د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

کندهار کې بمي چاودنې

مومند
20.09.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
یو ځل بیا د طالبانو د غچ او غضب قربانیان د افغانستان بی بس او بیګناه ولس. د طالبانو په هدف تر اوسه پوری لا نه یم پوه شوی چی د دوی هدف د یرغلګرو سره جګړه او د دوی له مینځه وړل دی او که د خپل بی ګناه هیواد والو سره جګړه او د دوی ختمول؟ د دوی هدف د کفارو سره جګړه دی او که مسلمانانو سره؟ ځکه چی د دوی د هر برید په ترڅ کی تر کفارو نه ډیر افغانان او مسلمانان وژل کیږی.
لاندنئ خبر ولولئ:

(کندهار کې بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې
د خپريدو وخت: 05:24 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391
بم په زرنج موټرسایکل کې نصب و چې د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه ورکړل شوه.
په کندهار کې چارواکي وايي بیګا شپه شاوخوا اته بجې د دغه ښار د څوارلسمې امنیتي حوزې په سیمه کې یوه چاودنه شوې چې په کې د یوه ماشوم په ګډون ۳ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل په وینا چاودنه د یوه ریموټ کنټرول بم په وسیله د پولیسو په رینجر ګاډي شوې ده.
د نوموړي په خبره بم په زرنج موټر سایکل کې نصب کړل شوی و.
د کندهار د عامي روغتیا رییس ډاکټر قیوم پخلا هم د بي بي سي خبریال ته تایید کړه چې د پېښې له ځایه شپږ تنه ټپیان او درې مړي روغتون ته وروړل شوي دي.
وسله والو طالبانو د دغه پیښه مسوولیت منلی دي).

په درناوی

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more