د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په کندهار کې د چاودنې له امله شپږ تنه ووژل شول

مومند
24.08.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
یو ځل بیا د افغانستان سپیڅلی او بیګناه ولس د طالبانو د بیرحمی او ظلم قربانیان:

(( په کندهار کې د چاودنې له امله شپږ تنه ووژل شول

د کندهار د امنيې قومندان (عبدالرزاق) خبر ورکوي، چې پرون مازيګر ۴ بجې په سپين بولدک کې د لارې سر د يوه ماين په چاودنه کې شپږ تنه ملکي وګړي ووژل شول. د عبدالرزاق په وينا په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شته دي. تر اوسه د پېښې مسوولي چا پر غاړه نه دی اخېستتی ، خو معمولاً د لارې پر سر ماينونه د طالبانو له خوا ښخېږي.)) طالبان به تر څو پوری د خپلو ناوړو اهدافو تر سر کولو لپاره زمونږ بیګناه خلک وژنی او قربانی کوی؟

په درناوی

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more