د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

دزړه حمله،سکتۀ قلب يا Heart Attack

ډاکتر څپاند
05.10.2012

[color=red:28812c5dd3]دزړه حمله،سکتۀ قلب يا Heart Attack[/color:28812c5dd3]

نن سبا په نړۍ کې په ميليونونو انسانان ددی خطرناکې ناروغئ په وجه خپل ژوند له لاسه ورکوي٠په پرمختللو ټولنو کې دمرګ ترټولو ستر سبب پيژندل شوی دی٠

[color=white:28812c5dd3]دزړه حمله څه ډول يوه ناروغي ده؟[/color:28812c5dd3]
ټولوته جوته ده چه دانسان ژوند دويني ددوران او پدی توګه دبدن ټولو غړو ته د اکسيجن اونوروضروري ټوکو رسيدو ته اړين دی٠
دانسان زړه چه په هره دقيقه کي په متوسط ډول ٦٠ تر٩٠ ځله،وبدن ته وينه پمپ کوي،دعضلې يا غوښې نه جوړ شوی چه داغوښه دخپل فعاليت اوژوند لپاره تر هربل غړي په زيات پيمانه اکسيجن ته اړتيا لري٠زړه، ناپاکه وينه سږو ته پمپ او دهغې ځايه پاکه وينه يعني د اکسيجن نه غني وينه دبدن ټولو برخو او دهغې جملي نه مازغو(دماغ) ،بډوډو،ځګر،کولمو او نورو غړو ته د رګونو (شريانونو)له لارې رسوي٠
دانسان زړه پخپله هم ،دضرورت وړ اکسيجن او نور ضروري مواد د رګونو له لارې ترلاسه کوي٠
که چيري دزړه رګونه ياشراين تنګ يا بند(مسدود)شي،نوپدی صورت کې دزړه
غوښه (عضلات) لازمي پيمانه اکسيجن نشي تر لاسه کولی،چه په نتيجه کی دزړه حمله را منځ ته کيدای شي٠

[color=yellow:28812c5dd3]دزړه حمله څنګه پيژندل کيږي؟[/color:28812c5dd3]
دزړه درد،دسينې دقفس (ټټر) دننه محسوس شي چه ددروندوالي،فشار،سوخت او کله هم دغوڅولو (زخم توسط چاقو ياکارد ) وصف لري٠درد معمولا څو دقيقي (١٥-٢٠ دقيقې) او کله هم ساعت يا داوږدې مودې لپاره دوام کولې شي٠(هغه درد چه سيخ وهلو وصف لري او يو څو ثانئی دوام کوي،نادرا قلبي منشا
لرلې شي)
دزړه درد دسيني (دسينې چپ او مرکزي برخه) نه علاوه،داوږو ترمنځ، غاړه، ژامه (فک)،کيڼ خوا اوږه،بازو(مټ)،مړوند او لاس ته هم انتشار کولې شي٠
کله هم درد دګيډي په پورتنئ برخه کی محسوس شي چه دمرئ، معدی،پانقراس او دې صفرا دکڅوړې (کيسۀ صفرا) دتکاليفو سره مشابهت ورکوي٠
دغه راز،کېدی شي چه ناروغ د نفستنګي،دلبدي او کانګو نه شاکي وي٠سړه خوله(عرق سرد)او تښتيدلی رنګ(خثافت جلد،پريدګي رنګ جلد) دمرض دموجوديت اوشدت علايم تشکيلوي٠
په ځيني حالاتو کې،خاصتا که ناروغ خورا کهنساله يا معمروي،دغه راز دې شکرې په مرض اخته ناروغانو کې (قريب٢٠ په سلو کې) دزړه په حملې اخته شخص درد نلري٠

[color=blue:28812c5dd3]څوک دزړه په حملې اخته کيدی شي؟[/color:28812c5dd3]
هر څوک،مګر دا لانې کسان ترنورو زيات چانس لري:
دزيات عمر يا مسن خلک،خاصتا نارينه
په سګرتو معتاد خلک
دې شکرې په مرض اخته ناروغان
دويني دغوړ يا کولسترول لوړوالی
دوينې لوړ فشار
کورنې تاريخچه (معمولا دې ناروغ پلار،مور،ورور،خور او نور نږدې خپلوان
دزړه دحملې تاريخچه يا سابقه لري)
هغه خلک چه تر سترس اوروحي فشار لاندې ژوند کوي
دغه راز چاق او غيرفعال وګړي هم دقلبي حملې دخطر سره مخامخ دي٠

[color=red:28812c5dd3]دزړه حمله څنګه تشخيص اوپېژندل کېږي؟[/color:28812c5dd3]
هر هغه څوک چه دزړه درد اويا دقلبي حملې نور اعراض او علايم(چه په پورتني متن کې ترې يادونه وشوه) ولري بايد په عاجل ډول طبي کمک تر لاسه کړي٠
دطبي مرستې تر رسيدو دمخه،ناروغ بايد استراحت وي او دې فزيکي فعاليت نه ډډه وکړي٠
په پرمختللو هيوادو کې داډول ناروغان يا دهغو کورنۍ،دطبي عاجلو کومکونو
څانګې ته ټيلفون کوي،په يوه لنډه موده کې طبي کارکونکي دضروري وسايلو
سره دناروغ د کتنې اومرستې لپاره ورځي(که ناروغ لا ژوندی وي!)٠
په داسې حال کې چه د موبايل يا هنډي (بيسيم) ټيلفون په برکت،اوس اوس يو ګڼ شمېر هيوادوال کولې شي چه دعاجلو مرستو دڅانګې سره اړېکه ټينګه او مرسته تر لاسه کړي خو په ډېره خواشينئ سره بايد وليکم چه زموږ په هېواد کې يوه منظم طبي سيستم دنشتوالې په وجه،دعاجلو طبي کومکونو څانګه تقريبا شتون نلري٠

طبي کارکونکي دناروغ دمعاينې،
ECG ،Electrocardiogram
دويني دمعاينې او نورو اختصاص معايناتو په مرسته کولې شي چه داناروغې تشخيص او تداوي کړي٠

[color=green:28812c5dd3]تداوي[/color:28812c5dd3]
د دوا يا دجراحي عمل په ذريعه سر ته رسي٠

[color=blue:28812c5dd3]وقايه يا مخنيوی:[/color:28812c5dd3]که تاسو دزړه حمله تيره کړې وي،دخپل داکتر هدايات جدا رعايت کړې٠
که سګرت څکوئ،همدا نن ددې عادت دترک لپاره لارې چارې ولټوئ٠
که دشکرې مرض لرې،يا دويني فشار مو پورته وي او يا هم دويني غوړ مو
زيات وي،ډاکتر ته ورشئ او تداوي وکړئ٠
په عمومي ډول،هر شخص ته لازمه ده چه په منظم ډول ورزش وکړي،دغذا
په انتخاب کی محتاط وي،دډيرې مالګې او غوړ نه پرهيز وکړي٠
دچاقې،تنبلی او عطالت نه ځان وساتې٠

[color=white:28812c5dd3]دځوانو ډاکترانولپاره يوه مشوره:[/color:28812c5dd3]-که ستاسو ناروغ د سينې ياټټر درد (chest pain) تاريخچه ولري،او ECG
نارمله وي خوتاسې مطمين نه ياست چې دا درد قلبي درد دی او که نه، نو څه بايد وکړی شي؟
واضحا چې دنورو معايناتو ترڅنګ stress test اجرا کيږي٠خوبايد پدې وپوهيږو چې stress ECG يواځې 60-65 فيصده اعتبار لري٠
نو که امکان ولري stress echocrdiography
بايد تر سره شي چې اعتبار ئي 85-90 په سلو کې تخمين شوی دی٠
دغه راز هغه کسان چې عمر ئي د٤٥ کلنو نه پورته وي او دسينې د درد سبب ئي لا تشخيس شوی نوي نو
 Cardiac CT for Calcium Scoring کولی شي چې د زړه دشريانونو
يا coronary artery دتنګوالي او ماوفيت په هکله معلومات راکړي٠په دې معني چې که calcium score نارمل وي اونورمعاينات هم سم وي،
ناروغ ته ويلی شو چې دسينې ياټټر دې درد سبب ئي قلبي ندی٠

په ځوانو ناروغانوکې CT angiogram بهتره معاينه ده٠

او پدې خو ټول پوهېږي چې PC Angiography طلائي (gold standard) عمليه ده خو invasive ده او 1په 1000کې دمرګ خطر هم لري٠

په درناوي،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more