د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ماته دا سوال پيدا کيږي؟

tandar
21.10.2012

ماته دا سوال پيدا کيږي چه که واقعا خپله ملا عمر دامريکا او غربي اشغالګرو سره جنګږي او دهغوي دشمن وي نو ولي امريکا او حاميان ئې دملا عمر په پيدا کيدو او نيولو کي عاجز پاتي دي؟
يعني ملا عمر دبن لادن نه هم زيات حمايه کننده او ساتونکي وفادار طرفدار لري؟
نن دcia سره يواځي isi کار نه کوي بلکه داسرائلو قوي ترين جاسوسي ارګان موساد او داروپائې جاسوسي طبقي چه بعضي خرڅ شوي افغانان هم داوطلب دپيسو په خاطر دخپلي خاوري او ملت جاسوسي کوي ورسره همکار دي
ولي ترننه پوري دملا عمر په نيولو کي پاتي راغلي؟
صدام حسين ئې لکه مږه دځمکي لاندي څخه را پورته کړ اما ملا عمر تراوسه لادرکه دي؟
دلته راته يوه معما ښکاري يا خو زير کاسه نيم کاسه ښکاري
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي


larghonay laraway
21.10.2012

سلامونه
سوال دي په ځای دی خو ستونزه همدا ده چې پښتانه تر پېښې ډېېېېېېېېېېېېېر وروسته په واقعيت پوهېږي.
دا سوال بايد د ملاعمر د رامنځته کېدو سره سم مونږ ته پيدا شوی وای ځکه چې يو بېچاره معيوب او انپړ اخوند او دومره غټې خبرې چې حتی د اميرالمؤمنين دعوه وکړي ؟!
په هر صورت دا اوس ثابته خبره ده چې ملاعمر د امريکايانو لپاره د افغانستان د اشغال لارې چارې هواروي


طیب زابلی *
21.10.2012

السلام علیکم ورحمة الله!
لړغونی صیب دغه سوالونه
داسامه تر شهادت مخکی هم
دانپړانو و زامنو ته په ذهن کی
راپیداکیدو مګر خو دcia له خوا
داسامه په شهادت سره دغه سوالونه
ټول درواغ شول ،
الله پاک چی دچا ساتنه کوی هغه بیا
د cia او isi پلار هم نشی پیداکولی
او دچا چی پر الله او دالله پر ارشاداتو
او دنبی کریم صلی الله علیه وسلم پر
احادیثوپوره ایمان او باور وی نو هغه
ته بیا دارنګه سوالونه په ذهن کی نه راځی .


سلامونه

tandar
21.10.2012

سلامونه
زه ډير وړوکي وم په وطن کي دجوارو دپښيدو په وخت کي به چه دماښام تياره ولګيده نو کلي ته د نژدي باغونو او پټيو څخه به دګيدړانو په جيګ اواز عجيب غريب اوزونه لکه واااااااي راتلل
نو ما به له چا پوښتنه وکړه چه دا ګيدړان په دا چيغو کي څه وائې؟
په ځواب کي به راته وويل شول چه ګيدړان په جيګ اواز وائې ...
کاشکي چه يو چرګ وي :oops:
نو ځابلي صيب کاشکي واقعا داسلام ،خاوري او دملت دنجات لپاره يو سپيڅلي جهاد وي؟

ماته ٣ هفتي کيږي چه له کوزي پښتونخوا څخه ميلمه راغلي قيصي مي اوريدلي چه سړي ګنګسوي
نن دټولي کرغيړني کرښي په غاړو کي isi پروت دي په ايجنسيو کي څوک نه دي پاتي دپيښور په منطقو کي چاته حتي کرائې کور هم نه پيدا کيږي
ملت ترپزي راغلي ايا دپنجابي دغه کارروائې او حالات چه په ملت ئې نن راوستلي په سپيڅلي جهاد کي حسابيږي؟
که هغلته اسلام نشته ؟
او که وي نوايا ديته اسلام وائې؟
جهاد يواځي دکفر په مقابل کي روادي او که دتيري کونکي ،جابر، ظالم او قاتل په مقابل کي هم کيدلاي شي؟
دانپړ دځامنو تعريف :oops:
[color=red:5b3e81787e]دانپړ ځامن هغه چاته ويل کيږي چه داسلام اوقران له ترجمي او بشري حقوقو او قوانينو بي خبره وي اوديوه بي سواده ملا چه يواځي بغدادي سپاره ئې په جوميت کي لوستلي وي اوبيا پاکو عام امتيانو ته دقتل عام فتواګاني ورکوي او نوم ورباندي سپيڅلي جهاد ږدي
او بعضي ناپوهان ورڅخه دفاع هم کوي[/color:5b3e81787e]
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي

[quote:5b3e81787e="طیب زابلی *"]السلام علیکم ورحمة الله!
لړغونی صیب دغه سوالونه
داسامه تر شهادت مخکی هم
دانپړانو و زامنو ته په ذهن کی
راپیداکیدو مګر خو دcia له خوا
داسامه په شهادت سره دغه سوالونه
ټول درواغ شول ،
الله پاک چی دچا ساتنه کوی هغه بیا
د cia او isi پلار هم نشی پیداکولی
او دچا چی پر الله او دالله پر ارشاداتو
او دنبی کریم صلی الله علیه وسلم پر
احادیثوپوره ایمان او باور وی نو هغه
ته بیا دارنګه سوالونه په ذهن کی نه راځی .[/quote:5b3e81787e]


larghonay laraway
21.10.2012

ټيپ څاپلی خانه
دا تر اوسه هيچا هم نه ده معلومه کړې چې اسامه پخوا مړ ؤ او که امريکايانو مړ کړ!
حتی د پېښې قوي اړخ دا دی چې اسامه پخوا مړ شوی ؤ او امريکايانو خپلو خلکو ته د لاسته راوړنې په توګه دهغه د وژنې ډنډوره جوړه کړه کنه د هغه مړی يې ولې ونه ښود او CNN چي د هغه د جسد کوم تصوير ښودلی ؤ هغه هم دروغ او جعلي وخوت!
بله دا چې د اسامه او ملاعمر پوهه، عقل، منطق، استدلال ، فصاحت او بلاغت د ځمکې او اسمان هومره توپير لري!
چېرته انپړ، ړوند ملا او چېرته اسامه؟! :lol:

او ګوره دا د کور خوی به دې دلته په فورم کې نه کوې. تاسو کيدای شي په کور کې هم په بحث کې يو بل ته ښکنځلې او د (انپړ) زوی ووايئ خو د چرګۍ خبرې په چرګۍ کوه او دلته منطق وايه.
زه ملاعمر ته انپړ وايم او انپړ بې سواده ته وايي. که ته يې نه منې نو د ملاعمر د فراغت سند، د زده کړې مدرسه يا پوهنتون او نور يې راوښيه اويا د هغه د صحيح لمانځه يوه ثبت شوې اډيو دلته کاپي کړه!


طیب زابلی *
21.10.2012

السلام علیکم ورحمة الله!
لرغونی صیب د(انپړ) کلمه که ښکنځل ګڼی
نو داخو اول تا کارولی ده ، ته چی بل ته ښکنځل
کوی نو اول ته دښکنځلو مستحق یی ،
او ستا یوه لیکنه هم له اهانت او توهین څخه خالی
نه ده چی دا ستا دجهالت ،حماقت او بد اخلاقۍ دلیل ده ،
او پر بل انتقادونه کوی ،
د ځان لپاره هر سړی عزت خوښوی مګر خو دبل تو هین دځان
بی عزتی ده ،
په لیکنه کی دی زما نوم هم په توهین ذکر کړی ده چی دا کارهم تر ښکنځلو
کم نه ده ،
او ته ددی فورم چلونکی هم راته ښکاری ، دفورم چلونکی خو باید دحلیمی صیب
په څیر حلیم او اخلاقی سړی وی .


pattang
21.10.2012

لرغونی صيب !
داخبرې او داسې سوالونه دې پښتانه بېله وي او هم يې خواشيني کوي !
ځيني سوالونه له هوښياري نه لرې وي او په اپورتو نيستي دلا لت کوي ،ليکل
خو ښه دي خو چې مانا ولري اونه دا چې دنورو وخت پرې ضايع شي !
ماخويوبل ځای دڅو نوميالويو نومونه درته ليکلي دي چې يو يې هم مسلکي
اسناد نه درلودل خو جهاني قدرت ته يې ماته ورکړه !
په ملا عمر مجاهد پسې خو دومره خلک روان دي چې دکابل تر دروازې در ورسېدل
او ستاسو خوبونه يې در خراب کړ ي دي .
لر غونی صيب دانپړ کلمه خو ډېره سپکه خبره ده او مشر ملا صيب ته يې ر اجع کول
خو ولا که پښتني دود وي ٠
وروره که ملا عمر وي او که نه وي ، طالبي او اسلامي غور ځنګ به روان وي اودا
غورځنګ به ان شا الله بريالی کيږي اود ډېرو راشنخوارو بسترې به ټولېږي
لرغونی صيب که افغانۍ دټولې کړي وي په دالرو يې بدلوه چې افغانۍ خپل قيمت
بايلي او دالر پورته ځي او اشغالګرو خپل پرتوګ ډک کړی دی!

يادونه ! لرغونی صيب ته چې ددې فوروم مسؤليت لرې نو په داسې موضعاتو کې
ستا مسئوليت دی چې خپله بې پلوي وساتې او سر بېره پر دې دا سې خبرې غربي
ميدياوې هم نکوې ،يايې ستميان کوي اويا يو شمېر مالوم پښتانه چې خپلې ګټې پکښې ويني!!


سلام

tandar
21.10.2012

ورونو سلام او احترام مي ومني
پوښتنه عيب نه دي نه پوهيدل عيب دي
زما پوښتنه دلانجو لپاره نه ده هر څوک چه له هرچا نه اطاعت کوي دهغه کار دي
زما پوښتنه په دليل او په منطق سره شويده په چا تعرض نه دي
که څوک ماته دپوښتني ځواب او قناعت راکولاي شي تري مننه کوم
داټول افغان دي دلته هر څوک حق لري چه خپل انساني نظر وړاندي کړي چه دنورو دقناعت وړ وي
هر څوک چه له هر چا دفاع کوي دهغه کار دي مګر په نورو ئې نشي تحميلولي اونه دي ځانته دا حق ورکوي
هر سړي خپل اعمال په خپله ائينه کي ويني او نني اعمال ئې ښه وي او که بد سبا ته دنن ورځي تاريخ دي
راشي چه دپوهي په چوکاټ کي يو بل ته قناعت ورکړو نه په توهين اميزو کلماتو
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
زه خپل سوال تکرارو
............................................
[color=darkblue:65cc98a949]ماته دا سوال پيدا کيږي چه که واقعا خپله ملا عمر دامريکا او غربي اشغالګرو سره جنګږي او دهغوي دشمن وي نو ولي امريکا او حاميان ئې دملا عمر په پيدا کيدو او نيولو کي عاجز پاتي دي؟
يعني ملا عمر دبن لادن نه هم زيات حمايه کننده او ساتونکي وفادار طرفدار لري؟
نن دcia سره يواځي isi کار نه کوي بلکه داسرائلو قوي ترين جاسوسي ارګان موساد او داروپائې جاسوسي طبقي چه بعضي خرڅ شوي افغانان هم داوطلب دپيسو په خاطر دخپلي خاوري او ملت جاسوسي کوي ورسره همکار دي
ولي ترننه پوري دملا عمر په نيولو کي پاتي راغلي؟
صدام حسين ئې لکه مږه دځمکي لاندي څخه را پورته کړ اما ملا عمر تراوسه لادرکه دي؟
دلته راته يوه معما ښکاري يا خو زير کاسه نيم کاسه ښکاري [/color:65cc98a949]
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي


pattang
21.10.2012

تندر صيب سلامونه !
د سوال ځواب خو ښه خبره ده خو انپړ انپړ ښې خبرې ندي ، نه په ملا عمر بلکې په
هرتاريخي مشر پښتون پسې لازمې ندي بلکې د خفګان وړ دي !

ستا دسوال ځواب :
اول بن لا ډن عرب او ملا عمر پښتون دی خو په اسلامي کچه دواړه يو شی دي !
فلهذا ساتنه يې هم دپښتنو په عنعنه او دګاونډيانو په پاملرنه ډېر فرق لري
دبن لاډن مخبري يوو پښتانه وکړه خو دملا عمر ساتنه پښتنو ته نظر بن لاډن ته
ګرانه او دخپل کور سړی يې بولي٠ په محلي سويه که ستاسو په کام کې هم که
څوک پناه دروړي ،ساتي به يې او زه ګمان نکوم چې دوښمن ته يې په لاس ورکړي !

داپورته يو کليوالي تحليل دی او اوس سياسي :

څوک چې يو حرکت په منطقه کې قانوني او په خپله هره اړخيزه ګټه يې ګټور بولي
نودهغوی سياسي مشر به هم ورته اهميت لري او دساتنې وړ ده٠
( دا نو چې دوښمن ساتندوی يو او دوست يې بل بولي ، طبعي خبره ده .... )
- ملا عمر خو له صليبيانو سره کومه لا نجه نلرله او نه يې صليبيان مردار کړي اونه
يې هلته پر دوی حمله کړې ده ، ملا عمر غواړي خپل هېواد له دوی تجاوزکارانو
څخه ازاد کړي طالبان اوملا عمر په راتلونکي کې جنګ او دتيرور له صليبيانو
سره نغواړي . که سبا طالبان او ملا عمر دصليبي اشغال شرائط قبول کړې نو ټول
طالبان او ملا عمر به په واشنګټن کې چکرونه وهي ! ، ځکه چې قانوني طالبانو
کوم جرم د امريکې محکمې ته نلري ( راغلی ته يې زه دهم وژلی يم ته مې هم وژلی
يې خبره خلاصه .... ) خو دبن لا ډن سره داسې سيناريو امکان نلر ي ځکه چې هغه په
سوډان، سوماليه او بيا خاص دنيويارک په مسله تورن او دامريکې قاضيانو او
محکمي ته يې حتمي بايد ځواب وېيلی وی ، نو پر دې اساس واقعي تعقيب او
حقوقي غچ له سياسي ريتوريک اوپروپاګندې څخه فرق لري !
مونږ خو له امريکې سره څه نلرو او نه ددوی په مور .... يو !!


larghonay laraway
22.10.2012

السلام عليکم!
زابلی او پتنګ ته!
لکه څنګه چې زه ځانته په ښکنځله خپه کېږم نو هيڅکله يې هم بل ته نه کوم!
لومړی تاسو وګورئ زابلي زما نوم غلط ليکلی ؤ نو ما هم د ده نوم قصدا غلط وليکلو څو پوه شي چې که څوک د چا د نامه سپکاوی وکړي نو بل يې هم کولی شي!
بله خبره د ملاعمر ده!
ملاعمر ځانته (توبه خدایه) امير المؤمنين وايي چې حتی د اسلام توهين کوي. ځکه چې ملاعمر يو معيوب او انپړ دی!
انپړ سپکه کلمه نه ده بلکې ځانګړی مفهوم لري. پنجابيان نالوستي ته (انپړ) وايي او ما هم ملاعمر ته ځکه د پنجابيانو اصطلاح کارولې چې له پنجاب سره نه شکېدونکې اړيکې لري!

نو زابلي ته ولې په غوسه شوی يم چې (د انپړ زامنو) اصطلاح يې کارولې؟
ځکه چې زابلي تور لګولی. زما پلار انپړ نه بلکې استاد ؤ، ديني زده کړې يې هم درلوودې او پوهنځی يې هم لوستی ؤ. بله دا چې هغه وخت چې چا په ملاعمر شک کاوه زابلي د هغوی ټولو پلرونه نه پېژندل چې د ملاعمر غوندې انپړان وو. که زابلي زما پلار يا د نورو انتقاد کوونکو پلار پېژندی او بيا يې ورته (انپړ) ويلي وای نو هیڅ ښکنځله نه وه!
همدا راز ملاعمر په ټول افغانستان کې اور بل کړی او د ټولو مسلمانانو د امارت دعوه يې کړې نو ځکه ملا عمر د (پتنګ يا زابلي او بل ) پلار نه دی چې دوی يې په توهين خپه شي. بلکې ټول هغه خلک په ملاعمر د انتقاد، وړانديز او حتی له ملاعمر سره د جنګ حق لري چې ترې متضرر شوې وي او يا يې وطن ورته متضرر کړی وي.
نو دا چې ملاعمر د امريکايانو لپاره پوخ کور جوړ کړ څو اوس په کې بيس جوړ کړي نو پتنګ او زابلی خانه په نړۍ کې له اميرالمؤمنين حضرت ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه راونيسه تر ننه د کوم امير داسې ماڼۍ راوښيه چې دومره پخه او منظمه وي چې بهرني لنډغران په کې بیس جوړ کړي؟

پتنګ صيب تاسو بيا خپله خبره تکرار کړې او ويلي مو دي چې د څو نړيوالو مشهورو اتلانو نومونه مې اخيستي وو چې هغوی پوهنتوني زده کړې نه درلودې!
ګرانه د کفري نړۍ اتلان په خپل ځای دي او همدا رنګه جنګي اتلان خپل ځای لري خو اسلام يو بل شی دی!
اسلام ډېر راڼه، سپيڅلي، بشپړ او کره قوانين او قواعد لري چې د اسلامي اصولو له مخې حتی د ملاعمر انپړ پسې لمونځ هم نه دی روا ځکه چې قرأت يې نه زده نو د امارت او اميرالمؤمنين دعوه داسې ده لکه مسلمه کذاب چې د پېغمبرۍ دعوه کړې وه!
پتنګ دا هم ليکلي چې په ملاعمر پسې ډېر خلک ولاړ دي!
ګرانه : په بچه سقاو پسې دومره خلک ولاړ وو چې حتی په کندهار کې يې هم خلک تړل او خلاصول او حبيبي صيب دا ټول ليکلي دي!
په ګوډ ملا پسې هم بلا لښکر ؤ
همدا خو د افغانانو ستونزه ده چې سړی نه پېژني او د ګډو غوندې ورپسې لښکر کېږي ځکه خو يې يوې جګړې هم داسې نتيجه نه ده ورکړې چې دوی په کې ښاد شوي او اباد شوي وي بلکې دوی يوازې او يوازې (د نورو لپاره جګړې کړې دې)
مننه
يادونه:
ماته څو وارې پتنګ او زابلي د مسؤوليت خبره مخته مخته کړې چې ته د فورم مسؤول يې!
هو ! ما کولی شول چې د زابلي ليکنه مې ړنګه کړې وای خو زه هيڅکله هم د منطق پر ځای تخريب نه کوم!
زه غواړم په منطق خبره سپينه کړم.


مننه

tandar
22.10.2012

پتګ صيب له معلوماتو څخه مومننه
لاروي صيب متل دي
از خوردها لخشيدن است واز بزرګ ها بخشيدن است
ناپوه کسان هم په کوچينيانو کي حسابيږي :oops:
دزياتي حوصيلي مثال
په عادتو کي يو عادت لکه غره لرم
.........................لمن مي ډکه ده له کاڼو څوک پري نه ولم
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي


طیب زابلی *
22.10.2012

السلام علیکم ورحمة الله !
لرغونی او تندر صیب له تاسو سره نوری خبری نه اوږدوم
الله جل جلاله فرمایی
:
خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ (199)

وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (63)

صرف تندر صیب ته دومره وایم چی دپښتو نظمونو
رنګ مه بدوه ، یو خو دی بیځایه استعمال کړی او بل دی
غلط لیکلی ،
په عادتو کي يو عادت لکه غره لرم
.........................لمن مي ډکه ده له کاڼو څوک پري نه ولم
په اصل کی داسی ده :
لمن می ډکه ده له کاڼو خو څوک نه پری ولم
،،په عادتونو کی دایو عادت دغره لرمه


larghonay laraway
22.10.2012

زابلی خانه ډېره ښه پرېکړه دې کړې ځکه د چا چې رهبر جاهل وي نو تر هغه به بل جاهل څوک وي.
افرين که د ملاعمر د ډلې کوم انپړ او صحرايي جاهل دې بياموند نو بحث ورسره وکړه او کنه ستا د بحث سطحه ډېره ټيټه او جاهلانه ده!


سلام

tandar
22.10.2012

زابلي صيب زما دي هم تاته سلام وي او لاروي صيب ډير مناسب ځواب درکړي او دهغه حوصيلي ته احترام لرم
دا شعر صحيح دي او که غلط خو ډير ښه ځاي کي مثال راوړل شوي فقط عاقلان پري پوهيږي :oops:
دcia اوisi لاسونه زما دملت يعني افغان په وينو سره دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more