د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دملي خائن سيا سي تېرو ته يو ه کتنه

pattang
10.09.2012

له نن اسيا څخه :

دامریکایې یرغل راهیسي په افغانستان کي هرکال داحمدشاه مسعوددمړیني (دسپټمبرنهمه )ورځ په خوارشاندارومراسمولمانځل کیږي ،مسعود یوولس کاله وړاندي په همدې ورځ دتخارولایت په خواجه بهاوالدین کي ددووتنوچي ځانونه یې ژونالیستان معرفي کړي وو،له خوا دخپلوځانونوسره یوځای والوزل شو.او افغان ولس یې له شروشوره په امن شو.

احمدشاه مسعوددشورای نظاراوشمالي ټلوالي هغه سرغنه سرلاری ؤچي استادان اوشاګردان به یې هیڅ کله هم تشه ډکه نکړای شي ،ځکه هغه دمجاهدترماسک لاندي شعله یې +ستمي =دمتضادواشیاواسلام اوافغان دښمنه ګډوله وه ،

هغه که د«کي جي بي » مامورؤ،نود«سي آي اې »تنخواخورهم ؤ،که د«راو»ګټوته ژمن ؤ،نود«آی ایس آی »سره یې پټپټاني هم کولې ،که د«موسا»دهمکارؤ، نودایراني اخندانودپیسوکڅوړي هم پریمانه ورته رسیدې ،که دګران هیوادافغانستان تجزیه نګارؤ، نو د تاجکستان بزرګ موسس هم ؤ!!،دغه رازهغه دکابل ورانونکی ،دافغان ملت وژونکی ،دسپېڅلي جهادبدنامونکی ،دخپلي مور(خاوري )پلورونکی ؤ.

مسعوددقدرت اوچوکۍ میني داسي مجنون کړی ؤچي دترلاسه کولولپاره یې دهرزرلرونکي اوزبرځواک غیږي ته ځان غورځاوه اودهغوی دغلامۍ کړۍ یې وغاړي ته اچوله ،دروسانوپرضددافغان ولس دجهادپرمهال یې دکرملین سره ایتلاف ته پراختلاف ترجیح ورکوله اودخپل نفوذڅخه په استفاده یې دجهادي تنظیمونوپه منځ کي دکرکي اونفرت تخمونه پاشل چي ګټه یې دافغانستان ټولودښمنانواوپه ځانګړې توګه نیواکګرشوروي ته رسیدله اوتاوان یې دافغان ولس داوږودرونداولوغړن بارؤ.

په افغانستان کي دشوروي یرغلګروپوځونوخورالوی سټي په خپلویاداښتونواوکتابونوکي له مسعودسره دخپلوتړونونونه یوازي یادونه کوي ،بلکي په خوراصراحت یې اسناداوجزئیات هم وړاندي کوي ،له همدې جملې څخه دکي جي بي لوړپوړی چارواکی جنرال لیاخوفسکي لیکي چي :«مسعودپه ۱۹۸۰ز،کال دشوروي لښکروسره تړون وکړچي دسالنګ دلوي لاري پرسربه دشوروي داکمالاتي کاروانونوساتنه کوي اودهغوی (ریښتونومجاهدینو)په وړاندي به وسله وال مقاومت کوي چي پرشوروي کاروانونوبریدونه کوي آن داړتیاپه صورت کي به دهغوی (ریښتونومجاهدینو)پرضددشوروي توپخانې همکاري هم ورسره مل وي » .لیاخوفسکي زیاتوي چي : «دمسعوداوشورويانوترمنځ به چي کله دپروتوکول نیټه پای ته ورسیدله نومسعودبه ترهغه وخته پوري چي نوی تړون لاسلیک کیده په هغه زاړه عمل ته دوام ورکاوه ».[۴۶۲- ۴۸۵،دجنرال لیاخوفسکي لیکنه ]دغه رازپه افغانسان کي دشوروي عسکرودڅلویښتم لښکربولندوی جنرال باریس ګروموف په افغانستان کي دمسعودسره دخپلوتړونونواودافغان ولس په وړاندي دخپلوګډودسیسوخوراپه زړه پوري اوکره لاسوندونه وړاندي کړي دي چي لوستونکي یې تفصیل دیادشوی جنرال په هغه کتاب کي لوستلای شي چي د پښتوژباړي نوم یې «سرې لښکري په افغانستان کي »دی ،جنرال ګروموف دمسعودهمکاریوته په اشاره دتعحب اوتشکرترمنځ په راګیرحالت کي لیکي چي :«مسعودکولای شوای دکاڼواوګاروپه راښویولوسره یې دسالنګ لارپرموږبنده کړې اوهمدغه سیمه یې راته دمرګ په کنده اړولې وای !».

همدارنګه دافغانستان مشهورسیاسیي اوجهادي شخصیت جنرال رحمت الله صافی په خپل کتاب «مسعودپیژنئ ؟»کي دخوراموثقواسنادوپربنسټ دروسانوسره دمسعوددتړونونو،دافغانستان دتجزیې ،دلوي تاجکستان دجوړیدو او نورو موضوعاتو دوړاندي کولو او شنني ترڅنګ پوښتي چي :«مسعود دشوروي اشغال په اوږده موده کي په افغانستان کي دهغوی پرترټولولویه اډه «بګرام »باندي ولي حملې ته زړه ښه نه کړ،په داسي حال کي چي جنګیالیویې درښتینومجاهدینوپه پرتله ښې وسلې اوستراتیژیک موقعیت په واک کي درلود».جنرال صافی ليکي چي :«که فرضادمسعوداوشوروي لښکروترمنځ دراکړي ورکړي کوم تړون نه ؤموجود،نومسعود دشوروي نیواک په لس کلنه دوره کي ولي دسالنګ تونل حتی یوځل لاهم دهغوی پرمخ بندنه کړ؟!،حال داچي دطالبانوپه وړاندي یې په دوه کاله کي دوه ځله همداتونل ته انفجارورکړچي په نتیجه کي یې دسالنګ لاردترافیکوپرمخ په کلونوکلونوبنده وه»! .

مسعوداوډلي یې دکمونستي رژیم دنسکوریدووروسته کابل چورکړشخصي اودولتي شتمنۍ یې غلاکړې ،دولتي موټران ،ټانګان اونورډول ډول محاربوي ،ملکي اواداري وسایط،اجناس اونوراړین توکي حتی چوکۍ ،میزونه اوغالۍ یې هم پنجشیرته انتقال کړې .څه مات وکړوپ شیان یې چي په کابل کي دخپل ژوندداسانتیالپاره ساتلي ووهغه یې بیاهغه مهال پنجشیرته یووړل چي طالبان دکابل دروازوته ورسیدل . یوشاعردمسعودهمدې حالت ته په کتوداسي ویلي :

شیرپنجشیرزشمشیرتوروباه شده بین
خفته درغارزخوفت لحظه نیست که نیست

دروان ښکېلاک په مټ دشیرپنجشیرمریدانواواستادانوته یوواربیادچوراوتالان ،قدرت اووحشت زمینه مساعده شوه دتهران اوکولاب دخوبونوتعبیر یې په روڼوستوګوولیدخوداځل په دومره توپیرسره چي مخکي یې روسۍ اوایرانۍ وسلې پرخپلومخالفینواستعمالولې اوداځل یې بیادبي ۵۲ډوله اوایف ۱۶امریکایې الوتکواوکروزتوغندیوتروزرونولان

دي دهیوادپررښتینوبچیانوبریدونه کول اودهغوی دژوبلیدواوشهیدیدوڅخه یې خونداخیست ،کوم مجاهدین چي ورسره اسیران شوي وو هغوی یې پرخپلوبادانوخرڅ کړل اوکوم کسان چي یې بادارانو نه ځني رانیول هغوي یې په کلونوکلونوپه زندانونوکي وساتل څوچي کورنۍ یې مجبوري شوې چي دنیکونواوپلرونوهډونه (کوراوپټی )وپلوري اوخپل مظوم بچي دظالمانوله منګولوازادکړي .

دامریکایې یرغل له برکته!! همدې ملي خاین ته دملي اتل لقب ورکول شو،کنه کابلي ماشومانو«دشیرپنجشیر،روبایې کابُل،بُزشادګل» په القابونازاوه .په ډیرتأسف سره چي دتېرویوولسوکلونوراهیسي دملت دقاتل – مقتول دمړیني ورځ (دسپټمبر۹مه ) دشهیدپه نوم یادیږي اوهمداورځ هرکال لمانځل کیږي .

ډیموکراسي هم عجیبه نخرې اوکانې کوي ملي خاینان یې ملي اتلان کړل اواتلان یې راته په خاینانوونومول ،خپلواکي یې په بلواکۍ راتعویض کړه اوبلواکي یې په خپلواکۍ تعبیرکړه ،ازادۍ ته یې دغلامۍ نوم ورکړاوپه غلامۍ یې دازادۍ جامې واغوستلې .هوعجیب تصادم اوغریب تصادف !!.

سید سعید


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more