د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د افغانستان خلقیان یا په اصطلاح کمونستان کافران نه دي

پښتون:
11.10.2012

بسم الله الرحمن الرحیم

زه کوشش کوم چې اول د سوسیالیزم او بیا د کمونیزم په هکله ډیر مختصر وغږیږم او بیا راځم د افغانستان دخلقیانو په هکله چی پدې هکله د مجاهدینو یادونه هم کوم او د طالبانو هم کوم

سوسیالیزم
سوسیال یو فرانسوي لغت دې چی معنا یی اجتماعی یا ټولنیز دی او په عامه اصطلاح کی یی مقصد دې چی د مملکت د ټولو تولیداتو څارنه وکړي یعنی د مځکې - تولیدی اجناسو - د خلکو د سرمایی او داسې نورو اداره کول د ټولنې په ګټه ( دا د سوسیالیزم یو مختصر او عام فهمه تعریف دی )
او بیا د سوسیالیزم شعار دې چی
هر چاته د استعداد په آندازه کار او بیا د کار په آندازه معاش

کمونیزم
کمونیزم بیا د سوسیالیزم یو پیشرفته څانګه ده - کمون یوه لاتیني ( یوناني )کلمه ده یا په عامه اصطلاح کمون یو لاتینی لفظ دی چی معنا یی اشتراکي یا یو ځای دې.
پدی معنا چی په مملکت کی ټول تولیدي وسایل حکومتي وي او د ټولنې هر وګړې کولای شي چې هلته کار وکړي
د کمونیزم شعار دې
هر چاته د استعداد په آندازه کار او بیا د ضرورت په آندازه پیسی یا مزد
کمونیزم انسان ته درې شیان ډیر ضروري ګڼي او دایې مقصد دی چې هر انسان چې په دې دنیا کې ژوند کوي باید له دې شیانو برخمن اوسي چی عبارت دي له
۱- کور
۲- کالي
۳- ډوډۍ

د سوسیالیزم او کمونیزم دتعریفاتو او تشریحاتو په هکله خو ډیر زیات کتابونه لیکل شویدي خو دلته ما کوښښ وکړ چې ډیر عام فهمه یې تاسو ته ولیکم تر څو لیکنه اوږده نشي .

د غیر اسلامي ممالکو د کمونستانو عقیدوي آفکار او بیا د اسلامي ټولنې د کمونستانو عقیدوي آفکار سره د مځکې او آسمان هومره فرق لري، یعنی غیر اسلامی کمونستان په هیڅ دین او مذهب او په خدای عقیده نلري،
ولی بیا برعکس - داسلامی نړۍ د کمونستانو ټوله عقیده اسلامي ده

او س راځم د افغانستان په هکله
د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند په ۱۳۴۴ کال کی رسماً تاسیس شو چې مشري یې نورمحمد تره کي په غاړه واخیسته چې ورسره بـبرک کارمل - دستګیر پنجشیري - میر غلام محمد غبار - طاهر بدخشي او داسې نور کسان شامل وو
دغه حزب د یو لړ اختلافاتو په وجه په دوه برخو تقسیم شو چی یوه برخه یی د پرچم په نوم ونومول شوه چی مشري یې بـبرک کارمل په غاړه واخیسته
او بله برخه یې د خلق په نوم ونومول شوه چې مشري یې نورمحمد تره کي په غاړه واخیسته
دغه حزبونو وکولای شول چې په ډیر لږ وخت کی په ټولو ولایتونو او حتی په اردو کی ډیر کسان ځانته جذب کړی .

د سردار محمد داود خان د زمامدارئ په وخت کی د پښتونستان دلانجې په سر اختلافات دومره زیات شول چې حتی د یو احتمالي جنګ په خاطر د دواړو مملکتونو پوځونه سرحداتو ته ولیږل شول خو بیا د ایران په منځګړیتوب دغه لانجه په موءقتی طور سره ختمه شوه او د دواړو مملکتونو تر منځ جنګ ونشو - خو پاکستان د یوی موقعی په تلاش کې و چې د افغانستان حالات خراب کړي تر څو په آینده کی افغانستان پخپلو لانجو کی بند شي او د ډیورند کرښه او یاد پښتونستان مسله ورنه پاتې شي.

پدی جریان کې احمدشاه مسعود او انجینیر ګلبدین حکمتیار د یو لړ سیاسی لغزشونو په اساس چې د داود خان له حکومت سره یې لرل پاکستان ته وتښتیدل او پاکستان هم هغوی د پښتونخوا صوبی د چراټ په سیمه کی په یو پوځي روزنځای کېدافغانستان په ضد پوځي روزنه ورکړه .
احمدشاه مسعود او ګلبدین ته یې ډیرې پیسې ورکړې تر څو په افغانستان کې د پاکستان دآی اس آی اهداف پوره کړي.
( د تاریخ یوه کوچنی حصه صرف د احمدشاه مسعود د قیام په هکله داسی لیکي )

فرماندهي در نخستين قيام مسلحانه
(در اواخر زمستان ۱۳۵۳ که احمد شاه مسعود پشاور رفت، تعدادي از اعضاي فعال نهضت اسلامي معروف به اخوانيها که به بيش از چهل نفر مي رسيدند غرض فراگيري تعليمات نظامي به پاکستان آمدند. مسعود در اين تعليمات کوتاه نظامي مشارکت داشت. هدف از اين تعليمات نظامي، آمادگي براي انجام قيام مسلحانه در برخي ولايات و اطراف کشور در همآهنگي با کودتاي نظامي بود که در کابل به وقوع مي پيوست. گلبدين حکمتيار که مسؤليت امور نظامي نهضت اسلامي را به دوش داشت از مؤفقيت برنامۀ کودتا به همه اعضاي نهضت اطمينان داده بود. تدارک براي کودتا و قيام تا فصل تابستان اتخاذ شد و احمدشاه مسعود به حيث فرمانده قيام در وادی پنجشير تعيين گرديد. اما او علي رغم بي باوري به پيروزي کودتا و تشخيص زمينۀ نامساعد براي قيام، ناگزير به اطاعت از اقدامي شد که در آن جمعي از فعالان نهضت اسلامي مشارکت داشتند. در اين قيام داکتر محمدعمر در ولايت بدخشان، جان محمد در ولايت کنرها، مولوي حبيب الرحمن در ولايت لغمان و عبدالخالق در ولايت پکتيا فرماندهي عمليات را عهده دار شدند. احمد شاه مسعود که بيشتر از همه در مورد قيام و کودتاي مذکور شک و ترديد داشت به تدابير و راه هاي انديشيد که در صورت ناکامي قيام مي بايد به آن متوسل مي شد. اساسي ترين انديشه و برنامه ي او در صورت ناکامي قيام و کودتاي نظامي، تداوم مبارزه بود. از اين رو قبل از ورود به پنجشير و آغاز قيام انجنير محمد اسحاق و برادرش کفايت الله دوتن از همرزمان خود را که از مرکز ولسوالي پنجشير (رخه) بودند به پنجشير فرستاد تا تمام دره هاي جانبی اطراف رخه را ببيڼد و ساختمان اراضي آن را به دقت مطالعه نمايند.
احمدشاه مسعود در سرطان ۱۳۵۴ به پنجشير آمد. تعدادي از محصلين دانشگاه کابل و ساير مؤسسات عالي آموزشي عضو نهضت اسلامي را که قبلاً براي شرکت در قيام مسلحانه تشخيص شده بودند در اواخر سرطان ۱۳۵۴ در پنجشير جابجا کرد. او اين برنامه را به دور از آگاهي سازمان امنيت دولت و پوليس با دقت عملي نمود. براي افرادي که مورد پرسش همسفران شان به سوي پنجشير و هرکسي ديگر قرارمي گرفتند، سپري نمودن روزهاي تعطيلات تابستاني نزد صنفي ها و دوستان شان ظاهراً دليل موجه و قانع کڼده بود.
احمدشاه مسعود در اين اولين فرماندهي قيام مسلحانه عليه دولت ۲۱ سال داشت. او درشب اول اسد ۱۳۵۴ افراد تحت فرمان خود را براي تصرف ولسوالي تنظيم و سازماندهي کرد. آنها در چهار دسته تقسيم شدند. يکدسته براي قطع راه اصلي ورود به وادي پنجشير، مدخل دره، فرستاده شد. و سه دستۀ ديگر براي تصرف مراکز اداري حکومت در رخه، مرکز ولسوالي توظيف گرديدند. اين افراد با سلاح هاي که خود حين ورود به پنجشير مخفيانه آورده بودند مسلح شدند. مسعود عمليات را در سحر گاه اول اسد پس ازطلوع آفتاب آغاز کرد و به سرعت، بدون تلفات و خون ريزي مرکز ولسوالي را به دست آورد. آنگاه به نشرات راديوي دولتي که از کابل پخش مي گرديد گوش فراداد تا خبر پيروزي کودتا را بشنود. گلبدين حکمتيار پيش از قيام اسد گفته بود کودتا توسط جنرال عبدالکريم مستغني رئيس ستاد مشترک ارتش به راه مي افتد و قيام کڼدگان در اطراف، پيروزي کودتا را از راديو مي شنوند. احمدشاه مسعود چندساعت بعد از تصرف مرکز ولسوالي به جاي شنيدن خبر کودتا از راديو، خبر ورود نيروهاي دولتي را به پنجشير شنيد. هنوز نيروهاي دولتي به محل شورش مسلحانه در رخه نرسيده بودند که مردم محل به شورشگران حمله بردند. تلاش مسعود و قيام کڼدگان براي قانع ساختن مردم که آنها را پاکستاني و تخريبکار مي خواندند بي نتيجه ماند. احمدشاه مسعود با ورود نيروهاي دولتي از بيرون پنجشير، فرمان عقب نشيني را به همرزمان خود صادر کرد. هرچند او با جمعي از يارانش به سختي مؤفق گرديد تا زنده و سلامت از اين قيام مسلحانه بيرون شود اما ۱۲ تن آنها در اين واقعه کشته و يا اسير نيروهاي دولت شدند. اين قيام نافرجام، نخستين تجربۀ نظامي و فرماندهي احمدشاه مسعود بود که در شکل گيري مبارزه و مقاومت آينده و مسير کار و عمل او اثرات عمده و تعيين کڼده اي به جا گذاشت.)

او که د ګلبدین حکمتیار په باره کې یې ولیکم نو لیکنه به ډیره اوږده شي
سردار محمد داود خان ته چې په مملکت کې جوړ شوي ګوندونو یو لوی سر خوږې جوړ کړې ؤ او له زغمه باهر ؤ نو د ګوندونو د مشرانو په نیولو او وژلو یې شروع وکړه چی په لومړي سر کې یې د پرچم ګوند میر علی اکبر خیبر سره د څوتنو نورو ملګرو په شمول ووژل
چی د دې عمل تر سره کولو نه بعد د خلق او پرچم ګوندونو مشران بیا سره یو ځای شول او یوه غونډه یې وکړه چې د دې غونډې نه بعد د سردار محمد داود خان حکومت د دې ګوند مشران لکه نورمحمد تره کي او بـبرک کارمل او بعضې نور لوړ پوړې غړي ونیول او د پلچرخي په زندان کی یې بندیان کړل
او بیا دا هم ویل کیدل چې نوموړي مشران به په راتلونکي ورځو کی اعدامیږي
پدې وخت کې چې د خلق او پرچم ګوند ریشې تر وخته مضبوطې وی او حتی د مملکت په اردو کې یې هم ډیر مضبوط ځای درلود - داسې یو آمر ته منتظر ؤ چی د سردار محمد داود خان رژیم ړنګ کړي او په ځای یې یو داسی رژیم راولي تر څو افغانستان ته ښه خدمت وکړای شي
په ۷ د ثور د ۱۳۵۷ کال د سهار په مهال د حفیظ الله آمین تر قو ماندې لاندې پوځي ځواکونو کودتاه وکړه او قدرت خلقیانو ته انتقال شو او نورمحمد تره کئ د زندان نه د نورو ملګرو سره یو ځاي راوویستل شو
او په سبا ورځ هر یو سړې په نور مال ډول خپل کار ته روان شو .
د نورمحمد تره کي د حکومت په لو مړیتوبونو کې شامل ؤ چی د افغانستان هر یو وګړئ باید د
۱- کور
۲- کالي
۳- ډوډۍ
خاوند شي ،،، او بیا یې یو لړ فرمانونه وضع کړل چې د بعضو خلکو د نا رضایتي باعث وګرځید ل مثلاً
هر هغه چا چې دیو چانه په سود قرض پیسې آخیستې وی، قرضدار مکلف دې چی صرف دهغه سړي پیسې ورکړي او د سود پیسې به نه ورکوي یعنی سود یې وسوځیده
د افغانستان سودخورو د حکومت له دې کار سره ډیر مخالفت ښکاره کړ او د حکومت په ضد په جبهه کې ودریدل
آګرچه د خلقیانو د حکومت دغه کار کوم غیر اسلامی کار نه ؤ بلکه دا یی یو اسلامی کار ؤ او د دی فرمان په صادرولو سره خلقیان کفر ته نه اوښتل ولې د سودخورانو د نارضایتئ سبـب شو
د یو بل فرمان په ترڅ کی یی د ښځی ولور ۳۰۰ افغانۍ مقر ر کړ
اګر چه د دی فرمان په صادرولو سره هم په خلقیانو کوم کفر نه ثابتیږی که نـن ورځ چا خپله لور په ۳۰۰ افغانی ورکړې وی سبا ته به یی زوی ته په ۳۰۰ افغانی ښځه غوښتې وی
او دغه د ولور سر خوږي چې نـن سبا په جنوبی ولایتونو کې لکه کندهار - پکتیا وغیره کې تر لس لکو رسیدلې دی او غریب سړي واده ،په خوب هم نشي لیدلې ،،،،،
د یو بل فرمان په ترڅ کی یې د فیوډالانو مځکې یا د خانانو مځکې په غریبانانو او بې مځکو خلکو وویشلې چې دا هم د ډیر انتهایی نارضایتئ باعث وګرځیده ,
باید حکومت د خانانو زړونه لاس ته راوړي وی خو داسې ونه شول .
د پاکستان حکومت او بیا په تیره بیا د هغی جاسوسې اداره آی اس آی چی له ډیره وخته داسې یو حالت ته انتظار درلود لکه پیشو چې موږک ته پټه وي له دې موقعی نه په استفادې سره یې هغه پخواني روزل شوي مزدوران لکه احمدشاه مسعود او ګلبدین حکمتیار دې ته وهڅول چی د دې موقعی نه استفاده وکړي او خپل د وفادارئ قسم په ځای کړي
او زمونږ د ټول افغان او نـن د فورمونو مومند افغان صیب چی پخپله یې ویلي دي چی د انقلاب نه مخکې زه مجاهد ؤم او په مرکز -طیبه مریدګي کې چې د آی اس آی د روزنې یو مرکز ؤ او کشمیر او افغانستان ته د اسلام او جهاد تر نامه دلاندې خلک آستوي او تشویقوي، زده کړه کړیده - اوس پدې کی هیڅ شک او شبه نشته چی زمونږ مومند آفغان صیب د آی اس آی یو فعاله غړې دې،،چې تر نـن ورځی پوری هم د هغوی نماینده ګي کوي .
د پاکستان حکومت په ډیره کامیابۍ سره وکولای شول چې داسې خلک استعمال کړي او د حکومت په مقابل کې پرې خلک راپورته کړي ،،دې ډول خلکو بیا ملایان استعمال کړل ځکه چې زمونږه دافغانستان خلک ټول بیسواده ؤ او ملا به پکې لږ با سواده ؤ او بله دا چې زمونږه خلک ټول ساده مسلمانان دي او ملا ته ډیر په قدر او عزت ګوري او ملا د پیغمبرانو وارثین ګڼي نو د ملا هره خبره ورته د پیغمبر او خدای تعالی خبره ښکاري،، نو ملایانو د خلکو په منځ کې تبلیغات شروع کړل چې دا حکومت کافر دې ،، ستاسو د دین دشمن دې ؛ کور ، کالي او ډوډۍ چې د کمونستانو شعار دې اوس دوی خپل کړیدې
در حالیکه چې کور - کالي او ډوډۍ د هر مسلمان او کافر لومړنۍ ضرورت دې

تاسو د ۳ دقیقو لپاره فکر وکړی چې :
۱- آیا تاسو نه غواړی چې په دنیا کې یو ښه ښکلې کور ولرئ چې د خپل مور او پلار او او اولادونو سره په هغی کې ژوند وکړئ - آیا ستاسو د خیمو ژوند خوښ دې ؟- نه هیڅکله ستاسو د خیمو ژوند نه دې خوښ
۲- ایا تاسو ښه کالي خپل مور او پلار او اولادونو ته نه خوښوی ؟
یقیناً تاسو خوښوی چې ستاسو ټوله کورنۍ ښه کالي واغوندي
۳- آیا تاسو ډوډۍ خوړولو ته ضرورت نلرۍ ؟ آیا تاسو ښه ډوډۍ او ښه خوراکونه نه خوښوي - آیا تاسو پیرزو نلرۍ چی ستاسو ولادونه ښه ډوډۍ وخوري ـــ یقیناً تاسو غواړی چې ستاسو آولادونه ښه وخوري او ښه وچښي
زمونږه ساده او بیسواده افغانان د هغه وخت د ساده ملایانو او د پاکستان او آی اس آی د تبلیغاتو ښکار شول او بیا یی بیت المال او عام المنفعه ځایونو ته زیانونه آړول شروع کړل مثلاً
هغه مکتب چې د هغوی آولادونو به پکې درس وایه هغه یې وسوځول او معلمان یې مړه کړل
په ولسوالیو یې حملې شروع کړی
پلونه یې په بمونو والوځول
شفا خانې او کلینیکونه یې د حملو لاندې ونیول
د حکومتي چارواکو کورونه یې وسوځول او د هغوی ژوند او عزت ته یې خطر ونه پیښ کړل
په عامه سرکونو او بازارونو کې یې بمونه والوځول او داسې نور .........
چی د دې په ځواب کې حکومت هم ډیر مجبور شو چې د هغوی د ځپلو لپاره میدان ته را ووځي لکه څرنګه چې په دې ناورین کی د اخوانیانو ملایانو ډیر لوي لاس ؤ نو حکومت هم په اول سر کې د ملایانو په نیولو او ځپلو لاس پورې کړ
چې دغه کار بیا مجاهدینو او اوس طالبان هم کوی یعنی کوم ملا یا حافظ د قرآنکریم چی د د کرزی د حکومت طرفدار وی طالبان یی هم وژني او حلالوي يي،،
د کندهار د ښوونې اسلامی ریئسان او غړي د هلمند او پکتیا او داسې نورو ولایتونو علما چې حکومت پلوي دي همیشه د طالبانو لخوا وژل کیږي
ولې یو طالب پلوه کس هم داسی طالبانو ته نه وایی چی دا خو ملا ؤ یا دا خو یو حافظ د قرآن ؤ - تاسو یی ولی وژنئ ( خلقیانو ته د ملایانو وژل حرام ؤ - ولی طالبانو ته د ملایانو وژل روا دي ) یو بام او دوه هوا - عجیبه انصاف دې!!!!!!!!!!!!!!!!

د ۱۳۵۷ کال د ثور په ۷ تاریخ انقلاب وشو او پوره ۲۱ میاشتې بعد روسانو په ۶ د جدي په افغانستان نظامي یرغل وکړ ولې د روسانو د تعرض نه مخکې زمونږه خپلو آفغانانو له افغانستان نه کنډواله جوړه کړې وه او ډیر خلک مهاجر شوي ؤ
د روسانو د راتلو سره د هجرت پروسه لا پسې ګړندۍ شوه او د روسانو د راتلو مقصد چې د پاکستان نیول او بیا د کراچۍ تودو اوبو ته رسیدل ؤ د پاکستان حکومت په ډیره زیره کئ سره وکولای شول چې دغه آفغان مهاجر د افغانستان سره په سرحدونو کی ځای په ځای کړي او دغه افغانان د یو دفاعی ډیوال په شان د روسانو مقابلې ته ودروي او بیا همدغه افغانان جهاد ته تشویق کړي او همدغه افغانان د حکومت او روسانو سره وجنګوي او خپل پاکستان او پاکستانیان د روسانو نه په آمان وساتي.

د افغانستان په جنګ کې له هرې خوا نه افغانان قرباني شول او لا قربانیږي.
که افغانان د روسانو په مقابل کی جنګ نه وی کړې او قرباني یې نه وی ورکړې نو اوس به پاکستان د روسانو د لاس لاندې وی
خو د افغانانو قرباني اوس پاکستان هیڅ نه منی او اوس پاکستان کوښښ کوي چې افغانان له پاکستان نه په زور وباسي،،، او همیشه افغانان د پاکستانیانو د لورې نه ځورول کیږي او وهل کیږي او بې عزته کیږي , د افغانانو دغه احسان خو هیڅ نه مني .
د پاکستان حکومت ته اسلام هیڅ مهم نه دې بلکه پاکستان همیشه خپلې ګټې په پام کې نیسي د پاکستان ګټه چې په هر څه کې وي هغې خوا ته زور کوي،،،،،،ولی زمونږ د افغانانو په سرونو کې چی د خره ماغزه پراته دي هیڅکله یې خپله ګټه او تاوان ونه پیژانده او همیشه د نورو د لاس آله ګرځي او بیا خصوصاً د پاکستان د لاسونو آله ګرځیدلې دي
کله چې د یو سیاسي مفاهمت او ایتلاف له مخې مجاهدینو افغانستان ونیو نو ټولو مجاهدینو به ویل چی دوی خو هم زمونږ په شان انسانان دي - مجاهدینو ویل چی مونږه ته یی په پاکستان کی افغانستان میشته افغانان ډیر په بد شکل و صورت او خوی معرفي کړی ؤ در حالیکه چې افغانستان میشته افغانان خو ډیر نرم او ښه خلک دي دلته مسجدونه دي دلته آذانونه کیږي - دلته خو اسلام ته درناوی دې او بیا به یې پاکستان ته ښکنځلې کولې چې ناحق یې زمونږ وطن په موږ باندې خرابوه
د مجاهدینو په قدرت کی رسیدو سره سم د قدرت پخاطر جنګونه شروع شول او افغانستان یې د ملانصرالدین د قبر نه هم بد تر کړ ، د خلکو کورونه یې چور کړل ، سلاح او مهمات یې چور او خرڅ کړل ، بې ګناه یې خلک مړه کړل او داسې نور ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،، ،،،،،؛
او هر چاته دا ثابته شوه چې د دغه مجاهدینو جهاد د الله لپاره نه ؤ بلکه د قدرت لپاره ؤ

نـن چې د خلقیانو پسې هرڅومره تبلیغات کیږي چی دوی کافر دي یا یې اسلام له منځه وړلو، او داسی نور ............
دا هر څه بی بنیاده دي او په تاسو کې هیڅوک داسې ثبوت نه شي وړاندې کولای چې د خلقیانو کفر ثابت کړي
د نور محمد تره کي نه نیولې بیا تر نورو ډیرو خلقیانو کتابونه لیکلي دي - هغی وخت منتشره آخبارات او بیا په یو ټیوب کی هر څه شته دی ،
د خلقیانو او پرچمیانو د ګوندونو اساسنامه او مرامنامه شتون لري
تاسو مهرباني وکړئ هغه مواد دی د نـــــن ټکی آسیا ویبپاڼې ته راوړي چی د خلقیانو په کفر دلالت کوي
ستاسو ټولې خبرې چې د خلقیانو به مورد کې یې کوی،،، تا ویلی او ما ویلی دی او بس .

نور دغه لیکنه نه اوږدوم خو په آخره کې ستاسو پام دې څو کرښو ته راګرځوم او امید لرم چې عادل عادل صیب ,مومند افغان صیب او ستاسو نور ملګری چې په خدای او رسول یې ایمان کم راوړې دی او په طالبانو یی د هر چانه ډیر ایمان راوړې دې او بیا د طالبانو ظلمونه او وژنې ورته یا خو هیڅ نه ښکاري او یا یې پرې ناحق سترګې پټی کړیدي ، ځوابونه راکړي .
۱- څو کاله مخکې د هندوستان په کشمیرکې د حضرت بل په درګاه کې څوتنو مجاهدینو پناه واخیسته چې د هند د پوځیانو لخوا نه محاصره شول - دهندوستان د پوځیانو لخوا په درګاه حضرت بل په باندې د درګاه د احترام په اساس هیڅ برید ونشو تر څو د یوی اوږدې محاصرې نه بعد او د ولږې او تندې په سبـب هغه مجاهدین تسلیم شول
خلقیانو او پرچمیانو هم اسلام ته او هم مسجد ته د احترام په اساس ، نه کوم مسجد په بمونو آلوزولې دې او نه یې د مسجد په داخل کې څوک وژلي دي او نه یې قرآنکریم په بمونو آلوزولې دې ،،
ولې ستاسو طالبان چې تر هر چانه ښه پوهیږي چې مسجد د آمن ځای دې - مسجد د خدای پاک کور دې - په مسجد کې پروت قرأنکریم د الله تعالی کتاب دې
بیا ولې په مسجد کی بمونه آلوزوی؟
او بیا د نر غوندی یې پړه هم په غاړه آخلئ!!!

مثلاً کاریزوال یې چې د عبدالرب آخند زاده په مسجد کې د یو ځانمرګي بم په واسطه وواژه
او یا د تخار والي او آمنیه قوماندان یې هم د خدای په کور کې چې مسجد نومیږی په بمونو والوځوه
آیا طالبان د خدای کورته یعنې مسجد ته احترام لري او که یې لري دا نو څرنګه احترام دې چې د خدای کور په بمونو آلوځوی ؛،
خلقیانو مسجدونه په بمونو وانه لوځول ،،
د هندوستان پوځ د حضرت بل په درګاه برید ونکړ ،،
ولی زمونږ د افغانستان طالبان د خدای کور په بمونو آلوځوی ،،
که چیرته کوم آمریکایی کوم مسجد ته د بوټانو سره داخل شي ستاسو چیغی تر آسمانه پورې لوړیږي ولې که طالبان په مسجد کی بمونه آلوځوی او ورسره نور بیګناه خلک وژل کیږي تاسو چوپه خوله یاست .

که چیرته طالبان په آمریکایانو ځانمرګې برید کوي او کوم افغان ته پکې ضرر ونه رسیږي ، پروا نکوی
خو که د ښار په منځ کې هغوی ځانمرګې برید کوي او ورسره ښځې - ماشومان او نور بې ګناه خلک وژل کیږي ، آیا دا ښه کار دې؟ /
تاسو څه فکر کوی چی هغه افغانه مور چی پخپل بیګناه ځوی ژاړي او یا هغه ښځه چې پخپل بی ګناه میړه ژاړي چې میړه یی د یوی حلالې دوډۍ د ګټلو پسی وتلې دی او ځانمرګي هغه مړ کړ،،
نو هغه افغانه مور او یا هغه افغانه ښځه به طالبانو او یا ځانمرګي ته دعا کوي ؟
نه هیڅکله به طالبانو ته دعا ونکړي او نه به ځانمرګي ته د جنت دعا وکړي
بلکه هغه افغانه مور او یا ښځه به دا وایې چې یا الله دغه ځانمرګې چې زما ځوی یا زما میړه یی وژلی دې د دوزخ په سرو لمبوکی او د سپي په غولو کی وسوځوه
هر کله چې کوم افغان د امریکایانو د لاسه وژل شویدی ستاسو چیغی تر آسمان ختلی دی خو د طالبانو او یا ځانمرګو په بریدونو کی چی بیګناه خلک وژل کیږی تاسو ولې چوپه خوله یاست ؟
دا چې تاسو ،،تا ویلي او ما ویلي وایاست چې خلقیانو یو داسې نظام راوستلو چې ورور دې په خور او یا مور سپور شی نو خلقیان خو د ۱۳۵۷ کال نه نیولې تر ۱۳۷۱ کال پورې تقریباً ۱۴ کاله عام وتام قدرت درلود ستاسو دې په هغه الله تعالی قسم وي چی د ټولو مخلوقاتو روح د هغې په قبضه کې دې چی کوم خلقی پخپلی مور اویا خور ختلې دې درحالیکه چی اصلی کمونستان هم پخپلی خور او یا مور نه دي ختلي ولی زمونږه مسلمانان خو د ګور مړی هم نه پریږدی که غواړئ چې ثبوت یې در کړم
تاسو اوس پخپله هم وایاست چی خلقیان لمونځونه کوي او د خارج نه د مسجد په خاطر پیسې رالیږي او دا بیا پدې دلالت کوي چې خلقیان او یا ستاسو په اصطلاح کمونستان کافران نه ؤ او نه دي؛
دپاکستان د پیپلز ګوند هم خلقیان دي او دهغوی شعار هم ( روټی ، کپړا، اور مکان )دې یعنی کور - کالي او ډوډۍ ،،،ولی هیچا خو هغوی ته کمونستان او یا کافران ونه ویل ولې زمونږ د وطن افغانستان خلک بیا ورته کافران وایی .
جنت چی د انسانانو لپاره دې او مسجد خو د الله پاک کور دې
مسجد چی د مځکې په سر جوړ دی طالبانو او ځانمرګو خو د خدای په کور کی هم بمونه والوځول .
خو زه پدې شکر ګذاره یم چی الله تعالی جنت د مځکې په سر نه دې جوړ کړې ځکه چی طالبانو به د آی اس آی په اشاره او قومنده هلته هم ځانمرګې لیږلې وې او کیدای شي چې تر اوسه یې بې شمیره ځانمرګي بریدونه په جنت کې کړي وي او جنت یې هم په تیرو امتونو باندی سره سوټي ګر ځولي وي.[size=24:81872a0da9][/size:81872a0da9][color=green:81872a0da9][/color:81872a0da9]


pattang
12.10.2012

داڅه حال دی زه حق پک حيران يم دا ليکنه خو په نن اسيا ټکي کې يو بل ځوان
ليکلې ده اودلته يې پښتون په خپل نوم ليکي !
ايا x=y دی او که څه بل چل دی !
که دواړه يو وي نو دا الفاظ يې ولې فرق لري ??


حمید هڅــاند
13.10.2012

پتنګ صیب، هلته به خان جهانګیر خان لیکلې وي، البته زه لا نن ټکي اسیا ته نه یم تللی، له معمول سره سم، لومړی ټول افغان ته راغلی یم.
پښتون صیب، ستاسو د لیکنې ځواب ته وروسته راګرځم.

درنښت


larghonay laraway
14.10.2012

السلام عليکم!
پښتون صيب کمونيزم کمونيزم دی او هيڅکله اسلاميزم کېدای نه شي!
دا که د افغانستان خلقيان او پرچميان مسلمانان وي نو دوی حتماً په کمونيزم نه پوهېږي او کمونستان هم نه دي.
نو وايي: نيمچه ملا د ايمان زيان دی
د افغانستان کمونستان د کمونيزم په ماهيت او معنی نه پوهېدل فقط (هورا) چيغې به يې وهلې او غټ غټ بريتونه به يې پرېښي وو!
ولې د اسلام په قصه کې هم نه وو.
زه به يو دوه بېلګې درته ووايم:
سليمان لايق وايي زه د راډيو ټلويزيون رئيس وم نو يوه ورځ مې تره کي ته شکايت وکړ چې هلکان په لاره کې اودرېږي او نجونې ازاروي!
تره کي وويل (اووووهووووو ته اوس هم په دې فکر يې چې هلکان دې کېني او نجونو ته دې شعرونه، استعارې او کنايې ووايي؟!
زه خو په دې فکر يم چې هر ځای کې يې ګير کړي نو خپل کار دې وکړي که د سرک سر هم وي!)
دغه سروري چې اوس بندي دی ده يو چاته ويلي وو:
مونږ په شمال کې دهقان ته شل جريبه ځمکه ورکوو نو ستا خدای چې له خيرنې ږيرې سره ورته وايي راشئ نو دوی به هغه ته نه بلکې شل جريبه ځمکې ته راځي. دا خبره مجاهد اخبار کې چاپ شوې هم ده.
خلقيانو او پرچميانو به ويل :
مونږ ته شوروي داسې وسله راکړې چې په يو وار دېرش ډزه کوي نو که دښمن د خدای پرښتو نيولی وی او څو چې يې پورته کوي له دېرشو مرميو نه شي بچ کيدی.
ګرانه د خلقيانو او پرچميانو په کفر کې شک کول تر کفره کمه نه ده. خو دا د هغوی ګناه نه وه بلکې د هغوی د بې سوادۍ ګناه وه. اکثره خلقيان بې سواده وو او په ګوندي حساب دندې ورکول کېدې. دوی حتی دومره کم سواده او د ټيټې سويې وو چې په سلو کې يې يو هم د کمونيزم په اصلي ماهيت او مفهوم نه پوهېدو. دغه اوس هم نه پوهېږي. کمونيزم يوه مفکوره ده خو خلقيان او پرچميان ډېر کم مفکوروي او فکري خلک وو.
خو اوس کیدای شي د پښتون خبره سمه وي!
ځکه اوس همغه خلقيان او پرچميان چې (مرګ پر امپراليزم) يې د ژبې ورد ؤ ټول په امپرياليستي هيوادونو کې (سپي، پيشکې او تشنابونه ) مينځي!

نتيجه:
که زما منئ اوس د دې وخت نه دی چې په خلقيانو او پرچميانو بحث وکړو او وخت پرې ضايع کړو!
ځکه اوس حتی په شوروي کې هم کمونيزم په نيشت شمېر دی او په افغانستان کې هم د خلقي او پرچمي په نامه کوم ګوند فعاليت نه کوي نو بيا پرې بحث ولې وکړو؟
بحث بايد پر ورځنيو موضوعاتو شي نه په تېرو ببولالو!
مننه


حمید هڅــاند
14.10.2012

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته...

پښتون صیب، لومړۍ خبره داده چې زموږ هیواد کې ټولو ښکېلو خواوو ظلمونه کړي دي او لا هم روان دي، نو راځﺉ حقیقت ته حقیقت ووایو او هسې ځان ښویه تېر نه کړو. زموږ هیواد کې د مجاهدینو مشرانو نه جبرانېدونکې تېروتنې وکړې. دوی د کابل له نیولو وروسته هغه څه وکړل چې ورته یواځې او یواځې د تاریخ تورې پانې ویلی شو. مجاهدین په خپل مینځ کې سره وجنګیدل او د خلکو کورنه او کوڅې یې ورانې کړې، چې په ترځ کې یې د وینو بیالې و بهولې شوې. نه یواځې داچې دوی په خپلو کې سره نه ول جوړ او د مرمیو اورونه یې بل کړل، دوی د هیواد د سمون او رغولو لپاره هیڅ دول خیال هم نه لاره، ته به وایې چې د هیواد سمول او په ټولنه کې د عدالت پلي کول او پرمختګ ته له سره اړتیا نه وه. دوی د دولت مال داسې چور کړ، ته به وایې چې دا هرڅه دوی په غنیمت کې نیولي ول او له سره د دغه هیواد نه ول!!!. خو،،،،، په یاد ساته چې دلته د قوماندانانو او امیرانو کړنې وې چې دا هرڅه پېښ شول، زموږ یو نیم میلیون شهیدانو د وینو قدر کول زموږ ټولو دنده ده. زموږ د اولس همدا د جهاد شهیدان به د همدغو قوماندانانو، امیرانو او ورانکارو ګریوان د اخرت په ورځ نیسي، او د دوی د قربانیو ځواب به خدای پاک له دې ورانکارو واخلي. دلته خلک شهیدان شول، تورسرې کونډې شوې، ماشومان یتیمان شول، ځوانان معیوب شول؛ دا ټولې سرښندنې سات تېری یا هسې یوه بې مانا لوبه نه وه!! او پاتې شوه د کمونیزم خبره::

کمونیزم او سوسیالیزم د دین نه منلو څخه عبارت دی. یو کمونیست تر هغې کمونیست کېدای نه شي ترڅو الهی دین ته شا نه کړي. په دې لړ کې په کار ده چې د کمونیست او خلقي ترمینځ توپیر وشي. خلقي یو داسې کس ؤ چې د دولت غړی ؤ، ډېری د دولت کارمندان په داسې ډول د خلق کارتونه واخیستل چې ددوی خوښه هم نه وه. د همدغو خلقیانو په کتار کې یې خدمت کوونکي او د هیواد ښو ته ژمن کسان له شمیره وتلي دي.
اصلي پوښتنه داده چې: د خلګو دیموکراتیک ګوند ترشا څه انګیزه وه؟؟
ځواب ساده دی، د کمونیزم پلي کول.
کمونیزم څه دی؟؟ بنده د قانون جوړونکی منل.
ایا بنده د قانون جوړونکی کېدای شي؟؟
ځواب نه دی!!
ایا بنده له الهی قانون او دین څخه منکرېدای شي؟؟
ځواب دادی چې که مسلمان وي، نه شي کېدای.
نو کمونیزم د دالهي قوانینو څخه سوچ انکار دی.
که یو څوک ناخبره وي او ځان ته کمونیست ووایې، پړه به یې زیاته نه وي، خو که یو مسلمان په پوره باخبري کې ځان ته کمونیست ووایې، نو پښې یې وښویېدې.

درنښت


هیښ
25.10.2012

سلامونه
مخکې له دینه چې دمطرح شوې موضوع په هکله خپل نظر ولیکم ،باید ووایم چې ښاغلی پښتون صاحب دکمونیزم په تشریح کولو کې یوازې ددې اډیالوژي په اقتصادي اړخ ،چې ډیر جذاب او توجه جلب کوونکی دی ، توضیحات وړکړي دي او اصلي برخو ته یې هیڅ اشاره نه ده کړې ،ترڅو لوستونکي په کافي اندازه دکمونیزم په باره کې معلومات حاصل کړي.
دکمونیزم اډیالوژي اساس مارکسیسزم دئ او مارکسیسزم ددریو عمده برخو نه لکه مارکسیستي فلسفه ،اقتصاد او سیاست چې دوی ورته علمي کمونیزم وایي تشکیل شوئ دئ.
مارکسیستی فلسفه په ماتریالیزم باندې ولاړه ده او ماده اومحیط چې دمادې نه تشکیل شوئ دئ دانسانی شعور او تفکر تعین کوونکي او جوړوونکي بولي اوپه تفوق دمادیت په معنویت باندې تاکید او اسرار کوي،د الله تعالی (ج) دوجود،قدرت اوحکمت نه انکارکوي اودکائیناتو خلقت دخالق تعالی له لوري رد او نفی کوي، ټول الهي ادیان او
قوانین یې خیالي ،واهي او دانساني فانتازي محصول ګڼي .
دسیاست په برخه کې په دیکتاتوری او مطلقه حاکمیت باندې معتقد دي او دپرولیتاریا ددکتاتوری تر نامه لاندې تحمیل دقدرت اعمالوي او ددې حاکمیت دلاسته راوستلو،ساتلو او دوام دپاره هر ډول خشونت ،ترور،قتل ،تبعید نه یوازې روا بلکه لازم بولي او ددوی دفکردمخالفینود محو کولو او له منځه وړلوله پاره هره وسیله او طریقه که هرڅومره ظالمانه او غیرانساني وي جایزه اوقابل داجرا ده.
دپورته خبرو په استناد سره هغه څوک چې ځان ته کمونست وایي او دې اډیالوژی ته معتقد او مؤمن دي ،نه یوازې کافران دي ،بلکه اتایستان دي ،چې هیڅ دین ته اعتقاد نه لري او حتی دین تریاک یا افیون دملتونو بولي او د ولسونو دګمراه کولو ،عاطل او باطل ګرزولووسیله یې ښیي او دترقی او تمدن په مقابل کې یې لوی خڼډ ګڼي.
اوس به راشومطرح شوې موضوع ته چې دافغانستان خلقیان،پرچمیان او ماوویستان کافران دی او که نه؟
که پخواني خلقیان،پرچمیان او ماوویستان او پاته شوني یې ځانونه کمونستان بلل اویایې اوس بولي او کمونیزم ته معتقد او متعهد وو او اوس هم ځانونه بولي ،نو خبره واضح ده او بحث ته حاجت نشته چې په کافرتوب کې یې شک وشي ،ځکه کافر خو څه ښکر او لکۍ نه لري ،بلکه هغه څوک چې دالله تعالی(ج) دوجود نه انکار کوي او نه ئې مني همدا کافران دي او کمونستان په خوله او ژبه دخپل کافرتوب اقرارکوي او قلباً یې تصدیقوي،نه دچانه خپل کفر پټوي او نه پرې شرمیږي ،بلکه په ښکاره دخپل فکر نه دفاع کوي او افتخار هم پرې کوي.
لاکن که خلقیان ځانونه کمونستان نه بولي او نه ورته اعتقاد لري او په خپله چیغې او نارې وهي ،چې موږ مسلمانان یواو په الله او دهغه په رسولانو باور لرو نو بیا خو دا ډیره ښه خبره ده اونور هم باید تشویق او ترغیب شي ،چې داسلام ددین دعمق او حقانیت نه اګاه او دخپل شخصي او اجتماعی ژوند دنیکمرغه کولو دپاره یې سرمشق وګرزوي.په دې صورت کې هیڅ څوک دا صلاحیت نه لري ،چې دکفر او ارتداد فیصله دهغوی په هکله وکړي او داسلام ددایرې نه یې خارج کړي،ځکه مسلمان په اقرار باالسان او تصدیق باالقلب باندې پیژندل کیږي ،په خوله چې دوی وايي چې موږ مسلمانان یو او داسلام په ضد یې کړه وړه او عمل ونه لیدل شي همدا کفایت کوي او دزړونو مالک الله تعالی(ج) دئ ،دانسانانو سره دزړونو دحال معلومولو قدرت او صلاحیت نشته دئ،یوازې عمل او بیان د یوه شخص او سازمان عقيدوي هویت او ماهیت ښکاره کولائ شي.
په هر هیواد او ټولنه کې یو شمیر مشخصات او ارزښتونه وجود لري ،چې دټولنې په بقا ،ثبات او یووالي کې پریکنده رول لري او ددې ارزښتونو ساتنه او پالنه دهغه ټولنې دهر غړي،سازمان او ډلې یوملي او اجتماعي فرض دئ او ددې فرض سره چلند او ورته تعهد ،احترام او وفاداري دهغه فرد او سازمان فكري او عملي محتوا او هویت تعینوي اود صداقت او خیانت کچه یې دملي او اجتماعي ارزښتونو سره ښئي،څوک چې دا فرض جدي نه نیسي او دشخصي،ګوندي،اډیولوژیکي اویا نورو ملحوظاتو له کبله ورسره دوکه او منافقت کوي ،هغې ته ملي خایین او عمل يې ملي خیانت بلل کیږي.
بدبختانه چې په وروستیو دریو لسیزو کې دټولنې دملي ارزښتونو او بنیادي جوړښتونو لکه ازادي ،استقلال ،دخاوري بشپړتوب ،ملي تاریخ ،ملي مقدسات ،ملي کلتور او ملي ګټو سره دجفا کولو او خیانت کولو یوه مسابقه روانه ده ،چې تهداب يې دخلقیانو او پرچمیانو په سیاسي شیطانت او حرامیتوب باندې کیښودل شو ، دتنظیمي ـ ستمي ـ مذهبي جنګي جنایتکارانو له لوري تقویه شوه اوابعاد یې پراخه شول او نن ورځ د همغه پرونیو جنګي مجرمینو ترمنځ د یو نامقدس ائیتلاف او دغربي تجاوزګرانو د نظامي ،مالي او لوژیستیکي همکارۍ ،وحشیانه اشغال او مدیریت لاندې خپل اوج ته ورسیده.
هیڅ وکیل ،مرجع ،مقام ،دین ،عرف او انساني قانون دخلقیانوـ پرچمیانو او تنظیمي دیني سوداګرو وحشیانه کړنې ،سرته رسول شوي درانه بشري جنایتونه،د افغان اولس سره غیر انساني اعمال او ملي خیانتونه نه شي توجیه کولائ او دجنایت او خیانت دجرم نه ئې نه شي تبرئه کولائ او دا محاسبه به ژر یا وروسته دا دشر،فساد او ملي خیانت دعمالو سره د افغان اولس له لوري صورت نیسي او دخپلو شومو کا رنامو ځواب به وائي.ملي خائینان او جنګي جنایت کاران هم خپله چاړه په اوبو کې ویني او په د ښه پوهیږي چې دملت محاکمه حتمي را روانه ده ،دهمدې کبله مزبوحانه او خاینانه تلاشونه کوي ،ترڅو په نویو تاکتیکونو،مانورونواو دپردیو په غلامۍ سره دپروني استثمار ضد شعارونو او شرعي نظام دراوستلو په ځائ یې ددموکراسۍ بغارې شروع کړې دي او دغربیانو سورني ته پوکۍ وهي،مګر هغه ژور او پلن ټپونه او پرهرونه چې ددې ځناورو په لا س دافغان اوولس په بدن جوړ شوي دي او ددرد او عذاب نه ئې رنج وړي ترهغو نه رغیږي ،ترڅو عاملین ئې مجازات نه شي.

اوس به راشو دې ته چې په افغانستان کې فعلا ًیولوی مصیبت روان دئ ،وطن اشغال شوئ دئ ،دخلکو ژوند ،ناموس او عزت دوحشي غربیانو او دهغوئ کړۍ په غاړه غلامانو تر تجاوز لاندې دئ ،عامه قتل او دملي شتمنیو چور او چپاوول په پلان شوي او تنظیم شوي شکل جریان لري،حرفه اي قاتلان او جانیان دوحشي ځناورو په شان دمظلوم او بې وسه اولس په بدن خپلې ناولې داړې خښې کړې دي ،اختناق ،شکنجې اوجنسي تجاوزونه ورځنی تکراري بڼه نیولې ده او یو لوی ملت دخپل تاریخي او فرهنګي هویت دانهدام په پوله ولاړدئ او دسقوط او نابودیدو دپاره ئې دداخلي ملي خائینانو او خارجي تجاوزګرانو توطئې او دسیسې روانې دي ،تحمیلي او تجاوزي جنګ جریان لري ،چې یوه لورته ئې غربي متجاوز او اشغالګر حرفه اي قاتلان او د افغانستان جنګي جنایتکاران او ملي خاینان چې دافغانستان دټولو بدبختیو او ناورینونو عاملین دي قرار لري او بل لوري ته افغان مظلوم او بې وسه اولس اودهغې اصلي بچیان چې دخپلو ځانونو په قربانولو دتجاوز او اشغال دختمولو او دخپل عزت او ناموس نه ددفاع له پاره سنګر نیولئ دئ.
په دې اضطراري او لویه تراژیدي کې افغانان دوه افشنه په مخکې لری یا به دټولو ملي او اسلامي ارزښتونو او افتخاراتو نه تیریږي ،دذلت او بې عزتۍ ژوند ته به تن و ر کوي او داشغالګرانو او دهغوئ د اجنتانو په صف کې به دریږي اود افغان اولس په قتل عام او بشري جنایت کې به برخه اخلي اویا به د خپل اولس سره دتاریخ په دې سخته او دکړاوونو ډکه دوره کې دازادۍ ،خپلواکۍ او ملي مقدساتو او ملي نوامیسو نه ددفاع جبهې ته دخپل اسلامي او ملي رسالت دسرته رسولو له پاره مبارزې او قربانۍ ته حاضریږي او د ذلت او غلامۍ دژوند نه به دابرو او عزت شهادت او قربانۍ ته لبیک وايي ،دریمه لاره نشته او هرڅوک چې دملت ترڅنګ د تجاوزګرانو او اشغالګرانو او دهغوی دداخلي مزدورانو په مقابل کې مبارزه کوي صرف نظر دهغوی دنظري ،فکري او سلیقوي ځانګړتیاوو او مشخصاتو قابل دقدردي او په یوه او بل نامه دمقاومت دجبهې په منځ کې درز راوستل یوازې د افغانستان ددښمنانو په ګته تمامیږي او زیان ئې افغان اولس ته رسیږي.

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more