د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

داختلاط رنځ

احمد
05.05.2005

داسلام دسپڅلي او اسانه دين دحكمتونو،پيرزوينو او لارښونو نه يوه داده چې په زمونږ تر مينځ يي اختلاط (دپرديو نار ينو و او ښځو سره يو ځاي كيدل) حرام كړي دي تر څو دمسلمانانو ابرو او عزت خوندي او محفوظ او دمسلمانې خور كرامت په ځاي پاتې وي او دشك او شبهۍ نه لري وي ،او په پاكه لمن يي داغ ونه لكيږي.
هو خورې!
ستا لپاره پرده او حجاب داسې مثال لرې لكه ښكلي او شين چمن چه دګل د سيورې او ښكلا نه خوند اخلې او په سيوري يې ځان ښكلي ورته ښكاري.او پرده تاته زندان نه دى لكه څنگه چې ځينې لوېديځوال او بې دينۍ ته بلونكي خلك فكر كوي...ددوى د چل او فرېب نه وډاره شه ځكه قېمتي او با ارزښته ملغلره دتل لپاره پټه او محفوظه وي.
ښځه په اسلام كې هغه ښكلې ملغلره ده چې تل بايد پټه وساتل شي، وپالل شي او د شر غوښتونكو او حيا نه لرونكو له منګلو نه په امان شي، نو له همدې ځايه پوهېږو چې ښځه بايد بهر ته د تلو په مهال څه ډول جامه ولري، له نورو نا محرمو سره يې گډون په څه ډول وي؟.
داسلامې شريعت يواځنې هدف دادي چې ښځه سر لوړې، پاك لمنې او بې څښتنه څړ ځا ى نه وي چې هر څوك پكښې په خپل سر مال څروي مګر زمونږ ددښمنانو د تمدن غوښتنه دښځې بې ارزښته كول او هرې وحشي او حيواني تبيعته منګلې ته برابر ول دي.

ښځه په اسلام كې عزتمنده، پاكه اوقدرمنه بلل شوې او هغه عام چوكاټ چې قران كريم انسان ته اېښي ښځه هم پكې راځې الله تعالې فرمايي:
( وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنْ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا) (الإسراء70)
ژباړه:
او خامخا په تحقيق سره ډېر عزت مو وركړي دي مونږ د ادم عليه السلام اولاد سپاره كړي مو دي دوي پر مركوباتو باندې په وچه كښې او په لمنده(سيندونو) كښې او رزق روزې مو وركړې ده دوي ته له پاكو شيانو څخه او غوره كړې مو دي دوي پر ډيرو له هغه چا چه پيدا كړي مو دي په غوره كولو سره.
نو پدې اساس پر دې ښځه او سړې انسانيت او بشريت له مخې يو ډول دي، بلكي په خاصه توګه قرآن كريم د ښځې كرامت او شرافت ته داسې اشاره كوي:

وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنْ الْمُسْلِمِينَ (الأحقاف15)
ژباړه:
او وصيت حكم مو كړي دي هر انسان ته له مور او پلار خپل سره داحسان نيكې كولو، پورته كړې (ساتلې) په نس خپل كې مور دده په سختې سره او بيايي ايښودلي (ځيږولې) دي ده لره په سختې سره،او دا پورته كول ساتل دده په نس دمور كې او جدا كول دده له تې نه ديرش مياشتې وې،ترهغه پورې كله چې ورسيد دې قوت(هوښيارې) خپلې ته او ورسيد څلويښت كلونو ته،وويل ده اي ربه زما الهام وكړې ماته په زړه كښې توفيق راكړې په دې چې شكر اداء كړم دنعمت ستا(اسلام)هغه چې انعام كړي دي تا پرما باندې او په مور او پلار زما باندې او(بل دا راته الهام وكړه)چې عمل وكړم نيك چې راضې كيږې ته په هغه او صلاحيت كيږده ته (ياالله) په اولاده زما كښې،بيشكه ما توبه كړې ده تاته او بيشكه يم زه له حكم مونكيو څخه(ستا فرمان ته).
يو سړي رسول صلى الله عليه وسلم ته راغي او ورته و يي ويل: (من احق الناس بصحبتې ؟)څوك پر ما ډير حق لري؟ هغه ورته وويل: (امك) ستامور، هغه ويل: بيا څوك دې؟ نبي كريم ورته يي وويل: (امك) ستا مور، بيا يي وويل بيا څوك دې؟ ده ورته وويل: (امك) ستا مور، سړي د څلورم ځل لپاره وويل بيا څوك؟ ورته يي وويل: (ابوك) پلاردې.رواه البخارې ومسلم
نو ښځه دټولنې مهمه برخه ده چې جوړښت يې بېله نا شونى دى نو اسلام داسې مهمه برخه نه يواځې له پامه غورځوي بلكې نېكمرغه يې غواړي او د ژوند لو لړ مهم مسئوليتونه او دندې يې په غاړه ور اچوي.
نو اى خورې!
ته ديو ډېر لوى كار لپاره پيدا شوي يې،نو ته بايد په هامشې ژوند كې ونه اوسې،او د اخرت هغه لوي نعمتونه ددونيا په دې ناڅيزه شيانو ورنه كړې.
داختلاط تعريف:
دپردي سړي او پردۍ ښځې سره داسې يو ځايى كېدل چې شك ورنه پيداكيږي.
يادهغو پرديو نارينوو دپرديو ښځو سره په داسې يو ځاي كې تنها يو ځاى كېدل چې په هغې كې دكتلو، اشارو او خبرو نه فساد جوريږي.
داختلاط دحراموالي دليلونه:
الله تعالۍ فرمايي:
وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوْ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنْ الرِّجَالِ أَوْ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (النور31)
ژباړه:
او ووايه اي محمده ايماندارو ښځو ته چه پټې دكړې له نامحرمو څخه سترگې خپلې او ښه ټينګ دې وساتې فرجونه سترونه خپل دمحرماتو نه،او نه دې ښكاره وې زينت ښايست خپل مګر هغه چه ښكارېږي له دغه(زينت څخه په وخت دكسب اوكاركښې)او وادچوې ټكرې خپل پر ګريوانونو خپلو چې سينه يي ښكاره نه شي، او هيچا ته دي نه ښكاره وې ښايست خپل بغير دميړنو خپلو يا پلرونو خپلوته يا خصرانو ته،يا زامنو او لمسيو خپلو ته يا زامنو دميړنو خپلو ته يا وروڼو خپلو ته يا هغه چاته چه مالك چه مالك شوي دي ښې لاسونه ددوي يا هغو تابعانو ته چه نه وې خاوندان دحاجت ښځو ته له سړيو نه يا هلكانو هغو ته چه نه وې خبر پر اسرارو دښځو او نه دې وهې دا ښځې پښې خپلې دپاره د دې چه معلوم كړ شې هغه څيز چه پټوې يې دوي له ښايست (ګاڼې) خپلې او توبه وباسئ تاسې الله ته ټول اي مومنانو! دپاره ددې چه تاسې ښيګڼه او خلاصى ومومئ په دواړه دارينو كښې.
الله تعالې فرمايي:
وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمْ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (الأحزاب33)
ژباړه:
او قرار ونيسې اي ښځو په كورنو خپلو كښې او مه ښكاروې ښايست خپل بيګانه سړيوته په شان دا ظهار او ښايست دجاهليت دښځو،او سم دروي لمونځ (چې دبدنې عباداتو اصل دي)او وركوې زكاة او تل اطاعت كوي دالله او درسول ددغه الله،بيشكه هم دا خبره ده چه اراده لري الله ددې چه لرې كړي له تاسې ګناه اي اهل البيت(كورنۍ درسول الله صلۍ الله عليه وسلم) او چه پاك كړي تاسې له ګناه نه په پاكوالى سره.
مجاهد رحمه الله دالله تعالې ددې قول په تفسير كې فرمايي:
(وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى)
ژباړه:

مه ښكاروئ ښايست خپل بيګانه سړيوته په شان دا ظهار او ښايست دجاهليت دښځو.
دنارينوو په مينځ كې تلل، يعنې: كومه ښځه چې دسړو په مابين كې تګ راتګ كوې.
او الله تعالې فرمايي:

إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا (الأحزاب35)
ژباړه:
بيشكه چه مسلمانا ن سړي او مسلمانانې ښځې او مومنان سړي او مومنانې ښځې او اطاعت كوونكي سړي او اطاعت كونكې ښځې، او رښتين سړې او رښتينې ښځې او صبر كونكي سړي او صبر كونكې ښځې، او ويريدونكې عاجزې كونكې سړې او ويردونكې عاجزې كونكې ښځې، او خيرات كوونكې سړي او خيرات كونكي ښځې او روژه نيوونكي سړي او روژه نيونكې ښځې او له حرامو نه د خپل شهوت ساتونكي سړي او ساتونكې ښځې،او د الله َِذكر كوونكي سړي په ذكر ډير او ذكركونكې ښځې د الله په ذكر ډير)تيار كړي دي الله دغو (لسو واړو جامع الطاعاتو سړيو اوښڅو ته) مغفرت او اجر ډير لوي(جنت).
اورسول صلې الله عليه وسلم فرمايي:
• "إياكم والدخول على النساء" فقال رجل من الأنصار: يا رسول الله ! أفرأيت الحمو؟ فقال : " الحمو الموت" متفق عليه.
ژباړه:
په ښځو باندې داخلېلدو نه وډار شئ. دانصارو نه يوه سړې وويل:اي دالله رسوله! ليور څنګه دي، ده وويل هغه مرګ دي.
• وقال صلى الله عليه وسلم "لا يخلون رجل بامرأة؛ فإن الشيطان ثالثهما" صحيح:رواه أحمد
ژباړه:

او ر سول صلى الله عليه وسلم فرما يلي دي:
نه يو ځاي كيږي سړي او ښڅه مګر دريم يي شيطان وي.
• وقال صلى الله عليه وسلم :"لأن يطعن في رأس أحدكم بمخيط من حديد، خيرله من أن يمس امرأة لاتحل له" حسن:رواه الطبراني، والبيهقي.
ژباړه:

ر سول صلى الله عليه وسلم فرما يلي دي:
ديو چا په سر باندې چې داوسپنې دغشې ګذار وشې داورته بهتر دي مګر نه داچې يو سړي په پردي ښڅه باندي لاس ولګوې.
• وقال النبي صلى الله عليه وسلم:" المرأة عورة؛فإذا خرجت استشرفها الشيطان،وأقرب ما تكون بروحة ربها وهي في قعر بيتها" صحيح: رواه الحالكم.
ژباړه:
او نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرما يلي دي:
ښځه عورت ده، نو چې كله بهر شې شيطان يي څارنه كوې،او خپل رب ته هلته لنډه وي چې په كور كه وي.
حضرت اسماء دابوبكر لور رضي الله عنها نه فرمايي:
"كنا نغطي وجوهنا من الرجال" رواه الحالكم
ژباړه:
مونږه دسړو نه خپل مخونه پټول.
امام ابن قيم رحمه الله فرمايي: پدې كه شك نشته چې د پرديو ښځو دنامحرمه سړو سره ديوځاي كولو هڅه دهر مصيبت سر دي،او دا دعذابونو دنازليدلو لوي سبب دي ،او اختلاط دفاحشو كارونو دزياتوالي اوزنا سبب دي ،او داد عام مرګ او ناڅاپه وباګانو سبب دي.
زه دا زياتوم چې:
دطلاق دزياتوالې،دلوڅوالې او دغيرت دوركيدو سبب اود پي حيايي،او همداسي د اخلاقي فساد ،دسترګو زنا اسان والي او دهغه عشق چې دانسان دين اودنيا خرابوي سبب ګرځي.
دناروا ګډون څو انځورونه:
1. دجيني دتره او دعمه دزوى سره يوځاى والى.
2. دجيني دماما او ترور د زوي سره يو ځاى والى.
3. دلېوره سره اختلاط.
4. دښينو سره اختلاط.
5. ديوي ښځي درضاعي ورور يوځايوالي دهغې د رضاعې خورګانو سره.
6. جيني دخپل نامزاد سره دعقد نه مخكې يوځاي والې مګر يوځل ليدل دهغې ددوستانو په مخ كې
7. دواده په نيت جواز لرې.
دزوم او ناوي دنورو ښځو په مخ كې په ستېج باندې كيښنول.
8. يا دزوم يا ناوي نوردوستان دنورو پرديو ښځو په مخ كې كيښنول.
9. دنارينوو خدمت په پرديو ښځو كول لكه په ځينو ودونو او هوټلونو كې.
10. په عامه توګه دپردو ښځو او نارينوو يوځاي كېدل په دۍ مانا چې زړونه سره صاف دي يا (انماالاعمال بالنيات). يعنې: ټول كارونه په نيت پورې اړه لري.
11. دهغو ښځو سره يوځايوالى چې هغه ډيري ناستې وي(قواعد) صرف دهغوي مخ ته جواز وركړشوي دي.
12. دپردي ښځې ديو پردي سړي سړي سره يو ځاى والى په دې دليل چې دهغې دقوم او قبيلې دي.
13. دهغو نوي رسيدلو پېغلو يوځاي والى دپردو سړو سره په دي بنياد چې وړې دي.
14. دخپل نارينه او زنانه لوى اولاد دخوب په يوه كوټه كې يو ځاي كول.
15. دډريور او ښځې تر مينځ په يوه موټر كې يو ځاي والى.
16. دحج دفريضې اداكولو لپاره دښځې سفر دپردي سړې سره.
17. دښځو له خوا په پوهنتونونو ،پوهنځيو او ښوونځيو كې هلكانو ته درس وركول او يا دسړو له خوا جينكو ته تدريس كول (البته دضرورت په وخت كې علماوو ورته په خاصو شرطونو باند جواز وركړي)
18. د پردۍ كورنۍ سره يو ګډ اوسېدل لكه په لوېديځو هېوادونو كې چې د اسلامي نړۍ محصلين له لوېديځوالو سره په كورونو كې اوسېږي.
19. كوچنيو ماشومانو ته دښځې له خوا تدريس كول داختلاط لپاره يوه پليته بلنه ده.
20. دلوړو زدكړو لپاره بهر ته دجنكو ليږل،كوم چې دځان سره دغربې ناسم فكر هم راوړې.
دلوړو زدكړو ځينې محصلين دجنكو محصلاتو سره يو ځاي كينول په دې نامه چې داخو ميدانې زدكړه ده.
21. د پوهنتونو نو د نارينه استادانو استاذانو يو ځاي والى دپرديو جنكو سره په دې نامه چې دعلمې څېړنې ، مركې او مونوګراف څارنه او سر پرستي يې كوي.
22. دځينې خصوصې معلمينو يو ځاي والې دپردو جينكو سره په كورنو يا كورسونو كې دتدريس په نامه.
23. ادبې ټولنو مشاعرو،علمې درسونو ته يوځاي كښناستل،كوم چې ځينې ښځې يي تقديموي سړي ورته ناست وي،يا يي سړي تقديموي ښځې ورته ناستې وي.
24. په روغتونونو كې د ښځينه ډاكترانو او نرسانو دپردو سړو سره يوځايوالى.
25. دنارينه او ښځينه ډاكټرانو اختلاط.
26. دمحرم نه بغير د مريضې ښځې دپردي ډاكتر سره يوځايوالى.
27. دضرورت نه بې غير دمريضې ښځې مخ ډاكتر ته ښودل،يا د زنانه ډاكتر په موجوديت كې نارينه ته دښځې بول. په دې بنه چې هغه ښه پوهيږي.
28. د ښه راغلاست او خداى پامانۍ په ځينو پروګرامونو كې دښځو او سړو يو ځايوالى.
29. په طبې لابراتوارونو مختبراتو درمل پلورنځيو كې دښځو او سړو يوځايوالى په دې دليل چې دا خو دكار اړتيا ده.
30. په ځينو پاركونو او چكر ځايونو كې دښځو او سړويو ځاې كيدل په دې نامه چې داخو كورنۍ ورځ ده.
31. دځينې هوټلونو او مېلمستونو نو په فاميلي څانګو كې دنامحرمو ښځو او سړو يو ځاي والې .
32. په دوكانونو او ځينې شركتونو كې دخريدارې ښځې تنها والې ددوكاندار سره.
33. دكور دداخلې چارو لپاره دنارينه مزدور او ډريور نه استفاده كول كوم چې دښځو ورسره راسن اختلاط مينځ ته راځي.
34. هغه ميرمنې چې په ځينې نامحرمو كورنو كې مزدورې كوې.
35. دښځې لخوا دخاوند ځينې نامحرم دوستان او دهغه ملګرې دهغه په غياب كې استقبالول.
36. په موټرونو،الوتكو او بيړيو كې دښځې تنها بغير دمحرم نه سفر كول .
37. دشرعي محرم نه بغير دښځې په بازارونو اونورو تجارتې ځايونو باندي ګرځيدل.
38. دعكاسانو له خوا دښځې عكسونه اخستل.
39. په ځينې بدعتې پروګرامونو كې دښځو او سړو يو ځاي والې كې لكه:
40. مولود شريف،ښه شپه، قبرونه او زيارتونه او داسې نورو ځايونو كوم چې داسلام دمبارك دين په نامه باندي جوړيږي او داسلام دين ورنه پاك دي.
41. دمؤ قت وخت لپاره دښځو او سړو يو ځاي والې لكه په ليفتونو ،دفترونو او كلينيكونو كې.
اوددې په شان نور داختلاط نامشروع انځورونه شته.
اي مسلمانې خورې!
دتنها والې (خلوت)يوځاي والې(اختلاط) اوبربنډوالې نه ځان وساته او ورنه وډاره شه،ځكه چې دا او زنا سره نه جدا كيدونكې ملګري دي،او داسې برخې دي چې نه سره بېلېږي.
پوه شه چې پرده (صيانت) پټ والى دپاكلمنۍ لپاره لوي ملګرې دي.او كوم معيار چې شريعت دنارينو او ښځو لپاره ټاكلې هغه دفتنې او شرمندګۍ نه دبچ كيدو او محفوظ پاتې كيدو يواځنې علاج دي.
نو پر تاباندي اي مسلمانې خورې لازمه ده چې دالله نه ووېرېږي او په هغه شرعي پرده (حجاب)باندې ځان ښايسته كړې په كومه كې چې فتنه نه وې،او ستا دبدن هيڅ برخه پردو سړو ته ښكاره نه شي.
زما داسلام خورې!
وګوره ستاڅومره عمر تير شو 16 كاله 20 كاله كم او زيات...ايا داسې نه دي؟
هركرل شوي شي ريبل غواړي،او هرې ونې لره ميوه شته،نو وګوره تا څه ريبلې او څه دكرلې وو؟
ايا ته دا احساس كوې چې ته دومره اوسيدلې يي؟ډېر وختونه او كلونه داسې تير شول لكه چې هيڅ هم نه تير شوي... ژور سوچ او فكر وكړه او هڅه وكړه چې تاته ددې وختونو او كلونو نه څه راوګرځې.
ښاي دزيات سوچ او فكر نه وروسته به په دې باندې قناعت وكړي چې هيڅ چاره نشته...كلونه ضايع شول اوولاړل هيڅ به درته ګټه ونه كړي مګر كوم چې دې الله او دهغه درسول په اطاعت كې تير كړي وي...او خوراك څښاك سينګار او ددنيا نور نعمتونه دا هسې فكر دي ...ګوره چې نا سمې هيلې دوكه درنكړي...دمرګ نه وروسته ژوند لپاره كار وكړه...ستا دهغه لومړى كور جوړولو لپاره كار وكوه.
عثمان بن عفان رضي الله عنه فرمايي:
سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم الله عليه وسلم يقول: " القبر أول منزل من منازل الآخرة فإن نجا منه فما بعده أيسر, وإن لم ينج منه فما بعده أشد منه" رواه مسلم

ژباړه:
درسول صلۍ الله عليه وسلم نه مې واوريدل چې ويي فرمايل:
قبر داخرت دكورنو نه لومړي كور دي،كه الله څوك ورنه خلاص كړل نودهغې نه وروسته اسانې ده،او كه الله چاته پكې بري ورنكړ نو دهغې نه وروسته ډيره سختې ده.
اي خوركې!
هغه نيكمرغي چې مونږ يي پلټنه كوو،الله راته ښولي ده چې فرمايلي:

فَمَنْ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَى (طه123)
ژباړه:
پس هرچا چه متابعت وكړ دهدايت زما نه به ګمراه كيږي په دونيا كۍ او نه به بد بخت شې په آخرت كې.
او فرمايي:
فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (البقرة38)
ژباړه:
هرڅوك چې پيروې وكړې دهدايت زما پس نه به وي هيڅ قسم ويره پر دوي باندي او نه به خپه كيږي .
او فرمايي:
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (النحل97)
ژباړه:
هرچا چې نيك عمل وكړ له نارينه او ښځينه وو څخه حال داچې دوي مؤمن وي نو خامخا ژوندون به وركړو هغه ته پاكيزه ژوندون،او خامخا جزا به وركړو دوي ته اجر ددوي په ډير ښه دهغو(نيكيو)سره چې وو دوي په دنيا كښې چه كولى به يي.
اوفرمايي:

وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَنْ يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ لَهُمْ الْبُشْرَى فَبَشِّرْ عِبَادِي (الزمر17) الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمْ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ (الزمر18)
ژباړه:
او هغه كسان چې ځان يي ساتلې دي له بتانو داسي چې عبادت وكړي دهغو او رجوع يي كړي وي طرف دالله ته شته دوي ته زيري، پس زيري وكړه اي محمده! پر بنګانو زما هغو چې اورې خبره (دقران) پس متابعت كوي دوي ډيرښه دهغه، داكسان دي چې سمه لاره ښوولې ده دوي ته الله او دغه كسان هم دوي دي خاوندان دخالصو عقلونو.
اوالله تعالې په بل ځاي كښې فرمايي:

وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَلِقَاءِ الْآخِرَةِ فَأُوْلَئِكَ فِي الْعَذَابِ مُحْضَرُونَ (الروم16
ژباړه:
اوهغه كسان چۍ كافران شوي دي او دروغجن يي شميرلي دي ايتونه دقران زمونږ او كافران دي په ملاقات داخرت پس دغه كسان په عذاب كښې حاضر كړي شوي دي.
اي هيلو اميده!
زيري وركړه په جنت سره.
رسول صلې الله عليه وسلم فرمايي:
"العبادة في الهرج كهجرة إلي" رواه مسلم

ژباړه:
دهرج مرج په مهال عبادت داسې دي لكه زما لوري ته هجرت كول.
اوفرمايي:
"إن من ورائكم أيام الصبر، للمتمسك فيهن يومئذٍ بما أنتم عليه أجرُ خمسين منكم، قالوا: يانبي الله أمنهم؟ قال: بل منكم"
صحيح: الترمذي
ژباړه:
په تحقيق سره پر تاسو باندې د ازمويښتونو ورځې راتلونكې دي كه څوك پكې ثابت پاتې شې نوموړي ته به ستاسو د پنځوسو كسانو اجر وركول كېږي او دا به ستاسې له ډلې نه وي ....
پدې كه بايد مسابقه كونكي مسابقه وكوي.
په پاي كې يو ځل بيا خپل مهربان الله ته پدې تمه خپل لاسونه لپه كوم چې مونږ او تاسې ټول په هغه څه كې بريالې كړي چې دده خوښ وي.



Kliwal
11.05.2005

احمده وروركه سلامونه او درناوى
سر لوړى او پياوړى مو غواړو
له ګټورې، مهمې، ښكلې او مستندې ليكنې څخه مو يوه نړۍ مننه.
خورا مهمه موضوع مو څېړلې ده، د نور تفصيل په تمه يې ياستو تر څو ښه پراخه شي، او بيا يې د كتابګوټكي په بڼه چاپ كړې تر څو ډېر لوستي خلك ترېنه ګټه پورته كړي. په همدې تمه


Ghairat
22.05.2005

......................... د پښتون د خور او لور” ژوند” او حقونه
يا کور لري يا گور او که نصيب يې شو مېړه
........................................... ددې په خوښه نه دی که بيړا و که بی زړه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more