د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

(ی، ي، ې،ئ،ۍ) ګانې/ ځواکمنتیا که کمزوري

حمید هڅــاند
24.06.2012

په سلامونو مو لمانځم

د یاګانو سرلیک مې ځکه اږد کړ چې یواځې ما د یاګانو په اړه له یوې څخه زیاتو موضوعګانو کې پوښتنې وکړې او له ښه مرغه ځوابونه مې ترلاسه کړل. نن زما پوښتنه بېله ده:
[color=red:f2630703f0]ایا د پښتو لپاره یاګانې ځواکمنتیا ده که کمزوري؟؟[/color:f2630703f0]

ــ سپین روبي، نژدې ټول، د یاګانو په سم استمال نه پوهېږي؛

ــ په ښوونځي کې زموږ د پښتو استادان هم د یاګانو په سم استمال نه پوهېدل، تېره ورځ مې زموږ د استاد کتابچه ولیده، لاهم هماغه اش او هماغه کاسه وه؛

ــ زموږ د لیسي مدیر په پښتو کې ماسټري لري؛ ماسټر صیب هم د یاګانو په سم استمال نه پوهېږي؛

ــداسي ځوانان هم وینم چې له ژورنالیزم څخه فارغ دي، لا هم د یاګانو په سم استمال نه پوهېږي؛

ــ زما د هند ټولګیوالان او د پوهنتون ملګري، له دوو-دریو پرته، نور ټول د یاګانو په استمال نه پوهېدل؛

ــ هغه ورځ مې خپل ملګري ته چې زما ټولګیوال ؤ او په پښتو خورا ولاړ هم دی، د یاګانو تدریس وکړ، په پای کې یې وویل چې زما په لیک هم خلک پوهېږي او ستا هم، نو فرق څه دی؟ هسي مي سر مه خوږوه؛

ــ ورو مې په دوولسم ټولګی کې دی او اول نومره دی؛ د یاګانو په استمال نه پوهېږي؛

اوس پوښتنه داده چې، که پښتانه پخپله د یاګانو په استمال کې ستونزه لري نو یو پاړسیوان خو به یې ښه استمال کړي!! چې موږ یې پخپله نه شو کارولی، نو یو بل څوک چې پښتو یې دویمه ژبه وي، څنګه به یې وکاروي؟
نو ایا یاګانې ځواکمنتیا شوه که کمزوري؟ او یا هغه د انګلیسانو په اصطلاح، asset دی او که liability.

درنښت


larghonay laraway
24.06.2012

السلام عليکم!
هڅاند صيب ستاسو خبره بېخي پر ځای ده. باور وکړه چې ډېر ليکوال هم په يا ګانو نه پوهېږي چې د دې دوه حل لارې دي:
يوه دا چې د درانه پتوال صيب خبره ومنو او غيرت وکړو څو خپله ژبه که هر ډول ده ياده يې کړو!
دويمه ستاسو د پوښتنې وروستی جزء دی چې ياګانې د پښتو ژبې پياوړتيا نه بلکې کمزوري ده! ځکه همدغه تلفظ چې مونږ او تاسو يې لرو پاړسيوانان يې هم لري او هغوی . حتی هغه وخت چې ارواښاد رحيم الهام ژوندی ؤ او په کابل پوهنتون کې ؤ نو ويل کېږي چې په پاړسي ژبه کې يې هم د ياګانو استعمال غوښت او د دودولو لپاره يې کار کاوه.
پاړسي ژبي هم په دې قانع دي چې د دوی په ژبه کې د ياګانو بېلابېل تلفظ شته خو ليکي يې نه او هيڅ کله هم داسې پېښه ونه شوه چې څوک دې د پاړسي په ليکنو کې د (شېر) او (شير) په توپير نه وي پوهېدلی. په داسې حال کې چې دوی دواړه يو ډول ليکي.
(شير) = شيدې
(شېر) = زمری
خو پاړسيوانان دواړه (شير) ليکي او هيڅ ستونزه هم نه لري.
زما په نظر که پښتانه پوهان سره يو شوي وای او د ګڼو (یاګانو) پر ځای يې يوه ټاکلې وای نو جمله د سياق او سباق له مخې ښه پېژندل کېږي او هيڅ ستونزه به ونه لري.
په هر صورت زه چې په څه شي پوهېږم هغه همدا ياګانې دي خو ډېر ليکوال حتی پرې نه پوهېږي.


پتوال
24.06.2012

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !

هڅاند صیب منم چې دا ټول حقیقت دی، خو دا چې دلته ټول نه خو ډیر لیکونکي او لوستونکي په یاګانو پوهیږي
دا د ټول افغان برکت دی. هغه څوک او ويباڼې چې ټول افغان نه لولي له سېلمې د یاګانو د املايي بیسوادۍ سره مخ دي!
پښتو اکادیمي یاګانې تشریح کړي خو دومره یې نه دي ساده کړي لکه ټول افغان چې ورته کار کړی نو په اصل کې
دغه بهیر بیا هم نوی دی او دومره تعمیم او پراختیا يې نه ده موندلې ولې تعمیمول غواړي!
ستاسې تنقید په پښتنو لیکونکو بيخي پرځای دی، چې دغه کناټوران استادۍ ، ډاکتریو او وزارتونو ته ورسیږي خو لا
د خپلې ژبې یاګانې نه بیژني ! هو پښتون قام چې هر څومره ننګیالی میړنی او غیرتي دی همغومره او لا زیات یو ویده ، بیړا او
غول قام هم دی آن تر دې چې د سړی پرې ګمان کیږي چې دا غیرت او میړانه په یې
هم د همدې غولتوب او بیړا توب څخه په میراث رسیدلې وي. چې لکه پیاده سرتیري په ډګر يې د نر غوندې ګټي
خو په سیاست ، اداره او فکري برخو کې يې لکه ښځې بیرته بایلي، والله اعلم! کله چې د یا ګانو بیړا توب ختم شو
چې په پښتنو کې دا عادي مسله هم څو لسیږې نیسي، نو بیا به د واو ډولونه په نخښه کوو .
توري د غږ(آواز) او آوازونه د معناو نخښې دي یعنې :

حرفونه = غږونه = معناوې ،
لهذا: معناوې = حرفونه
نو که مونږ دوه بیل مفاهیم سره بیلوو باید دوه بیل حرفونه ورته وکاروو

مثلاً : ې او ی دوه بیل توري دي او په لاندې ترکیبونو کې باید بیلې معناوې ورکړي :

دوې درې ..... لکه دوې درې شپې ورځې د شمېرې معنی ورکوي

دوی هغوی ...... دوی هغوی ټول سره راټول شوو. د ضمایرو معنی لري!

همدا رنګه که دی او دي دواړه په یوډول (ی) یا ص رف (ي) سره ولیکو نو جمع او مفرد به سره بیل نکړای شو !

په (و ) کې مو لا دا ډول بیلونکې نخښې نه دي رامنځته کړي :
مثلاً دا څښی دی :

ډول !
آیا دا د فېشن او سینګار ډول دی او که د موزیک ډول ؟؟؟؟؟
یا:
توره او تورې ، آیا داد نارینتوب توره او تورې دي چې سرونه برېکوي او که د رنګ مونث ستاینتاړي دي لکه توره شپه ، تورې سترګې او نور .
کله مو چې د چورې بورې او تیرې تورې (و) ته د (ړ) غوندې یوه بیلونکې کړۍ ځانګړې کړه نو د تور رنګ له (و) څخه به بیل
او لوستونکی په تیره نطاق به د جملې له مفهوم اخیستو څخه مخکې هغه سم تلفظ کړای شي او خبري نطاق
به له تیروتنو څخه وژغوري!
دې ته په کتو سره هر څوک دا ویلی شی چې
[color=blue:64a4fff4be]یاګانې ځواکمنتیا ده ، نه کمزوري؟ او د (و) ډولونه بیلول به هم انشا الله ځواکمنتیا وي ! [/color:64a4fff4be]
[quote:64a4fff4be="حمید هڅــاند"]په سلامونو مو لمانځم ....

د یاګانو سرلیک مې ځکه اږد کړ چې یواځې ما د یاګانو په اړه له یوې څخه زیاتو موضوعګانو کې پوښتنې وکړې او له ښه مرغه ځوابونه مې ترلاسه کړل. نن زما پوښتنه بېله ده:

ــ سپین روبي، نژدې ټول، د یاګانو په سم استمال نه پوهېږي؛

ــ په ښوونځي کې زموږ د پښتو استادان هم د یاګانو په سم استمال نه پوهېدل، تېره ورځ مې زموږ د استاد کتابچه ولیده، لاهم هماغه اش او هماغه کاسه وه؛

ــ زموږ د لیسي مدیر په پښتو کې ماسټري لري؛ ماسټر صیب هم د یاګانو په سم استمال نه پوهېږي؛

ــداسي ځوانان هم وینم چې له ژورنالیزم څخه فارغ دي، لا هم د یاګانو په سم استمال نه پوهېږي؛

ــ زما د هند ټولګیوالان او د پوهنتون ملګري، له دوو-دریو پرته، نور ټول د یاګانو په استمال نه پوهېدل؛

ــ هغه ورځ مې خپل ملګري ته چې زما ټولګیوال ؤ او په پښتو خورا ولاړ هم دی، د یاګانو تدریس وکړ، په پای کې یې وویل چې زما په لیک هم خلک پوهېږي او ستا هم، نو فرق څه دی؟ هسي مي سر مه خوږوه؛

ــ ورو مې په دوولسم ټولګی کې دی او اول نومره دی؛ د یاګانو په استمال نه پوهېږي؛

اوس پوښتنه داده چې، که پښتانه پخپله د یاګانو په استمال کې ستونزه لري نو یو پاړسیوان خو به یې ښه استمال کړي!! چې موږ یې پخپله نه شو کارولی، نو یو بل څوک چې پښتو یې دویمه ژبه وي، څنګه به یې وکاروي؟
نو ایا یاګانې ځواکمنتیا شوه که کمزوري؟ او یا هغه د انګلیسانو په اصطلاح، asset دی او که liability.

درنښت[/quote:64a4fff4be]

یادونه !
لاروی صیب لیکي :

[quote:64a4fff4be]پاړسي ژبي هم په دې قانع دي چې د دوی په ژبه کې د ياګانو بېلابېل تلفظ شته خو ليکي يې نه او هيڅ کله هم داسې پېښه
ونه شوه چې څوک دې د پاړسي په ليکنو کې د (شېر) او (شير) په توپير نه وي پوهېدلی. په داسې حال کې چې
دوی دواړه يو ډول ليکي.
(شير) = شيدې
(شېر) = زمری
خو پاړسيوانان دواړه (شير) ليکي او هيڅ ستونزه هم نه لري. [/quote:64a4fff4be]
نه داسې ساده یې مه مقایسه کوه، پښتو او دري سره نه مقایسه کیږي :
د شېر او شیر غوندې د ګوتو په شمیر څو مثالونه نور هم په دري کې پیدا کیږي ، خو په ټوله کې د ومره لږ دي چې
له پښتو سره يې مقایسه ناروا ده :

په پښتو کې صفتونه، قیدونه ، ضمایر او شمیرې له مذکر او مونث ټولو سره بدلیږي خو په فارسي کې په یو حال پاتې کیږي

مرد زیبا ، زن زیبا، مرد های زیبا ، زنهای زیبا
به مرد زیبا، از مرد زیبا ، به زن زیبا ، از زن زیبا
به مردهای زیبا ، به زنهای زیبا

په ټولو حالاتو کې هماغه یو زیبا لکه ونه مستقیم په خبل مکان پاتې کیږي،
ولې په پښتو نه یواځې د ښکلي حالات ټول تغیر خوري ، بلکې صفت د موصوف تر لوستلو مخکې تغیر خوري ، بلکې دا تغیر
اکثره دومره مخکې تغیر خوري چې صفت د یوې جملې اوږدې جملې په اول سر کې او موصوف میرات مړی يې بیا په پآی کې
راځي نو د اخرني موصوف له لوستلو مخکې ځخه څو ثاتیې مخکې له کوم ثیاق څخه بوهزدای شې چې موصوف مونث دی او صفت یې هم باید مونث تلفظ شي ؟؟؟؟؟؟

ستا نازولی ، پرون راغلی ، ویاړلی او منلی ( ) ته مې سلام وایه !

که ددې جملې په قوس کې مطلوب یو ښځینه یا نارینه میلمه وي او یو دریمګړی یې لولي ، نو د مېلمنې یا میلمه له لوستلو مخکې
به څنګه هغه (ی) په ې یا ي سره تلفظ کوي؟؟؟؟؟؟؟
په فرسی کې موصوف مخکې لوستل کیږي نو که صفت يې تغیر هم خوړلای تغیر يې ورکولای شو !
[color=blue:64a4fff4be]نو لاروی صیب پښتو داسې خواره نه ده او په دې خو له مانه ته ښه پوهیږي! والسلام[/color:64a4fff4be]


larghonay laraway
25.06.2012

السلام عليکم!
پتوال صيب تاسو د ياګانو موضوع ډېره ښکلې او علمي څېړلې ده چې زه درسره موافق يم خو د واو په اړه ستاسو بېلګه دا په روښانه کوي چې که له ياګانو (ټکي) لري شي نو ډېره ستونزه به نه پېښوي.
تاسو ته به هم معلومه وي چې د (و) په اړه دومره ډېر شکايتونه چا نه دي کړي او د جملې له (سياق او سباق) نه پوهېږي! نو د يا په اړه هم پوهېدلی شي.
که ژبه ډېره پېچلي شي نو د پښتونخوا خلک د (ميا) په پای کې يو بې ټکي نون ورکوي او په ځينو کلمو کې (ه) ورکوي چې دوی ته يې لوستل اسانه شي. خو مونږ چې دا کار نه کوو هيڅ ستونزه هم نه محسوسوو.
(آنكھ ، پهڑ، ميں)

د باړه ګلۍ په وروستي سمينار کې (و) ته هم په ځينو کلمو کې پر سر همزه ليکل منل شوې وو څو د (زړه = قلب) او (زړه = بوډۍ) تر منځ توپير وشي خو د افغانستان اکثره ليکوال يې نه مراعتوي چې ډېرې تېروتنې هم نه کېږي.

پتوال صيب زه ستاسو له دې خبرې سره بېخي موافق يم چې پښتو که هر ډول ژبه ده نو د پښتنو مورنۍ ژبه ده او بايد ستونزه په کې ونه لري. هم يې ياګانې سمې وليکي او هم نوره املا او انشاء خو باور وکړه چې اکثره ليکوالان هم سمې ياګانې نه شي ليکلی نو بيا د پاړسيوانو دې خبرې ته څنګه ځواب ورکړو چې (پښتو ډېره سخته ژبه ده)
مننه
ستاسو لاروی


پتوال
26.09.2012

دروند لاروی صاحب سلام !

په انکلیسی او الماني کې واول صرف د (و) ، (ی) او الف غوندې درې نه دی ، بلکې شمیر یې له ۵ - ۷ او آن ۱۰پورې رسیږي .
او مونږ خو بیاځیني حرکي توري لکه w , y هم په همدغو (و) او (ی) کې رانغښتي دي .
دا ځکه چې د پښتو توري په پخواني حدودو کې بند پاتي شوي ، د یا ګانو قسمونه په ښونځیو کې نه دي تدریس شوي او
یا په داسې سخت ډول تدریس شوی چې نه برط معلم او نه شاګرد پوه شوی ، علت دادی چې د ټول ګرامر څېړنه یې دومره لنډ تاریخ لری چې له زیار نه
نیولې تر اروا ښاد رښتین او ارواښاد محمد ګل خان مومند څخه نه اوړي (!) . په حرکي او غیر حرکي تورو کې
ډیره نیمګړتیا ده نو زما په اند دا تشه ارو مرو باید ډکه شي!
دري ژبه خو د چا خبره د عربي لور ده او د پښتو
د ستونزو له پاره هېڅ مثال نشي ګرځېدلای . والسلام


مومن مهاجر
02.12.2012

هڅاند صیب! سلامونه او ښې چاري تاسو پر ما نیوکه کوئ چي تل په ادب، فلسفه او نورو بې ګټې فنو نو اخته یاست مګر نن مي په ټول افغان بحث فورم کي ولیدل چي ته هم په دې بې ګټې فن اخته یې .هههههههههههه ټوکه


larghonay laraway
04.12.2012

مومن مهاجر صيب زه خو دې وجدان ته حيران يم چې د (ادکې مور) د ژبې د پياوړتيا بحث ته څنګه بې ګټې بحث وويل شي؟


حمید هڅــاند
09.12.2012

یوځل بیا سلامونه...
...مهاجر صیب، زما د بحث په ګټه به هله پوه شئ چې (کي) نه بلکې (کې) ولیکې؛ ګوره کله نا کله تقلید هم مزه کوي :wink:
...لرغونی صیب، جوړ پخیر. که مهاجر صیب رښتیا دا بحث بې ګټې بللی، سر به یې نه ورته را ښکاره کاوه؛ د دوی هدف بل څه دی.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more