره. خو اصلی خبره دا دي چې د الله سبحان و تعالی په فضل او برکت، دغه راز شیطاني اعمال یوازی بي عقلو او بي دینو انسانانو ته ګمراه او بې لاره کولې شي او بس.

والسلام،


پتوال
24.02.2013

سلامونه او دعاوې!
دا خو داسې ټیک او عام حقیقت دی لکه ۲+۲=۴ ، ولې په کوم تړاو او د څه له پاره مو دا بې خبره مبتدا او تشه مقدمه دلته راوړې ده؟
آخر لږ شان خو ګران لوستونکي هم پوه کړه کنه زوروره چې مطلب مو له دې مقدمې نه څه دی؟؟؟


حمید هڅــاند
25.02.2013

همغه د (اږدې او لنډې) خبره شوه:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=9528

ښاغلی مساپر، ستاسو لیکنه خو دومره لنډه شوه، چې مطب اخیستل ترې مشکل شو. که مو یو څه رڼا پرې واچوله، ښه به وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more