د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ترهګر د اسلام له دایرې خارج دي

مومند
18.10.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
د نن ورځ د مشال راډیو په رسنی کی خپور شوی دی چی د پاکستان سنی اتحاد کونسل دا پریکړه کړی دی چی ترهګر د اسلام له دایرې خارج دي، دغه لیکنه به تاسو سره یی شریکوم:

((په لاهور کې د سني اتحاد کونسل سره تعلق لرونکیو تر پنځوسو زياتو عالمانو او مفتيانو يوه متفقه فتوه جاري کړيده چې پکې خودکش حملې او تره ګري حرام بلل شوې. په فتوه کې په ملالې يوسفزۍ د شوې حملې غندنه وشوه او ويلي دي داسي خلک د اسلام له دایرې بهر دي چې د ښځو په تعليم بنديز لګوي.
په اسلام کې د يو تن وژنه د ټول انسانيت د وژنې برابر ده.
مفتي محمد شريف چې په دغه غونډه کې ناست وو له مشال رېډيو سره په خبرو کې وویل چې اسلام د يوې ضابطې نوم دی او تر هغې لاندې ژوند تیرول فرض دی او هېچا سره دا اختيار نشته چې قانون په خپلو لاسونو کې واخلي.
په ملالۍ د حملې په اړه هغه وویل، چې دغې ماشومې علم حاصلول غوښتلی او د علم دښمنانو په هغې حمله وکړه، چې يو غېر شرعي او غېر اسلامي عمل دی او دا چې په اسلام کې د سړي او ښځې له پاره د تعليم يو شان حکم دی.
د ده په خبره په اسلام کې د يو تن وژنه د ټول انسانيت د وژنې برابر ده.
دغه رنګ چې کله مشال رېډيو د سني اتحاد کونسل د مشر او د قامي اسمبلۍ د غړي صاحبزاده فضل کريم نه تپوس وکړو نو هغه وویل چې د اسلامي احکاماتو لاندې په چا تشدد کول جائز نه دي.
دی زياتوي چې اسلام کله هم د چا د وژلو اجازت نه ورکوي.
صاحبزاده فضل کريم وویل چې خودکش حمله کوونکې دوزخيان دي او د اسلام له دایرې وتلي دي.
کومو مفتيانو چې فتوه جاري کړېده په هغوي کې علامه داود محمد صادق رضوي، مفتي محمد عمران حنفي ، علامه محمدحنيف قريشي،علامه فيض بخش رضوي او بعضې نور شامل وو.
په فتوه کې ويل شويدي چې په ملالۍ حمله کونکو په زمکه د فساد خورولو کوشش کړی دی او د اسلام حدونه یې تر پښو لاندې کړيدي.
رياض موسه خېل مشال ريډيو
اسلام آباد))

په درناوی

مومند


طیب زابلی *
19.10.2012

السلام علیکم ورحمة الله !
دغه بریلوی اتحاد هغه وخت چیری وو
چائی خولی تړلی وی چی پر لعل مسجد
حمله وشوه مسجد شهید سو،مدرسه
لوټی لوټی شوه او په سواوو نر او ښځی
زدکونکی په شهادت ورسیدل ،
دغه بریلوی مفتیانو ولی په هغه وخت کی
دافتوا نه وركوله چی دپاکستان حکومت
داسلام له دائری څخه خارج ده؟
ایادا تشدد نه وو؟
ایا دا له تعلیمه بندیدل نه وو؟
چی یوڅوک دعصری علومو په
بندولو سره کافر کیږی نو داسلامی
او دینی علومو په بندولو سره نه کافر کیږی؟
زه خووایم چی داټول دisi دخولی ترجمانان
دی هره فیصله دهغوی په خوله کوی ،
والسلام


pattang
19.10.2012

وروڼو زه هم دښځو دتحصيل او زدکړې پلوي کوم او زمونږ طالبان وروڼه هم خو داټول
په يوه اسلامي پښتني لاره کې !
ملا لۍ دغربيي جاسوسي شبکو اودطالبانو دبد نامولو لپاره داسې يوه اله وه او ده
لکه دمچويو لپاره چې شات او يا ګيبينی سړی کېږدي!
برسېره پردې چې ملا له ښوونځي ته تله نو له هر خارجي ميديايې او مخبري سازمانونو
او ژور ناليستانو سره به يې مرکې کولي اودطالب ضد خبرې به يې کولې نو د غربيانو
له پاره ملا له د پروپاګندې او بدنامي ،لويه پته او ادرس ګرځېدلې وو !
اوس له ملالې څخه دومره غټ شخصيت غربي مېديا او cia جوړ که چې مسال يې په تاريخ کې نشته او په هر چينل کې دملالې خبرې روانې دي !
دغو احساساتي پرو پاګندو ،حتا په افغانستان او پاکستان کې هم خلک مظاهرو ته
راوبلل چې دطالب پر ضد مظاهرې وکړي !

زما لپاره يو سوال پيدا کېږي چې هغه وخت يانې 2012 کال په هلمند کې چې ٢١ تنه
بې ګناه په خوب بيده ماشومان او ښځې کله چې صليبي عساکرو مړې کړې او بيايې
اور ورواچاوو،نودا مظاهره چيان هلته چېرې ول !! هغه وخت صليبي ميديا
ددې بشري لوی جنايت عاملين پټ کړل او عامل يې يودوماغ خرابی امرياکايې عسکر معرفي که او هغه يې هم له افغانستان څخه خارج کهچې اوس به نيم بندي او نيم ازاد په
امريک کې ګرزي!٠
زما نصيحت ټولو ته دادی چې ملا له دې خپل ښونځې ته ځي او په جنګي حال کې دې
خپله خوله پټه ونيسي او مسلمانان دې هم دومره سادګي نکوي چې دغربي فساد او
ميديايې پرو پاګندي په اساس دطالبانو وروڼو په خلاف مظاهرې کوي !!


مومند
19.10.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
زابلی صیب
تاسو به ښه وایست خو دا د دی مطلب ندی چی پر یوی ۱۴ کلنی جنکی باندی یوه پلان شوی او قصدی برید مونږ او تاسو ستاینه وکړو او په پټه خوله کینو او ننداره وکړو چی دغه جعلی ملایان او طالبان زمونږ په ماښومانو باندی ظلمونه وکړی، د ملاله ګناه څه وه؟ هغی خو ښونځی ته د تلو په حال و چی دوی برید پر وکړ، لږ خو د انصاف او مسلمانی له لاری غور ورباندی وکړئ. که زمونږ لونی او خویندی غواړی چی دغه خپلواکی ولری چی ښوونځی ته لاړی شی او زده کړی وکړی او خپل ټولنی او هیواد لپاره د خدمت وړ وګرځی نو په دغه کی څه ګناه؟ ستاسو وینا سره نو که هغه وخت چپ پاتی شوو نو هر ځل به همداسی چپ کینو؟ او د هیڅ چا د ظلم او جاهلیت په موخه مجادله او مقاومت ونکړو؟
ملاله خو یوه هوښیاره، ذکی او با استعداده پښتنه جنکی ده او مونږ ټولو ته ښایی چی د هغی د دغه مجادلی او مقاومت ملاتړ وکړو ، دا که ستاسو لور وه چی غوښتلی چی د زده کړو حق ولری او په آرامه زړه او آزادی سره ښوونځی ته د تلو حق ورته ورکړه شی، نو تاسو به څه کوله؟

په درناوی

مومند


مومند
19.10.2012

سلامونه پتنګه وروره
ملاله خو یواځی ۱۴ کلنه ماښومه ده که د نور هيڅ شی له کبله ستاسو زړه ورباندی نه سوزی دغه له کبله چی هغی خو هیڅ ګناه نه وّ کړی او د ښونځی تللو په وخت کی برید پر وشو لږ زړه سواند وښیی. ملاله خو یواځی غوښتل چی د زده کړو آزادی ورکړه شی او وکولای شی چی په آزاده او آرامه سره ښوونځی ته لاړ شی نور خو د کوم بل شی تقاضا نه کوله. تاسو لیکلی دی چی ((خو داټول
په يوه اسلامي پښتني لاره کې ! )) دا به کومه لاره وی؟ او څنګه؟ ستاسو په عقیده ملاله چی یو ماښوم دی د اسلامی او پښتونوالی له لاری نه ښوونځی ته نه تلو؟ ډیر د شرم ځای دی وروره چی پر یوی پښتنی ماښومی باندی تور ولګوو او بد او رد خبری پسی وکړو. توبه وکړه وروره او الله د دربار نه بخښنه وغواړه. خیر اوس یوازی د هغی د زر تر زره شفا لپاره او ستاسو په زړه کی د ماښومانو او بیګناهو لپاره لږ رحم او مینه اچولو لپاره دعاګانی کوو.

په درناوی

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more