د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر مجاهد د اختر پيغام نشر کړ تفصيلبـــــرخه:

pattang
17.08.2012

طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر مجاهد د اختر پيغام نشر کړ
تفصيلبـــــرخه:
[color=green:2935ef39af]( دمشر ملا صيب پيغام د نړيوال ښکيلاک ..... په فوروم کې ولونۍ ! ) [/color:2935ef39af]

خبـــــرونه 16 اګست 2012 .لیکوال: نن ټکی آسیا .نن ټکی آسیا:

نن طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر مجاهد له طرفه د کوچني اختر په مناسبت یو اوږد پیغام خپور کړ، چي پر 35 مادو ویشل شوی، او هر اړخیز مسائل په کښي څیړل شوي دي.
په پیغام کې د اختر د مبارکي وروسته د جهادي بهیر تر عنوان لاندي د بهرنیانو په خلاف د طالبانو پر روان مقاومت باندي رڼا اچول شوې، او ویل شوي چي تر پخوا سږ کال د بهرنیانو په خلاف مقاومت ګړندی شوی دی، او طالبان توانیدلي چي د خپل دښمن په لیکو کې نفوذ وکړي، او د هغوی په دننه خوندي مراکزونو کې بریدونه ترسره وکړي، او د بهرنیانو د هیوادونو په اړه ویل شوي چي د افغانستان د لاسه یې په خپلو هیوادونو کې اقتصادي او د نورو بحرانونو سره مخ شوي دي، او هم په معنوي لحاظ د بهرنیانو څیره د نړیوالو په مخ بربنډه شوی، او د هغوی دظلمونو او وحشتونو څخه دا ثابته شوی چي هغوی د بشرپالني او انساني حقوقو په اړه هسي ناري وهي، او په حقیقت کې هیڅ هم نه دي.

د جهادی بهیر تر عنوان لاندي د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد ویلي چي طالبان منظم او متحد دي، او همدا یې د طالبانو د کامیابۍ ستر راز بللی، او زیاته کړې چي له همدې وجي ددوی دښمن وار خطا دی.

د دښمن د دسیسو تر عنوان لاندي بیا ویل شوي چي بهرنیانو خپل د میډیا او تبلیغاتو په زور هڅه کړې چي د طالبانو بریاوي پټي کړي، خو نه دي توانېدلي، ځکه چي د بهرنیانو له خوا ایجاد شویو رسنیو او تبلیغاتي ادارو خپل حیثیت له لاسه ورکړی.
او هم یې د بهرنیانو له خوا داربکیانو د جوړولو پروسه د افغانستان د ولس په منځ کې د ګډوډۍ جوړولو یو دسیسه بللې، او زیاته کړې چي په دې سره ولس نور هم ددوی خواته نیژدې شوی، ځکه چي هغوی د اربکیانو له خوا ظلمونه او ناروا اعمال په خپلو سترګو ولیدل.

د بهرنیانو له خوا افغان امنیتي ځواکونو ته د واک د لیږد په اړه ویل شوي چي هسي غولونکې پروسه ده، او اوس هم بهرنیان په هغو سیمو کې واکمن دي.

د ستراتیژیک تړون، نظامي اډو او بی ګټي کانفرانسونو تر عنوان لاندي راغلي چي دا تړونونه هیڅ قانوني حیثیت نه لري، او زیاته شوې چي بهرنی یرغل که تر هر عنوان لاندي وی، طالبان به یې په وړاندي مبارزه کوي.

او د نړیوالي مرستي په اړه ویل شوي چي دا مرستي هیڅ کله عام ولس ته نه رسیږي، بلکي ټول هدف یې د نظام نیم ژوانده ساتل دي، او فاسدو چارواکو جیبونه ډکول دي.

د خبرو او مذاکراتو په اړه ویل شوي چي طالبان افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور بولي، او د افغانستان د ازادی وروسته به طالبان د ټولو جهتونو سره افهام او تفهیم وکړي، او یو افغان شموله نظام به جوړ کړي.

او همداسي د امریکایانو سره د ولاړو مذاکراتو او خبرو په اړه ویل شوي چي دا خبري او مذاکرات د تسلیمي او یا دخپلو اهدافو څخه د تیریدو په خاطر نه وي، بلکي د بندیانو تبادلې، سیاسي دفتر او نورو سیاسي اهدافو ته د رسیدو په خاطر دا قدم پورته شوی وو.

د راتلونکي افغانستان تر عنوان لاندي ویل شوي چي طالبان به قدرت په ځان کې منحصر نه کړي، بلکي د ټول افغانستان اتباع به د کاري اهلیت له مخي په حکومت کې د برخي اخیستلو حق ولري.

او د تعلیم په اړه ویل شوي چي دوی د خپل حکومت په وخت هم تعلیم ته ډیره توجه کړې وه، اوس یې هم لري، او په اینده کې به هم دې برخي ته ډیره پاملرنه وکړي.

د ښځو د حقوقو په اړه ویل شوي چي د اسلامي اصولو او افغاني کلتور ته پام سره طالبان د ښځو ټولو حقوقو ته متعهد دي.

د افغانستان د تجزیې د پلانونو په اړه د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد ویلي چي دوی به د ولس په ملاتړ هیڅ چاته اجازه ور نه کړي چي هیواد د سمت او قوم په نوم وویشي.

د بهرني سیاست تر عنوان لاندي ویل شوي چي طالبان یا اسلامي امارت د ټولو نړئ او خصوصا اسلامي نړۍ او ګاونډیانو سره به د متقابل احترام په چوکاټ کې ښې اړیکي ولري، او نړی ته ډاډ ورکوي چي چاته به اجازه ور نه کړي چي د افغانستان خاوره د چا په ضرر وکاروي.

په عربي نړئ کې د وروستیو پاڅونونو وروسته ملا محمد عمر د هغو هیوادونو ولسونو ته مبارکي ویلي ، او د پرمختګ دعا یې ورته کړې، او هم یې د اسلامي هیوادونو او نړیوالو بشري حقوقو پر مدافعینو غږ کړی چي په برما کې د مسلمانانو په وړاندي د ظلم او وحشت مخه ونیسي، او په دې اړه عاجل اقدامات وکړي.

د مجاهدینو وروڼو تر عنوان لاندي طالبانو ته ځیني توصیې شوي، او غوښتنه ځینی شوې چي د ولسي خلګو د مال او ژوند په ساتني ځانګړي او جدي قدمونه پورته کړي.

او همداسي (د کابل ادرې کارکونکو ته) تر عنوان لاندي یو وار بیا د افغانستان د حکومت پر چارواکو غږ شوی چي باید د بهرنیانو د ملګرتیا څخه لاس واخلي، او دهغوی په ضد د طالبانو سره لاس یو کړي.

او یادونه ورته شوي چي اوس وخت نیژدې چي بهرنیان به افغانستان پریږدي، او له همدې وجي طالبانو د دعوت او ارشاد په نامه یوه څانګه جوړه کړې تر څو د هغو افغانانو سره مرسته وکړي چي د کابل د ادارې څخه وتل غواړي، او د طالبانو سره یو ځای کېدل غواړي.

او په پای کې د نړی او خصوصا د هغو هیوادونو ولسونه ته چي په افغانستان کې ځواکونه وجود لري، ویل شوي چي خپل پر حکومتونو فشار واچوي تر څو د افغانستان څخه خپل فوځونه وباسي، ځکه دلته یې د هیواد ډیر بچیان وژل کیږي او معیوبه کیږي.

او همداسي د بشري حقوقو پر نړیوالو ادارو ږغ شوی چي باید د سیمو حقایق په دقت وڅاري او په بی طرفه توګه خپل مسئولیت ادا کړي، او د لویدیځو رسنیو پر راپورونو دي اکتفا نه کوی، چي حقاق پټوي.

دا پیغام چي نن د طالبانو له خوا خپور شوی او نن ټکي آسیا ته يې هم کاپي را لیږل شوې، د لوستونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره یې مونږ کټ مټ خپروو:


changezkhan
17.08.2012

پتنګ صیب باور مې نشي چې دا پیغام به د ملا محمد عمر وي.او خپله یې لیکلې وي.
له هر څه مهم او د اهمیت وړ د ملا صیب په ژوندینه لیدل او د هغه غږ اوریدل دي چې تر نن ورځې پورې هیڅ افغان ندې اوریدلې او نه یې لیدلې.
دا پیغام به یو څو کسه ولولي ،ولې دا نور ۹۹%بیسواده افغانان د ملا عمر په موجودیت څنګه اعتبار وکړي چې واقعا شتون لري.
زه چې کمپیوټر ،انټرنیت او تلویزیون ته لاس رسې لرم که تر اوسه می یا لیدلې وي او یا یې پدې ۱۱ کلونو کې چې افغانستان امریکا او ناټو ته تسلیم کړ ،چیرته څرګند شوی وي؟
فکر کوم دا پورته پیغام د آی اس آی له دفتره خپور شوی دې او ملا عمر هم کلونه مخکې لکه اسامه مړ شوی او څه وخت وروسته یې شاید پاکستان په امریکا باندې خرڅ کړي.لکه اسامه چې خرڅ کړ.


pattang
17.08.2012

د isi تورونه خو هر وخت ځينې خاص عناصر لګوي ، مونږ يې کومه پروا نلرو !
دا مهمه نده چې دا چا ليکلې دی ، که کزی 250 سياسي اونور مشاورين لري ، اوبا ما
، بوش، مېرکل، اونور هر يويې خپل مشاورين او ليکوالان لري نو ملا عمر يې ولې
ونلري???
مهمه دا نده چې چا ليکلې مهمه دادی چې دی ملا عمر او طالبان پرې خبر دي او
ددوی په رضايت خپره شوې او ډېره مهمه يې دجنګي پسيخولوګي اوازادي
روحيې دي !
که ملا عمر تا نوي ليدلی ما او نورو ليدلی دی !
ته عجيب فکر کوې دويوو سړي پر سر چې صليبي اشغالګرو په ميليونو دالر
ايښي وي نو ته څه فکر کوې هغه به چېرې له کوم تلوېزيون او کومې راديو سره
چېرې خبرې کوي اوله امريکايې درونو څخه به ځان پټ ساتي !


[quote:409d3c32b4="changezkhan"]پتنګ صیب باور مې نشي چې دا پیغام به د ملا محمد عمر وي.او خپله یې لیکلې وي.
له هر څه مهم او د اهمیت وړ د ملا صیب په ژوندینه لیدل او د هغه غږ اوریدل دي چې تر نن ورځې پورې هیڅ افغان ندې اوریدلې او نه یې لیدلې.
دا پیغام به یو څو کسه ولولي ،ولې دا نور ۹۹%بیسواده افغانان د ملا عمر په موجودیت څنګه اعتبار وکړي چې واقعا شتون لري.
زه چې کمپیوټر ،انټرنیت او تلویزیون ته لاس رسې لرم که تر اوسه می یا لیدلې وي او یا یې پدې ۱۱ کلونو کې چې افغانستان امریکا او ناټو ته تسلیم کړ ،چیرته څرګند شوی وي؟
فکر کوم دا پورته پیغام د آی اس آی له دفتره خپور شوی دې او ملا عمر هم کلونه مخکې لکه اسامه مړ شوی او څه وخت وروسته یې شاید پاکستان په امریکا باندې خرڅ کړي.لکه اسامه چې خرڅ کړ.[/quote:409d3c32b4]


changezkhan
20.08.2012

یوازی ته خو د تولو افغانانو نماینده نه یی چی تا ولید نو تول به پره باور کوي.هسی زه هم له کلونو یو عکس وینم .شاید لس کاله بعد به هم وایاست چی نه ملا عمر شته او ژوندی دی.
حد اقل په مذهبی جشنونو که خو یو ویدیویی وینا وکره چی خلک پوه شی چه داسی یو کس وجود لری او یا موجود دی.
اوس خو زه فکر کوم چه دا پیغام فقط د ای اس ای لخوا لیکل شوی ، او وازه خوله پاتی بی سواده د غولونکوملایانو د کونی پسی روان بیچاره پشتانه پری باور کوی.شه خو دا و چه دا پیغام یی په مسجدونو کی لوستلی وی.
د کرزی حکومت که هر قسم ده د مسلمانانو په سر تجارت نکوی.پاکستان خو ستا د ملا انددیوالان یو یو د مرده خانی نه راوباسی او وایی چی یو کال مخکی مو درله بوقه کری دی او اوس یی دا عکس ته جنازه کوه.

ملاعبیدالله اخوند
[img:038a6d73ed]http://taand.com/images/articles/2012_08/35050/u3_3.JPG[/img:038a6d73ed]

آی ایس آی ملا عبیدالله اخوند له وژلړو وروسته دلته خاورو ته وسپاره
[img:038a6d73ed]http://taand.com/images/articles/2012_08/35050/u3_4.jpg[/img:038a6d73ed]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more