د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

شعري نازک خیالي او ناسم تصور/ د جیلاني جلان پر خبرو د مهاجر خبرې

حمید هڅــاند
09.12.2012

هنر، ادب، ښکلا او مینه هغه کیفیتونه دي چي د معرفت په نړي کي ورته د پېژندني هر اړخیز لباس او قالب نه شو موندلی.  په پښتنو ادیبانو کي سالک یوازینی هغه څوک دئ چي زه یې له ږغ، لیکنې، فلسفي مزاج، شعرونو،رنګینو اندونو او هنري ژبې سره ډېره مینه لرم . د هغه ځيني کتابونه مي لوستي ، راډیويي خپروني مي یې اورېدلې او د ده له ادب،هنر او فلسفي فکره مي ډېر خوند اخیستی . په تاند کي مي د ده د شعر پر تصوفي برخه د ښاغلي جیلاني جلان شننه ولیده چي ځیني ټکي پکي د پام وړ دي .
جلان لیکي :
ما ويل ته به يو زما په زړه کې ځاله لرې
ستا خو د کاڼو په رګ رګ کې تصويرونه ګرځي

په دې بيت کې يې څومره مهارنه اشاره کوي او د پيغمبر ص سره دخپلې مينې رښتونوالى ښيي . او وايي چې ټول کاينات ستا له برکته پيدا شوي دي . يانې دا ټولې ښکلا وې دا ټول موجودات چې پيدا شوي دي د پيغمبر ص په وجه دي که چيرې پيغمبر ص نه واى پيدا شوى نو دا نړۍ به نه وای .
ده په خپل دې تحلیل کي هغې ناسمې ګروهي ته اشاره کړې چي وايي د نیا د رسول الله د وجود له امله رامنځ ته شوه حال دا چي دا خبره نه دیني بنسټ لري او نه هم علمي ومنطقي ، په قرآ ن کي الله عز وجل وايي :
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ( الذاریات : ۵۶ )
ژباړه : او پیری او انسان مي یوازي د خپلې لمانځنې لپاره پیدا کړي .

د لیکنې پاتې برخه له لاندې تړوني څخه ولولئ:

http://samononline.com/index.php/category-14/1177-2012-12-01-06-40-36#jacommentid:26

درنښت


larghonay laraway
12.12.2012

السلام عليکم!
هڅاند صيب سلامونه او ښې چارې
زمونږ ليکوال که زما مني نو لومړی دې په يوه موضوع کې ژوره مطالعه وکړي او بيا دې په هغې برخې کې ليکنه کوي!
تصوف دا نه دی چې په شعر کې د ايت او حديث مفهوم راوړل شي! بلکې تصوف يوه بېله موضوع ده او حتی ځينې خو ورته د اسلام نه ليرې والی وایي!

لومړی خو د سالک له دې بيت نه داسې څه نه ښکاري چې د دې بې بنسټه خبرې معنی ورکړی ( لو لاک لولاک لما خلقت الافلاک)
بلکې د سالک په شعر کې يوه ليونۍ مينه، غلو او مبالغه ده!
سالک ته خپله معشومه دومره ګرانه ده او دومره په کې غرق دی چې په هرشي کې د خپلې معشوقې تصوير ورته ښکاري!
د ده له دې بيت سره ماته يوه ټوکه راياده شوه:
وايي يو عاشق او معشوقه د ويالې پر غاړه ناست وو نو عاشق خپلې معشوقې ته ويل: ستا په سترګو کې راته ټوله نړۍ ښکاري!
دلته نو له يو پاده وان نه غوا ورکه ده . چې د معشوق خبره يې اوريدلې نو ورمنډه کړې يې دي او ورته يې ويلي:
ماما خېر دې ته دې د معشوقې په سترګو کې وګوره چې زما غوا په کې ښکاري او کنه
مبالغه شعر ته خوند ورکوي او په شعر کې شته خو هره مبالغه تصوف نه دی!
دا سمه ده په تصوف کې هم استغراق شته خو هغه بل ډول دی چې د سالک په دې بيت کې نشته!
وروستۍ خبره دا ده چې سالک د حمزه بابا حافظ دی او د هغه په شعرونو کې همداسې ځينې شيونه شته چې په هرڅه کې ورته خپل يار ښکاري نو دلته پرې د حمزه بابا ژوره اثر شوی دی.

مننه


حمید هڅــاند
14.12.2012

[quote:a44114d7a2]ما ويل ته به يو زما په زړه کې ځاله لرې
ستا خو د کاڼو په رګ رګ کې تصويرونه ګرځي

په دې بيت کې يې څومره مهارنه اشاره کوي او د پيغمبر ص سره دخپلې مينې رښتونوالى ښيي . او وايي چې ټول کاينات ستا له برکته پيدا شوي دي . يانې دا ټولې ښکلا وې دا ټول موجودات چې پيدا شوي دي د پيغمبر ص په وجه دي که چيرې پيغمبر ص نه واى پيدا شوى نو دا نړۍ به نه وای[/quote:a44114d7a2]

د سالک صیب موخه که هرڅه وي، جلان یې همداسې تفسیروي...پاسنی تفسیر د جلان دی....مهاجر هم د جلان پر خبرو نقد کړی دی.

درنښت


مومن مهاجر
18.12.2012

ښاغلی لاروی او هڅاند سلامونه او ښې چاري! هیله ده جوړ او سوکاله به یاست . رښتیا هم مبالغه د شعر یوه لازمه او نه بېلېدونکې برخه ده ، خو ما چي د سالک پر شعرونو کومه تبصره کړې وه هغه مي د جلان پر تعبیر کړې وه نه د سالک پر شعر په مستقیم ډول . مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more