د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانو د اربکیانو د ظلمونو او وحشتونو په اړه اعلامیه خپره کړې

pattang
10.12.2012

-بشپړ متن :
تفصيلبـــــرخه:
خبـــــرونه 10 Dec 2012 .لیکوال: مومند
.په هیوادکې داشغالګرو اودهغوی په لاس دجوړ شویو اربکيانو دظلمونو او وحشتونو په اړه داسلامی امارت اعلامیه

[img:fb394cf4f4]http://www.nunn.asia/images/اربکی.jpg[/img:fb394cf4f4]

له تیرو نږدې دوو کلونو راهیسې چې دهیواد په مختلفو سیمو کې یو شمیر خودسره وسلوال داربکیانو په نوم دیرغلګرو لخوا مسلح شوي دي ، نو په ډيرو سیمو کې یې دافغان اولس ژوند په ورځني شکل له سخت ګواښ سره مخ کړی دی ، اربکیان چې زیاتره نشه یان ، شوکماران ، غله ، پخواني ټوپکیان دموراو پلا رازاریان او په بیلابیلو جرمونو کې ککړ افراد دي ، دهیواد په مختلفو سیمو کې یې خورا بوږنوونکو جنایاتو ته ملاتړلې ، دبیلګې په توګه په تیره یوه میاشت کې زموږ دمعلوماتو له مخې دهیواد په څو ولایاتو کې داربکیانو دبوږنوونکو مظالمو څو نمونې په لاندې ډول دي .

[color=red:fb394cf4f4]کندهار :[/color:fb394cf4f4]
دکندهاردژړۍ ولسوالۍ کډل سيمه کې په۲۰۱۲/۱۲/۴م تاريخ دشيرآغا په نوم يواربکي قومندان له مجاهدینو سره په يوه مخامخ نښته کې ۶ تنه خپل اربکیان ملګري له لاسه ورکړل ، په دې جګړه کې داربکیانوپه متقابلو ډزو کې یو مجاهدهم شهید شوی وو او جسدیې په سيمه کې پاتې وو ، ديادشوي قومندان لخوا يې جسد په موټر پسې وتړل شواو درې کليومتره کش کړشو وروسته يې بيا دسیاچیو ددوکانو په سيمه کې تردوو ورځو ، ځوړند کیدو ورسته جسد ته اور ورته کړ چې وروسته په دي سره دشهید صرف هډوکي پاتې وو او نور بدن يي ټول سوی وو .همدغو اربکيانو څو ورځې وروسته يو بل بي وسلي مجاهد په همدغه سیمه کي اسير کړی وو چې بعد له ډيرو شکنجويې ورميږ (مغزی)په زور سره دشاخواته ور پیچلی وو له نوموړي مجاهدنه یې په ژوند

لاسونه او پښې ترې پرې کړي وو اوپه دا سي بي رحمۍ یې په شها دت رسو لی و .دغه رازدژړۍ ولسوالۍ په کولک کلي کې همدغه (مشهور اربکي قومندان )شيرآغا يو ملکي سړی دطالب په نامه نيولې وو، څو ورځې ورسته يي جسد په يوه بوجۍ کې په يو باغ کې پيداشو چې سترګې ترينه ايستل شوې وې ، لاس او پښې يې پرې شوي وو او نور بدن يې هم ټوک ټوک شوی وو .

دژړۍ په نادي کلي کې څو ورځې وړاندې اربکیانودوه تنه دقرآن حافظان دمجاهد ینوپه نامه ونيول چې دواړه يي په ژوندوني له دوو رينجر موټرو پسې وتړل او په دوو مخالفو جهتونو يې حرکت ورکړ چې دواړه حافظان په منځ دوه ټوټې او پرې شول او په دې ډول په شهادت ورسول شول .

[color=darkred:fb394cf4f4]میوند ولسوالۍ :[/color:fb394cf4f4]
څه موده وړاندي دميوند ولسوالۍ اسوده کاريز سيمه کې اربکيانو په شک باندي څوتنه عام خلک له خپلو کورونو راايستلي دي چې تاسو مجاهدین ياست او يا مرسته ورسره کوئ ، بيايې په دغو کسانو موټر تير کړي راتیر کړی دي او په دې ډول يې دموټرو دټايرونو لاندي په شهادت رسولي دي .

بله پيښه داچې دولسوالۍ په قومندانۍ کې يوه خاصه سيمه اربکيانوته ورکول شوي چې دوي هلته هم شخصي بنديان ساتلی شي او هم خلک شکنجه کولای شي ، په دې ځای کې اربکيانو يوه لويه پلنه اوسپنه په اور ايښې وې هغه بنديان چې دمجاهدينو په نامه نيول شوي دي بدن يي ورته لوڅ کړی او په دغه اوسپنه دپاسه يي کيښنولي او اور يي ورته کړي ترڅو اقرار وکړي او په دې ډول يي خلک شهيدان کړي دي .

[color=red:fb394cf4f4]پنجوايي ولسوالي :[/color:fb394cf4f4]
دپنجوايي ولسوالۍ ديخ څا سيمه کې دشمس الله په نامه يو مشهور اربکی قومندان چې په سيمه کې دنورو ډيرو ظلمونو اوتيريو ترڅنګ په لويه لاره موټر تالاشي کوي او په موټرو کې کشران هلکان لټوي چې کله ورته کوم هلک ښه ښکاره شي بیا يي په زور له موټره کوزوي او په خپله پوسته کې يي تر اونيو ساتي، په ډله یيز ډول جنسي تیری پرې کوي داخبره په سيمه کې په کراتو پيښه شوي او مشهوره ده .

[color=darkred:fb394cf4f4]ډند ولسوالۍ :[/color:fb394cf4f4]
دډند ولسوالۍ په صلاوات سيمه کې يوتن مجاهد دسيدجان په نامه داربکيانو يو موټر په ماين والوزاوه او خپله له سيمې نه ووت ، بیا يي کورته نور اربکيان راغلل او په کورکې يي دوه ښځې اويو هم دسيدجان ورور په شهادت ورسول .
دډنډ ولسوالۍ په ناخوني نوروز سيمه کې هغه مهال چې دډنډ ولسوالۍ امنيه قومندان په يوه انفجار کې ووژل شو ، اربکیان په نوروزسيمه کې ديو عام ملا کورته ورغلل ۲ زامن يي ورته شهيدان اوبوډۍ مور يي ورته دخلکو په مخ کې سخته ووهله .

[color=red:fb394cf4f4]ارغنداب ولسوالي :[/color:fb394cf4f4]
د ارغنداب ولسوالۍ په تابين سيمه کې ۲ تنه مجاهدين دامريکايي بمبار په نتيجه کې ټپيان شول چې وروسته سیمې ته اربکيان ورسيدل او دقومندان اسحاق په نامه اربکي دواړه ټپيان په رينجر موټر پسې وتړل او له باډۍ نه يي يو يو ټک هم پرې کاوه او په کشولو کشولو يي دواړه شهيدان کړل .دارغنداب په ناګهان کلي کې اربکي قومندان محمدنبي يوه دماين بوشکه پيداکړه ، بيا يي په سيمه کې يو عادي کس باندي شک وکړ او هغه يې راوست اوپه همدي ماين يي کښناوه او پسې انفجار يي کړه .

[color=darkred:fb394cf4f4]لوګر:[/color:fb394cf4f4]
سږکال دروژې په مياشت کې دلوګر مرکز مربوط ده آباد سیمه کې يوتن عام کس چې دمور يوزوي وو او يتيم رالوی شوی وو دمجاهدينو او اربکیانو ترمنځ نښته کې ګيرشوو او سخت ټپي شوی وو ،بياخلکو پورته کړ او نږدې کلنيک ته يي يو وړ ، کله چې اربکيان پرې خبر شول کلنيک ته ورغلل او ډاکټران يي له معالجې نه منع کړل ،داپه داسې حال کې وو چې دټپي کونډه مور هم ورته راغلې وه او زارۍ يي کولې چې زما زوی هيڅ هم نه دي کړي په لاره کې تيريده چې ټپي شو دخداي په لحاظ پريږدي چې ډاکټران يي علاج وکړي ، اربکيانو په ځواب کي ورته ويل : موږ خدای نه پيژنو (العياذبالله ) اوستازوي طالب ده ، بیا يي ترهغو ډاکټران ترې منع کړل چې نوموړی هلک شهيد شو .

[color=red:fb394cf4f4]پروان :[/color:fb394cf4f4]
دپروان ولايت په کوهې صافي ولسوالۍ کې دمهراب په نامه یو مشهور اربکی قومندان چې په زور سره يي ديو سړي ښځه له کوره وړې وه او يوه مياشت يي په خپل مرکز کې ساتله او په ډله ییز شکل يي جنسي تيری پرې کاوه ،بیا يي دکسانو ترمنځ په ښځه اختلاف پيداشو ، ښځه يي ووژله او دخسر په کور يي تاوان کړه ، وروسته يي دخسر په کور هم چپاو وروړ او کوريي ورته چور کړ .

[color=brown:fb394cf4f4]کندز :[/color:fb394cf4f4]
دکندز مرکز مربوط عسقلان سيمه کې دګورتيپې سيمې اربکيان يوې شخصي لانجې ته ورغلي وو او پردوه کسانږ سپين ږيرو ( امیرخان او ګلاب الدین)یې ډزي وکړې چي له امله یې دواړه ټپيان شول او نور خلک يي هم سخت ووهل .دکندز مرکز مربوط ګورتيپې عربانو سيمه کې اربکيانو دیو قومي مشر او مخور حاجي نورمحمد کور په ه رڼا ورځ چور کړ ټول اسباب يي تري يوړل اویو زوي يي ورته شهید کړ، پخپله حاجي نورمحمد يي له يوبل زوی سره سخت ټپيان کړل .دکندز مرکز مربوط آقتاش باسوسو سيمه کې اربکيانو په یوملکي موټر قصدي ډزې وکړي چې پکي سپاره يوښځه شهیده اويو نارينه ټپي شو .

[color=red:fb394cf4f4]غور:[/color:fb394cf4f4]
څه وخت مخکې دغور ولایت په چارصده کې وحشي اربکیانو درې تنه دمدرسې طالبان له موټر نه راشوه کړل او بیا خلګو ورته ډیر عذر وکړ چې دا کسان پریږدی خو یې نه منل او وروسته یې په ډیره بې رحمي سره درې واړه په شهادت ورسول

[color=brown:fb394cf4f4]هلمند:[/color:fb394cf4f4]
دروان کال د۱۱میاشتې په ۳تاریخ دسنګین ولسوالۍ په بارګزو سیمه کې اربکیانو په جنګ کې د وژل شوو اربکیانو په انتقام کې په یاده سیمه کې یوه ښځه او یو دهغې ماشوم زوي شهیدان کړل او ۴تنه عام خلګ یې له ځان سره په اسارت یووړل

[color=red:fb394cf4f4]هرات :[/color:fb394cf4f4]
دري اونۍ وړاندي دهرات شينډنډ ولسوالۍ زيرکوه سيمه کې ۴ تنه بي وسلي مجاهدين په دووموټر سايکلونو سپاره دبهرنيو اشغالګرو له کمین سره مخ شوی او ژوندي اسيران شول چې قریب لس ورځې له دښمن سره وو ، وروسته په دا سي حال کې چي سخت شکنجه شوي ،بدن يي ټوټي ټوټې شوی ، لاس اوپښې يې پري شوي او له بدن نه يي غوښه ټوله شکول شوي، بيا په يوه دښته کې اچول شوی چې شپنو موندلي او خلک يي پرې خبر کړي دي .

[color=darkred:fb394cf4f4]غزني :[/color:fb394cf4f4]
د ۲۰۱۲ کال دنومبر په ۱۸ نیټه یو ډله دشلګر اربکیان دامریکایي ټانګونو سره یوځای په شپه کې دګیرو ولسوالۍ دشیلې کلي ته ورغلي دي ، سهارچې دکلي ملاامام اومدرس مولوي صاحب ذبیح الله له کوره مسجد ته راغلی ترڅو کلیوالو ته دسهار دلمانځه امامت وکړي ، کله چې مولوي ذبیح الله دلمانځه تکبیر ویلی په داسې حال کې چې دسهار لمونځ یې پای ته نه دی رسولی یو ډله اربکیان په مسجد ورننوتي او په مولوي ذبیح الله یې دلمانځه په مابین کې برید کړی ، نوموړی یې نیولی لاسونه یې ورتړلي او له څوشاګر دانو او کلیوالو سره یې یوځای له ځانه سره بیولی دی ، څنګه چې له امریکایانو پرته اربکیان په دې سیمه کې ګوزاره نه شي کولای نو دامریکایي قواوو له تګ سره اربکیان هم له سیمې تللي دي ، او له دې پیښې دوه ورځې وروسته دمولوي ذبیح الله زهیر شهید جسد دشلګر د ابراهیم خیلوپه کلي کې په داسې مهال موندل شوی ، چې لاسونه او دبدن هډوکي یې دوهلو له امله مات شوي ، په مخ او سترګو په مرمیو ویشتل شوی او په سخته بي دردۍ په شهادت رسول شوی دی . ( انا لله وانا الیه راجعون)پورته داربکيانو د جنایاتويوڅو هغه بيلګي دي چې په تيره يوه میاشت يالږ ډيره موده کې ترسره شوي دي ، دغه راز جنایات په ټول هيوادکې دوام لري او زموږ مظلوم ولس يي قرباني کيږي . دنن اربکیان کټ مټ دپرون ټوپکسالاران ،ګلمجمان اوپاټکسالاران دي چي دولس دعزت ،مال اوځان لوټلوته یې ملاتړلې ده ،په سیمه کي قومي تربګنۍ راپورته کوي ، نوي ځوانان اوکشران هلکان نشیې توکو،اخلاقي فساد اوغلاووته هڅوي اوټولنه دانارشیزم وطرفته ټیل وهي . اسلامي امارت په دې اړه ټولو نړیوالو حقوقي ادارو ، بشرپالو سازمانونو نه جدي غوښتنه کوی چې ددې فتنې په مخ نيوي کې دافغانانو لاس نيوي وکړي او داملت له دې لوې بلا وژغوري . همدارنګه دقلم له خاوندانو او رسنیو نه هم هیله کوي چي په دي اړه دظالمانو له ظلمونونه پر ده پورته کړي ،داربکیزم اوملېشیې بانډونوروان وحشت ،هیواداوولس ته یې دمستقبل زیانونه روښانه کړي اودپلویانواصلي څېرې یې بربنډي کړي چي دخپلوشخصي ګټوپه خاطردهیواد دتجزیې اوکورپه کورجنګ زمینه برابروي، دکر زي ادارې دملي امنیت ادارې لخوا چي کوم ظلمونه ترسره کیږي هغه هم ټول هغه څه دي چي موږ ته یې په یادولو حیا دریږي او دا ټول جدي عکسو العملو نه لري چي بیابه یې مسؤلیت دبادارانو په غاړه وي .

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۴/۱/۲۶هق

۱۳۹۱/۹/۲۳هش ـــ ۲۰۱۲/۱۲/۱۰م


پتوال
12.12.2012

......................... بسم الله الرحمن الرحیم .....................

[color=yellow:956bbae7b9]انا لله و انا الیه راجعوان ! [/color:956bbae7b9][color=red:956bbae7b9]انا لله و انا الیه راجعوان ! [/color:956bbae7b9][color=blue:956bbae7b9]انا لله و انا الیه راجعوان ![/color:956bbae7b9]

په دې توګه لومړی خپل مؤمن ، مجاهد افغان ملت ته د شهیدانو ورونو فاتحه وړاندې کوم او بیا
د هیواد د ګوډاګي دولت مشر غوږ ته رسوم چې ای

.......................... [color=red:956bbae7b9]ولسمشر صاحبه ![/color:956bbae7b9] .............................

[color=blue:956bbae7b9]منم کرزیه، ستا به مور او پلار، افغان پاتې وي

..................... دا نه منم چې به، په تا کې هم وجدان پاتې وي!

د خدای، وطن او د ملت نوم اخیستلای نشې !

.............. په خوله او زړه کې به دې، صرف امریکا یان پاتې وي!!

لعنت په تا ! ستا په بادار ! او پلویانو باندې !!!

................ پرې به د ې نږدي ! څو چې یو نفر افغان پاتې وي !!!!

دا ګوډاګی رژیم ، په سپیو اربکیانو ساتې؟؟؟؟

................ په کور او ګور کې به دې ، هم دغه آرمان پاتې وي!!!!![/color:956bbae7b9]


ډاکتر وطنمل
20.12.2012

فسق او فساد د کفر دویم نوم دی یعنې سړی پرې کفر ته خورا زیات نژدې کیږي او د کابل رژیم نه یواځې فاسد او فاسق
بلکې ضد ملي ، ضد افغاني ، پردی امریکایي رژیم دی !

طالبان له اول څخه تر ننه پورې د وطن آزادۍ ، ملي خپلواکۍ او اسلامي نظام او اسلامي جهاد ته هوډمن پاتې دي .
دوی له اسلامي هېوادو پرته له بل هیچا څخه مرسته نه اخلي او نه یې اخیستې ده !
دوی اوس دا درک کړې پوهیږي چې چې د اسلام په نامه به نه خو دوی د چا په خاوره کې مداخله کوي
او نه خو به بل چاته اجازه ورکړي چې په افغاني خاوره تیری او مداخله وکړي!
هغه مرستې چې له اسلامي هیوادونو څخه یې اخلي که هغوی لیرې وي که ګاونډي له سیاسی غرض او قید و شرط پرته
به تر سره کیږي . افغانستان به یو ناپیلی او بیطرفه هیواد او د طالب رژیم ټوله هڅه او توجه به د هیواد په اسلامي
اقتصادي علمي او تخنیکي ودې او پرمختګ راټوله وي . د اسلام د مبین دین او محمدې شرعې د پراخه او وروستیو پولو په چوکاټ
کې به د ښځو او نور بشري حقوقو ته له یوې
خوا او د حکومت په برخه کې د اسلامي شورایت اصل ته له بلې خوا په عصري کچه پام وراړوي!
ددې ملي او اسلامي معیارونو په بشپړلو سره طالبان او طالب رژیم
د کابل د اوسني فاسد او فاسق ، مردود او چټل، بېغیرته، بې ایمانه او بې وجدانه ګوډاګي رژیم په وړاندې د ټول مؤمن
او مسلمان افغان ملت د پراخه او بشپړ ملاتړ وړ دی!
ومن الله التوفیق !


daud
20.12.2012

سلامونه او احترامونه

خدايه شكر چې پيدا دې ددې قام كړم
دپښتون دنر وجود دې يو اندام كړم
زه به ولى ددى خاورې نه جاريږم ؟
وطنمل غوندې مشرانو ته چې پام كړم
هم عزت او هم عفت به مې خوندي شي
كه دده په نقشه جوړ مې دخپل كور بام كړم
خدايه !خضر په څير عمر يې نصيب كړې
دې دوعا ته به دعوت ټول خاص او عام كړم

دازاد او خپلواك افغانستان پ ه هيله

مننه


tandar
20.12.2012

داود جانه سلامونه
خداي پاک دي وطن ازاد کړي اوس په کابل کي رفيق بازي ګاني دنوي نسل لکه په غرب کي sms او E-Mail باندي رواني دي
پخوا به ژيګلو ګان دجينکيو دمکتب خولي کي ودريدل :oops:
داداشغالګرو ثمر دي چه څومره زمونږ کلتور اوافغاني عنعناتو ته يې وده ورکړي
چه لانور به څه شي ؟
دعاګاني دي خداي پاک قبولي کړه خو ....
دوطنمل په څنګ کي چه پتوال اوپتنګ درنه هيرنه شي
...........................لارروي ،خيريوسي اوڅپاندقلمي جهادته دي هم پام کړم
ښاغلي حليمي په ښکاره دجهاد قلم پسي رااخيستي
.....................تندر به شي ځوان چه خبر ټول افغان دازادي په يوه پيغام کړم
دcia او isi لاسونه زمادبي اتفاقه ملت په وينو سره دي


پتوال
21.12.2012

لکه ایرې به د خپل قام پښو ته ور و غورځیږم
................. ځان به کړم خاورو سره خاورې خو چې سوله راشي

دا ګوډاګیان دې اشغالګرو سره پرېږدي وطن !
............... که ناوري ناوري م دادې واوري، خو چې سوله راشي!

صرف د ملت او طالبانو تر منځ سوله ښه ده
.............. زما او ستا دې ترې ځان جاریي خو چې سوله راشي!


تندر

tandar
22.12.2012

زمانيکنوهم دشمن ته غوږ کي ازان کړي وو
.....................پښي به دي کړم ماتي چه داشغال په فکردافغان په پوله راشي
داشغالګرواويرغلګرو غلامان هم دلته بقا نه لري
......................که دوطنفروش کرزي ، فهيم اوخليلي غوندي سل ځله راشي
عبدالله عبدالله سره دمسعوده اوس ځان په اوپوزيسون يادوي
.......................خو له دماغه يې دستوان خوړلو بوې اوس هم ترکابله راشي ههها
سګبازان،موټرشويان اوجواليان دي مارشالان اومعاونان کړه
.......................کرزيه تاخووکړل ،له ملت سره حساب يوه ورځ به هم بله راشي
دلندن،پاريس اوبرلين له غونډو نه هم څه نه جوړيږي
....................دتندر واوري قاتلانو،بس کډه بارکړي چه په رښتيا سوله راشي
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي به


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more