د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د تور مخي پنجابي غوا یو ځل بیا لنګه شوه

changezkhan
20.08.2012

د تور مخي پنجابي غوا یو ځل بیا لنګه شوه

انجنیر سید احمد شاه سادات

له کومی ورځی چه افغانستان د جګړو په ناورین اخته دی د همهغه اولی ورځی نه پر پاکستان د ډالرو او د هغوۍ په اصطلاح د امدادونو باران شروع دی. د افغانستان له وجی پاکستان د اتومی اسلحی خاوند هم شو، ګنی اسراییلو او د امریکی متحده ایالاتو به هیڅکله هم پاکستان د اتومی تکنالوژۍ لاسرسۍ ته نه وایی پریښودلای. خو د ساړه جنګ شپی ورځی وی او د پاکستان پر اتومی پروګرام یی سترګی پټی کړی.

کمونست یی په مجاهد خرص کړ، مجاهد یی په طالب او طالب یی په سیکولر پراخ بنسټه ماټر یالستانو، او باقی به خیر غواړو چه څوک به په څوک خرڅوي. شمالی ټکواله خو لا یی صرف دوه اونۍ وړاندی یو ځل بیا په غیږه کی په را نیولو کړه چه د آینده پلانونو د پلی کیدو لپاره به یی په دا نوی ماشوم په دی جنګ ځپلي هیواد کی یو ځل بیا څه لوبی وکړي.

پاکستان کله هم ځان غولوي او کله هم جهان، مګر یو هدف یی چه د اوله تر آخره پکی تغیر نه راځی هغه ددوی اقتصادی هوس او بله د افغانستان په وړاندی ددوی کینه حسد او دښمني ده.

نن ورځ یو ځل بیا نړیوالی میډیا خبر ورکړ چه د پاکستان حکومت پس له ډیره ځنډه د ناتو د توکو هغه اکمالاتی لیاره چه دوی تړلی وه د یو لیکلی قرارداد پر بڼه تیره ورځ د امریکی د انچارچ د افیر ښاغلی هوګلند سره امظا کړ.

ددغه اکمالاتی لیاری د بندیدلو ښکاره علت د پاکستان د سلالي پر پوستی حمله وه خو په حقیقت کی پاکستان د ترانزیتی لیاری په بدل کی د ناټو غړو هیوادو څخه د لا زیاتو امتیازاتو غوښتونکی وو.

د همدغو امتیازاتو د تر لاسه کولو پر بنا بلاخره د امریکی متحده ايالات دی ته اړ شو چه د پاکستان د حکومت سره داسی یو تړون امظا کړی چه د هغی په بدل کی به امریکی متحده ایالات پاکستان ته د یو بلین ډالرو څخه زیات فوځی کومک ورکوی او دده سره سره به د هر کانتینر په سر ۲۵۰ ډالره د عبور ټکس پاکستان ته ورکوي.

همدا راز دغه قرارداد صرف د امریکی د متحده ایالاتو سره شوی دی او نور هغه هیوادونه چه په افغانستان کی خپل فوځیان او فوځی توکی لری هغوی به هم مجبور وی چه ورته قراردادونه د پاکستان حکومت سره امضا کړي.

په دغه قرارداد کی دا هم لیکل شوي دی چه متحده ایالات نه شی کولای چه د کراچۍ له بندره تر تورخم بندره نظامی توکی انتقال کړی مګر دا چه د افغانستان ملی اردو لپاره وي، دغه غوښتنه اصلآ د پاکستان د پارلمان وه او هغوی غوښتنه دا هم وه چه د پاکستان هوایی قلمرو دی باید هم د نظامی توکو د انتقال لپاره استعمال نه شي.

په نوی قرار داد کی د هوا د لاری د نظامی توکو پر بندیز څه نه دی لیکل شوي. همدا راز په نوی قرارداد کی د بی پیلوټه ډرن د حملو په هکله چه د پاکستان د پارلمان غوښتنه وه څه پکی نه دی ذکر شوي.

په نوی قرارداد کی دا هم نه دي ذکر شوی چه د هر کانتینر پر عبور به پاکستان ته د ټرانزیټ فیس څومره ورکول کیږی خو د پاکستان غوښتنه پر هر کانتینر ۵۰۰۰ ډالرو وه او د امریکی متحده ایالاتو موافقه د پخوا په شان په ۲۵۰ ډالرو وه، داسی راپورونه شته چه بالاخره موافقه د دواړو خواو پر ۲۵۰ ډالرو پر کانتینر شوی ده.

د پاکستان د خوشحالولو په خاطر د امریکی متحده ایالاتو په سل ګونو زره اظافی ډالرو د کومک موافقه هم کړی ده چه د پاکستان سړکونه پری ترمیم او جوړ کړي. پاکستان د امریکی متحده ایالاتو ته دا ویلی وو چه د هغوی سړکونه د هغوی د کانتینرونو پر عبور خراب شوي دي. مګر افسوس زمونږ د هیواد پر سرکونو چه په طورخم، بولدک او ویش کی د پاکستان دوه ټرکه مال په یو ټرک کی باروی او بیا د افغانستان پر لور یی اړوي.

نو د پاکستان غوا له کلونو را هیسی واښه په افغانستان کی خوری او شیدی هلته کوي!!

والسلام
انجنیر سید احمد شاه سادات .


pattang
20.08.2012

انډيواله زه د تور مخي پلوي نکوم خو حقيقت به سره وايو !
که حقيقت پټ کړو نو بيامو علمي شخصيت ته اخلاقي تاوان دی !
دکابل له لاسپوڅي رژيم نه خو تور مخي 100 مرتبي شرف لري ، داځکه چې تور مخي
پر دې حرامو پيسو ياسرکونه جوړوي او يا نور خپل کارونه دملت لپاره پرې کو ي
لکه عسکرې اونور ......
نو وروره!
ستاکرزيخېلو ، هزاره خيلو ، پنجي خيلو خو ټولې پټې کړې ، تعميرونه يې پرې جوړ
کړه ، خارج ته يې وئېستلې او کله کله دوبۍ او تا جکستان ته هم پردې حراموپيسو
ځي او هلته زنکبازي پرې کوي ! نو ته اوس فکر وکړه تور ښه دی که سپين !!!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more