د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

بى عقل دومره پر بل نه کوى لکه په ځان

مومند
04.10.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
په پښتو کی داسی یو ښه متل دی چی وایی: بى عقل دومره پر بل نه کوى لکه په ځان، دغه متل د لاندنی خبر سره ډیر ښه راځی، الله پاک پوهیږی چی دوی دغه چاودیدونکو توکو کوم بی ګناه خلکو, لپاره ځای پر ځای کول او خبر نه وّ چی د دوی خپل اجل راغلی دی او هغه کار چی د نورو لپاره غوښتل په دوی باندی وشو، مه کوه په چا چی وبه شی په تا. چی کله به دوی د خپلو او د نورو افغانانو وژل او آزار بس کړی؟

۲۱ تنه وسله وال د خپلو توکو په چاودنه کې ووژل شول
دکندهار والي دفتر خبر ورکوي، چې د پاکستان له پولې سره څېرمه په سپين بولدک کې د چاودنکو توکو د يوې زېرمې په چاودنه کې ۲۱ تنه طالبان وژل شوي، چې دوه تنه يې قومندانان وو. پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې طالبانو غوښتل د خپل افراد او چاودنکي توکي د عملياتو لپاره چمتو کړي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په درناوی
مومند



ع کريم حليمي
04.10.2012

درنو وړونو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترم او مکرم مومند صاحب ، دا طالبي غورځنګ د عوامو خلکو غورځنګ دي او عوام «عوام کالانعام» دي ، او تر دې بتر حال ورته کوري ، که دغه خبره صحیح وي چه :«عوام کالانعام»

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more