د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

دخواشيني غونډه دپښتنو په ديره کي

tandar
31.12.2012

دخواشيني غونډه دپښتنو په ديره کي
زماپوهان اومشران اوکشران چه دټول افغان له لاري دوطن دازادي اودملت دنني ورځ اوراتلونکي ژوند په هکله هره ورځ په قلمي سنګر کي ناست اوخپله له سوزه ډکه وجداني ډنډه ترسره کوي نوراتلونکي نسل ته به دتاريخ په صفحو کي هريو دقدراوافتخار وړوي
په همدغي مثال سره شخصا خپله دداکتر عبدالصمد حامد دمړيني دخبر په اوريد و سره خپله ډيره درنه خواخوږي ښکاره کوم
دا دافغان اولس غټه ضايعه وه ځکه مونږ خپلو مشرانو اوپوهانو ته ډير ډير ضرورت لرو لکه چه وايې سل دي ومره خو يودي مه مره
زه دمرحوم داکتر حامد صيب لپاره له لوي خدايه فردوس جنتونه اوکورني ته يې دزړه صبر خو دلته دټول افغان په وطن مينو مشرانو او پوهانو ته له لوي خدايه اوږد ژوند خوښتونکي يم
امين
بس هره ورځ وژنه نيونه ده دخوښي خبر مي په ٣١ کلنو کي وانه وريدونورنو خدايه لږدرحم باران په مونږ هم وکړه که ګناه ګار وو همدغمره جزا مو بس ده
ديوازاد اولوي افغانستان په هيله


حمید هڅــاند
01.01.2013

اناالله وانا الیه راجعون

الله پاک دې ورته جنت فرودس ورپه برخه کړي او روح دې یې ښاده لري. واقعا یې په مړینه غمجن شوم، زه خبر نه وم خو د ښاغلي تندر لیکنې دلته خبر کړم، ممکن نورو ویبپاڼو یې خبر خپور کړی وي، خو د عادت له مخې زه لومړی د ټول افغان فورم ته سر راښکاره کوم،،،محترم عبدالصمد حامد لیکنې او قلمي هڅې تر نورو راته یو څه بیلې ښکارېدې او له نورو لیکوالو سره یې ښکاره توپیر درلود. د الله جل جلاله له دربار څخه ورته اجرونه، ثوابونه، بښنې او رحمتونه غواړم.

روح دې ښاده وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more