د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ګيله وکړم د چا نه زخمي کړی زه خپل ورور يم

مومند
09.10.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
یو ځل بیا په جګړه ځپلی هیواد کی د ځان مرګی برید له کبله ۱۵ ملکی وګړی ټپیان شوی او د ملی امنیت دوه تنه کار کوونکی وژل شوی دی. دغه ځان مرګی برید د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه، د صوفیانو په سیمه کی د طالبانو لخوا تر سره شو. دا ځانمرګى بريد ديوه تونس موټر په وسيله چې زیات انفجاري موادپکې ځای په ځای شوي ؤ دیوتن [عبدالولي ] لوري ترسره شو. دغه خبر د طالبانو لخوا هم تائید شوی دی. خو طالبانو ادعا کوی چی دغه پیښی نه وروسته دپېښي ځای ته نورپولیس راروان ؤ چې په لاره کې په یوه موټرسایکل کې ځای په ځای شوي انفجاري مواد ورباندي وچاودیدل. په یوه ورځ کی په یوه سیمه کی دومره افغانان وژل کیږی او طالبان په ډیر ویاړ دغه خبری تائید کوی. د دغه پیښی ټول وژل شوی او ټپیان شوی کسان افغانان دی. اوس خو طالبان په روښانه ټوګه دا څرګنډوی چی دوی پر خپل هیوادوالو باندی هم کوم زړه سوی نلری او که د دوی په لاس او خوښه وی دوی به هر یو افغان چی طالب نوی او یا د دوی افکارو سره موافقه ونلری ووژنی. دغسی پیښی یوه پوښتنه تل مینځ ته راوړی: د روسانو په مقابل جهاد په وخت کی هیڅکله او هیڅ څوک ځان مرګی برید نه کوله او نه وّ شوی خو مونږ افغان غازی مجاهدین په دغه جهاد کی روسانو ته ماتی ورکړلی نو اوس ولی ځان مرګی بریدونو ته اړه پیدا شوی دی؟ د پخوانی جهاد او ننی جهاد تر مینځ څه توپیر شته؟ اوس ولی طالبان د عربانو دود څخه چی ځان مرګی بریدونه دی کار اخلی؟

ملنګ جان وایی:
ژړېږم لکه شمع د ډېر درده ګډ په شور يم
د غم څپېړې خورمه
ګيله وکړم د چا نه زخمي کړی زه خپل ورور يم
خپل ورور له لاسه مرمه
ژړېږم لکه شمع په ژړا مې لوند ګرېوان دی
څوک غوږ نه نيسي ماله
هر دم مې په کاله کې جوړ د سرو وينو باران دی
فرياد و کړمه چاله
خدای د پاره ورونو يو د بل په حال نظر کړئ
نور پرېږدئ عداوت
په کور کې اتفاق او اتحاد مو برابر کړئ
ښکاره کړئ صداقت
ځانونه د دنيا نورو قامونو نه خبر کړئ
نور مه منئ ذلت
نفاق تکه تکه کړم هسې نه چې زه کم زور يم
د غم شپې تېرومه

په درناوی

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more