سياست او روانې چارې
طالبان ؟؟؟
larghonay laraway
29.08.2012
طالبان ؟؟؟
له يو کال راهيسې کورنۍ او بهرنۍ ميډيا دطالبانو د بېلابېلو ډلو ډنډورې غږوي او وايي چې طالبان په دوو ډلو وېشل شوې دي چې يوه يې د ملاعمر او بله دحقاني ده خو په خپله طالبانو دا خبره نه ده کړې چې دوی دوه ډلې دي!
پوښتنه دا ده چې طالبان رښتيا هم دوه ډلې دي او که بهرنيان غواړي چې په دوو ډلو يې وېشي!
ځکه تېره ورځ دا خبره هم کېده چې بهرنيان له حقاني ډلې سره معامله کوي او غواړي درې جنوب ختيز ولايتونه ورکړي !
بله پوښتنه دا ده چې کرزی د لانځکې غوندې ناست دی او بهرنيان کله کندهار طالبانو ته ورکوي او کله پکتيا نو غلام او اشغال خو لکۍ نه لري!
حمید هڅــاند
29.08.2012
حقاني ډلې ته بې ځایه اهمیت په لوی لاس ورکول کېږي، ډېری ځانمرګي چې نیول کېږی هم له حقاني ډلې سره تړل کېږي، ممکن څه پټه لوبه روانه وي. والله اعلم
عمر۲۰۱۲
29.08.2012
قدرمنو لوستونکو،
دا ښکاره ده چې دلته لیکل شوې دعوې کاملأ غلطې دي. په افغانستان کی د امریکي متحده ایالاتو د ځواکونو ویاند، برید جنرال ستیفن تویتی په خپله خپره شوې اعلامیه کی د دغو دعوو به هکله ویلې:
"د ایکسپرس تریبون په یوه لیکنې کی اظهارشوې دعوې چې د امریکي متحده ایالات دی ته چمتو دي چې افغان علاقي، د حقانې شبکی سره د اړیکو د ټینګښت لپاره، حقانې شبکې ته وسپاري او دا چې امریکا پدی باور لری چې نوموړې شبکه د افغانستان په راتلونکی سیاسی نظام کی یو مهمه رول لوبوې، قطعأ غلطې دي. او دغه تبصري چې یو جګپوړې امریکایې نظامې چارواکې سره منسوب شوي د امریکي متحده ایالاتو سیاسی پالیسیو سره سمون نه خوري. نور باید ښکاره شي چې یوازی د افغانستان اسلامی جمهوری حکومت د دی صلاحیت او واک لري چې د افغان ولس يه استازیتوب سره سیاسی ګامونه واخلې."
http://www.isaf.nato.int/article/isaf-releases/us-forces-afghanistan-refutes-article.html
مننه
عمر
دجیټال انګیجمنت ټیم، د امریکا مرکزي قومانداني – سنتکام
http://www.centcom.mil
Re: طالبان ؟؟؟
pattang
29.08.2012
کرزی څوک دی ? د cia زوړ اجنټ ، څه چې cia غواړي کرزی به يې کوي !
[quote:9b499e7ebf="larghonay laraway"]طالبان ؟؟؟
له يو کال راهيسې کورنۍ او بهرنۍ ميډيا دطالبانو د بېلابېلو ډلو ډنډورې غږوي او وايي چې طالبان په دوو ډلو وېشل شوې دي چې يوه يې د ملاعمر او بله دحقاني ده خو په خپله طالبانو دا خبره نه ده کړې چې دوی دوه ډلې دي!
پوښتنه دا ده چې طالبان رښتيا هم دوه ډلې دي او که بهرنيان غواړي چې په دوو ډلو يې وېشي!
ځکه تېره ورځ دا خبره هم کېده چې بهرنيان له حقاني ډلې سره معامله کوي او غواړي درې جنوب ختيز ولايتونه ورکړي !
بله پوښتنه دا ده چې کرزی د لانځکې غوندې ناست دی او بهرنيان کله کندهار طالبانو ته ورکوي او کله پکتيا نو غلام او اشغال خو لکۍ نه لري![/quote:9b499e7ebf]
larghonay laraway
05.09.2012
سلامونه!
عمر صيب د کرزي زور خومونږ وليدو چې ويلي يې وو (.... زه به استعفی ورکړم) نو ته فکر وکړه چې يو ولسمشر استعفی ورکوي اوکه مامور!
کرزی ولسمشر نه دی بلکې مامور دی ځکه چې يوپنځوس په سلو کې رايې يې پوره نه کړې او امريکا په شين زور ولسمشر کړ!
له حقاني سره د بهرنيانو خبرې اومعاملې پټې نه دي خو هدف يې بايد ووايي چې د کوم هدف لپاره ورته دومره تبليغ کوي!