د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

امان الله خان څوک وو

tandar
24.08.2012

ماته دا لاندي سوالونه دنجيبي صيب په ليکنه کي پيدا کيږي
١، امان الله خان خو دافغانستان دازادي يو ملي قهرمان ياديږي ولي محمود ترزي ته ئې دالقب نه ورکولو؟
ځکه پلان ګذار خو ئې اصلي ترزي وو چه دومره خلک پري پوه وه ؟
٢، له اوريدو نه عبدالرحمن خان ډير جابر او دښځو شوقي وو چه حتي ٤٠ ښځې ئې وائې لرلي خودلته بيا دحبيب الله خان مستي ګاني دباغ بالا په ډنډ کي د نازکو نجنو سره ياده شوي؟ خو خير دپلار ميراث ځوي ته پاتي کيږي ههها
٣، په نورمال حالت کي ډير کم پيښيږي چه ځوي دپلار دوژلو پلان جوړ کړي
يعني واقعا امان الله دخپل پلار قاتل وو چه په لغمان کي ووژل شو؟
٤،ايا په هغه وخت کي موش کش توپنګچي هم وي؟
٥، زما له نظره دامان الله خان دلته ډير غيبت شوي نظر صفت ته، دادملايانو قيصي او دښځو ازادي ئې شايد واقيعت ولري چه دوخت او زمان سره دده يوه لوه سهوه وه
نوره تبصيره تاريخ پوهانو ته پريږدم
دcia ،isi او خميني لاسونه دافغان په وينو سره دي

جمعه د ١٣٩١ لمريز کال د وږي ٣tolafghan.com

امان الله خان څوک وو
کریم نجیمی

23.08.2012 20:37
د ليکوال څو نورې لیکنې
کمپیوتر څه شی دی (دوهمه برخه)کمپیوتر څه شی دیټول امان الله خان د حبیب الله خان زوی د عبدالرحمان خان لمسی وو.
نیکه یی یو ډیر ښه مدیر وو او ویی کولی شول چی افغانستان په ډیر بد حالت کی تر مرکزی اداری لاندی راولی. چون پر ملت بی اعتماده وو نو د دیورن کرغیړنه کرښه یی قبوله کړه او د وخت افغانستان یی کاملا په منځ نیم کړو او نیم یی انګریزانوته ور پریښود چی تر نن پوری بیا زموږ نشو.
عبدالرحمان خان یو ظالم انسان ووچی د ترحم احساس یی ډیر کم وو او په امورو کی یی ډیر د شدت نه کار اخیستو. دده په رابطه ډیر کتابونه لیکل شوی دی. د وخت انګریز جنرال هم د سټیل لیډر تر نامه لاندی کتاب پری لیکلی دی چی په لوستلو ارزی.
د امان الله پلار حبیب الل خان وو چی نصبتا بی تفاوته انسان وو د ښځو ډیر بی اندازی شوقی وو تمامه ورځ به دی وو او د باغ بالا د اببازی حوض به وو او نازکو نجونو به ورته لامبو کوله او ده به تری خوند اخیسته. د تفریح او مستی ډیر شوقی وو. تاریخ وایی چی د منکوحه ښځو تعداد یی هم ډیر وو خو د وخت یو تعداد ملایانو به ورته جواز ورکولو (د شعون اسلامی ملایانو).
امان الله چی په یوه شاهی کورنی کی را لوی شوی وو نصبتا ساده او خوشباوره انسان وو. دی د محمود ترزی زوم وو. مورته یی حبیب الله خان چندان توجه نه کوله ځکه خو د پلار سره چندان محبوب نوو.
محمود ترزی چی د وخت په دموکراتیکو تحریکونو کی برخه درلوده په امان الله د خپل نفوذ نه استفاده وکړه او د قدرت اخیستوته یی و هڅولوو.
تاریخ وایی چی د کابل په ده افغانانو کی په یوه بالا خانه کی د یوی کڼکی خواته محمود ترزی او امان الله خان د یوه میز دواړو خواته ناست وو او محمود ترزی خپل قلم سرچپه نیولی وو او داسی یی ارام ارام په میز تکواهه چی امان الله تری پوښتنه وکړه : ایا ته مطمئن یی؟ محمود ترزی چی د امان الل خان سترګوته کتل ورته په ارامه ځواب ورکړ چی هو زه مطمئن یم. تاریخ وایی چی دا هغه جلسه وه چی محمود ترزی او امان الل خان د حبیب الل خان د مرګ دسیسه پکی طرحه کړه.
کله چی حبیب الل خان د ښکار په نیت د لغمان کله ګوش ته لاړ چی دی به هلته کله کله د طبیعت د ننداری او ښکار د پاره تلو نو د ګارد خاص د کوم افسر په لاس په دیر مرموز ډول ووژل شو چی بیا یی هیچ چا پوښتنه هم و نکړه.
د حبیب الل خان د وژلو تربیب دیر ماهرانه طرح شوی وو. کله چی د شپی له تیریدو ورسته ټول راووتل حبیب الله ناوخته کړو او د خپلی خیمی نه راونه وتلو، وخت تیر شو ناوخته شو، تشویش پیداشو نو څو تنه افسران چی وردننه شول ګوری چی حبیب الله وژل شوی. حبیب الله په موش کشه تفنګچه پداسی ترتیب په غوږ کی ویشتل شوی وو چی حتی د تفنګچی غږ هم چا نوو اوریدلی. او مرمی یی د سرنه پوری خواته هم نوه وتلی، صرف یوه کمه اندازه وینه یی د غوږ نه راغلی وه چی په مخ یی وچه شوی وه.
لکه څنګه چی وړاندی وویل شول، امان الله خان چون د عیش عشرت په ژوند کی په شاهی کورنی کی را لوی شوی وو او د دنیا سړی او تودی یی نوی لیدلی نو ده به هر شی په خپل فکر جوړول، پداسی حال کی چی ارادیت او د تصمیم نیولو قوه یی ډیره ضعیفه وه.ډیر خوشباوره او نصبتا ساده سړی وو. خوددی ترڅنګ په وطن ډیر مین سړی وو. دده ډیر نژدی او تکړه مشاور چی خبری یی ډیر اثر پری درلود محمود ترزی یعنی دده خسر وو.
امان الل خان د پلار دمرګ اود استقلال د اخستلو فیصله هم د محمود ترزی په مشوره او تشویق وکړه بلکی دا فیصلی پخپله محمود ترزی وکړه، امان الله صرف د پردی په مخ رول ولوبولو. دده ډیر تکړه افسر محمد نادر خان وو چی هم یی د ارادیت قوه درلوده اوهم د افغانسان په ټولنه کی د ټولنی په هکله پوره پوهه درلوده، په حربی برخه کی د توری څښتن وو او ښی فتحی یی لرلی دی. (یعنی که د ناردخان پوهه او استعداد د امان الله خان سره وی کیدای شی د امان الله خان تحریک کامیاب شوی وی).
(د امان الله خان د وخت اشتباهات چی سیاسی کارپوهان یی د امانی اصلاحاتو په نامه یادوی.)
امان الله خان چی کله یو اوږد سفر اروپا او بعضی نورو ملکونو ته وکړو نو د هغوی د پیشرفت او ترقی نه متئثره شو او دا فکر ورسره پیداشو چی موږ هم باید یو داسی افغانستان ولرو. پدی امید یی داسی اجرااتو ته لاس واچولو چی این راه به ترکستان بود.
سیاسی کارپوهان وایی چی دده د اصلاحاتو د پاره ټولنه نوه اماده او د خلکو د درک او تعلیم سطح ټیټه وه مګر برخلاف دده د اصلاحاتو د پاره د امان الله خان خپله د درک او تعلیم سطح ټیته وه او ده ترقی او پیشرفت په اشتباه نیولی وو چی د ټولنی د سختو غبرګونونو سره مخامخ شو چی باید هم شوی وی چی په لاندی ډول دی.
1. امان الله خان د جمعی د ورځی رخصتی د یک شنبی ورځی ته تبدیل کړه، پداسی حال کی چی دی کار د افغانستان په ترقی کی هیچ مثبت رول نلرلو. برعکس په مذهبی لهاذ یو لویه تیروتنه او ګناه وه.
2. امان الله خان خپلو مامورینو ته امر وکړو چی نور به بعضومهمو مجالسو ته د خپلو ښخو سره راځی او ښخی هم باید په اروپایی لباس کی وی. چی داهم اصلاحات نه بلکی شدیدا حماقت وو. (داچی بعضی وایی چی ټولنه داسی اصلاحاتو ته نوه اماده یعنی د خپلو نوامیسو لوڅول بد ورته ښکاریدل چی ددوی په فکر که دا کار په تدریج شوی وای شاید بیا خلک د خپل نوامیسو لوڅولو ته اماده شوی وی).
3. امان الله خان ټولو مامورینو ته امر وکړو چی لدی ورسته به ټول شپو خولی په سروی. او که د چا شپو خولی په سرنوه دفتر ته د ننوتلو اجازه نلری. دا د امانی دوری بل اصالاحات وو.
4. امان الله خان امر کړی وو چی پس لدی به کله چی سلام اچوی باید خولی په لاس کی ونیسی لاس وړاندی و نیسی او سر ښکته او د نیمه رکعو په حالت کی با ید سلام واچوی.
5. امان الله خان د ټولو مامورینومیرمنو ته د اروپای لباس امر وکړو چی داګام لومړی ده په خپله واخست او پداسی حال کی چی میرمن ثریا پرتوږ ایستلی وو او په اروپایی لباس کی د زرنګار په پارک کی دده ترڅنګ راښکاره شوه.
6. امان الل خان یو تعداد نجونه د درس او تعلیم د پاره ترکیی ته ولیږلی پداسی حال کی چی پلاران یی دهقانان او وروڼه یی بی سواده وو.(یعنی ډیره به غوره وای چی اول یی ورور لیږل شوی او کله چی شرایط برابر شوی وای په اسلامی معیار سم به یی نجونی هم تعلیم ته لیږلی وی).

دا د امانی اصلاحاتو هغه نمونی وی چی هم یی ځان پری ورک کړو او هم یی د د اصلاحاتو په نتیجه کی وطن یو ځل بیا کورنی جنګ ته ورټیل واهه چی په زرهاوو انسانان هم پکی قربانی شول.

امان الله خان بعضی داسی کارونه هم وکړل چی لازم او ضرور ی وو مثلا مکابت یی جور کړل، بانک نوټونه یی چاپ کړل او بعضی لوی او واړه قراردادونه یی وکړل چی د یو مملکت د ترقی د پاره ضروری وی.

چون شرایط هم ډیر نازک وو او انګریزی ښکیلاک هم د افغانستان ارامی او سوکالی نه غوښتله نو ټول برنی امانی اشتباهات به یی قلمداد کول. چی پدی ترتیب ټولنی د امان الله خان سره حساسیت پیداکړو او په خلاف تحریکونه راپیداشول.
ټولنه او د افغانستان ملت په حقه وو چون ددوی په مذهب او عقایدو ښکاره تیری شوی وو او د امانی خلاف تحریک شول. مګر په عین حال کی تو تعداد مغرض عناصر چی په رئس کی یی حبیب الله کلکانی (بچی سقاو) وو. چی د انګریزانو د مستقیمی مداخلی په صورت کی د پیښور نه افغانستان ته ولیګل شو او د امان الله خان په خلاف تری استفاده وشوه.

بچی سقاو چی د کابل د کلکان اوسیدونکی وو او یو وخت د امانی اردو عسکر وو د کوم جرم په نتیجه کی پښی سپکی کړی او هند برتانیوی ته و تښتید.
ده د کوهات او ټل په سیموکی د یو سماوار شاګرد شو او ډیر وخت یی په سماوار کی خدمت وکړو.بیا ورسته پیښور ته راغی. انګریز چی دده د تیښتی په علت پوه شول نو د همدی کمزوری نه یی ګټه پورته کړه او بچی سقاو یی دته تشویق کړو چی د امان الله خان په خلاق تحرکات وکړی.
بچی سقاو د یو کوچنی ګروپ په جوړلو سره په لومړی سر کی د کاروانونو دلوټ او تاراج ته مخه کړه او په کرار کرار یی ډله لویید له او د حکومت له منځ نه هم یو تعداد خرڅ شوو عناصرو مالی او نظامی مرستی ورسره وکړی. او حتی امان الله خان ته به یی منفی مشوری ورکولی ترڅو د بچی سقاو خلاق قاطع عمل ونکړی چی بلاخره بچی سقاو کابل ته داخل شو او امان الله خان د تیښتی لار خپله کړه او کندهار ته و تښتید. ( که نادرخان یا داودخان وی شاید هیڅ کله یی دا کار نوی کړی).
چون د اداری توان او قاطعت یی نه درلود نو پدی هم و نه تواندو چی هغه کندهاری، وردګ او هزاره لښکری چی دده په ملاتړ راټولی شوی وی منسجمی کړی او درسته استفاده تری وکړی. په غزنی کی د یوی وړی ماتی په نتیجه کی بیرته کندهار ته ستون شو سره لدی چی ملګرو ورته د پاتی کیدو اسرار کاوه اوهمداسی د کندهارنه د شپی په تیاره کی په پټه په سرحد واوښت او ټول لښکری یی بی سرنوشته پری ښودی.


Naeem sadat
03.09.2012

ګراڼو وروڼو السلام عليکم

تندر صاحب زما په فکر د حبيب الله خان مرګ او د افغان انګليس دريم جنګ يوه استعماري ډرامه وه ٠
زه فکر کوم چي د نړي د يوه ملت په تاريخ کي به هم دومره دروغ نه ويل شوي لکه زموږ ٠ زموږ مظلوم ملت له اصلي يا واقعي تاريخ نه ده خبر ٠
د نړي په ټول تاريخ کي دا قانون وو او اوس هم دا قانون ده ،کله چي يو ملت په بل ملت باندي په جنګ کي غلبه وکړي ٠نو غلبه کونکي ملت د مات شوي ملت په ټولو اجتماعي ، اقتصادي جرياناتو حاکيمږي ٠

يوه ډيره مشهوره معقوله ده چي وايي (تاريخ د جنګ ګټونکي ليکي ) زموږ د هيواد زياتره تاريخونه هم د انګريزانو او روسانو په اعشاره ليکل شوي او د اعتبار وړ نه دي ٠

نو په همدي خاطر لازمه ده ، چي موږ خپل تاريخ ته يو ځل بيا کتنه وکړو او ځان په واقعيتونو پوه کړو ٠
نو په همدي خاطر به زه کوښښ وکړم چي بعضي تاريخي واقعات د نورو درنو ليکونکو په همکاري په دي ليکنه کي تر خپله اوسه وڅيړم

د ژوندانه د چارو ، مصروفيتنو او د کم وخت د لرلو له وجهي به دا ليکنه ټوټي ټوټي لوستونکو ته وړاندي کوم

نوربيا انشاالله


حمید هڅــاند
03.09.2012

ملتوال صیب، تاسو ډېر کم راځﺉ، ستاسو لیکنې راته به زړه پورې دي، هیله دده خپل مالومات له موږ ځخه په یوه او بله بهانه و نه سپموې.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more