د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

که اشغالګر راته په غولي دربيږي تري ګيله نشته

tandar
09.10.2012

که اشغالګر راته په غولي دربيږي تري ګيله نشته ځکه هغوي نيم جهان ته دزور غيږه ورکړيده خو داپنجابي چه راباندي وارونه کوي نو راسره سوال پيدا شي چه خدايه نن دومره ځله شوي يو چه داسيا چواړيانو هم راپسي کوتک راخيستي او حيا ئې راڅخه نه کيږي
کله کله داود خان خيال ته راشي که هغه ژوندي وي نو دپنجابي به لږ سترګه راځخه سوزيدله ځکه دهغه هم ښه نه ايسيدل
وګورو چه سياست پوهان ددغي بدي ورځي دعلاج په هکله څه وائې؟
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
شاه ولي وطندوست

09.10.2012 13:08
پاکستاني پوځيانو خو د يوکال راهيسې د افغانستان په ختيځو ولايتونو کونړ، ننګرهار، پکتيا او نورستان باندې ښکاره د راکټونو بريدونه شروع کړيدي او د بريدونو باوجود د مطبوعاتو او د سيه ييزو اوسيدونکو له خولې 43 کيلومتره دخپل سرحد وړاندې تګ هم کړي دي . او همدارنګه دسيمه ييزو له خولې د پاکستاني مليشو ځواکونو له خوا سيمه ييزو اوسيدونکو ته دا ګواښ هم کيږي چې د خپلو سيمو څخه ووځي پاکستاني ځواکونو تر دمه (5600) راکټونه د افغانستان پر خاوره باندې توغولې دي.

چې د دغه راکټي بريدونو له امله ډېری افغانانو د مرګ خولې ته ورسېدل او ډېری نورو د خپل وجود اعضاوې له لاسه ورکړې. او همدا راز خپل کورونه، څاروي، جايدادونه يې پر ځاى پاتې شول او په خپل هيواد کې مهاجر شول چي اوس په دښتو کې د سره لمر لاندې د خپل ژوند سختې شپې ،ورځې په کړاو تيروي.

نه خو د دغو بريدونو په مقابل کې افغان حکومت خپل غوڅ دريځ څرګند کړ او نه هم نړيوالې ټولنې. که دغه ډول بريدونه موږ پر بل هيواد کړي واى نو نړيوالې ټولنې به زمونږ سترګې راباسلي واى خو چي اوسمهال پاکستان ورته بريدونه کوي نو بيا د هر چا سترګې ړندې او غوږونه يې کاڼه وي خو دا يو ډير ژور مفهوم دى چي پوهيدو باندې يې ډېر وختونه لګيږي.

داسې روانو بريدونه باندې د سياسي چارو شنونکو نظر دا دی چې پاکستان غواړي چي په افغانستان کي امنيت ته لاره هواره نه شي او په افغانستان کې يو با ثباته حکومت رامنځته نه شي. او د حکومت او عوامو تر منځ فاصله پيدا کړي او خلکوته وښايي چي ستاسو حکومت دومره کمزورى دى چې د بهرني يرغل پر وړاندې مقابله هم نه شي کولاى.

خو د افغانستان د وسله والو پوځونو لوى درستيز (شير محمد کريمي) بيا بل نظر لري او وايي چي د پاکستاني فوځيانو د دغو بريدونو نه هدف دادى چي د افغان حکومت ديته مجبور که چي د ډيورند کرښه ورسره په تثبيت وپيژني خو زما له نظره د کريمي صاحب چي کومه خبره کوي دا د پاکستاني اساسي هدف وي خو دوي پدې نه پوهيږي دا خوب به دوى له ځانه سره ګور ته يوسي. او په هيڅ صورت به يې دا ارمان پوره نه شي.

پاکستان خو دا خبره بيخي نه مني چي زمونږ پوځيان افغان پولې ته څيرمه داسې راکټي بريدونه کوي چي دا خبره د پاکستان د فوځ لوى درستيز (اشفاق کياني) کړيده. خو پدې نږدي وختونو داسي ويل کيږي چي پاکستاني فوځيان وايي چي مونږ د پولې پر غاړه د مخالفينو پر ضد عمليآت کوو. او مونږ په هغه ځايونو راکټي بريدونه کوو چي له کومه ځايه په مونږ باندې بريدونه کيږي. خو که د بل خوا افغان حکومت ته نظر وکړوپه ځانګړي ډول د بهرنيو چارو وزارت بيا وايي چي مونږ دا موضوع د ديپلوماتيکو هڅو له لارې حل کوو. پکه دا دې لا بله سپکه هغه دې په راکټونو باندې بدرګه کوي او ته ورسره ديپلوماتيکي مسئلې حل کوه.

همدارنګه ولسي جرګه هم خپله هڅه وکړه چې هڅه يى د ستايلو وړ ده هغه داسې چې د دفاع وزارت او د کورنيو چارو وزارت وزيران يى سلب اعتماد کړل او د ولسي جرګې غړو په يوه خوله ويل چې دوى په افغانستان کى امنيت نه شي راوستی او د پاکستاني فوځيانو د راکټي بريدونو ځواب نه شي ويلى او په افغانستان کې د سر خلک ددوى په دوره کې له مينځه لاړل. خو زه پدې نه پوهيږم چې يو سړى د يو کار کولو صلاحيت ونه لري او سلب اعتماد هم شي او دا بيرته ورته د باور رايه ورکول په څه معنا؟ دا کار يې يو ډول خندنى غوندې وکړل ځکه چې بسم الله ( محمدي ) يى د کورنيو چارو وزارت نه لرې او دفاع وزارت ته يى ورکړ.

دا خو داسې معنا لري کله چې يو شاګرد اول صنف نه دولسم صنف ته بوځي هغه دا خو د ولسي جرګې خدمت او قهرماني وه چې د افغانستان خلکو په ځانګړي ډول د کنړ خلکو ته يى وکړ چې دا خدمت د ستايلو وړ دی.له بل خوا د کنړ، ننګرهار او نورستان خلک پدې وروستيو کې پوې شول چې د دفاع وزارت، دداخله وزارت، د خارجه چارو وزارت رئيس جمهور او ورسره نړيواله پدې ونه توانيدله چې د پاکستانى فوځيانو د راکټى بريدونو غچ واخلي او دوى ته يې ډيرې چغې او فرياد وکړ خو اوريدو ته يې چا غوږونه او ليدو ته يى د چا سترګې نه وي.
نو دوى په خپله لاس په کار شول او سره يو ځاى شول او د هغو خلکو په مقابل کې د جهاد اعلان وکړ څو چې د دوى په خاوره باندې تعرض کوي ديته وايې غبرګون الله (ج) دې په خپل مقصد کې کامياب کړي او په دې غبرګون مونږ د کونړ د خلکو سره د ژوند تر وروستۍ سلګى پورې ولاړ يو .

يوه بله خبره چې مې هيره نه شي چې ناټو ځواکونه نه دريادوم هغوى هم ډير غلى ناست دي ځکه چې مونږ د دهغوى دفاعي تړون امضاء کوو په راتلونکو وختونو کې امريکا هم پدې حيرانه ده چې يو مې زوړ انډيوال او بل نوى انډول دى دوى اوس پدې فکر کې دي چې کوم خفه کوو که پاکستان خفه کړي هغه زمونږ زوړ انډيوال دى او که افغانستان خفه کوو نو دوى نړيوالى ټولنې ته ټټر وهلي چې مونږ به په افغانستان امنيت، ديموکراسي او ورته نور شيان راولو افغانستان غريب له هر ې خوا لارې بندې دي الله (ج) دې مل شي. ما خو د افغانستان پر حکومت باندې ډيرې نيوکې وکړي يو څه وړانديزنه هم ورته لرم. افغانستان حکومت بايد دا مسئله ديپلوماتيکو هڅو له ليارې حل کړي او که داسې نه کيږي نو بيا د جنګ تابيه ونيسي ځکه چې دا ولس د ستاسو ملګری دى چې په ځاني ډول د هيواد دفاع کولاى شي نو د ستاسو سره خويې خامخا کولاى شي.

په اخره کې زه د افغانستان ټولو دښمنانو داخبره تر غوږونو ورسوم او د زړه په غوږونو دې واوري چې دا نن ورځې چې کوم يتيمان، معيوبين، بى کوره او بې سرنوشته ماشومان خو مخ په غټيدو دى. او هم دوى د افغانستان راتلونکى وارثان دى تا سو څه فکر کوئ چې دوى به دا هر څه هيره کړى د خپل پلار، مور، ورور، خور د انتقام حس به ونلري نه دوى ته اوس دا جنګ ځپلى هيواد وران پروت دى کله يى چې دا کور جوړ شو نو بيا ارومرو ددې انتقام واخلي او بيا دا ټول قاتلين د تيغه تير کړي او دوى اوس پدې پوهيدلى دى چې دا هيواد يې ولې وران شو ولى مې مور کونډه اوبوره شوله..

(( د دغو ټولو په تمه اوسى او شي انشاء الله چې...
څانګې به نن سباکې ګل شي
ما يى په سر کې سرې غونچې ليدلي دينه
او دا چې ....
ګريوان مې پريږده که په ځآن دې خپل ګريوان لوريږي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more