د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

انتحار او که استشهاد؟

مومند
28.11.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
د افغانستان اسلامی امارت په ویب پاڼه د مقالو په برخه کی د قیام الدین کشاف د فتوا په هکله یو ځل بیا د استشهادی بریدونو او انتحاری بریدونو پر توپیریو مقاله لیکل شوی دی. طالبان وایی چی حتی عالم شیخ عبدالعزیز آل شیخ هم خپل په فتوا کی یواځی انتحاری بریدونه ناروا بللی وّنه استشهادی بریدونه. ما د استشهاد د لغوی معنی پلټنه وکړ او استشهاد معنی شهید کیدو او د دښمن په لاس وژل کیدو دی، او انتحار قصدا خپل ځان وژل دی، که د چاړه سره وی او یا ټوپک او یا د باروت نه ډکه واسکټ په اغیستو سره وی. زما په اند خو دغه بریدونه چی اوس زمونږ په هیواد کی عملی کیږی او تر دښمن نه زیات بیګناه خلک وژنی سل پر سله انتحاری (ځان مرګی) بریدونه دی نه استشهادی عمل.
الله تعلی په قرآن کی ویلی چی: وَلَا تَقْتُلُوا أَنفُسَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا. مه وژنئ تاسی سره ځانونه خپل (یعنی یو بل یا مه کوئ تاسی هغه کار چی ستاسی د هلاکت سبب وی) بیشکه چی الله دی پر تاسی باندی ډیر مهربان (د اجر او ثواب په انعام سره) او بیا وایی:
وَمَن يَفْعَلْ ذَ‌ٰلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا ۚ وَكَانَ ذَ‌ٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا
او هر څوک چی وکړی دغه (تیر منهیات) په تیریدلو سره له حقه او په ظلم سره نو ژر به زمونږ داخل کړو دی اور د دوزخ ته او دی دا (د دوزخ اور ته د دوی ایستل) پر الله باندی ډیر آسان.
مګر طالبان ادعا کوي چی د ځان مرګی برید کوونکی ځای په جنت کی دی. په قرآن کریم کی ذکر شوی دی او وایی چی هر څوک چی انتحار وکړی او یا ځان وژنی د هغه ځای په دوزخ کی وی. آیا ستاسو په عقیده دغه خپله یوه غټه ګناه نده چی د الله اوامرو او سپیڅلی قرآن لارښوونی څخه څوک د خپلی ګټی او هدف پر ځای کولو لپاره سر غړونه وکړی؟
تاسو څه نظر لرئ؟

په درناوی

مومند


تيمور
29.11.2012

مومند صیب هیله ده چې زما تاوده سلامونه هم و منې،
د تا د پوښتنی په ځواب کې زه دومره ویلي شم چې مونږ افغانان اکثراً (الحمدُلله) مسلمانان یو، او زمونږ ګران هیواد هم یو اسلامی هیواد دي چې د قرآنی نص پر بنسټ (اِنِ الحکمُ اِلاِللهِ) سره استوار دي، او د هر مسلمان افغان نظر باید هغه وي چې د الله (ج) او د رسول اکرم (ص) مبارک ارشادات دي.
الله تعالی په قرآن پاک د المآیده په مبارکه سوره کې داسې مهرباني کړي دي.
ترجمه: هرڅوک چې ووژني یو نفس بی له (عوض، بدل) با نفس نه (یا بی) له فساده په ځمکه کې نو ګواکي وژلي دي خلک ټول.
او د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) هم په دې اړه کې څومره واضحه فرمایلي دي:
ای مؤمنانو، په ناحقه قتل کې ډېر دنیوي او اخروی خسران (نقصانونه) دي، او خورا ډېر خرابي (کبیره ګناه) ورباندی مرتبېږي، نو د ناحقه قتل څخه اجتناب وکړي.
او په اوسنیو حالاتو کې که یو دینی عالم اویا واعظ د قرآن کریم او احادیثو پر بنسټ وینا کوي، نو مونږ باید چې د یو مسلمان په صفت د هغوی کلام په مکمله توګه ومنو.
والسلام،


pattang
29.11.2012

ياره سړيه ټول لېونيان ياست !
ايا دغه اياتونه اوحديثونه دافغانستان مسئلې ته هم صدق کوي ?
له دې څخه داسې مالوميږي چې داشغالګري په مانا نه پوهيږۍ او ټولنيز ې اغېزې
يې نشۍ تحليلولی او يا سترګې پرې پټه وۍ !
تاسو هغه اياتونه او حديثونه پټوۍ چې داشغال او اسلام دورکېدو په باره کې وېيل
شوي دي!

[quote:dbc005d2fd="تيمور"]مومند صیب هیله ده چې زما تاوده سلامونه هم و منې،
د تا د پوښتنی په ځواب کې زه دومره ویلي شم چې مونږ افغانان اکثراً (الحمدُلله) مسلمانان یو، او زمونږ ګران هیواد هم یو اسلامی هیواد دي چې د قرآنی نص پر بنسټ (اِنِ الحکمُ اِلاِللهِ) سره استوار دي، او د هر مسلمان افغان نظر باید هغه وي چې د الله (ج) او د رسول اکرم (ص) مبارک ارشادات دي.
الله تعالی په قرآن پاک د المآیده په مبارکه سوره کې داسې مهرباني کړي دي.
ترجمه: هرڅوک چې ووژني یو نفس بی له (عوض، بدل) با نفس نه (یا بی) له فساده په ځمکه کې نو ګواکي وژلي دي خلک ټول.
او د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) هم په دې اړه کې څومره واضحه فرمایلي دي:
ای مؤمنانو، په ناحقه قتل کې ډېر دنیوي او اخروی خسران (نقصانونه) دي، او خورا ډېر خرابي (کبیره ګناه) ورباندی مرتبېږي، نو د ناحقه قتل څخه اجتناب وکړي.
او په اوسنیو حالاتو کې که یو دینی عالم اویا واعظ د قرآن کریم او احادیثو پر بنسټ وینا کوي، نو مونږ باید چې د یو مسلمان په صفت د هغوی کلام په مکمله توګه ومنو.
والسلام،[/quote:dbc005d2fd]


طیب زابلی *
29.11.2012

السلام علیکم ورحمة وبرکاته!
دانتحاری یا استشهادی له بحث نه به تیر شم ځکه چی دا اوږد بحث ده وخت ته اړتیا لری
صرف له تیمور صیب نه داپوښتنه کوم چی ته وایی:
او زمونږ ګران هیواد هم یو اسلامی هیواد دي چې د قرآنی نص پر بنسټ (اِنِ الحکمُ اِلاِللهِ) سره استوار دي)
که ولس یادوی نو بیا خودی خبره سمه ده او که حکومت یا دوی نو بیا خوداسی نه ده ځکه حکومت چی ده هغه ددې نص پربنسټ (ان الحکم الا للاباما) استواردي،
او مومند صیب ته دومره وایم چی ستا په فکر خو دغه حملی کونکی دقرآن او اسلام مخالف کار کوی او دا ته دځان وجیبه ګڼی چی دداسی خلکو غندنه وکړی نو سوال می داده چی دا استشهادیان خوبه یا سل وی یا زر یاهم دوه زره زیات خونه دی مګر هغه دوه لکه یا دری لکه کسان چی په ملی اردو یاپولیسو یا بله شعبه کی کارکوی او دوئ دالله تعالْی داحکم تر پښو لاندی کړی ده :
يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51)
دهغوی غندنه تا ولی یوه ورځ په یولیکنه کی نه وکړه او ولی دانصیحت نه ورته کوی چی دا کارمه کوئ داګناه او حرام ده ، څه وجه ده چی یوازی په طالب پسی دی پایڅی راپورته کړی دی او غندنه یی کوی ، زما په خیال چی ته هم هغه دخونمیر دملا کوی له هغه می یوه ورځ په یوبیان کی اوریدل ویل یی چی دخارجیانو مرګ نه ده رواځکه چی دا مستامنین دی او له بله ملا می بیا واوریدل ویل یی چی دا میلمانه دی عزت یی پر موږ واجب ده،
نو ستا که هم داعقیده وی نوبیا خوسمه ده او که داعقیده هم نه لری نو بیا خوبه دخارجیانو په مقابل کی جهادفرض ګڼی ؟
که ځواب مثبت وی او ستا په فکر دطالبانو په صف کی چی څوک جنګیږی هغه جهاد نه ده نو ګواکی افغانانو ټولو دالویه فریضه پری ایښی ده نو بیا ولی می ستا په لیکنو کی می یوه داسی لیکنه نه ولیده چی په هغی کی تا خلک جهاد هڅولی وی او دجهاد دپریښودونکو غندنه دی کړی وی ، ځکه چی ته ځان بحقه داعی ګڼی او څوک چی دقرآن مخالفت کوی دهغه غندنه کوی ،
والسلام


مومند
29.11.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی طیب صیب

زما په پورتنی لیکنه کی یواځی بحث د انتحار او استشهاد تر مینځ توپیر باندی دی. ما طالبانو پسی پایڅی ندی لوڅ کړی طیب صیبه. طالب هم زما خپله پښتون خپلوان، ورور او زما د هیواد بچیان دی، خو دغومره وجدان او د پښتونوالی احساس راسره شته چی غلط کار ته به غلط وایم اوحق کار ته حق. تاسو لیکلی دی ولی زه هغه کسانو ته چی په ملی اردو او یا ملی پولیسو او د دولت په هره بله شعبه کی چی کار کوی نه وایم چی دولت سره کار مکوئ چی ګناه ده، ستاسو په عقیده دغه په لکهاو افغانانو ته چی د مجبوری نه په دغو دولتی شعبو کی د خپلو کورنیو او بچیانو لپاره د یو ګوله ډوډی ګټلو له کبله کار کوی څنګه ویلی شو چی کار مکوی؟ آیا تاسو او یا د طالبانو سره د دغه وس ښته چی د دغو ټولو افغانانو کورنئ لپاره چی په دولت کی کار کوی ډوډئ، کور او دوا او ډاکټر برابر کړئ؟ آیا تاسو د دوی د ژوند خرڅه تاّمینولئ شئ؟ ژمنه کولای شئ؟ خبری خو آسانه ده طیب وروره. شاید تاسو ډیر شتمن یاست او د غریب خلکو په اړتیاو ستاسو سر نه خلاصیږی. اوس بیرته راځو د انتحار او استشهاد موضوع په هکله، زه بیا تکراروم چی انتحاری بریدونه زمونږ د پښتنو دود نه وّ او ندی، دغه د عربانو دود وّ او د بن لادن له برکته مونږ ته په میراث پاتی شوی دی. انتحار خپله یو ستره ګناه ده او که بیا دغه انتحاری عمل د الله تعلی نورو بندګانو وژنو سبب ګرځی نو بیا ګناه یی سل ځله ډیر دی.

په درناوی
مومند


طیب زابلی *
29.11.2012

یوځل بیا سلامونه
مومند صیب په طالبانو پسی تا ځکه پایڅی راپورته کړی چی ستا یوه لیکنه هم دطالبانو له غندنی خالی نه ده ،
اوبل ایا دپیسو مجبوری چاته دا اجازه ورکوی چی هغه دی په حرامه طریقه حاصلی کړی ؟
نوبیاخوبه دې مجبوره خلکوته غلا او دبل مال خوړل هم رواوی ، ځکه چی دوئ مجبوره دی، الله پاک هرچاته درزق ور رسولو وعده کړی ده ددې اجازه یی نه ده ورکړی چی تاسویی په حرامه طریقه حاصلی کړی ،
ایا دا دپیسو مجبوری پوره کول دومره ضروری ده چی وطن او ناموس خرڅ کړی؟
او په دې پردو اشغالګرو دافغانانو وینی توی کړی؟ او دهغوی اشغال نور هم محکم کړی؟
خودا مجبوری هر افغان لری خو دوطن او ناموس په بیه یی نه پوره کوی ، دادومره افغانان چی په پردو ملکونو کی تکلیف او زیار باسی په روزانه خپلو بچوته روزی برابروی هغوی ته مفت ډالر خوند نه ورکوی؟
ایا دا دومره وخت چی دا اشغالګر او دادکرزی حکومت نه وو دې افغانانو ته چاروزی ورکوله؟
او په حکومت کی مجبوره خلک شته هم نه ، کوی نو ډیر به کم وی ، بلکی دحکومت په شعبو کی اکثره هغه خلک کار کوی چی هغه سرمایه داران دی او په خارج کی ښی سرمایی لری،
اوتا زما دشتمنۍ خبره کړی ده زه به دخپلی شتمنۍ دومره درته ووایم چی زه چی دا انټرنیټ کاروم زه دموبایل انټرنیټ کاروم موبایل می له کمپیوټر سره وصل کړی ده چی دا ډیر کمزوری او ستونزمن ده داله دې کبله چی زه دومره وس نه لرم چی دیوفعال انټرنیټ خرچه پری کړم نور نو که می شتمن ګڼی که فقیر،
مګر خوبیاهم دانه غواړم چی داشغالګرو په ملګرتیا سره زه ځان ته پیسی وګټم او نه دی الله پاک ددې وس او توفیق راکوی،
والسلام


تيمور
29.11.2012

[quote:c59effa701="طیب زابلی *"] السلام علیکم ورحمة وبرکاته!
صرف له تیمور صیب نه داپوښتنه کوم چی ته وایی:
او زمونږ ګران هیواد هم یو اسلامی هیواد دي چې د قرآنی نص پر بنسټ (اِنِ الحکمُ اِلاِللهِ) سره استوار دي)
که ولس یادوی نو بیا خودی خبره سمه ده او که حکومت یا دوی نو بیا خوداسی نه ده ځکه حکومت چی ده هغه ددې نص پربنسټ (ان الحکم الا للاباما) استواردي،
والسلام[/quote:c59effa701]

زابلی صیب وعلیکم السلام،
ګرانه وروره زما مقصد هم زمونږ مؤمن او مسلمان ولس دي، نه شمالي قاتلان.
په درنښت،


مومند
30.11.2012

یو ځل بیا تاوده سلامونه طیب صیب
تاسو لیکلی دی چی زما یوه لیکنه هم د طالبانو د غندنی نه خالی نده، ګیله خپلو نه کیږی نه د پردیو نه، وروره زه طالبانو نه ځکه ګیله کومه چی دوی زمونږ خپل پښتانه دی او دوی ټولو نه ډیر زمونږ پښتنو په سیمو کی بریدونه کوی او په دغو ورستیو کلونو په جګړو کی پښتانه تر ټولو نه زیاته وژل شوی او قربانی ورکړی دی. د کفارو نه خو ګیله نشته هغوی خو کافران دی او زه دوی نه پښتنو ته د خواخوږی او ترحم غوښتنه هم نکومه خو طالبانو څخه به یی هرو مرو کومه. که دغه بریدونه د طالبانو لخوا ندی شوی نو ولی دوی غلی ناست دی او د دغو بریدونو چی پکی ملکی وګړی وژل کیږی غندنه نکوی او نه وایی چی دوی په د دغو برید کونکو پسی ضروی پلټنی وکړی او پیدا یی کړی؟ بهرنیان خو ښایی چی هر یو خپل هدفونه لری او که مونږ افغانان خپل په مینځو کی یو تر بله سره ووژنو نو مونږ د بهرنیانو سره مرسته کوو او د دوی کار آسانه کوو. طالبان دا فکر نکوی چی بهرنئ ځواکونه به یوه ورځ زمونږ د هیواد نه وځی او اوسنی حکومت به هم ورسره ختم شی او سوله به راشی نو د دهغو افغانانو غم چی د دغو جګړو او ځان مرګو بریدونو په ترڅ کی کونډان، یتیمان او معیوبان شوی او د دوی کورونه او کیلئ وران شوی دی څوک خوری، او دوی به څنګه بی بس او غم ځپلی ولس نه د ملاتړ او خواخوږی هیله ولری؟ تاسو د حرام طریقی پیسو کمایی یادونه کړی دی، زما مقصد د لوړی رتبی مامورین او یا صاحب منصبان نه وّ زه د عادی ټیټی رتبی خلکو په هکله خبری کوم په افغانستان کی د رهر ډلی او یا هر سړئ واک چی یی د افغان بی بس ولس مجبور دی چی کار وکړی که طالب وی او که نوي، ټول خو نشی کولای چی هیواد پریږدی او ګانوډیو هیوادونو ته لاړ شی او که لاړ هم شی هلته څوک کار ورکوی؟ د افغانستان ډیر خلک بی سواد دی او د مجبوری نه هر کار چی دوی ته ورکړ شی کوی یی. تاسو پوښتنه کړی دی چی( ایا دا دومره وخت چی دا اشغالګر او دادکرزی حکومت نه وو دې افغانانو ته چا روزی ورکوله؟ )
هغه وخت چی د کرزی حکومت نه وّ افغانان د طالبانو دولت ته کار کاو نو حکومتونه ځی او راځی دا په دا معنی ندی چی هر کله حکومت بدلیږی د هیواد ټول خلک چی د حکومت نه راضی ندی او یا د حکومت پلویان ندی نو خپل کارونه پریږدی او وزګار او بی روزګار کینی. یو ځل بیا وایم چی زه د وزیرانو او لوړ رتبی حکومتی ځواکونو او شمالی تلوالو په هکله خبری نه کوم زما مقصد بی وزلی او بی بسی افغانان دی. په دا کی شک نشته چی د انسانانو روزی الله له طرفه راځی خو بیله کار او زیار نه د آسمان نه خو هم نه لویږی. او تاسو لیکلی دی چی تاسو سره د انټرنټ پیسی هم نشته او د موبایل له لاره انټرنټ کاروئ، خو تاسو سره اقلا د موبایل پیسی خو شته او تاسو ضرور یو کار او روزګار خو لرئ چی خپل خرڅه تری نه باسئ؟ که دولت سره کار کوئ او که شخصی کار لرئ خو کومه وظیفه/کار او درآمد خو لرئ.

په درنښت

مومند


pattang
30.11.2012

[quote:46f02d4a4f="مومند"] ......هغه وخت چی د کرزی حکومت نه وّ افغانان د طالبانو دولت ته کار کاو نو حکومتونه ځی او راځی دا په دا معنی ندی چی هر کله حکومت بدلیږی د هیواد ټول خلک چی د حکومت نه راضی ندی او یا د حکومت پلویان ندی نو خپل کارونه پریږدی او وزګار او بی روزګار کینی. [color=brown:46f02d4a4f] یو ځل بیا وایم چی زه د وزیرانو او لوړ رتبی حکومتی ځواکونو او شمالی تلوالو په هکله خبری نه کوم زما مقصد بی وزلی او بی بسی افغانان دی. په دا کی شک نشته چی د انسانانو روزی الله له طرفه راځی [/color:46f02d4a4f]خو بیله کار او زیار نه د آسمان نه خو هم نه لویږی. او تاسو لیکلی دی چی تاسو سره د انټرنټ پیسی هم نشته او د موبایل له لاره انټرنټ کاروئ، خو تاسو سره اقلا د موبایل پیسی خو شته او تاسو ضرور یو کار او روزګار خو لرئ چی خپل خرڅه تری نه باسئ؟ که دولت سره کار کوئ او که شخصی کار لرئ خو کومه وظیفه/کار او درآمد خو لرئ.
په درنښت
مومند[/quote:46f02d4a4f]
پښتانه وايې څوک چې دوريځو اوبه باسي ، دهغه د خدای پاک اوبه وباسي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more