د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په لندن کې دکرزي د دووشپو دهوټل کرایه

رښتینی
16.02.2013

د برېټانیا ډېلي مېلز ورځپاڼې رپوټ ورکړی، چې افغان ولسمشر حامد کرزي په لندن کې د دوو شپو لپاره له خپل ۴۱ کسیز کاروان سره د دې ښار په لوېديځ کې په تر ټولو ګران بیه هوټل کې دوه شپې کړي دي، چې پر یوه تن د شپې یوولس زره ډالره کرایه راغلې ده، چې له ډلې یې د دېرشو کسانو کرایه افغان حکومت ورکړې ده. یوازې د دغو کسانو کرایه ۶۶۰۰۰۰ زره ډالره کېږي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر له سفر وړاندې د یوه فرمان له مخې ټولو دولتي ادارو ته ويلي ول، چې باید صرفه جويي وکړي، کاغذ، قلم او نور توکي کم مصرف کړي. دا د ولسمشر یوازې د دوو شپو کرایه ده، د هغه د الوتکې، ناورې ته د تګ او بیا په اسلامي کنفرانس کې پر برخه اخیستو به یې څومره لګښت کړی وي؟


رښتینی
16.02.2013

درنو دوستانو! د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید ځان ته موټر په اوه ميلونه شپږ لکه، څلور اتیا زره او پنځه سوه افغانۍ ( ۷۶۸۴۵۰۰ ) اخیستي دي. که چېرې د یوه عادي مامور میاشتينۍ تنخوا ۶۰۰۰ افغانۍ ونيسو نو په دې اساس نوموړي وزیر د ۱۳۰۰ مامورینو په تنخوا ځانته موټر اخیستی دی. نور لګښتونه، معاش او خرڅ خو به يې له دې هم ډېر وي.


رښتینی
16.02.2013

ملګرو ملتونو ويلي، چې په افغانستان کې په تېر کال کې درې اشاریه نهه ميلیارده ډالره رشوت ورکړل شوی او اوس په دولتي ادارو کې رشوت یوه عادي عمل ګرځېدلای دی. موږ په ادراو کې د شته فساد مخالف یو او له حکومت، نړیوالې ټولنې او مدني ټولنو غواړو چې د فساد پر ضد اقدام وکړي او پر حکومت په دې برخه کې فشارونه ډېر کړي.


pattang
16.02.2013

خدای پاک ددوی چاړواو غوښه کړي او خدای پاک ددوی وشرموي
داټول کارونه ددې علامې دي چې دواړه فاسدې خواوې دبشريت دوښمنان او ورڅې يې پوره دي ٠

[quote:c13f3d37f6="رښتینی"]ملګرو ملتونو ويلي، چې په افغانستان کې په تېر کال کې درې اشاریه نهه ميلیارده ډالره رشوت ورکړل شوی او اوس په دولتي ادارو کې رشوت یوه عادي عمل ګرځېدلای دی. موږ په ادراو کې د شته فساد مخالف یو او له حکومت، نړیوالې ټولنې او مدني ټولنو غواړو چې د فساد پر ضد اقدام وکړي او پر حکومت په دې برخه کې فشارونه ډېر کړي.[/quote:c13f3d37f6]


پتوال
16.02.2013

ددې فاسد حکومت ژوند د ملت په اوږو ډیر دروند، وَس وتلی بار دی!ملت ورسره په هېڅ ډول سوله کولی نشي،
نو طالب به څنګه ور سره سوله وکړي، که یې وکړي نه به ملي او نه اسلامي سوله، بلکې یوه ضد ملی دسیسه به وي،
حال داچې په ټاکلو شرایطو د ملت او طالبانو ترمنځ سوله او وحدت بشپړ امکان لري! په دې باید کار وشي او دقطر
دخبرو له پاره باید د ملت له خوا دسولې یوه بیطرفه شورا وټاکل شي!نو طالبان باید له یوې خوا له امریکایانو
او له بلې خوا د ملت له بیطرفه استازو سره خبرو ته کښیني او د کابل او اسلام اباد له مستقیمو او غیر مستقیمو
استازو سره خبرې اترې کول و نه مني! تاسو په کې څه نظر لرئ ؟


حمید هڅــاند
17.02.2013

پتوال صیب!
رښتیني چې کومې خبرې لیکلې دي، هغه نن-سبا زیاتې ښکته پورته کېږي.
حامد صیب رښتیا وایي، فساد دومره زیات شوی دی چې د افغانانو یواځینۍ اصلي بدمرغي ده. که فساد ورک شي، امنیت هم سمېږي او هرڅه برابرېږي. خو بل پلو، حکومت د فساد ورکولو هیڅ ډول پلان نه لري. نو د شته فساد په ادامې سره، سوله هم امکان نه لري.
د سولې راوستلو او په افغانستان کې د بدلون لپاره حرکت ته د افغانستان په ټول تاریخ کې، نن ورځ زیاته اړتیا ده. خو داچې دا خوځښت به څه ډول وي، دا اصلي پوښتنه ده. بېغمه شه! طالبان دومره ظرفیت نه لري چې په بې پرې ډول د افغانستان د لوري په نیغولو کې اغېزناک ګام واخلي. ممکن دا خبره پر پتنګ صیب او نورو ملګرو ښه ونه لګېږي، خو حقیت نه به سترګې نه پټوو. هسې ځان دوکه کول خو اسان کار دی، خو زه وایم چې له ځان دوکه کولو باید تېرشو، همدا زموږ لویه ستونزه ده!. مګر د دولت ځینې بنسټونه، لکه اردو، پولیس، صحت عامه، ښوونه او روزنه، لوړې زده کړې او نور باید اغېزمن نه شي....

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more