د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

نن په جرمني کي ولي عمومي رخصتي ده ؟

tandar
03.10.2012

نن په جرمني کي ولي عمومي رخصتي ده ؟
ځواب
نن دغربي المان BRDاو دشرقي المان يعني پخواني DDR ديوالي ورځ ده
زما سوال دجرمني دواکدارانو څخه دادي چه دخپل يوالي له خوښي نه نن اختر کوي خو دنور مملکتونو دتجزيي دپلانونو غونډو ته په خپله خاوره کي هرکلي وائي او ځاي ورکوي چه غټ مثال ئې څه موده مخکي په برلين کي داشغالګرو دلاسپوڅو او وطن پلورنکو ،،شمال ټلوال ،، شنډه او له شرمه ډکه غونډه وه
ايا سياست پوهان دغي ټکي متوجه شوي او څه نظر لري
خپل يوالي دبل بيلوالي غوښتل او بيا دانسانيت ،بشريت دعوا هم کول :oops:
هغه څوک چه دلته اوسيږي شايد له ډاره تبصيره پري ونه کړي چه وطن ته ئې ونه ليږي هههههها
چه له دغي تبصيري وډار شوي نو وطن به هم ښه ازاد کړي هههها
بيا ئې درباندي ډزه نه ده کړي :oops: :oops:
دcia اوisi لاسونه زما دبيچاره ملت په وينو سره دي


larghonay laraway
04.10.2012

تندر صيب المان خو ولس او ولسمشر لري نو مونږ څوک لرو؟
د وطن او خلکو ساتنه خو په سياسي شعور کېږي. که زمونږ خلکو کې شعور وای نو په ملاعمر او کرزي پسې به نه اودرېدل او پېژندلي به يې وای چې دواړه د اباما لاسپوڅي دي!


سلامونه

tandar
04.10.2012

سلامونه
لاروي صيب دااوله جمله دي ډيره مائيوسانه ده رښتياچه غير له خدايه نور دسرسړي نه لرو
دکرزي او ملاعمر په هکله دي هغه ددود ښځو ټوکه راياده شوه :oops:
٢ښځي په کوڅه کي مخ شوي وي يوي بلي ته ويلي چه دجمعي لمونځ ته ځم هغي بلي ورته وويل چه خوري نن خو ٣ شنبه ده :oops:
هغي سره چه حاجي صيب دجمعي شپه جوړه کړي وه :oops: ،
ورته کړل چه؟
[color=red:258dcca0df]حاجي صيب دي خداي په خپل قهر ککړ کړي ماته ئې بيګاه شپه ماښام وويل چه نن دجمعي شپه ده :oops: :oops: :oops: [/color:258dcca0df]
نو دا دواړه دي هم لوي خداي په خپل قهر ککړ کړي چه اولس خپل سرنوشت په خپله وټاکي :oops: :oops:
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


اباسین اکبرزی
09.10.2012

سلامونه او نیکی هیلی تاندر صاحب
د خبره خو اوس افغانانو ته داسی ښکاره ده لکه لمر شمالی ټلواله خو د ملت جوړونی او وطن پرستی احساس څه چی هیڅ بوی نه تری وړی اصلا ددوی په زړونو کی یووالی او لوی افغنستان په نوم هیڅ نه شته د دوی هڅی دا دی چی افغانستان په دوو ټوټو تقسیم کړی تر څو ولسمشری ته پکی ورسیږی او خپلی شخصی ګټی یی خوندی شی کله چی د افغانستان انتخبات دوهم ځل ته لاړل ایران په مستقیم ډول له دوبی څخه د غبدالله غوښتنه وکړه چی موږ ته د دوهم ځل د انتخباتو مصارف وښایاست چی در یی کړو چی هغه تلیفونی او برښنالیک و چی هغه هیڅ هم نه پټ کیږی. دانسانيت ،بشريت دعوا هم کوی، په داسی حلاتو کی او موږ پښتانو ته پکار ده چی یووالی او اتخاد ولرو او لاسپوڅو شمالی ټلوالی او د افغانستان ویشونکو ته خوله ماتی ځواب ورکړو. مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more