د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

په کابل کي سړې هوا ۲۰ تنه ماشومان وژلي دي

مومند
14.12.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
دغه پیغام هغو ټولو هیوادوالو لپاره دی چی په تودو کوټی کی د کمپیټرانو و شاته ناست او د جهاد چیغی ناری وهی. زمونږ په هیواد کی د ژمی یخنی او د لوږی له کبله ګڼ شمیر هیوادوال مری او خپل ژوند له لاسه ورکوي، زمونږ لومړنی او ستر جهاد ښایی چی خپلو بی وزلو او بی بسو هیوادوالو سره مرسته کول وي.

دغه لاندني خبر ولولئ:
په کابل کي سړې هوا ۲۰ تنه ماشومان وژلي دي
د کابل په زړه کي پراته بې ځايه شوي افغانان وايي چي د ژمي د سړې څپې او يخنۍ له امله ئې شل تنه ماشومان مړه سوي دي او په لسونو نور په موسمي ناروغيو اخته شوي دي.په کابل کي سږنی ژمی سخت يخ دئ.
د کابل د قنبر څلور لاري په کمپ کي پراته کورني بې ځايه سوي کډوال چي په خبره ئې له کندهار، هلمند او روزگان ولايتونو څخه را کډه سوي دي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي د ډيري واوري د اورېدلو له کبله ئې ماشومان په خیمو کي يخ وهلي او مړه سوي دي.
دغو کورنۍ چي شمیره ئې شاوخوا شپږ سوه ښوول کيږي په څيري خيمو کي پر نمجنو مځکو شپې سبا کوي، ډيری ئې خوراکي مواد او د څښاک پاکي اوبه نه لري او ماشومان ئې هم په ډير بد حالت کي ببر سرونه او لوڅي پښې ګرځي.
قنبر څلور لاري ته څيرمه د کورنيو بي ځايه شويو خلکو په دغه کمپ کي په سلونو داسي کورنۍ شته چي حتي د ورځي پنځوس افغانۍ عايد هم نه لري او په څيرو خيمو او نمجنو ځمکو ئې اړولي دي.
کډوالي کورنۍ
د دغو خلکو ډيره غوښتنه د سرپناه ده، هغوی وايي چي حکومت بايد له دوی سره د سرپناه په برابرولو کي مرسته وکړي چي له مرګه وژغورل شي. دوی وایی چی: موږ کالي او ډوډۍ نه غواړو.
د دغه کمپ يوه ځوان جمعه خان دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي په تيرو څو ورځو کي ئې په دغو خیمو کي شل ماشومان د سړې هوا له کبله مړه سوي دي او په لسونو نور ناروغان دي چي دوی ئې ډاکټر ته د بیولو توان نه لري.
د ګل زري په نامه يوه پينځه کلن ماشوم چي د يخي هوا له کبله ئې يو کوچنی ورور مړ شوی دئ دويچه ويله ته وويل چي بیګاه ئې خیمه ډيره سړه وه، کله چي دوی سهار له خوبه را پاڅیدل کوچنی ورور ئې د مور تر څنګ ختلې وه.
دا په داسي حال کي ده چي يوازي کابل نه دئ چي سږ کال خلک د یخي هوا له کبله له سختو ستونزو سره مخامخ دي، بلکي د هيواد په نورو ولايتونو کي هم ډيری خلک د کړاونو ډک حالت سره مخامخ دي

په درنښت
مومند


pattang
15.12.2012

مومندجانه!
لاسپوڅي اوصليبيان افغانان په ګډه وژني نوله دوښمنه څخه به څله ګيله کوو !

[img:06fe14ffbf]http://www.nunn.asia/images/امریکايي_وحشت.JPG[/img:06fe14ffbf]

دوی ارتينه غيم داسې ګرزي لکه استرليايې بينګوس سارايې سپي !
خوپه کوم حق !!!!!!!!!!


مومند
17.12.2012

پتنک صیب سلامونه
تاسو یوه بله ډله چی د افغانانو په وژلو او بربادی ستر لاس لری هیر کړی دی او هغه ستاسو ملګری طالبان دی.
پتنګ صیبه تاسو لیکلی دی چی:
دوی ارتينه غيم داسې ګرزي لکه استرليايې بينګوس سارايې سپي !
خوپه کوم حق !!!!!!!!!![/quote]
لومړی خو تاسو ته ښایی چی د قلم او لیک پت وساتئ او تاسو یو ځل بیا د اصلی موضوع نه لیری وتلی یاست.

په درناوی

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more