د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

امریکایان دمتحده ایالاتو دتجزیی غوښتنه کوی

طیب زابلی *
16.11.2012

الاماره

پنجشنبه, 15 November 2012 22:11

ولسمشرۍ ته د اوباما ددوهم ځل رسيدو وروسته له سل زرو څخه زياتو امريکايانو سپينې ماڼی ته غوښتنليکونو ليږلي ترڅو ددوی ولايتونو ته له متحده ايالاتو څخه دبيليدو اجازه ورکړي.

دا غوښتنليکونه د (موږ اولس) انټرنيټي پاڼې ته ليږل شوي چې دسپينې ماڼی لخوا اداره کيږي.

زياتره غوښتنليکونه له هغو شلو ولايتونو څخه راغلي چې وګړيو يې خپلې رايې جمهوريت غوښتونکي کانديد مټ رومني ته ورکړي.

ويل کيږي چې په امريکايې دستور کې داسې کومه ماده نشته چې ولايتونو ته پکې له متحده ايالاتو څخه دجلا کيدو اجازه ورکړي.

ددوشنبې تر شپې پورې دسپينې ماڼی لخوا پدې اړه کوم غبرګون نه وو ښکاره کړی شوی.

سپنې ماڼی ته له شلو څخه زيات غوښتنليکونه رسيدلي چې په دې کې يو غوښتنليک له ټکساس ايالت څخه راغلی چې ۲۵ زرو خلکو لاسليک کړی.

کارپوهان وايې: يوازې دټکساس ايالت غوښتنليک په سپينه ماڼی دا لازموي چې رسمي ځواب ورته ووايې.

زياترو غوښتنليکونو خپلې لومړی کرښې له برطانيې نه دامريکا داستقلال له سند نه اقتباس کړې وې، چې پکې د متحده ايالاتو بنسټ ايښودونکو له برتانيې نه دا غوښتنه کړې وه چې بايد دخپلواکو سياسي اړيکو او نوي خپلواک دولت تشکيلولو په حق ورته قائله شي.

د غوښتليکونو وړاندې کوونکي لدې سر ټکوي چې په اوسنيو متحده ايالاتو کې ددوی حقوق تر پښو لاندې کيږي.


سلامونه

tandar
18.11.2012

سلامونه
پتوال صیب لکه چه زما حدث واقيعت کيږي
مه مني زما خبره خو دا ورځ به خامخا ګوري
.................................u.s.a تجزيه کيږي که نن نه وي نو سبا ګوري

دانه خوب او نه خيال دي نه تبليغ دي چه کومه ئې
.................................. دا جبر دزمان دي دغه حال به خامخا ګوري
د ازادي په هيله


Re: سلامونه

pattang
19.11.2012

تندر صيب څه ښکلی شعر دی داچې ډېر مې خوښ شه نو ځان ته اجازه ورکوم :
خو پتوال صيب چيرې دی ??
او:
مه منۍ (منه) زما خبره (خبرې)خو دا ورځ به خامخاګورۍ (ګورې)
usa تجزيه کيږي که نن وي که سباګورۍ (ګورې )

دانه خوب او خيال اونه تبليغ دي (دی)چه کوم ئې (يې)
دا جبر دزمان دی دغه حال به خامخاګوري ( ګورې ،ګورۍ)

[quote:fc9af291dd="tandar"]سلامونه
پتوال صیب لکه چه زما حدث واقيعت کيږي
مه مني زما خبره خو دا ورځ به خامخا ګوري
.................................u.s.a تجزيه کيږي که نن نه وي نو سبا ګوري

دانه خوب او نه خيال دي نه تبليغ دي چه کومه ئې
.................................. دا جبر دزمان دي دغه حال به خامخا ګوري
د ازادي په هيله[/quote:fc9af291dd]


صيب

tandar
20.11.2012

پتنګ صيب دغه نور شعر هم اصلاح کړه انشالله پتوال صيب هم راپيدا کيږي

ما چه ژوند کي حدس وهلي تل دي رښتيا شوي
.............................کاسه ددوي دظلم به نسکوره په دنيا ګوري
تندر وعهده درسره کاندي سل په سله رښتيا نه شول
.............................زما په قبر لاړي تو کړي مه په هغي خوا ګوري :oops:
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


پتوال
05.12.2012

دراندۀ سلامونه !
تندر صیب دې روغ او جوړ وي !
ستاسې ځواب خو زابلی صاحب ته لیکل شوی ، ولې مخاطب مو پتوال ګرځولی دی . بیا هم الله تعالی مو وړاند وینه ژر په واقعیت بدله که چې مونږ یې ووینو!

که نه نو د «نن او سبا « اصطلاح خو نامعلوم او آن نامحدود وخت ته هم کارول کیږي، که داسې وي نو دا نړۍ هم آخر ړنګیږي آیا ددنیا ړنګېدو ته به هم وړاند وینه وایو که څنګه ؟

په دغو نژاد برستو امریکایانو لا هغه وخت قیامت جوړ او متحده ایالات ړنګېدل چې یو تور پوستی اوباما پرې مسلط شو نو ځکه يې د بیا ټاکلو په وړاندې ورته دا ډول لیکونه پیل کړي دي!
په مینه او سلامونو !


تخاري
11.12.2012

د ظالم نسکوریدل آني دی تدریجی نه دی!!!

د مظلومو او ستمدیده افغانانو آه به دا ظالمه دنیا په خواری او ذلت اخته کوی ان شاالله


پتوال
12.12.2012

[quote:a056f1746b="تخاري"]د ظالم نسکوریدل آني دی تدریجی نه دی!!![/quote:a056f1746b]
هو خو له پیل وروسته آني وي!، ولې تر پیلېدو پورې په تدریجي ډول اماده کیږي ، چې تخاري صیب تاسې پخپله ورته داسې اشاره
کړې ده :
[quote:a056f1746b]د مظلومو او ستمدیده افغانانو آه به دا ظالمه دنیا په خواری او ذلت اخته کوی ان شاالله[/quote:a056f1746b]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more