د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

زموږ پرون او نن !!

رښتینی
24.08.2012

له کتاب سره مینه دپوهي او ثقافت له پاره اساسي شرط دی ، یومسلمان سیاح وایې :
زه په اندلس کې دیوه تاجر کره میلمه شوم ، له ډوډۍ خوړلو روسته یې خپل کتابتون
ته بوتلم او هغه ډیرښایسته او بډایه کتابتون لاره زه حیران شوم چې یوتاجر چې له علم
سره هیڅ اړیکه هم نلرې خوپه کور کې داسې کتابتون لرې !!
دی وایې وروسته ما وپتیله چې داد اندلس دخلکو رواج دی او هغوی خامخا په
کورونو کې کتابتونونه لرې او هریو یې په دي ویاړي چې ښه کتابتون یې ترتیب
کړی دی !

څو شپي مخکي داختر په ګڼه ګوڼه کې په مدینه منوره کې دموټرو په تم ځای کې یوڅه
انتظاروم دبوختیا هیڅ هم نه و راسره په یوه وړوکي دالکتروني وسایلو پلورنځي کې
مې په څو کتابونوسترګي ولګیدلي خوشاله شوم او دخپلي خوښي یو کتاب مې راوا
خیست په تم ځای کې په سلهاو خلک ناست و چا خوراکونه کول او یونیم
په موبایل بوخت و او ماته به یې یوڅه په تعجب ولیدل !

په لنډه توګه مې دمسلمانانو دپرون او نن حال ستاسو
مخته کېښود خدای دي وکړي په ښمر مو شې ....


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more