د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دسقيم صيب سوال ته څوک ځواب ورکوي

tandar
20.09.2012

دسقيم صيب سوال ته څوک ځواب ورکوي
که دځواب ئې څوک نشته نو لږ زړه خوګي خو ورسره په کار دي
زما له خوا ځواب دادي چه دسړي زامنو کي به شک نه وي خو دبي غيرته زامنو کي راته لږ شک پيدا کيږي
ځکه دخپلي بي اتفاقي له وجهي په تدريجي درد او مرګ اخته يو نو ځکه مو دشمن موفق دي
دcia او isi لاسونه زما دملت په وينو سره دي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

[color=red:8f7f178a1a]ايا مونږ د سړي زامن يو!؟[/color:8f7f178a1a]
د سيدشاه سقيم کالم.

له تېره کاله راهسې په پرلپسې توګه پاکستانيان د هېواد په هغو غرونو توغندي اوروي چې د دوی مخې ته ولاړ دي.

زما د غرونو په نښترو دا يو کال کېږي چې لمبې تاوېږي. يو کال کېږي چې مونږ د پاکستان په مرميو سوري سرې خولې ماشومان خښوو. او يو کال کېږي چې د کونړ په غره کې د دنګ کمر بېخ ته د تور باز ځاله خالې پاتې ده. د باز دوه واړه بچيان پکې له لوږې مړه پراته دي او اوس يې له بڼکو څخه د پاکستانيو بارودو بوی ولاړېږي.

نن هلته يوه بوره مور غړی پخوي د څلور کلن زوی تلين لمانځي او د درې کلن زوی د سر صدقه ورکوي.

خو دلته په پوهنتونو، سړکونو او هوايي ډګرونو د زرګونو افغانان د قاتل نومونه ليکل کېږي. دلته د يو هېواد پلوري تلين لمانځل کېږي او پر دېوالونو ليکلي نومونه يې د وژلو شويو، بې عزته شويو او خرڅو شويو پېغلو پلرونو ته دا ور يادوي چې زه اوس هم ژوندی يم.

نن د نورستان په کامدېش تر زرو تنو زياتو وسله والو چې چارواکي وايي په پېخر پاکستاني پوځيان او د پاکستان د ناولې استخباراتې شبکې کارکوونکي يې هم ملتيا کوي يرغل کړی دی.

نن يوازې څو تنه افغان سرتېري په کامدېش کې له خپل سر سره لوبې کوي خو سنګر نه خوشي کوي.

نن د کامدېش ماشومان د مور په لمن کې پټ دي. او مورکۍ يې پر سر قران نيولی .

نن هلته زما د وطن مېندې د قران په پار خدای ته زارۍ کوي چې اولادونه يې د مسلمانانو له شره وساتي. نن هلته پېغلې ژاړي چې هسې نه خدای مکړه پاکستاني ناوولي پوځيان يې پر ګودر استنجا ونه وهي.

او دلته بيا نن ځوانانو د کابل ننګرهار لويه لاره د خپلو خلکو پر مخ تړلې ده.

دلته نن زما د وطن مېندو د ننګرهار په سوځوونکې ګرمې کې پر خپلو اولادونو لمنې غوړولې او د لمر له تودو وړانګو يې ساتي.

نن زما د وطن يوه ناوې د خپل نوي زېږېدونکي ماشومان د ليدو ارمان ګور ته وړي. لاره بنده ده، او دا د سړک پر غاړه نه له درده په زوره چيغې وهلی شي او نه تر روغتونه رسېدلای شي. نن يوه افغانه مور د خپل مېړه پر ځنګانه د سړک پر غاړه پرته ده او وروستۍ سلګۍ وهي.

ځوانانو لاره تړلې او نامسلمانو ته پوچ او فحش وايي.

ځوانان د اسلام او قران غم اخيستي دي. لاره يې هم اسلام ته د شوي سپکاوي په غبرګون کې تړلې. او خپل خلک هم د ننګرهار په دوزخي ګرمي ګرمي کې په همدغه غبرګون کې سوځوي.

هلته څو تنه دوزخي خنځيرانو زما د سپېڅلي پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) سپکاوی وکړ او خلکو ته يې وويل چې اسلام د تشدد او کرکې دين دی.

خو دلته څو تنو د جنت شوقيانو خپل وروڼه په ډبرو وويشتل، خپل موټر او دوکانونه يې وسوځول ، د خپلو خلکو پر مخ يې لويې لارې وتړلې او چيغې يې کړې اسلام د سولې دين دی.

هلته پاکستاني پوځيان يو ګام نور هم را وړاندې شول او هڅه کوي چې د کنړ په سيند کې خپل تور خيرن لنګونه خېشته کړي او دلته ځوانان سره لمر ته د خپلو وروڼو خولې تويوي.

هلته د بابا توره د هغه په زيارت کې زنګو لاندې کړه.پټکی يې د لاهور په موزيم کې تر دوړو لاندې نه ښکاري او دلته ځوانان د بابا د مزار په خوا کې د کندهار پر هوايي ډګر د بابا د اولادونو د قاتل نوم ليکي.

مونږ دغسې وطن وطن ساتو، دغسې اسلام ژغورو او دغسې د بابا ګانو قدر کوو.

(( ايا مونږ د سړي زامن يو!؟))


larghonay laraway
22.09.2012

السلام عليکم!
ګرانه د سړي زامن خو يو ولې د سر سړی نه لرو!
څوک چې مشر ونه لري، په سيمه ييزو او قبيلوي خويونو کې اوس هم غرق پرق وي نو اخر به يې تذکرې هم د نورو په نومونو شي او کيدای شي دا شرط ورسره وي چې له خپل نوم سره به د ټلوالې د يو لنډغر نوم ضميمه کوئ


سلامونه

tandar
22.09.2012

لاروي صيب سلامونه او احترامونه اوعذتونه ددي لپاره چه اصل مطلب مو واضيح ليکلي او زما په زړه مو خبره کړي
[color=red:ceb0eddbc0]دسر سړي نه لرو؟ [/color:ceb0eddbc0]
ولي ئې نه لرو؟
چه دسر سړي مو پيداشو ټول مشکل حل دي
چه ټول ملت سره راټول کړي
ټول ملت دخاوري په تماميت ملي اويوپربل باندي په يوه غږ ننګ وکړي
دcia او isi اوkgb لاسپوځو ته به دندان شکن ځواب ورکړي لکه څنګه چه ورته ايجاب کوي
ازموده راباز ازمودن خطااست يعني دcia ،isi ،kgb او خميني لاسپوڅي پسي رخصت کړي
جنايت کار او دملت قاتلان او وطن فروشانو ته دخپلو اعمالو مناسب محاکمه وړاندي کړي
بيا به دوطن په ازادي او دميرويس خان او احمدشاه او اکبر خان دتوري په شرنګ اولاد ګفته افتخار وکړو
[color=red:ceb0eddbc0]داراته ووايه چه په ټول افغانستان کي ولي داسي يو بادرده او بااحساسه اويو واقعي ازديخوا انسان چه دخاوري دازادي او دملت يوالي مينځ ته راوړي نه پيدا کيږي؟[/color:ceb0eddbc0]
پس دشمن په مونږ کي دومره ننوتي چه نن يو واقعي او باغيرته مشر په مونږ کي نه شوپيدا کولي؟
زما له نظره دډير افسوس ځاي دي
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي


larghonay laraway
23.09.2012

السلام عليکم!
تندر صيب بيا هم ستړی مشې!
تاسو ليکلي:[quote:0646d40f46]
داراته ووايه چه په ټول افغانستان کي ولي داسي يو بادرده او بااحساسه اويو واقعي ازديخوا انسان چه دخاوري دازادي او دملت يوالي مينځ ته راوړي نه پيدا کيږي؟ [/quote:0646d40f46]
مونږ بايد لومړی يوه عمومي او پخه کړنلاره ولرو بيا ورته د سر د سړي پيداکولو هڅه وکړو!
په دې صورت کې که د سر سړی خرڅ شي يا په کږه لاړ شي نو ټول به پوهېږي چې د سر سړی بې لارې شو او بايد بل يې ځای ونيسي!

مونږ چې تر دې دمه دنفاق او بې سرۍ سره مخ يو عامل يې همدا دی چې مونږ په اشخاصو پسې ځو او اشخاص بې لارې شي نو مونږ ملي زيان وکړو!
تاسو وګورئ د ګلبدين، ملاعمر او کرزي لپاره خلک له څه نه تېر نه شول خو دا چې دوی خرڅ شوي او بې لارې شول نو بېړه زمونږ غرقه شوه!
که مونږ لږ تر لږه د پاړسيوانو غوندې تګلاره ولرو نو که رباني لاړ شي صلاح الدين همغه لاره پالي، که مسعود لاړ شي عبدالله، قانوني او لنډغر فهيم يې پالي او که مزاری لاړ نو خليلي او محقق يې تګلاره تحقق ته رسوي!
په همدې هيله
ستاسو لرغونی لاروی


هیښ
23.09.2012

سلامونه

محترم لاروی صاحب!
دا ددیګانانو او ددوی درهبرانو لاره ایا افغانی ،اسلامي او انسانی ده ،چې تاسو يې مثال راوړی دئ؟ او خدای ناخواسته دپښتنو دپاره هم د رباني،مسعود ،محقق ،دوستم او نورو جنګی جنایتکارانو او سړي خورو په شان دمشرانو ددرلودلو ارزو لرئ ؟
زه خو وایم چې داسې شوم او جناینکاران دخدای دهیچا په قوم کې نه پیداکوي.
بل داچې دا دسرد سړي د پیدا کولو خیالي او واهي مفکوره هم نوره باید دپښتنو دسرونو نه کوچ وکي اویوسرهیڅکله دیوې ټولنې مشکلات نه شي حل کولائ.
هغه ټولنه چې دیوه سر له لوري اداره کیږی،مانا يې داده چې نورسرونه نه عقل لري او نه پوهه ،بلکه تش کدوان دي ،چې کله دنمایش دپاره ورنه کار اخستل کیږی او کله د خوراک دپاره .

نو زما په نظر یوه ټولنه هغه وخت دسالم رهبریت اوادارې څښتنه کیږی ،چې خلک يې دخفلو سرونو دعقل په کارولو سره دتدبیر،تصمیم،پریکړې او انتخاب ظرفیت اوحق پیداکړي او دجذباتو په ځای د مسایلو سره عاقلانه برخورد وکړي او دټولنې هریو سر دسر دسړي مکلفیت او مسولیت ادا کړئ شي.
مننه


حمید هڅــاند
23.09.2012

ښاغلي تندر لیکلي:
[quote:b236c03292]دسر سړي نه لرو؟
ولي ئې نه لرو؟ز[/quote:b236c03292]

لرو یې، خو منې یې په چا؟ زموږ په مینځ کې هم خیر غواړي کسان شته او هم په کار پوه، خو خبره یې په چا اورې؟ څوک به غوږ ورته نیسي؟ طالبان، حزب، حکومت!! کومه ډله یې بل ته د غوږ نیولو ډله ده؟؟

ښاغلي لاروي لیکلي:
[quote:b236c03292]مونږ بايد لومړی يوه عمومي او پخه کړنلاره ولرو بيا ورته د سر د سړي پيداکولو هڅه وکړو!
[/quote:b236c03292]
دا کړنلاره به څوک جوړوي او څوک به بیا ورته کړنلاره وايي؟ که ځواب طالبان وي، نو طالبانو خو د راتلونکې په اړه هیڅ راز پلان خلکو ته نه دی واضح کړی! او د تګلارو یې دا حال دی، چې د مشرتابه او کشرتابه ترمینځ یې په قول او فعل کې لوی درز دی. که حزب وي، نو حزب خو د حکمتیار صیب تر مشرۍ لاندې دی، څوک چې ځان ته ځان وایې او بس. او که کومه دریمه ډله وي، بیا خو نو طالبان او حزب وایې چې موږ دا لس کاله جهاد کړی، ته تر اوسه چېرې وې. د داسې یوې کړنلارې تمه له فساد ککړو لرل هم لیونتوب دی. نو اخر به دا څوک وي چې داسې یو کار به کوي؟

ښاغلي هېښ لیکلي:

[quote:b236c03292]نو زما په نظر یوه ټولنه هغه وخت دسالم رهبریت اوادارې څښتنه کیږی ،چې خلک يې دخفلو سرونو دعقل په کارولو سره دتدبیر،تصمیم،پریکړې او انتخاب ظرفیت اوحق پیداکړي او دجذباتو په ځای د مسایلو سره عاقلانه برخورد وکړي او دټولنې هریو سر دسر دسړي مکلفیت او مسولیت ادا کړئ شي.[/quote:b236c03292]
هی هی، هېښ صیب، کاشکې داسې یو (برخورد) شتون لرلی.
[color=darkblue:b236c03292]تدبیر، تصمیم، پریکړه....انتخاب او ظرفیت یې[/color:b236c03292]
هېښ صیب، تاسو ووایاست چې دا ځانګړتیا کومه ډله لري؟؟

درنښت


سلامونه

tandar
23.09.2012

هڅاند صيب سلامونه
موضوع موډيره ښه څيړلي او په اصلو ټکو مو ليکنه کړي بايد ادامه پيدا کړي که لوي خداي کول همدغه ټول افغان او همدغه سپيڅلي ليکوال به ديوالي او دطن دازادي او ملت دخوشبختي تاداب ګذار وي چه بيا به ټول پري افتخار کوو
مونږ ټول کولاي شو چه يوه ورځ داقلمي جهاد سره له توانه په عمل کي پياده کړو
مونږ مشران لرو،مونږ پوهان لرو مونږ په وطن او ملت مين شحصيتونه لرو
مونږ افغاني غرور لرو،مونږ ملي ناموس ساتنه غواړو دا ارزوګاني په يوالي او هم اهنګي سره په لاس راوړلي او ساتلي شو
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


پتوال
23.09.2012

[color=blue:af1978caf6]بسم الله الرحمن اارحیم

درنو او خوږو ورونو ! السلام علیکم و رحمة الله !

کله چې نیتونه سم او د الله تعالی د رضا له پاره ځانګړي شي ، نو پر مټ یې ددغسې رضا کارانو پام د الله د مخلوق
خیرغوښتلو او خیر لټولو ته واوړي ، نو د مسلمان مخلوق د غټې ستونزې حل یې هدف او رسالت وګرځي !
د مسلمانانو خیر په اسلامي سوله او ملي آزادۍ کې نغښتی دی او زمونږغټه ستونزه په همدې دوه هدفونو سره هوکړه
او عملي ډګر ته وردانګل دي!

تیروتنه به داوي چې سړی د افغان ولس پرځای دا کار د پردیو له ګوډاګي قدرتونو ، سازمانونو او لاسپوڅو
غورځنګونو څخه غواړي ، نه هېڅکله نه، د CIA او ISI په وندر تړلو او د هغوی په لاړو لانده ډلو ټپلو څخه دا تمه کول
نه یواځې ناممکن ، بلکې له افغان مسلمان ولس سره خیانت او جنایت دی! د اسلامي سولې او آزادۍ غورځنګ
باید د هغو ډلو ټپلو څخه پاک او مستقل وي چې د بهرنیو د ګوډاګیتوب له امله د ملي واکمنۍ او مشروعیت دوښمنان دي!

په کابل کې د امریکا یا CIA دګوډاګي حکومت او په جهاد کې د ISI د مزدورو عناصرو له اغیز پرته د افغانستان
د اسلامي سولې غورځنګ د صلیبي ځواکونو د ایستلو او ملي آزادۍ له پاره سو له ییزه خو پیګیره او څپانده مبارزه
پر مخ وړي! په ټولو هغه اصولو چې ددې غورځنګ د رامنځته کولو او پرمخ وړلو له پاره اړین بریښي دلته يې
د بحث لاندې ونیسئ ، په تړاو یې خپلې اړونده پوښتنې سره مطرح کړئ ، که له ۳ تنو څخه هم دغه غورځنګ پیل
شي پرمختګ او پراختیا به يې بیساری سرعت خپل کړای شي
په دې شرط چې صرف او صرف د الله د رضا له پاره ورته خپل ځانونه ، خپل ځواک ، هاند او هسې وقف کړو !

هر مستقل غورځنګ خپله مشري پخپله په مستقله توګه رامنڅته کولی شی ! نور نو توفیق او بری مو له الله سره دی
او له همغه بریمن او مرستندوی ذات څخه به خپل بری غواړو !

نو دا هم تاسې او په دې اړه مو پوښتنې او د نظر څرګندونې !

والسلام علیکم و رحمة الله وبرکاته

[/color:af1978caf6]


larghonay laraway
24.09.2012

هېښ صيب ليکلي:[quote:57cbabaa3d]

محترم لاروی صاحب!
دا ددیګانانو او ددوی درهبرانو لاره ایا افغانی ،اسلامي او انسانی ده ،چې تاسو يې مثال راوړی دئ؟ او خدای ناخواسته دپښتنو دپاره هم د رباني،مسعود ،محقق ،دوستم او نورو جنګی جنایتکارانو او سړي خورو په شان دمشرانو ددرلودلو ارزو لرئ ؟
زه خو وایم چې داسې شوم او جناینکاران دخدای دهیچا په قوم کې نه پیداکوي. [/quote:57cbabaa3d]

ګران هيښ صيب ما ليکلي : که مونږ لږ تر لږه د پاړسيوانو غوندې تګلاره ولرو نو که رباني لاړ شي صلاح الدين همغه لاره پالي، که مسعود لاړ شي عبدالله، قانوني او لنډغر فهيم يې پالي او که مزاری لاړ نو خليلي او محقق يې تګلاره تحقق ته رسوي!
نو که تر ديګانانو ښه شو خو دا بيا ډېره ښه ده، ولې که تر ديګانانو نه شوښه کيدای نو بيا زماخبره ( لږ تر لږه د دوی غوندې بايد شو)
د دوی لاره سياسي ده. تاسو وګورئ هغه وخت چې دجهاد دوره وه هم دوی سره يوه خوله وو، د رباني په اړه به چا نه وي اوريدلي چې د پاړسيوانانو د فکر خلک يې وژلې وي خو ګلبدين بې شکه چې دا کارکاوه!
د مجاهدينو د حکومت پر مهال هم دوی په قدرت کې وو او پښتانه له چهار اسيابه ډزېدل!
د طالبانو پر مهال که رباني په شاپسې څوکۍ تړلې وه نو بيا هم خپل خلک ورسره وو او يو ځای يې منډې وهلې او له خلکو بېل نه ؤ!
د اوسني حکومت پر مهال هم خپل خلک پرې راټول دي او په سياسي لحاظ يې تر پښتنو ډېره ګټه کړې ده!
پښتانه که طالبان دي، که د ګلبدين خلک دي او که افغان ملتيان يا نور ټول د افرادو په توګه په ټيټو سترګو په دې حکومت کې د دوی په لطف اوکرم اوسي خو دوی چې سياسي درک او شعور لري، له وخته ګټه اخيستلی شي نو هم په حکومت کې دي، هم په اپوزيسيون کې، هم يې جهاد په خپله نفعه وڅرخاوه، هم ډيموکراټان دي، هم له نړيوالې ټولنې سره همغږي کولی شي او هم يې ناقدين دي، هم د بشري حقونو پر خلاف دي او هم د بشري حقونو د ادارو مشران او دعوه داران دي!
هم يې له وزارتونو، رياستونو، سفارتونواو نورو امکاناتو اعظمي ګټه واخيسته، هم يې د ښار واټونه او څلورلارې په خپلو نومونوکړې اوهم يې په علمي او فرهنګي ادارو کې ځانونه ورسول، هم يې خپل ښوونځي، کلينيکونه او پل ګوټي ورغول او ويې ساتل او هم يې خپل ځوانان بهرنيو هېوادونو ته د زده کړو لپاره واستول، هم يې په مليونونو جريبه دولتي ځمکې ونيولې اوهم يې قانوني ښارګوټي خپلوخلکو ته جوړ کړل، او ... اوهم يې کرزی د ميدان د هغې غوندې وڅرخاوه
نو زما په نظر تر ډېره حده کامياب سياست همدا دی!

هېښ صيب زه نه وايم چې دا ډېر خلک دي خو په سياسي ډګر کې تر مونږ بريالي دي او مونږ که تر دوی ښه کيدای نه شو نو بايد لږ تر لږه د دوی سره سيالي وکړو!

هيښ صيب بيا ليکلي:
بل داچې دا دسرد سړي د پیدا کولو خیالي او واهي مفکوره هم نوره باید دپښتنو دسرونو نه کوچ وکي اویوسرهیڅکله دیوې ټولنې مشکلات نه شي حل کولائ.
هغه ټولنه چې دیوه سر له لوري اداره کیږی،مانا يې داده چې نورسرونه نه عقل لري او نه پوهه ،بلکه تش کدوان دي ،چې کله دنمایش دپاره ورنه کار اخستل کیږی او کله د خوراک دپاره .

هيښ صيب د نړۍ په ديني، سياسي او کلتوري خوځښتونو کې هيڅکله هم داسې نه دي شوي چې ټول ولس دې مشران وي. تاسو داسې خبره کړې لکه څوکاله وړاندې چې کرزي په کابل کې زده کوونکو ته وويل: (زه غواړم چې تاسو ټول اول نومره ګان شئ)!
تاسو به اوريدلي وي چې په ډېروقصابانو کې غوا مردارېږي
په تصميم نيونه او برخليک ټاکنه کې بايد ټول ولس سهيم وي خو د سر سړی بايدخامخا ولري!
بې سره ملت همداسې وي لکه اوسني پښتانه چې نه يې څوک په جومات کې پرېږدي او نه په سينما کې!

هيښ صيب خپل نظر داسې ليکلی: [quote:57cbabaa3d]

نو زما په نظر یوه ټولنه هغه وخت دسالم رهبریت اوادارې څښتنه کیږی ،چې خلک يې دخفلو سرونو دعقل په کارولو سره دتدبیر،تصمیم،پریکړې او انتخاب ظرفیت اوحق پیداکړي او دجذباتو په ځای د مسایلو سره عاقلانه برخورد وکړي او دټولنې هریو سر دسر دسړي مکلفیت او مسولیت ادا کړئ شي. [/quote:57cbabaa3d]

هيښ صيب له نظر سره مو بېخي موافق يم. زه هم نه وايم چې يو ډيکټاټور دې د سر سړی شي. ما ويلي چې پښتانه بايد د سر سړی پيدا کړي. داسې مې نه دي ويلي چې د سر سړی بايد ورته پيدا شي!
ځکه که پيدا شي هغه به تحميلي وي خو که دوی يې پيدا کړي نو د دوی د تصميم او تدبير په ترڅ کې به رامنځته شي خو بيا هم زمانظر دادی :
پښتانه تر ملي مشرتابه هم ملي تګلارې ته ډېره اړتيا لري چې اوس يې نه لري!
تاسو وګورئ هيڅ تاجيک به د رباني په نامه په پوهنتون نومونه اعتراض ونه کړي ځکه چې د دوی عمومي ګټې سره شريکې دي.
که څه هم کله چې کرزي رباني ته د سولې د شورا مشرتوب وسپاره ټول پاړسيوان په دې پوهېدل چې دا يو جنايت دی ځکه چې د شخړې يو لوری د شخړې منځګړی کيدی نه شي خودا چې د دیو عمومي ګټې سره شريکې دي نو د دوی اپوزيسيون هم تاييد کړ!
زه وايم مونږ بايد داسې يوه عمومي تګلاره ولرو چې که هرڅوک مشر شي خو هغه تګلاره عملي کړي او که عملي يې نه کړه نو ټول پوه شي چې دا سړی دپښتنو مشر نه دی!

هڅاند صيب ليکلي:[quote:57cbabaa3d]
دا کړنلاره به څوک جوړوي او څوک به بیا ورته کړنلاره وايي؟ که ځواب طالبان وي، نو طالبانو خو د راتلونکې په اړه هیڅ راز پلان خلکو ته نه دی واضح کړی! او د تګلارو یې دا حال دی، چې د مشرتابه او کشرتابه ترمینځ یې په قول او فعل کې لوی درز دی. که حزب وي، نو حزب خو د حکمتیار صیب تر مشرۍ لاندې دی، څوک چې ځان ته ځان وایې او بس. او که کومه دریمه ډله وي، بیا خو نو طالبان او حزب وایې چې موږ دا لس کاله جهاد کړی، ته تر اوسه چېرې وې. د داسې یوې کړنلارې تمه له فساد ککړو لرل هم لیونتوب دی. نو اخر به دا څوک وي چې داسې یو کار به کوي؟[/quote:57cbabaa3d]

زه نه وايم چې دغه څومطرح ګوندماران به مونږ ته کومه سوبه راوړي، که راوړلی يې نو تر دې دمه به يې راوړې وه. زه وايم ځوان نسل بايد د ځينو خيرو پښتنومشرانو او روڼ اندو سره يو ځای داکار وکړي. اوانشاء الله کوي به يې ځکه تر دې دمه که پښتانه له خپلو حقونو بې برخې وو خو بيا يې هم حقونه څو خېټورو پښتنو تر پښو لاندې کړي وو او بازاري تاجيکو ته يې د ټولو افغانانو حق ورکړی ؤ ولې تش په نامه يې پښتو پښتو کوله
خواوس چې په ټوليزه توګه پښتانه له حقه حقونومحروم دي او ټولو يې په ورکه پسې راخيستې نومجبور دي چې يوې کړنلارې ته سره راټول شي. ځکه يو څوک چې محروم او مظلوم شي نو طبعاً يې اتفاق هم ښه کېږي. زه خو وايم په اوس وخت کې به تر پښتنو هيڅ محروم او مظلوم قوم نه وي خو چې دا بې ځايه لاپې اوتاريخ کې ژوند کول يې له سره وويستل شي او ورته وويل شي چې ته اصلاً خپل حق نه پېژنې کنه تر تا محروم او مظلوم انسان نشته!
تردې به غټ مظلوميت څه وي چې حتی يو وزير دې په خپله ژبه دخبرو کولو حق ونه لري او پاړسيوان رئيس اومامور دې په ډېر جرات خپله ژبه وايي!
تاسو وګورئ فاروق وردګ به څه وي او د هغه پاړسي به څه وي خو مجبور دی چې د رباني د (عرس) منجاوري وکړي او په خپله لواړه ژبه پاړسي ووايي. دا هسې يوه وړه طنزيه بېلګه وه چې نور محروميت او مظلوميت تر حده اوښتی دی!

تندر صيب ليکلي: [quote:57cbabaa3d]
ونږ مشران لرو،مونږ پوهان لرو مونږ په وطن او ملت مين شحصيتونه لرو[/quote:57cbabaa3d]

نو کومې ورځې ته به په کار شي؟
خو همدا يې وخت دی که رښتيا هم وي نو بايدرامنځته شي کنه!

[quote:57cbabaa3d]پتوال صيب د استقلاليت خبره کوي او وايي چې پردي چاته وطن نه جوړوي. چې رښتيا هم ده، دی وايي:

هر مستقل غورځنګ خپله مشري پخپله په مستقله توګه رامنڅته کولی شی ![/quote:57cbabaa3d]

پتوال صيب استقلاليت ښه دی خو په اوس وخت کې له سازش پرته هم څه نه کېږي. مونږ بايد هم استقلال ولرواو هم يو څه ملاتړ تر لاسه کړو. که ملاتړ نه وي نو نننۍ جګړې يوازې په زور او قربانۍ نه ګټل کېږي. خو داسې سازش هم نه چې زمونږ استقلاليت تر پوښتنې لاندې راولي ولې بې ملاتړه نه کېږي.
زما په نظر د پښتنو بدمرغي همدلته ده چې د پاړسيوانانو غوندې کوم ملاتړ هيواد نه لري او د سازش په چل هم نه پوهېږي. يا د کرزي، کارمل او شاشجاع غوندې مطلق ځان اووطن خرڅوي او يا دومره تريخ شي چې ټول يې وغورځوي!
نو ستاسوخبره استقلال هم بايد وساتو، خپل يو والی ولرو او له نړۍ سره يوڅه سازش هم ولروڅو د خپلواهدافولپاره ترې ګټه واخلو!

مننه
ستاسو لرغونی لاروی


سلامونه

tandar
24.09.2012

سلامونه
په دي ليکلو نور نه کيږي ټول پوهان ،عالمان ، باننګه ،ازاديخوا ه،وطن فرست او په ناموس ،،استقلال ،، له سره تير افغانان ياستي
په اسيا،اروپا، امريکا او استرياليا کي په ښکاره ديو بي طرفه ،وطنفرسته او ازادي خواه افغان په توګه ،دميړاني غږ پورته کړي، چه څومره درديدلي واقعي افغانان درته حاضر دي او حاضريږي
يو مشري ته حاضر شي پلاني قاتل دي ،پلاني وطنفروش دي ،پلاني جنايت کار دي ، پلاني لاسپوڅي دي او داسي نوري ببولالي ګورو چه دغه کسان ټول خپل اعمال په صحنه دعمل کي پياده کوي او مونږ ورته دزړه ويني خورو او دلته خپلو مينځو کي لکه مچي بنګيږو
نوربه بس وي راشي عملي صحني ته راوځي ،ومن الله التوفيق،انشاالله
دcia او isi لاسونه زما دغريب ملت په وينو سره دي


میرویس
27.09.2012

تندر صاحب او نورو ټولو دوستانو اسلام علیکم
ګرانو وروڼو، پاک الله مو جنتي کړه
تندر صاحب ستاسې د خبرو اکثره ټکي مې خوښ شول. زموږ تاریخ دغسې دئ چئ
دجنګ میدان ګټو، خو د سولې په وخت کې دوکه کیږو، او ټوله ګناه هم زموږ خپله ده. که ووایو چې هر افغان خروار دئ، او هیڅ من یا چارک په موږ کې نشته، نو علت یې هم بې علمي او د بې علمي او ځان ځاني کلتور دئ. که ووایو چې، خود غرضه، یو علت یې بې تعلیمي ده.که ووایو چې آسانه دوکه کیږو، علت یې بې تعلیمي ده، که ووایو، خپل ملک، خاوري، ملت، دین، ملې ارزشتونو او اصولو ته وفا نلرو،علت یې بې تعلیمي، اقتصادي، ټولنیز، سیاسي، کلتوري، فردي اسقلال او داسې نور محرمویتونه دي. ډدې ټولو مسئلو سر چې را ګنډه کړو، بیا یې هم اصلي زړئ بې تعلیمي ده
اوس نو چې ددغو یادو شوو امتیازونو څخه هر څوک یو شئ موږته راکړي، خپل ټول ارزښتونه ورخرڅوو
دا به مو اوریدلي وي چې وايي
آدم که جنت را به ګندم فروخت = من نا خلف باشم که به جو نفروشم
طالبانو ته خو وګرئ، چې پخوا به د حضرت رسول اکرم صلی الله وسلم د مثلې ځای ناستي بلل کیدل، خو په ټوک ستریدل، خو دخپل آزاد عاید نه محروم وو. په مجرد ددې چې هسې نا چیزه امتیاز جګړه ماراانو، د افغانستان سرسپرده دښمن او تیروریستانو ورکړ، نه دا چې خپل ملک یې پر هغوی خرڅ کړ، بلکه د خپل دین او ایمان، نه هم ورته تیر شول. اوس پداسې بحران کې ښکیل شویدي چې ځان د مار ګیر د هودې نه نشي ایسلئ، یا به مري او یا به د خپل بادار د امر د پوره کولو دپاره له هرڅه ورته تیریږي.اول یې قدرت ته ورسول، بیا یې ددنیا او خپلو خلکو نه منزوي کړ، بیا یې په نوره دنیا ووهل او د قدرت د ګدی نه یې وشړل، بیا یې مار غوندې مست کړل، او اوس یې د خپلو اهدافو د پاره د خپل ملک، ولس، او ټولو دیني او مذهبي ارزښتونو په مقابل کې استعمالوي
تر څو چې زموږ خلک په علم آراسته نشي، اوخپل نورارزښتونه او چې مخکې ذکر شول رازده نشي او دغه راز ایمات او وجدا مو بیدارنکړئ شي، او په اهمیت یې پوه نشو، تل به زموږ د ملک او خلکو دغه حال وي

موږ اصلاً هیڅ مؤثره حربه په لاس کې نلرو چې د ځان ساتنه پرې وکړو. وایې تشه لاسه، ته مې دښمن یې. داکاني ټولې موږ پخپله په ځان کړې دي
خپل لاسه، ګوله لاس
[/i]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more