د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

امرالله صالح په خپل لاس سلګونه پښتانه وژلي دي

pattang
08.11.2012

امرالله صالح په خپل لاس سلګونه پښتانه وژلي دي
دوکتور سيد خليل الله هاشميان
Larawbar.com 2012-11-07

د کابل پوهنتون پخوانی استاد – داکتر سیدخلیل الله هاشمیان

د لر او بر ګرانو وطنوالو ، اسلام علیکم وبرکاته

ستا سو په ویبسایت کی مي هغه خبر ولوست چی د کاناډا دولت عبدالله عبدالله او هغه بل قاتل امرالله ناصالح ته د کانادا ویزه نده ورکړې ، نو د مرحوم فرقه مشر سیدحسن پاچا د یوه اوږده (ترکیب بند) یوه بند یی را په یاده شوه چی وایی :

د خا نا نو په خا ني کښي
څوک پکښي خا نا ن شول
د چا لاړی ارتینې پکښي ـ ښې سپینې سینې پکښي

کله چی غازی امان الله خان دانګلیس نوکران او د يرغلګرو سقاویانو له لاسه وطن پریښود او د(سقاوځوی) پاچا شو، نو ډیربیګناه خلک یې د(اماني) په نامه ووژل او سقاویان (خانان) شول. بیا کله چی نادرخان پاچا شو، ځینی خلک یی د (سقاويانو) په نامه او ډیرنور روشنفکران یی د(امانيانو) په نامه ووژل او د نوي پاچا خاندان چی پخوا د امیرحبیب الله خان نوکران ووُ، والاحضرتان او نوی (خانان) شول .
د محمدهاشم خان د ديکتاتورۍپه اوولس کلنۍ دوره کی بیا په زرګونو روشنفکران او بیګناه خلک په جهنمی زندانونو کښی د (ضدسلطنت) په نامه شهیدان شول چی یو یی د کنړ دساداتو څخه پوخ لیکوال او ملی شاعر خدای بخښلی فرقه مشرسیدحسن خان وو چی په وزارت دفاع کی د(عینیاتو رییس) وو او د هاشم خان په امر د دفتر دڅوکۍ نه دهمزنګ زندان ته یووړل شو اوهلته شهید شو.

[img:a5493da19e]http://larawbar.com/data/image/news/Amrullah_Salih_And_Dr_Abdullah_Abdullah.jpg[/img:a5493da19e]

د (شورای نظاریانو) په دوره کی هم د امریکی ترحمایت لاندی د ( شمال ټلوالي ) وګړی (لوی خانان) شول ،په دغه تېره لس کلنه دوره کي د بیګناه شهیدانو شوو خلکو شمیر يوازي خدای تعالی ته معلوم دی ، خو ناصالح امرالله چی ددې دورې د خانانو په جمله کښی یو (لوی خان دی) ، پخپله په (سی ان ان) او (بی بی سی) کی وویل چی ده پخپل لاس کښی په سلګونو پښتانه وژلی دي . نو زما په عقیده، د کاناډا د دولت دا موقف چی عبدالله عبدالله او ناصالح امرالله ته ویزه نده ورکړې ، د حقوق بشر دملاحظاتو سره سر لګوي ، ځکه چی دوی دواړو د قدرت پر مهال ډیر بیګناه خلک وژلي دي او د دوی ضد بشری ریکارډ ټولي نړۍ ته معلوم دی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more