د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د جنازې په مراسموکې ځانمرګي برید، الله اکبر!

Ghani
05.09.2012

دننګرهارپه دوربابا ولسوالۍ کې دجنازې په مراسموکې د ځانمرګي برید له امله ۹۰ مسلمانان شهیدان او ژوبل شوي دي .

آيا جهاد همديته وايي؟ پدې مظلومو او بې ګناه وژل شوو او ټپي شوو انسانانو كې چيرته دى كافر، او چيرته دى پرنګى.
طالبه، ګیله ځکه نه درنه کوم چی ته زما خبره نه آورې، ته خو د خپلو هغو بادارانو خبره منی کوم چی تاته یي په کومه مدرسه کې د دینی ارشاداتو پر ځای د خپلو خلکو د وژنی درس درکړي دي .
الله (ج) ته به ددې کارونو څه ځواب ورکړی ته فکر کوی چی جنت ستا شو، کاشکی! چی د مسلمانانو له دردونه خبر وای ، ته خو مسلمان نه یي، افغان هم نه یي ځکه چی ستا او کافر تر مینځ هیڅ کوم توپیر نشته.


larghonay laraway
06.09.2012

دلته نو سړی حيران شي چې په هسکه مېنه کې د واده پرمراسمو د بهرنيو لنډغرانو کوبايانو بمبارد او د جنازې پر مراسمو د خيرن ذهنو بريد څه توپير لري؟
دواړو عوام خلک ووژل او دواړو د خلکو د غم او ښادۍ مراسم ګډوډ کړل!


اسلام څه وایي!

Ghani
12.09.2012

لاروي صیب هیله ده چې زما سلامونه و منې،
تاسو د ناټو په اړه خبرې کړي دي، اول خو د ناټو قوا وې چې دي دوی خو ټول خارجییان، او د هر څه نه مهمه دوی ټول کافران دي، او دوی زمونږ د ملت سره دومره خواخېږي نه لري، چې طالب صاحبان یي هرومرو ولري.
او بیا خارجییان په ورا باندې د طالبانو د ډلې په ګمان بمباری وکړه، د هغوی نه مونږ څه ګیله ولرو، مګر طالبان چې ځانونه (الحمدُ لله) مسلمانان وایي، او دعوي کوي چې دوی د مسلمانانو د خلاصون او د هیواد د آزادی او رفا د پاره شپه ورځ جهاد کوي، دوی ولې قصداً یي د (دوربابا) په هدیره کې ځانمرګې برید وکړل؟
طالبان پوهېدل چې هلته ټول مسلمانان راټول شوي دي، بیا په سنجیده ډول زمونږ بیګناه هیوادوال په شهادت ورسول. او دا داسې جنایت دي چې مرتکبین یي د اعدام، او زمونږ د مبارک دین (اسلام) له نظره د قصاص، سزأ لري.

والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more