د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

لرغونی مور مړی شو

larghonay laraway
05.02.2013

سلام
لرغونی مې ډېر نږدې ملګری او همراز دی څو ورځې وړاندې يې مور وفات شوه
نن سهار يې راته د ټليفون په مسيج کي د بحث فورم پاسورډ رالېږلی ؤ او راته يې وويل ملګرو ته مې ووايه چې ادې مې مړه شه دعا کوئ
نو څو ورځې نه ؤ او څو به نور هم نه وي!



ع کريم حليمي
05.02.2013

انا لله وانا اليه راجعون
اللهم اغفر لحینا و میتنا و شاهدنا و غائبنا و صغیرنا و کبیرنا و ذکرنا و انثینا، اللهم من احییته منا فاحیه علی الاسلام و من توفیته منا فتوفه علی الایمان, نسال الله جل وعلا ان يغفر لها وان يرحمها وان يكرم نزلها وان يوسع مدخلها وان يتجاوز عنها برحمته……..

ډېر دروند او محترم لرغوني صاحب تاسي ته او ستاسي په واسطه ستاسي پتمني کورنۍ ته تسليت او تعزيت وړاندې کوم، او بیا لاس پورته کوم الله دي ددغه زحمت په عوض کښي پر اولادونو برکت در کښیږدي او جميل صبر او لوى اجر درپه برخه کړي
عظم الله اجرکم و غفر لميتکم

وسلام


زمونږ ټولو دغه لاره ده

pattang
05.02.2013

ګران لرغونۍ صيب د مسلمان او پښتانه مور د ټولو ملګرو پښتنو
مورده زه ستا په غم کې داسې ډوب شوم لکه چې خپله مور مې
وفات شوې وی ، الله پاک د زمونږ مورته بخښنه وکړي او الله دې
جنتونه ورکړي ۰ د مسافري او بې وطني په وخت کې به ډېره
ځورېدلې وي او الله دې ددې ځور اجرونه ورکړي او الله پاک دې
ددې پښتنې مور برکت ستاسو کورنۍ ته ورکړي .

امين يارب العالمين .


حمید هڅــاند
05.02.2013

انا لله وانا اليه راجعون

الله جل جلاله دې جنت فردوس ورته په نصیب کړي:: امین.
دې خبر مې زړه را وخوږاوی...الله پاک دې لرغوني ته صبر په برخه کړي او په کورنۍ دې یې په دارینو کې د رحمت باران و اورېږي...

امین....


tandar
05.02.2013

الله جل جلاله دې جنت فردوس ورته په نصیب کړي:: امین.
او کورني ته يې له لوي خدايه صبر غواړم
په غم کي درسره له لري وطنو څخه ځان شريک اوددوعا لاس پورته کوم
ستاسو تندر


هیښ
05.02.2013

انا لله وانا اليه راجعون

په دې غم او ويركې دلرغوني صاحب سره ځان شريك ګڼم او دتسليت مراتب محترم لاروي صاحب او ددوى درنى كورنۍ ته وړاندې كوم .

الله تعالى (ج) دې دلرغوني صاحب محترمى مورته جنت فردوس ور  په برخه كړي او بازماندګانو ته يې جميل صبر د رب العالمين له درباره غواړم.
امين يارب العالمين


ډاکتر څپاند
05.02.2013

الله جل جلاله دې جنت فردوس ورته په نصیب کړي
امین.
او کورني ته يې له لوي خدايه صبر غواړم.


پتوال
05.02.2013

[color=blue:6c4888baf7]
انا لله و انا الیه راجعوان !
د لاروي صاحب د مور بي بي دې الله جنت فردوس په برخه کړي، زمونږ د ورور لرغوني لاروي غوندې صالح زوی یې د جګړې او مهاجرت په کړاوونو او سختو شرایطو کې روزلی و، الله تعالی دې اجرونه نصیب کړي. مونږ ځانونه د خپل ورور لاروي صاحب سره په دې ویرژنتیا کې سم شریک بولو ، د همدردۍ اوښکې ورسره شریکوو ، هغه او ټولې درنې کورنۍ ته يې په دې وسیله فاتحه کوو او د لوی الله له دربار څخه ورته صبر جمیل غواړو ! د متوفا بی بي روح دې خوشحاله، قبر دې نوراني او تر قیامته دې پر هغې د الله د رحمتونو باران وي . امین یا رب العلمین .[/color:6c4888baf7]


رښتینی
09.02.2013

الله دي جنت په نصیب کړي


اتل
12.02.2013

انا لله وانا اليه راجعون
پاک رب دې هغې خدای بښلې ته فردوس جنب په نصیب کړي، تاسې او نورې عقربا ته دې الله صبر، زغم او تحمل درکړي. هغه به ډیره خوشحاله وي چئ تاسئې غوندې نیک، اهل او صالح اولاد ترې باتې شو. تر هغې چې تاسې او د هغې خدای بښلې نور اولاد پدې دنیاکې، که دمال وي او که دژبې سخا ولرې، هغه ستاسې د مور دپاره جاریه صدقه ده.هغه په اوس رېښتیني دنیاده او زموږ ګنهکارو ورپسې ورتګ دئ.

مولوي بلخي وایي:
بشنو از نئ چون حکایت میکند-وازجدایي ها شکایت میکند
تا مرا از نیستان ببریده اند - از نفیرم مردو زن نالیده اند

د مولوي دا خبره عین [انا لله وانا اليه راجعون] معنی لري.
ورورګله الله تعالا دې د زړه صبر درکړي.


پښتون:
13.02.2013

كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ
انا لله و انا الیه راجعون!
دروند ورور لاروي صیب تاسي او ستاسي له درنې کورنۍ سره په دي
غم کې ځان شریک ګڼم الله ج دي ستاسي خدای بخښلې مور ته
جنتونه په نصیب کړې اوتاسوته دې الله جل جلاله
جميل صبر درکړي. آمین یا رب العالمین


ډاکتر وطنمل
16.02.2013

....................ویرجن ورور لاروی صاحب ته.....................

رنځ و غم لهو لعب وي دې دنیا کې
........................... حقیقي دنیا پرته ده په خلا کې

وي په نور.سرعت خوځښت د جنتیانو
............ آ فردوس دې خدای نصیب د مور د ستا کي!

نېک عمل کې دې شامله مور بي بي ده
..................... د هغې دې خدای لحد رڼا رڼا کي

په زړګي دې خدای د صبر پټۍ کیږده
.............د مور خیال به زوی له زړه څنګه فنا کي؟

انا لله و انا الیه راجعون !


larghonay laraway
17.02.2013

السلام عليکم!
له ټولو خواخوږو دوستانو مننه کوم چې غمشريکي يې کړې ده.
دا چې بيا ستاسو سيال کېږم او درسره د بحث جوګه کېږم نو يو څه وخت به اخلي!
کور مو ودان بچي مو لوی که د چا مور ژوندۍ وي بې موره مه شئ!
مننه
ستاسو لرغونی لاروی


Musaferjan
17.02.2013

السلام عليكم
انا لله وانا الیه راجعون
ان لله ما اخذ وله ما اعطی وکل شیء عنده باجل مسمی فاصبر واحتسب
الله جل جلاله دې مور وبخښه، د قبر او دوزخ له عذابونو دې لوی الله په امان کې کړي
رحیم او رحمن ذات دې ورته جنت الفردوس په برخه کړي
او تاسو ته دې صبر جمیل درکړي.
آمین یا رب العالمین


طیب زابلی *
21.02.2013

انا لله وانا الیه راجعون
اللّهم اغفرلها وارحمها وتجاوز عن سیئاتها
واجعلها من المغفورین والشهدآء والصالحین
وارزق لاقربائها صبرا جمیلًا وعلی صبرهم اجرًا عظیمًا
آمین


مسلم قلموال
03.03.2013

اعوذ باالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
ولنبلونکم بشی من الخوف والجوع ونقص من الاموال والانفس والثمرات وبشرالصابرین. الذین اذا اصابتهم مصیبة قالو انا لله وانا الیه راجعون.
اللهم اغفر لها وارحمها وعافها واعف عنها واکرم نزلها ووسع مدخلها وادخلها الجنة واعذها من عذاب القبر ومن عذاب النار.

ستاسې پخوانی ورور م . ق


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more