د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

پښتو متلونه !

تيمور
17.12.2012

آسمان ليري ، ځمکه سخته .

آسمان چي ټيټيږي ، دومره نه اوريږي .

آسمان چي وريځي ښوروي باران به وکي ، کونډه چي سترګي توروي مېړه به وکي .

آس ششنی ، خر رايي ، عاتره نوري بلاوي وايي .

آس که ټکنی دی ميدان لڼد دی .

آس ئې و هغو ته ورکړ چي د تانګ د ټرلونه وه .

آس ئې په سوو ګټي ، مړونه ئې په خولو ګټي .

آس دبله ، غمچينه د ځنګله چي دی ئې تيز نه کړي نو بې څوک تيزوي .

اشه ښه ده که ګله ؟ مه يوه وينی مه بله .

اشه اشه بابا اشه ، قاضي غلام غوندي مريی لرې .

اصيل په ګدله کي ، کم اصل په ګزبره کي .

اصيل ته اشارت ، کم اصل ته لغت .

اصيل خطا نه لري ، کم اصل وفا نه لري .

اصيل خوري نه خاوري کيږي .

اصيل کوټور ، کم اصل څپړور.

اصيل په جنډه کالو کي هم معلوميږي .

اصيله ځان دي کچه کی ، چي پرتوګ دي الچه کی .

اصيل نه ورکيږي .

اصيل بې بها وي ، کم اصل بې بها وي .


حمید هڅــاند
18.12.2012

په زړه پوري!!!


larghonay laraway
23.12.2012

السلام عليکم
ښه متلونه دي خوويلي دې نه دي چې د کومې سيمې دي. ځکه همدغه متلونه په پکتيا، ننګرهار او کابل شاوخوا کې په نورو بڼو دي لکه: اسمان چې څومره غورېږي هغومره نه ورېږي. يا اشه ښه ده که ګله ، دوی دې وخوري يو تر بله
دا د متلونو ځانګړنه ده چې په هره سيمه کې په لږ څه تغير سره بڼه بدلوي.
مننه
ښه کار مو کړی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more