د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دې ته وايي سياست

larghonay laraway
07.10.2012

دې ته وايي سياست
السلام عليکم!
تاسو به خبر يئ چې پر ايران د امریکې له ګواښونو سره ايراني تومن د شلغمو په تول شو خو ايرانيانو چل وکړ او خپل ډيران يې په افغانستان کې واړاوه!
ايرانيانو په پنډونو پنډونو تومن د افغانستان هرات، نيمروز، فراه او کوټې ته ولېږل او هلته يې په ډالرو او ايرو تبادله کړل.
اوس افغان صرافان ټنډارې وهي چې ايراني تومن څوک د شلغمو په تول هم نه اخلي او له دوی سره په پنډونو پنډونو دي!
نو دې ته وايي سياست


Re: دې ته وايي سياست

pattang
07.10.2012

ډېر معذرت غواړم !
په سپه ئيمو سپۍ هر سپی سپرېږي خو خوند يې قوې سپی امريکا ډېر اخلي !
لر غونيه دا خو يو لوری ندی چې ته او زه به پرې ژاړو !
دافغانانو او خاصو بيا پښتنو ، کلتوري ، سياسي ، اقتصادي زوال روان دی
او ددې زوال عامل ،ساتونکي او پالونکي صليبي اشغالګر اوکرزۍ فاسد رژيم دي .
ننګرهار چې دپښتو دادب مرکز دی هلته پنجشېری محمدي په پاړسو پښتنو
مشرانو ته خبرې کوي او هغه هم هغه مشران چې په پاړسو نه پوهيږي خو دې ټولو
بي غيرتو دلګانو د دېګان پنجشېري خبرو ته غوږ ونه نيولي وو !
د پښتنو شمير له ٦٥ % څخه 34 % ته راغی داهلته چې جمېعت اسلامي د شمال
لنډغران په قدرت وو نو وزارت خارجې يې ټول اسناد غلط اوپه تمامو ممالکو
ملل متحد يې و وېشل او اوس يې درته کلک نيولی دی !

[quote:19a972f498="larghonay laraway"]دې ته وايي سياست
السلام عليکم!
تاسو به خبر يئ چې پر ايران د امریکې له ګواښونو سره ايراني تومن د شلغمو په تول شو خو ايرانيانو چل وکړ او خپل ډيران يې په افغانستان کې واړاوه!
ايرانيانو په پنډونو پنډونو تومن د افغانستان هرات، نيمروز، فراه او کوټې ته ولېږل او هلته يې په ډالرو او ايرو تبادله کړل.
اوس افغان صرافان ټنډارې وهي چې ايراني تومن څوک د شلغمو په تول هم نه اخلي او له دوی سره په پنډونو پنډونو دي!
نو دې ته وايي سياست[/quote:19a972f498]


larghonay laraway
08.10.2012

السلام عليکم!
پتنګ صيب ما خو همدا ژړوي چې زمونږ د خلکو شعوري سطحه ډېره ټيټه ده.
مونږ يوازې په جنګ پوهېږو خو د حکومتولۍ او سياست په ډګر کې بيا دا راته وياړ ښکاري چې د پښتو پر ځای په پاړسو خبرې وکړو!
تاسو فکر وکړئ چې ولسمشر، وزيران، مشاورين، د پارلمان غړي او قومي مشران د پاړسو هڅه کوي نو پښتو په چا ګټې؟
راځئ هغه پښتون ته په سپکه او کرکه وګورو چې د پښتو پر ځای په پاړسو غږېږي!
په همدې هيله


حمید هڅــاند
08.10.2012

زه نه پوهېږم چې زما خبره به دلته څومره اړونده وي، زه یې د ښاغلي لاروي وروستیو لیکو ته لیکم، ځکه خو بښنه مخکې له مخکې غواړم.
زه وایم پاړسیوان پرېږدئ چې پاړسو قوي کړي، د لرغوني خبره، له ځانه به ترافیک نه جوړوو، یواځې پښتو به وایو او لیکو به یې. خلک وایې، ظاهرشاه پښتو و نه ویله، خو پښتو یې وکړه؛ خو زه وایم چې ظاهر شاه بد وکړل چې پښتو یې وکړه، خو پښتو ویلو ته یې شا کړه.

درنښت


دا

tandar
08.10.2012

دا باباي وطن چه ورته وائې ٤٥ کاله ئې خاوري او ملت خاص پښتنو ته خيانت کړيدي ځامنو به ئې دجنکيانو دمکتب په خوله کي ښکلي نجوني تعقيبولي چه ئې دنادر بوکسر له خوا ئې وهل هم خوړلي وه
شاهي کورني او دهغوي بوټ پاکان چه يو تعداد ئې زه خپله پيژنم اوس هم په بهر کي دملت دوينو په ځبيخلو سره شاهانه ژوند کوي
بابا وطن ،،خائن وطن،، يواځي پښتو او پښتنو ته خيانت نه دي کړي ټول ملت ته خيانت کړيدي
دده په خيانتونو کتابونه ډکيږي
خلاصه دده خپل او دکورني وخت ښه تيريده ،رحيم غلام بچه پنجشيري به ورته دکاريزمير په ګل خانو کي دعياشي ضمينه برابروله ،نو دملت او پښتو او پښتون قوم ياافغان اولس په راتلونکي سرنوشت کوم فکر او خيال ئې په خيال کي هم نه ګرځيده
پښتون قوم ئې له علم او دانشه محروم ساتلي وولي؟
که دپکتيا په قومونو کي به چا غږ پورته کړ حتمي به ئې مشرانو ته ،، ٨ ټن او ګردجالي لاري ،، دسرو بانټو سره وربخشش کړي چه دغرو نه دملت شتمني يعني وني ووهي او لرګي ئې کړي او په کابل کي ئې خرڅ ئې کړي
داګاز او تيل چه په شمال کي نن استخراج کيږي دا خو دهمدي دوس په وخت کي هم دځمکي لاندي موجودوه ايا دده سره دا فکر موجود و؟
دپنجشير زمرد چه خائن ملي مسعودچور او چپاول کړل ايادده په وخت کي نه وه؟
ماته دي څوک د باباي عياش وطن يو مثبت عمل راوښې؟
هسي دزړه ويني خورو ښه شو مردار شو اوس بايد څه وشي ؟
دوطن د ازادي ګټل؟
دخپلي ژبي او کلتور ګټل؟
دراتلونکي نسل افتخار ګټل؟
نن خو دټولو سترګي خلاصي شويدي چه په مونږ څه وشول ،څه تيريږي او څه بايد وکړو؟
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


pattang
08.10.2012

يواځې دا کفايت نکوي د مقنني او اجرايې قوې عملې کول په کاردي ، دغه دواړه قوې
له اوله تر اوسه دپاړسو بان په لاس کې دي او مونږ ته خپل حقوق نه راکوي !
تار يخ مو غلطه وي ، نوي جعلي تاريخونه او ملي وياړونه جوړوي او پښتانه په مړو ستر ګو د پاړسوبانوپه استعماري کولوني کې ژوند کوي !!!!!!!

[quote:cc671afc36="حمید هڅــاند"]زه نه پوهېږم چې زما خبره به دلته څومره اړونده وي، زه یې د ښاغلي لاروي وروستیو لیکو ته لیکم، ځکه خو بښنه مخکې له مخکې غواړم.
زه وایم پاړسیوان پرېږدئ چې پاړسو قوي کړي، د لرغوني خبره، له ځانه به ترافیک نه جوړوو، یواځې پښتو به وایو او لیکو به یې. خلک وایې، ظاهرشاه پښتو و نه ویله، خو پښتو یې وکړه؛ خو زه وایم چې ظاهر شاه بد وکړل چې پښتو یې وکړه، خو پښتو ویلو ته یې شا کړه.

درنښت[/quote:cc671afc36]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more