د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د ناپييلو هېوادونو خوځښت

محمود سعيد
30.08.2012

د ۱۹۵۵ کال د اپرېل په اتلسمه نېټه د نړۍ د ۲۹ ناپيلو هېوادونو په ګډون د اندونيزيا د باندونګ په ټاپو کې د دې خوځښت بنسټ کېښودل شو. د اندونيزيا د وخت ولسمشر سوکارنو، د مصر ولسمشر جمال عبدالناصر او د جواهر لعل نهرو د دې خوځښت له بنسټ اېښودونکو څخه دي. افغانستان له پیله د دې خوځښت غړی دی او په لومړنۍ ناسته کې د افغانستان استازيتوب سردار محمد نعيم خان کاوه.
د دې خوځښت غونډې هر درې کاله وروسته په بېلا بېلو هېوادونو کې تر سره کيږي او پکې د نړۍ او ګډونکوونکو هېوادونو په ستونزو او د حل په لارو چارو خبرې کيږي.
په ايران کې دا غونډه د دې خوځښت ۱۶ پرلپسې غونډه ده چې د نړۍ ۱۲۰ غړي هېوادونه پکې ګډون کوي.
ځيني سياسي شنونکي په دې خوځښت کې د افغانستان ګډون د اوسنيو ناخوالو سرچينه ګڼي. ويل کيږي چې که چېرې افغانستان د امريکا غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی وای، نو نن به ېې پاکستان ورته د لوی غليم په توګه نه وای رامنځته کړی.


حمید هڅــاند
09.09.2012

ایران لا چا په نا پېیلو کې ودراوه؟


اتل
24.01.2013

ګرانو وطنوالو اسلام علیکم
دا خو ډیره ګټوره او عزت دنفس خبره ده، چې څوک دننۍ دنیا په غوبل کې ناپیلئ وي، نه چا ته تاوان واړوي او نه یې څوک تاواني کړئ شي. د ناپیلو هیوادونو په غورځنګ کې شاملو هیوادونوهم څه ناڅه یوې او یا بلې خواته تمایلات درلودلئ دئ.
هغه ملکونه دې ډول عالي مدارجو ته رسیدلای شي چې کم ترکمه، په نظامي او اقتصادي بنیه په ځان متکي وي
هڅاند ورور رېښتیا ویلي چې، ایران بیا چا د ناپیلو ملکونو په کتار کې راوست. ناپيلي هغه ملکونه دي چې نه دنورو ملکونو سره په کوم پکت کې برخه ولري او نه هم پخپله د پرې، جنې د جوړولو په لټه کې وي. ایران خو غواړي چې ځانته یوه ډله ټپله جوړه کړي او دخپل ډول مذهبي ارشاداتوتر قیادت لاندې مخکښ شي
افغانستان ته پکار دي چې په روانو شرائطو کې له هرڅه نه منخکې خپله ګيډه په سوک ووهي، د خپلې آ‌ذوقې دپس انداز له لارې خپله اردو او امنیتي قوه پااوړې کړي په ولس کې د وطندوستۍ او فداکارۍ، د ظلم او فساد سره د مقابلې روحیه په خلکو کې راژوندي کړي ، تر څو ددوست او دښمن په مقابل کې پر ځان بسیا شي، بیا خپل اقتصاد ورغوي، دهغې وروسته يې چې هر قسم ډنګوي ورسره وبه ښايي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more