د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ملاله او کماله

pattang
03.11.2012

ملاله او کماله

تفصيل بـــــرخه: مقـــــالی او تبصرې
23اکتوبر2012.
لیکوال: ځیږ افغان .

[img:7e700b78e5]http://www.nunn.asia/images/stories/war_injustice/NATO_Airstrike.jpg[/img:7e700b78e5]

یادښت

ملاله یوسفزۍ خو تعارف ته اړتیا نلري ، ځکه دبلې هرې پښتنې میرمنې په نسبت ډیره یاده شوې ، تعریف شوې او لایې هم دتشهیر کمپاین په درز کې روان دی ، نوځکه یوازې کماله درپیژنم ، کماله دننګرهار دهسکې مینې هغه ځوانیمرګه پيغله وه ، چې د ۲۰۰۸ میلادي کال دجولای په ۶ سهار هغه وخت له خپلو ۴۷ همزولو ، خپلوانو او سهیلیو سره په امریکایي بمبار کې ووژل شوه کله یې چې دواده ډولۍ دهسکې مینې داغز په سیمه کې دخپل لالي (عتیق الله ) کورته روانه وه .
ناوې کماله په داسې ډول ووژل شوه چې چایې بیا دبدن ټوټه او قبر هم ونه موندلی شو ، کماله اوس دهسکې مینې داغز په ځنګله کې دسوزیدلوخاورو ترهغې ډیرۍ لاندې ده ،

چې خلک یې ډلییز قبر بولي ، خو په حقیقت کې دلته د ۴۸ تورسرو پيغلو او ماشومانو په ایره شوو غوښو یوازې خاورې اړول شوي دي ، راځې دلته واورو چې دملالې یوسفزۍ دروان تبلیغاتي کمپاین په شوراوځوږ کې ایره شوې او هېره شوې کماله دملالې په ادرس څه وایي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ملالې خورې السلام علیکم

که به رښتیا رنځوره یې نو دعاء درته کوم چې خدای دې ښه کړي ، ته به هم وایې چې ولې مې دا خبره وکړه ، که رښتیا درته ووایم کله مې چې ستاسو دزخمي کیدلو لومړی تصویر ولید چې په تندي مو پټۍ تړل شوې وه ، نو ډیر خوا مې بده شوه ، ځکه دتندي زخم خورا خطرناک وي ، مګر کله مې چې دلندن په روغتون کې ستاسو اخیستل شوی تصویر ولید چې تندی مو صاف سوتره دی او هیڅ زخم او داغ ورباندې نشته ، نو شک راولوېده چې هسې نه ستاسو دتندي دزخم غوندې دټپي کیدلو ټوله کیسه دروغ نه وي ، په هرحال . . .
ملالې ته به ما نه پيژنې ، زما نوم کماله دی ، ستاسو سیمې ته نږدې دننګرهار دهسکې مینې اوسیدونکې یم ، په عمر به له تاسو یوڅه مشره یم ، خو نور مې دژوند کیسه تقریبا ستاسو غوندې ده ، زه هم یو پښتنه ، مسلمانه پیغله یم ، دسپین غره په ښایسته او ځنګلزاره لمن کې زیږیدلې یم ، دجګړو ، بې کورۍ ، فقر ،ناروغیو او نوروستونزو سره سره خدای تعالی دافرصت راکړ چې تر اتلس کلنۍ پورې ددنیایي ژوند مزل ووهم ، په دې وخت کې دځوانۍ دژوند یوه نوي دوران ته رسیدلې وم ، دراتلونکي ژوند لپاره مې خورا رنګین خوبونه لیدل ، دراتلونکي ژوند تقدیر مې دخپلې سیمې له یوه همځولي زلمي ( عتیق الله ) سره وتړل شو ، دواړه دراتلونکي ګډ ژوند دپيل په هیله دیوه بل لیدلو ته تږي وو ، دواده نیټه مو راورسېده ، دکلي او ګاونډ ټولې همرازې او همځولې نجونې مې واده ته راغلې وې ، دخسر ګنۍ له کوره هم ډیر شمیر پيغلې او ماشومان زما دډولۍ دوړلو لپاره رارسیدلي وو ، څو شپې دواده عجبه ننداره وه ، ماچې په سترګو ژړل په زړه کې مې دراتلونکي ژوند خواره خواږه امیدونه ګرځیدل ، همځولې او سهیلۍ مې هم دنوي ژوندپه پيل خوشاله وې ، د ډولۍ دوړلو په شپه ټولو زما په افتخار لاسونه سره کړل ، زه یې هم سینګار کړم ، او ټوله شپه مو درنګینو احساساتو په هجوم کې په ویښه تېره کړه ، سبا دګڼو ښځو او ماشومانو په بدرګه زماډولۍ روانه کړی شوه ، مګر لا دخسر کورته رسیدلي نه وو ، چې ناڅاپه امریکایي الوتکې راښکاره شوې ، او په موږ یې درانه بمونه وغورځول .
ملالې ، نه پوهیږم هغه صحنه څنګه درته انځور کړم ، کله چې دتنکیو پیغلو او ماشومانو په غوښنو بدنونودسپینو فاسفورسو نه جوړ بمونه ولګیدل ، د واده په کالیو سینګار پيغلې لومړی لمبه او ورسته دایره کیدو ترساعته وسوزیدلې ، دماشومانو اندامونه ټوټه شول ، نه یوازې دورا والو ۴۸ تنه زنانه او ماشومان وسوزیدل بلکې دانسانانو له امله دسپین غره ګڼ نښتر او ډبرې هم ایره شوې .
دامریکایي بمبار په دې لمبو کې زه هم ایره شوم ، زما بدن په فزیکي ډول له منځه لاړ ، او روح مې دعتیق الله دپالنګ په ځای دشهیدانو په قافله کې دجنت ترباغونو ورسېد.
ملالې له ماسره سخت ظلم وشو ، تراوسه هم نه پوهیږم چې ولې ووژل شوم ، هغه کومه ګناه وه چې زه یې په سزا کې په دې دنیا داور مستحقه وبلل شوم ، ما خو میږي ته هم زیان نه وو رسولی ، زه خو یوازې دپښتنو دوطن یوه کلیواله پتمنه پیغله وم ، چې خپل عزت او آب مې یوازې دګډژوند دخپل شرعي ملګري په نوم ساتلی وو ، مګر دوی زما خوشالي راپه غم کړه ، زما داتلس کلن ژوند ارمانونه یې په ترټولوحساس پړاو کې قتل کړل ، نه یې زما سرو لاسونو ته وکتل ، او نه دناوې دود خوښیو ته ، زما غوندې یې زما لسګونه همځولې پيغلې هم د ارمانونو له ډکو ځیګرونو سره په اور کې لولپه کړې .

زما ګیله نه یوازې له پردیو نه ده بلکې دپردیو غوندې له خپلو هم ګیله منه یم ، پردیو ووژلم ، وسوزولم او بالاخره یې داسې ایره کړم چې چا مې جنازه او جسد هم ونه لید ، مګر خپلو چې ماورباندې دغمرازۍ ښکاره کولو پور درلود ، هم هیره کړم ، نه خوا یې زما په یادګیرنه کوم مجلس جوړ کړ، نه یې زما روح ته یوه لپه دعا وکړه ، او نه یې هم زما په یاد کومه نثري یا شعري ټوټه ولیکله .

ملالې که حقیقت ووایو زما کیسه ترتا ډیره دردونکې او لړزوونکې وه ، ته به احتمالا یوازې په کومه بې هوښه کوونکې مرمۍ ویشتل شوې وې ، مګر زه په خورا ظالمانه ډول ووژل شوم ، مګر بیا هم زما لړزوونکي مرګ دمعاصر نړیوال او سیمه ایز انسانیت وجدان ونه ښوراوو ، په هیڅ ښوونځي کې زما روح ته دعاء ونه شوه ، هیڅ لیکوال یا سیاسي مشر زما قاتلان محکوم نه کړل ، هیڅې رسنۍ زما نوم په خوله وانه خیست ، ښایي ترنن ورځې پورې زما له نږدې قریبانو پرته دنړۍ هیڅ انسان هم په دې خبر نه وي چې زما نوم څه وو ، زما په مړینه خونه بانکیمون خبر شو او نه ورباندې فاروق وردګ ماتم اعلان کړ ، نه راباندې حامدمیر مضمون ولیکه او نه راته غفورلیوال کومه وېرنه ډالۍ کړه .

له سي این این نیولې بیا تر بي بي سي او امریکاغږ ټولو زما او زما دهمځولو فاجعه بار مرګ یوازې یوه اشتباه وبلله چې لا یې هم څیړنې روانې دي ، زما په مرګ هیڅ رسنۍ کوم ځانګړی راپور خپور نه کړ او نه یې زما دقاتلانو دا ظالمانو عمل د اشتباه په ځای جرم وباله .

ملالې نن چې اورم چې دنړۍ له لراوبر څخه تاسو ته درپیښه ستونزه فاجعه بلل کیږي ، رسنۍ مو هره شیبه ژوندي راپورونه نشروي ، دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دغمرازۍ محفلونه ، ختمونه او دعاګانې پیل شوي دي ، څوک ماتمونه اعلانوي او څوک مو دصحت لپاره ددعااو زاریو ځولۍ ګرځوي ، بانکیمون ، هیلرې کلنټن ، بارک اوباما ، شهبازشریف ، حامد کرزی او ددنیا ګڼ نور سیاستوال درسره په غم کې ځان شریک بولي ، دکابل واکمن سیاسیونو خپلې دستراتیژیکي دوستۍ او دښمنۍ پولې هیرې کړې دي ، او ستاسو په غم کې په بې توپیره توګه غرق تللي او درګرده درباندې سیاسي اوښکې تویوي . . . ښایي تاسو به هم په زړه کې وایئ چې په څومره بشردوسته نړۍ کې زیږیدلې یم ، چې له خپل سکني پلار څخه راباندې انګریزان ډیر مهربانه شوي او هره پنځمه دقیقه وروسته مې دروغتیایي حالت په اړه په بي بی سي کې راپور نشروي . . .

ملالې ! ګوره چې ددې خلکو په مکر او فریب باندې خطا نه شي ، زه په قسم سره درته وایم چې ددوی یوهم دانساني درد له امله اوښکې نه تویوي او نه ورته دیوې ورکې پښتنې نجلۍ په توګه ستاسو مرګ او ژوند ارزښت لري .
ملالې زه دغه ریاکاران او زما او ستا په بې سېکه تن کې دوازدو لټونکي قصابان ډیر ښه پیژنم ، له دوی سره که دانسان او انسانیت غم وای ولې یې دا لس کاله زما او ستا په وطن داسې اور بل کړی ، چې هره ورځ سلګونه ملالې او کمالې رژوي ، که ددوی په زړه کې ذره قدرې هم انساني عاطفه وای ، نن به مااو تاپه دې حال نه وای ،همدا چې نن په تا اوښکې تویوي همدا خلک دي چې زما او ستا داولس کیسه یې تردې ځایه رسولې ، همدوی سیاسي مشران هم دي ، صاحب نظران هم دوی دي ، راډیوګانې هم ددوی دي ، وزیران هم دوی دي او لیکوالان هم دوی .

همدوی مو وژني هم ، بمبار هم راباندې کوي ، دمرګ ژوبلې راپور مو هم اخلي ، او بیا راباندې کله ناکله ( لکه اوس ) ریاکارانه اوښکې هم تویوي .

ملالې ، هاغه هالبروک چې له تاڅخه یې د رسنیو دکیمرو په پړک او پړوک کې ملاتړ اعلان کړ ، او ستا کورنۍ ته یې دهوسایۍ او مرستې وعده درکړه ، هغه یهودي وو ، چې الله تعالی په قرانکریم زموږ ازلي دښمن بللی ، دهمدغه هالبروک الوتکو زما او زما غوندې دزرګونو ملالواو کمالو دژوند ارمانونه نیمه خوا کړل ، که چیرې داور او اوبو یوځای کیدل ممکن وي ، که چیرې دزرګونو ملالو قاتل دیوې ملالې رښتینۍ غمشریک بلل کیدای شي نو بیا ممکنه ده چې ستا په نړیوالو ملاتړو هم درښتینوبشردوستانو حکم وشي ، خو نه دا هیڅ عقل نه مني ..

ملالې دا ټول سیاسي مداریان دي ، چې دخپلې مېلې دګرمولو او ګټلو لپاره زما او ستا غوندې د ناخبره توکوسوزولو او لوبولو ته اړتیا لري ، دوی ستاسو له غوښن وجود ، ارمانونو او اهدافو سره هیڅ کار نلري ، یوازې غواړي ستاسو له ویر په استفادې سره خپله تباره تیزه کړي .

که دوی ته دانسان ژوند او روغتیا ارزښت درلودلی ، دوی به دوطن په لراوبر کې په ماشومانو بمونه نه ورول ، هغوی به یې په سپیانو نه داړل ، او هغوی به یې ترمرګ وروسته داور لمبو ته نه غورځول ، که دوی دوطن له ملالو سره خواخوږي او عاطفه درلودلی ، دوی به دنړۍ هغه خونخوار پوځ ته زما او ستا دوطن ځمکه او فضاء نه خلاصول ، چې هره ورځ موږ په خپل غولي وژني ، دوی به له هغه پوځ سره ستراتیژیکه ملګرتیا نه کوله ، چې په نړیواله کچه دقتل ، ترور ، اختطاف ، اشغال او نورو انساني جرائمو نوم لري .

ملالې پام چې دنړیوالو شیطانانو په دې مکر او فریب ونه غولیږې اونه هم نور وغولوې ، دا داخیرې زمانې شیطانان دي چې په شیطانت کې داستدراج پولې ته رسیدلي دي ، دوی که په هسکه مینه کې زما په غوښو اور بلوي او که په برمنګم کې په تاسو علاج کوي ، په هرحالت کې یوازې خپل استثماري ، عقیدوي اوتبلیغاتي اهداف ورسره دي .

دوی ددښمنۍ په حالت کې سرسخته دښمنان او ددوستۍ په حالت کې دلستوڼي ماران دي ، پام چې ددوی په دوستۍ او ملاتړ ونه غولیږې او نه یې په بې ځایه خبرو اعتماد وکړې ، زه چې په برمنګم کې ستاسو په علاج بوخت پرنګي ډاکټران وینم نو ذهن ته مې زموږ دسیمې دکوزبیار دیوه شاعر اجمل اند دابیت راشي

چې مې رنځورې هیلې وژني په طبیبو ګوتو

زما ددې عصر دښمن خو ډیر بې ننګه ښکاري

ځیږ افغان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more