د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

لندن غونډه : حامدکرزي ډیورنډ کرښه رسمي سرحد ومنله

حمید هڅــاند
05.02.2013

لندن غونډه : حامدکرزي ډیورنډ کرښه رسمي سرحد ومنله

له خبریال پاڼې نه...
........................
4 Feb 2013, 8:26
دلندن په درې اړخیزه غونډه کې دا پرېکړه وشوه چې نور به ډیورنډ کرښه دیوه رسمي سرحد حیثیت لري او هیڅوک حق نه لري چې دکرښي یوې او بلي غاړي ته د پاسپورت پرته سفر وکړي . دا پرېکړه په دې خاطر شوې ده چې په دواړو هیوادونو کې دنا امنیو پیښي راکمي شي او ددوی په خبره یوې هراړخیزه سولي ته لار هواره شي .
تر اوسه پوري افغان حکومت د ډیورنډ کرښي ته یوازي دیوې کرښي‌په سترګه کتل خو اوس یې په لومړي ځل په رسمي توګه په بریتانیا کې له چارواکو سره دا ومنل چې نور به افغانان پر دغه لاره بې پاسپورټه تګ راتګ نه کوي . دغونډي یوه برخه وال خبریال ډاتکام ته وویل چې ولسمشر کرزي‌ددې خبري په اورېدوسره لومړی لږ ټکان وخوړ چې افغانان به دډیورنډ پر پوله په پاسپورټ تګ راتګ کوي خو وروسته یې پر دغه خبره لاسلیک وکړ،دپاکستاني چارواکو موقف داوو چې دا کار به دسولي په بهیر کي ښه رول ولوبه وي. دغې پرېکړي ته دبارډر منیجمنټ نوم ورکول شوی دی چې دواړه هیوادونه به یې په ګډه عملي کوي . دولسمشر کرزي له دفتره خبریال ډاټ کام ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ددې موضوع یادونه نه ده شوې او داسي ښکاري چې پټه ساتل شوې ده.‌
دغونډي پر مهال په پاکستان کې دمېشتو شاوخوا ۴ میلیونه افغان کډوالو مسئله هم تر بحث لاندي ونیول شوه .
غونډه چې د برتانوي صدراعظم ډیویډ کامرون په کلیوالي کور کې د لندن په شمال کې جوړه شوې وه . په افغان پلاوي کې چې مشري یې حامد کرزي کوله ، دبهرنیو چارو وزیر زلمی رسول ، اشرف غني احمد زی ، په پاکستان کې دافغانستان سفیر عمر داودزی ، په امنیتي چارو کې دولسمشر سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتااودبهرنیو چارو سیاسي معین جاوید لودین شتون درلود .
د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو په بریتانیا کې په خپلو خبرو کې وویل چېپه راتلونکو شپږو میاشتو کې به دسولي لپاره ډېري هڅي کوي تر څو طالبان دسولي پر اصلي ټغر سره راغونډ کړي .
ولسمشر کرزي او ولسمشر زرداري وویل چې په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو تر څنګ به هڅه وکړي چې په افغانستان کې د پخلاینې پروسه په شپږو میاشتو کې دننه بریالۍ شي.خو ځیني سرچینې وايي چې ولسمشر کرزی په قطر کې دطالبانو ددفتر څخه ډېر خوښ نه دی .‌
د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون د افغانستان او پاکستان له مشرانو سره له خبرو وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، اوس ټولو ته هغه وخت راغلی چې په افغانستان کې د سوله ییز سیاسي حل په بهیر کې شامل شي.
د بریتانیا صدراعظم وویل، حامد کرزي او اصف علي زرداري د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د سولې په خبرو کې په بې سارو همکاریو موافقه وکړه.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې له پاکستان سره ډېرې نژدې او ورګلویزې اړیکې ولري.
زرداري وویل چې د اسلام اباد ګټه د سولې په ملاتړ کې ده. «په افغانستان کې سوله د پاکستان سوله ده. موږ فکر کوو چې زموږ پایښت له یو بل سره تړلی دی، موږ د یو بل له ګاونډیتوبه خلاصېدای نه شو.»
خو دغونډي یوه برخه وال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبریال ډاټ کام ته وویل چې داسي ښکارېدله چې دواړه هیودونه افغانستان او پاکستان اوس هم پر یوبل باندي پوره باور نه لري .
دیادولو وړده چې ورته دوې غونډي تېرکال یوه په جولای میاشت کې په کابل کې او بله په سپټمبر میاشت کې په نیویارک کې هم وشې ،خو څرګندي پایلي یې ورنکړې .

خپرونکی: خبریال@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي February 4, 2013.on February 5, 2013.


pattang
05.02.2013

يو کزلباش لاسپوڅې خائن داحق نلري چې دپښتنو په جبري بيلتون
خبرې وکړي اونه دکومې فيصلې حق لري !
دپښتون کام يو ملي ، ازلي او طبعي هويت او ګډه وينې لري ، تقسيم
يې نا ممکن دی اوخاص تر دوی پورې تړلی ! روح يې ګډ اويو جسد
دۍ ، يو ايتنيکي کوديکس لرې نو يواځې په مرګ به جدايې لري !

نالت په کزلو او دشمال په ټګانو !


پتوال
05.02.2013

پتنګ خانه ، تندر خانه، پښتونه، هېښ صیب . لاروی صیب ، هڅاند صیب ، محترم استاذ حلیمي صاحب او ټولو
درنو ورونو ، لیکوالانو او لوستونکو ،ډیر اندېښمن او ویرژن یم
چې طالبان وسله کښېنږدي او ټول پاڅون یې د همدغه ککړ تړون د لاسلیک پورې نه وي روان کړی (!!!).

که داسې نه وي نو طالبان به نن خپل افغانیت ، پښتونولي ، اسلامیت او وطندوستي وښيي او
ددې تړون د چمتو کولوپرضد به ټول افغان ولس، نر او ښځې ، غټ او واړه د کابل ،اسلام اباد او لندن
پر ضد ملي قیام ، مظاهرو او اعتصابونو ته راوبولي!!! دايې ښه وخت ، ښه موقع او لوی سبب دی چې ددوی غږ
ملت واوري ، رښتینولي یې ثابته شي او نر او ښځه نور معلوم شي!
والسلام علیکم ورحمة الله !
[color=red:733390a17f]
مرګ او لعنت دې وي د کابل په پدر لعنته حکومت !

مرګ او لعنت دې وي په کرزي ، شمالي ټلوالې او
محمد ځیو ټولواکانو!

یو موټی او بریالی دې وي لر او بر افغان ![/color:733390a17f]


حمید هڅــاند
06.02.2013

پتوال صیب! ما چې دا خبر ولید، لومړی خو په یخ ژمي کې خولې شوم، او بیا دا ستا اندېښنې زه هم ټکنی کړم....


کرزيه

tandar
06.02.2013

کرزيه دشمشاد دغره په سرکي درته دارغواړم
........................چه لراوبر دي ولي په ډبرو تاسنګسار غواړم
اي وطنفروشه ،ملتفروشه نور وړ درحم نه يې
...................... پنجابي لره عبرت تاکباب په سور انګار غواړم
ډير راغلل ،ولاړل ته به هم ورکيږي
.....................خدايې تندرسره غيب شي زه کله ستامزار غواړم


حمید هڅــاند
07.02.2013

اوس اوازې دي چې ګواکي په خبر او راپور کې تېروتنه شوې وه. دا هم ویل کېږي چې راپور د عامه ذهنیت د مالومولو په موخه خپور شوی ؤ او دا هم ویل کېږي چې نه، د کاسې لاندې نیم کاسه شته، معامله شوې ده. خبره نا مالومه ده.......البته، که مامله شوې وي که یا، حالات داسې دي چې په ولسمشر یې پوره بې باوره کړي یو.

درنښت


پتوال
07.02.2013

اریانا او نورو داخلي تلویزیونو پرې بحثونه او تبصرې هم وکړې، د شمالي ټلواله پرې خوښي ښکاره کوي، د فکور په نامه یو قړتن پښتون چې کرزی پلوه ښکاري د نورو شرایطو سره یې مني لکه د ګوادر بندر ته ترانزیتی لاره لاسته راوړل او طالبانو ته
د پشا تګ شپیلک وهل او سوله کول. [color=darkred:a1d23627f8]ولا حول و لا قوة الا بالله !
[/color:a1d23627f8]


pattang
07.02.2013

ګرانو وروڼو سلامونه !
زړه مو ډاډه ونيسۍ دپښتنو جدايې او وېش امکان نلري ، ځکه ..
(ګډه وينه نه وېشل کېږي او نه جداکېږي ..............)
پاتې شوې دپښتنو په منځ کې سياسي کرښې دهغې او هغوی له منځه وړل
تر خاصو شرائطو پورې تړلي دي ، که داشرائط برابر شول بيا به برګ
اتڼونه کوو !

دا طبعې دی چې دوښمن هم په افغانستان کې اوهم په پاکستان کې دواړو
خواوته پښتانه لرې او وېشلي سره ساتي او دهغوی له قدرته او اکسريته
ډاريږي . نن ورځ دپنجابي ، تاجکو ،اوزبکو او هزارګانو دريځ دپښتنو
په وېش کې يو دی , ډېره کمه فيصدي دافغاني نورو ژبو اشخاص دپښتو
يووالی او لوی افغانستان غواړي او بس ٠

اوس مطلب ته :
زما دتحقيقاتو او معلومت له مخه ددواړو له خواوو خبرې شوې دي چې په
سرحدونوکې به جدي کنترول کېږي او وېزه به ترې غوښتل کېږي او داکار
خو ان پخوا هم وو خو عملې کول به يې څو اونۍ وو او بيابه هغه خپل زوړ
کاراو بار چلېده له بلې خوا که څير شو دغه کنترول په سپين بولدک ، تورخم
او ښينګګ کې امکان لري خو دانورې لارې يې څوک نشي کنترولوی ٠
خپله د پاکستان پوليس په ازادو قبائلو کې ګرزېدی نشي او خپل سرحد لري !

رابشم طالبانوته :

طالبان وروڼه به تر هغه پورې جنګيږي ترڅو چې اشغالګر ورک شوي نوي
او هيڅ دغلامي خبرې به دهيچا ونمني او نه به ځانونه خرڅ کړي !
هو دپاکستان سره دوستي زمونږ او دپاکستان ددواړو خواوو په ګټه ده خودا
دوستي او خبرې به له کاله اوکور نه دباندې په ميلمستون کې وي او ددواړو
خواوو ملي اونورو انساني حقوقوته به احترام کېږي او منل کيږي !
پاکستان ته به مونږ هيڅ وخت په خپله مور ګنډلې سره بستره کې د څملاستلو
ځای ور نکړو تر څو يې چې دواړو خواوو ته يو واحد پښتون کام په رسميت
نوي پېژندلی !!


pattang
07.02.2013

دقدر وړ پتوال صيب !
دايو ندې هلته ډېر نور بې نا موسان هم شته ، فکور او ل په هامبورګ کې
بيا په لوبيک کې پيڅه خرڅوله ،دی خلقی د هرات والي وو ددوخرو په دانه هم
نه پوهيږي کله چې صليبي اشغالګر راغله دغو بې کاره لو چکانو تر سپنتا
نيولې ترفرانکفرت ،کولن ، برلينه ... پورې ټولو ور ودانګل داهغه پخواني
روبل خواره اوس دالرخوري !
فکور دومره لوده دی چې پردې هم نه پوهيږي څومره چې مونږ پاکستان ته
مونږ ضرورت لرو هغومره پا کستان مونږ ته هم ضرورت لري ، بلکې مونږ
لا ترې اوچت يو ! بېله افغانستانه مرکزي اسيا ته بله لار ه نلري خو مونږ
کولی شو په ښه سياست اواقتصاد دتورې بحيرې او بيا داور ګاډې په ذزيعه
مالونه صادر او وارد کړو خو پاکستان ته به دا کار ناشونی وي چې بېله
افغانستانه خپل وړل او راوړل له مرکزي اسيا سره معامله کړي !

** دهغوی لياقت د لينين د پارټۍ د مانيفست ميخانيکي پوهه ده او وه خو
دمارکس په کاپيټال يې اروا هم نوه شکه اونه يې تحليله ولی شوی .....

[quote:b4a77062ee="پتوال"]اریانا او نورو داخلي تلویزیونو پرې بحثونه او تبصرې
هم وکړې، د شمالي ټلواله پرې خوښي ښکاره کوي، د فکور په نامه یو قړتن
پښتون چې کرزی پلوه ښکاري د نورو شرایطو سره یې مني لکه د ګوادر
بندر ته ترانزیتی لاره لاسته راوړل او طالبانو ته
د پشا تګ شپیلک وهل او سوله کول. [color=darkred:b4a77062ee]ولا حول و لا قوة الا بالله !
[/color:b4a77062ee][/quote:b4a77062ee]


tandar
08.02.2013

نه شاعر اونه ليکوال يم
-------چه قلم راواخلم دهريوزه سيال يم
سم به ټول درومي په لاره
................دبي لارو په سر تندردسومبال يم
زما په پورتني شعر هيچا خصوصا عذتمند اوپه وطن ،ملت اوازادي مين پتوال صيب هيڅ تبصيره ونکړه
ايا دغسي وطنفروشان د ډيورنډ په تپلي کرښه کي دسنګسار وړ نه دي ؟
زه دنن ورځي ميرويس خان او احمدخان يم خو چه ملت يې راسره ومني؟
فقط زمونږ يوالي زمونږ ملي او شخصي ناموس ګټلي شي اوبس
نن امريکا او اروپايان زمونږ خر شوي او په ډالرو خرڅ شوي وطنفروشان لکه کرزي اونور خپل موزيک ته نڅوي خو خبر نه دي چه واقعي افغان له خپل ناموسه ، ازادي ،ملي تماميت نه دسرپه بيه تل دفاع کړي او کوي يې
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


ډاکتر څپاند
09.02.2013

كرزى د ناگريز او امريكى لاس ترلى غلام دى. دهغه خبرى، او پيمانونه دخره د تيز په اندازه اهميت هم نلري.(بي ادبي دى معافه وي-د ارم صيب نقل قول).
كه افغان ملت خپله لاره پيدا او يو ملي دولت دولت ىي ايجاد شو نو بيا به هله نه ديورند وي او نه هم پوكستان. انشا الله


پتوال
09.02.2013

[quote:d59370901e]کرزيه دشمشاد دغره په سرکي درته دارغواړم
........................چه لراوبر دي ولي په ډبرو تاسنګسار غواړم
اي وطنفروشه ،ملتفروشه نور وړ درحم نه يې
...................... پنجابي لره عبرت تاکباب په سور انګار غواړم
ډير راغلل ،ولاړل ته به هم ورکيږي
.....................خدايې تندرسره غيب شي زه کله ستامزار غواړم[/quote:d59370901e]
واه واه باوری صاحب دا لیکنساری خو دې له سلو شعرونو او نثرونو څخه بهتر دی، ځکه چې لوستونکو ته لوړ ملي احساسات
وړاندې کوي او په عین حالت کې آزاد شعر ته هم نږدې کیږي! خو مهم يې متن او عالي پیغام دی،
چې د کرزي غوندې یو ګوډاګي واکمن څخه د ملت کرکه انځوروي!
نو تندر صاحب په قلم دې ډیر ډیر برکت شه ، کور دې آباد او بچی دې لوی !!!!
والسلام


tandar
09.02.2013

مننه
خوښ شوم چه يوچا مي غږ اوفرياد واوريدو
دباجوړ په خرڅ شوي هم بايد يونظر ښکاره شي موضوع مونير صيب په ناندرو کي مستند وړاندي کړي
دوطن دازادي په هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more