د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ياره رحمته ژوندی دې يې!

pattang
30.08.2012

د افغانستان دوه ځوان ځامـن: محّمد اکبر او عـبدالصبور
ډاکتر رحمت ربی زیرکیار
Larawbar.com 2012-08-29

۱۵ اګست ۲۰۱۲

افغانان او فلسطسنیان «ترهه ګران» (ټرورسټان) نه دي زیـږیدلي. په ۱۹۴۸ کې د اسرایٔیلو د دولت یو موسس پلار ډیویډ بن ګوریـيـن چې د دفاع وزیر او صدراعظم هم و، د یهودي نړۍ وال کانګرس مشر ناهوم ګولډ من ته داسې ویلي وو: «که زه یو عرب وای، د اسرایٔیلو سره به هیڅکله موافق نه وای....موږ دلته راغلي یو او د هغوی هیواد مو غلا کړی دی. هغوی به ولې دغه ومني.» د اسرایٔیلو یو بل صدراعظم ایهود بارک اقرار کوي چې که پخپله دی فلسطینی زیـږیدلی وای، «د یو ترهه ګر سازمان سره به یوځای شوی واي.»
افغانان او فلسطینیان چې هیواد، تاریخ، پیژاند، ارمان او دولت یې یرغمل شوي دي، نور به څه ولري چه له لاسه یې ورکړي؟! د حمس یو مشر خالد مشعل د ۲۰۰۲ په جون کې د سرښـندنې (فداکارۍ) په اکله درې غټو لاملونو ته ګوته نیولې وه : دیني علت، د هیوادوستۍ علت او بشري (هیومانیټـیرین) علت! په یو هیواد کې رټلی او غملړلی ژوند ولس ته بلنه ورکوي چې ځانونه د هسک څښتن او هیواد لپاره سرښندنې ته چمتو کړي ـ په دې باور چې د بې عزته ژوند په ځای به ورته د هسک څښتن په دربار کې ښه ژوند رسیـږي. د سرښندنې بشري څڼـډه داده چې سرښندونکی د خپل ولس د ژوند د ښه کولولو لپاره خپلې سرښندنې (ځان چاودنې) ته چمتو دی.
د هسک څښتن، د خپل هیواد او هیوادوالو لپاره سر ښندنه اوږد تاریخ لري. په درې توحیدي دینونو (یهودیت، عیسویت، او اسلام) کې وروسته له باباادم (ع) نه، ابراهیم(ع) زموږ مشر نیکه ګڼل شوی دی. ابراهیم(ع) دیته چمتو شوی وو چې خپل ځوي قرباني کړي. دغه شان د عیسویت له نظره، هسک څښتن خپل ځوی عیسی(ع) قرباني کړـ په عیسویت کې عیسی(ع) ته د هسک څښتن د ځوی په سترګه کتل کـیـږي. عسویان په دې باور دي چې عیسی(ع) ځان وژنه ومنله د دې لپاره چې هسک څښتن د ولس ګناهونه وبخښي او د خپلې قربانۍ له لارې خلکو ته خیر ورسوي.
پـه تورات یا زاړه انجیـل کې د یهـودي اتلانوکیسې راغلې دي: د سامسون او جـاشوا کیسې د ســرښنــدنې په اړه مــشهورې دي [جاشوا د موسی(ع) مرستیال واو د هغه له مړینې وروسته د هغه په ځای ودرید]. سامـسون یو ډیـر قوي اسرایٔیلي پهلوان و چې فلسطینیانو په چل سره نیولی او بیا ړوند کړی و. ناریـنه، ښځیـنه او ماشـوم فلسطینیان د سامسون د تماشې لپاره په یو ډیر غټ سیب (تعمیر)کې راغوڼډ شوي وو. سامسون په خپله وروستنئ دعا کې هسک څښتن ته په زارۍ وو چې: «ای سردار څښتنه، ما مه هیروه. زه دعا کوم! يوځل مې قوي کړه، زه دعا کوم، ای څښتنه چې له فلسطینیانو نه د خپلو دوه سترګو بدل واخلم!» سامسون زیاته کړه چې: «پرې مې ږده چې د فلسطینیانو سره ومرم!» د سامسون دعا د اوسنیو ځان چاودونکو دعا ته څه ناڅه ورته بر یښي؟! سامسون په ړندو سترګو د غټ تعمیر دوه ستنې راوویستلې، تعمیر یې ړنګ کړ او په دې ډول یې ځان او نور ټول حاضر خلک ووژل. سامسون که اسرایٔیلیانو ته اتل و، د اوسنئ ژبې له مخې فلسطینیانو ته ترهه ګر و.
ډاکـتر نعیم عتیـق په الـقدس(یروشلیم) کې د سبیل د نړۍ وال ازادي بخـښونکو الـهیاتو د مرکــز مشر او فلسطیني عیسوي دی. د سامسون کیسې ورته جدي پوښتنې راولاړې کړې دي: ایا سامسون ځان چاودونکی و؟ ایا د هسک څـښتن سیاسـت داسې و چې اسرایٔیلیان(یهودان) د نورو په مقابل کې دفاع کړي، که مظلومان د ظالمانو په مقابل کــې دفاع کړي؟ څنګه به وي که نن د سامسون په ځای د احـمـد نوم وکارول شي. ایا د سمسون کیسه مشروع ده ځـکه چې پـه بایـبل کې راغلې ده، او د احمد کـیسه نـاروا ده ځکـه چې په بایـبل کې نـه ده راغلې او له دې امـله احـمـد تـرهـه ګـر دی....؟
په انجیل کې د ځان وژنې لفظ نشته. خو هلته داسې انسانانو ته ګوته نیول شې چې ځان وژنه یـې پلې کړې وه. جوداس چې د عیسی(ع) ملګری و، ځان یې وروروسته د هغه له اعدامولو نه «ځوړند کړ». ساول ځان «په توره وروغورځاوه» او ورپسـې دهغه ساتـنـمن هم عین کار وکړ. یو مشاور چې هیتوفیل نومیده، «خپل کور یې سمبال کړ او بیا یې ځان ځوړند کړ، او مړ شو.» د اسرایٔیلو یو پاچا زیمری نومیده. هغه ولیدل چې «ښار یې نیول شوی و، ماڼۍ ته لاړ او د ځان ګردچاپیر یې ماڼۍ ته اور ولګاوه، او مړشو.» عیسی(ع) په دې پوهیده چې په یروشلیم (القدس) کې به وژل کیـږي. هـغه ځان پخپله و نه واژه، بلکې د عیسوي دین له نظره یې ظالم پـریښـود چې ویـې وژنـي. یانې عیسویان په دې باور دي چې عیسی(ع) ځان له څرګند خـطر نه څـڼـډې ته نه کړ او د نورو (ټولـنې) سره د ښیګـڼـې لپاره یې ځان له کـړاو نه ډکې وژنې ته تسـلیم کړ.
د اوسنئ ځان چاودنې مخکنیان اوږه لړۍ لري او ډیر ځلې سرتیري د اتلانو په لقب نازول شوي دي. په لرغوني یونان کې لیونیداس نوم ویستلی دی ځکه چې د (ترموپـیلای) په کڼډو کې یې د یو څوکسیزه سپارتان لښکر د قربانیو په واسطه د لرغوني پارس ستر لښکر مات کړ. یوناني مورخ هیرودوت لیکي چې د دغې جګړې په اوږدو کې د سپارتا واکمن او کوماندان لیونیداس د یوه « میړه په شان وجنګید»
“Leonidas fell, having fought like a man indeed.” Quoted in Cohen and Major, History in Quotations. Cassell, Orien, 2006 reprint, p. 55, No. 2).
په لومړئ زییزه پیـړۍ کې، د رومیانو په مقابل کې یهودانو په (مسادا) نومې کلا کې کلک دفاعي مورچل ونیو چې اسرایٔیل پرې ویاړي. په مسادا کې چې اوس د اسرایٔیلو په حاکمیت کې ده، یهودي جنګیالیانو ځانونه ځان وژنې ته تسلیم کړل، نه د رومي پوځ له خوا نیولو ته. په یهودانو که له پخوا راهیسې د ا مفکوره شته وه چې د یهود په حیث خپله وفامني د شهاد ت په واسطه وښئ. دغه ډول سرتیرتیا ته «کیدوش هاشیم» ویل کیـږي :
“This could often take the form of suicide or mass suicide.” (ibid., p. 182, No. 4).
په ۱۸۳۶ کې، ټکساسي کرنیل بر بټ تراویس د (الامو) په کلا کې د «بري یا مرګ» چغه لوړه کړه او د خپل غوڼډ سره یې د ژوند د وروستیو سلګیو پورې هلته دفاع وکړه. له دینه یوه نیمه میاشت وروسته (۲۱ اپریل ۱۸۳۶) ټکساسیانو د سام هیوسټن په مشرۍ له مکسیکویانو نه د الامو د کلا غـچ واخیست. (همدا اثر، مخ ۶۱۵، نمبر ۳تر ۴).
جاپان د چین یا فلپـیـن د نیولو لپاره «کامیکازی» یانې د ځان وژنې بریونه نه وو کارولي. خو کله چې جاپان په دوهمه نړۍ واله جګړه کې د امریکې د ستر هوایي او سمندري قدرت سره مخامخ شو (۱۹۴۵-۱۹۴۴)، کامیکازی یې یې وکارول: جاپاني الوتانو یانې پیلوټانو به له تیلو، بمونو او نورو چاودونکو موادو ډکې جنګي الوتکې د خپل ژوند په بیه قصدا د امریاکایي جنګي بیـړیو سره ټکرولې چې کلک زیان ورواړوي او په دې ډول له خپل هیواد جاپان نه دفاع وکړي.
James Petras, The Power of Israel in the United States. Atlanta,GA: Clarity Press, 2006, p. 153.
کامیکازی په امریکایانو کې دا باور غښتلی کړ چې جاپان د عادي عسکري زور په مقابل کې نه تسلیمیـږي. دغه باور په امریکا کې دا پریکړه ګړندۍ کړه چې په جاپان باندې اټومي بمونه ور وغورځوي (اګست ۱۹۴۵). له نن نه ۴۹ کلونه وړاندې په ۱۹۶۳ کې، یو بودیست مولوي (راهب = منک) ځانته اور ولګاوه چې په ویټنام کې د ظلم په ضد اعتراض وښئ – هغه د یو هدف لپاره ځان وواژه بې له دې چې نور څوک هم ووژني. د کردستان د کارګرانو ګوند په ترکیه کې ځان وژونکي بریدونه کړی دي. په سریلانکا کې «دتمیل ایلام د خپلواکۍ پـړانګانو» هم د ځان وژنې کوماندې کارولې دي.
داسې معلومیـږي چې د اسلام له نظره یو ډول ځان وژنه (انتحار) چې له شخصي غمجنتیا، کړاوونو او او ناراحتۍ (ډیـپریشن) نه راولاړیـږي، مجاز نه ده. خو د ځان وژنې بل ډول شهادت دی چې د هسک څښتن په لار کې په دفاعي حالت ولاړ دی. له نن نه نږدې ۱۶۱ کلونه وړاندې د ۱۸۴۱ د دسمبر په ۲۳ نیټه، ۲۴ کلن پښتون وزیر محّمد اکـبر په کابل کې د ملي مشرانو غوڼـډې ته د رابلل شو ي انګریز مکناټـن له غلطیو ، چلونو او د دوه متضادو قراردادونو نه څپوڼی پورته کوي . مکناټن وارخطا کـیـږي. وزیر محّمد اکبرځان پخپله مکناټن ته په غوڅه ژبه وویل چې نوموړی به تر هغه مهاله د افغانانو سره برمته (ګروګان) وي چې د انګریزانو ټول عسکر له افغانستان نه وتلي نه وي. مکنا ټن هڅه وکړه چې په سردار محّمد اکبر برید وکړي خو سر دار محمد اکبر یې په ګړندي ډول ژوند پای ته ورساوه. سردار محّمد اکبر انګریر کپټـن میکینزي ته ویلي وو: «تاسې راغلي وئ چې زموږ هیـواد ونیسئ؟!» په دې ډول سردار محّمد اکبر په خپل ملت کې دغازي محّمد اکبر مقام وګاټه او تمانچه یې په ملي او بین المللي سویه مشهوره شوه. که په خپلواک افغانستان کې د غازي محّمد اکبر درناوی کیـږي، په کوم ملي او دیني کفایت به د اوسني اشغال شوي افغانستان استعماري محکمه له ځوان او مسلمان افغان عبدالصبور نه دا حق صلب کړي چې د هسک څښتن په لار اود خپل هیواد په دفاع کې د اشغالګرو قواو په ضد ودریـږي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more