د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

د وهاج افغان په لټه

حمید هڅــاند
12.09.2012

اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته

ملګرو، زه چې ټول افغان بحثفورم ته لومړی ځل راغلم، هرکلی مې د د نورو ملګرو ترڅنګ د غیرت، باتور او وهاج افغان او .. له خوا وشو. د وهاج افغان علم، پوهه، مالومات، خوږه ژبه، په بحثونو کې حلم او د حق پلوي ټولو ته مالومه ده. زه بیا د څو میاشتو لپاره فورم ته نه راغلم، خو کله چې بیرته را وګرځېدم، وهاج افغان لا درکه شوی ؤ. په هغه موده کې زه فیسبوک باندي هم نه وم. اوس چې یې له هرچا پوښتنه کوم، ټول ورڅخه نا خبري ښیې، وهاج خپل د فیسبوک اکاونټ هم ناکره کړی. که یې چا ته پته وي، موږ دې هم ترې خبر کړي. د ده تګ راته بیخې له معما ډک دی.

درنښت


پښتون:
13.09.2012

وعلیکم السلام ورحمة الله و برکاته

هڅاند صیب کوربه نشته !!! او زه پخپله د وهاج صیب نه خبر نه یم .
حتما په همدې د انټرنیټ دریابونه کې به چیرته وي .
هر ځاي چې وي روغ او جوړ دې وي.


سلامونه

tandar
13.09.2012

سلامونه
پښتونه وروره زه خپله ٢٤ ساعته کي اقلا ٥ ځلي ديري ته راځم خو چه څوک نه وي نو دديوالو سره غوري وکړم هههههها
اوبل زه دځواني په وخت کي دننګرهارپه چکنورو کي يوه همصنفي دڅو ورځو لپاره ميلمه کړي وم دډوډي وخت چه به راغلو دهر کوره به ځوانان او زاړه له ډوډي او کاسو سره راروان وه يعني دټول کلي ډوډي په يوه درستخوان وه اصلي کوربه نه معلوميده اوزه نه پوهيدم چه زما اصلي کوربه چيرته ناست دي هههها
اشرف نوميده خداي دي وکړي چه ژوندي او ښه صحت ولري
دلته هم دټول افغان ديره ده او دلته هم هر سړي په اصل کي کوربه دي
داچه څوک راځي او که نه راځي په هغه پوري اړه لري
اوس زياتره غربيان شوي دي شايد کومي ديسکو ته ئې لاره پيدا کړي وي
دادپښتنو په خړه ديره څه کوي ؟ ههههههها
هسي ټوکي کوم دا لا درکه ورور چه مسافر شوي هيله ده چه ژوندي وي اوښه صحت ولري او يو ځل ديري ته دورونو په خاطر سر راښکاره کړي
تربيا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more