د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د طالبانو شعار!

محمود سعيد
27.08.2012

طالبانو د خپلې واکمنۍ ټينګولو پر مهال يو ډېر ښه شعار درلود:
(د شر او فساد پر وړاندې مبارزه)
شر او فساد د مفسدو او شريرو خلکو دوې نه بېلېدونکې ځانګړنې دي. دوی له دې دوو ناولو ځانګړنو څخه تل د خپلو اهدفو سره سم کار اخلي. د پخوانيو مفسدو او شريرو پاتې شوني چې په اوسني حکومت کې ېې ځالې کړې دي، د فساد سر لاري دي. دوی به د وخت سره سم يو ځل بيا شر ته هم مخه کوي. د افغانستان په ملکي او نظامي ادارو کې د دا ډول بې علمه او بد معاشو کسانو ګمارنه د کندې پر سر د افغانستان د درولو ستر لامل دی.
تاسې فکر وکړئ چې د اووم ټولګي څخه فارغ کس د کورنيو چارو وزير وي، هغه هېواد به څه ډول د پرمختګ مخ وويني؟


larghonay laraway
28.08.2012

السلام عليکم!
سعيد صيب سعيد اوسې؛ طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړيو کې د فساد پر ضد قوي مبارزه کوله نو د فساد مخه يې هم نيولې وه او چا جرأت نه شو کولی چې غلا او رشوت ته لاس وغځوي!
د کرزي د حکومت پيل په غلا سره شوی دی!
يعنې د دې حکومت بنسټ په فساد ايښودل شوی دی ځکه چې بهرنيانو د اوسني حکومت وزيرانو او لوړ پوړو چارواکو ته سپين بانکي چکونه ورکول چې همدغه چارواکي په هغه وخت کې قومندانان او لنډه غران وو !
کله چې واک ته ورسېدل نو بيا يې د ځمکو د غصب، دولتي منقولې او غير منقولې شتمنۍ غلا ته ملا وتړله او دې ته هم يو ډول تشويق شول!
ځکه چې هيڅ غل ته جزا نه ده ورکړل شوې بلکې که وزير غلا کړې سفير شوی او که والي غلا کړې مشاور وزير شوی دی. که بېخي له دندې ګوښه شوی نو هغه غل بيا امريکا ته تللی او هلته يې ښه عياش ژوند پيل کړی دی!
اوس تاسو ووايئ چې د يو حکومت معيارونه غلا، فساد، غصب او خيانت وي نو د هغه حکومت چارواکي څه ملامت دي چې غلا وکړي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more