د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

اختر مبار کي ټولو وروڼو ته وايم

pattang
18.08.2012

ګرانو افغانانو مسلمانانو وروڼوتا سو او محترمو کورنويو ته مو دزړه له کومي
کوچنی اختر مبارک وايم !
الله پاک دې ستاسو روزې، لمونځونه او تراويح قبولې کړي ٠
زماخوهغه اخترونه په سترګو کې نيغ ولاړ دي کله چې به مونږ په خپل کلي کې
درې ورځې کور په کورګرزيدو خو بدبختانه دغه خوشالي اونور ډېر کارونه
خارجي اشغالګرو او داخلي داړه مارانو راڅخه واخيستل او حتا تر دې حده
پورې چې په خپل هېواد کې ازادهم نشو ګرزېدی ٠
الله پاک دې حق موفق کړې او د ظالمانو کور ګډ .


هیښ
19.08.2012

السلام عليكم ورحمته الله وبركاته

ټولو ته دې نیکمرغه وي

دکوچني نیکمرغه اختر راتګ دافغانستان مسلمان ،باشهامته او مجاهد پروره وولس ته ،دمقاومت دجبهې ټولوغيرتي او سلحه شورو مبارزینو ته ،دمقاومت دجبهې باایمانه ،زړورو او مدبره مشرانو ته ،دټول افغان درنو لیکونکو ،لوستونکواو چلوونکوته او دنړۍ ټولو مسلمانانوته مبارکي وایم .
الله تعالی (ج) د ې دافغانستان دوولس روانه غمیزه په خپل کرم سره ختمه کړي او دادمصیبت او عذاب نه ډکې ورځې ئې دخوشحاله او نیکمرغه ژوند په لوري هدایت کړي .
امین یا رب العالمین
هره ورځ مو داختر ، اختر مو بختور

مننه



Mazharee
19.08.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
پتنګ صیب اوهیښ صیب!اوټولومسلمانانووړونوته دزړه له کومی مبارکی وایم:
الله پاک دی دا ورځ ، اوپه برکت ددی ورځی، ټوله ژونددمسلمانانودخیراوبرکت څخه ډک اوسرشار وګرځوی، الله پاک دی داخترپشان خوشحالی دهرمسلمانان کورته وردننه کړی، په خاصه توګه زمونږځوریدلی اوکړیدلی ؤلس، الله پاک دی دغه روان مصیبتونه زمونږ دکوردغولی څخه په خپل قدرت کامله پورته کړی، الله پاک دی په برکت ددی مبارکی ورځی، زمونږدملت ټوله بهرنی اوداخلی دښمنان ورک اونابودکړی.

خوځماپه آند ددی ورځی په هکله باید څوخبروته مونږټوله په دقت پاملرنه وکړو.
1.ددی ورځی په اهمیت ځان خبرکړو، ځکه داورځ یوه دهغه دوو ورځوڅخه ده چی رسول اکرم (ص) په صفت داخترمسلمانانوته ټاکلی ده، چی ددی دوو ورځو(ورځ دکوچنی اختر او ورځ دلوی اختر) څخه ماسوی نوری ورځی چی خلګ یی په اختریزو مراسیموباندی لمانځی، په اسلام کی هیڅ ثبوت اواهمیت نلری، لکه ورځ دنوروز، یادمور ورځ، دکارگرورځ، اوداسی نور....... چی مسلمان باید دداسی ورځودلمانځلوڅخه اوهغوی ته داختردویلوڅخه په کلکه ځان منعه کړی.
2.ددی ورځی لمانځل اودهغی څخه استقبال په ښکلی ښائسته مراسموباندی وکړی، دخرافاتو، بدعاتو اوناروا کارونودکولوڅخه ځان وژغوری، لکه دسپوجنګول، دکرکانوجنګول، دهګیوجنګول اوداسی نور.... اوداغسی ځان دورتګه څخه وغیرشرعی محفلونوته لکه دسازوسرود اوموسیقی محفلونوڅخه ځان وژغوری.
3.ددی ورځی په هکله چی کوم آداب راغلی هغه مراعات کړی.
4.پدی ورځ کی دمسکینانواومحتاجوخلګوسره کمک وکړی.
5.پدی ورځ کی داخترلمونځ پرچاچی فرض وی ، پوره آداء کړی.
6.پدی ورځ کی دډیراسراف څخه ډډه وکړی، دډیراسراف پرځای دمحتاجو اواړوخلګوسره مرسته وکړی.
7.پدی ورځ کی خوابدی مسلمانان سره پخلاکړی.
8.ددی ورځی څخه سالم اوپوره الهام واخلی.


Ghairat
21.08.2012

..............................[color=blue:42d824e54a]د اختر مشاعره [/color:42d824e54a]

[color=yellow:42d824e54a]اختره بحتوره بختور شه بیا راځه
............................ مژده د خپلواکۍ شه زړه ور شه بیا راځه

یو زیری د ورورۍ شه د ملي وحدت له پاره
......................... سور اور د ګوډاګیانو په ټټر شه بیا راځه![/color:42d824e54a]


ډاکتر څپاند
22.08.2012

اختره لږ عادل حضرت عمر شه بيا راځه

دې خوارو له خالي ګېډو خبر شه بيا راځه

دا ټول سړي خواره په يو دم ورک او نا پديد کړه

يتيم اوښکې ورپاکې کږه حبيب شه بيا راځه

که داکار دې په وس کې پوره نوي اخترګله

يو څو کاله عربو ملک کې تم شه بيا راځه


pattang
22.08.2012

وروڼو د جهاني صيب شعر مې رااخيستی دی!
جهاني صيب کټ مټ زما تېرکليوالي ژوند بيانوي !

داختر جامې
:
راته جوړي د اختر جامې که موري!
.................................................................... چي د کلي مي همزولي راته ګوري
چي ورځمه د خپلوانو تر کورونو
.................................................................... د اختر مبارکۍ را باندي اوري
را تیاره د اختر سپینه لونګۍ که
................................................................... راته جوړي مي ښایستې توري څپلۍ که
د واړي سترګي د خورکۍ به مي کړې توري
.................................................................. سره لاسونه سرې پاپۍ او سترګي بوري
چي هګۍ در څخه هیري نه سي موري
.................................................................... د بیرغ په رنګ وي سرې زرغوني توري
کال نه بل کال ته که خدای کول لوییږم
.................................................................... د ابا سره په قد کي مي سمیږم
ته به جګه غاړه ګرځې چي زه ځوان سم
.................................................................... په ټولۍ کي د همزولو چي روان سم
در یادیږم به شیدې چي مي رودلې
.................................................................... اوږدې شپې چي به دي ماته سپینولې
زویه! اوس خو دي راغلې یم تر ګوره
.................................................................... ظالمانو کړم هم بوره هم سرتوره
پلار دي مړ سو د ځان مرګو په حمله کي
.................................................................... د کاکا زوی دي ویشتلی په سینه کي
د کاکا کونډه دي بل قبر ته ژاړي
.................................................................... بوري وراري دي قبرونو ته ولاړي
نه اختر سته نه یې نوم نه خوشالي سته
.................................................................... نه دي خور نه دي ماشوم ورور ته کالي سته
چي ټوټې ستا د وجود مي ټولولې
.................................................................... تر زخمي زړګي مي ویني څڅیدلې
ستا په وینو سور وجود مي نه هیریږي
.................................................................... تر قیامته به مي ستا سترګي یادیږي
چي په غم لړي د خلکو اخترونه
.................................................................... خدایه بل یې پر اولاد کړې سره اورونه
د هغه مُلا دي ځای سي دوږخونه
.................................................................... چي زلمیو ته ایږدي د مرګ دامونه
چي په زړونو دومره سخت لکه لیوان دي
.................................................................... نه پوهیږو مسلمان که کافران دي
ګوره چا له کوم ولاته را لیږلې
.................................................................... افغاني میندو خو نه دي زیږولي
موري! مه ژاړه دا شپې به دي سبا سي
.................................................................... چي تیر سوي زر اختره زر به راسي
نن که ز موږ له ښاره تللي جنازې دي
.................................................................... که له ساندو مو په ساندو فرشتې دي
سبا ګوره چي ظالم سپاره وي پلي
.................................................................... ګوندي نه وي هره ورځ په شان د بلي
وطن ډک دی له میړونو له زلمیو
.................................................................... ویني نه پریږدي د خپلو میړنیو
که موږ نه یو ښار مو کور دی د ژوندیو
.................................................................... دا ټاټوبی د افغان دی له پیړیو
تل به پایی تل به دا افغانستان وي
.................................................................... چي لا پاته پر دې خاوره یو افغان وي
موري سره مي که د خور پښې او لاسونه
.................................................................... ورته واخله غاړګۍ او پایزیبونه
د ماشوم ورور مي کالي درنه هیر نه سي
.................................................................... چي په ساندو کي اختر درنه تیر نه سي.

۲۰۱۲ اګسټ ۱۶ ویرجینیا


ډاکتر څپاند
23.08.2012

اوبيا مرحوم ,نوميالي سياستپوه پژواک صيب ښکلي ول:

خلک وائي چې راغلی نن اختر دی

دافغان پکور اختر نشته محشر دی


tandar
23.08.2012

دافغان له غولې چه ټول شوي ديوالې لوي ټغر وي ؟
............................وائې تندر د لاسپوڅو ،cia او isi، تل به لوي اختر وي
دcia ، isi او خميني لاسونه دافغان په وينو سره دي
[quote:af6de707fc="ډاکتر څپاند"]اوبيا مرحوم ,نوميالي سياستپوه پژواک صيب ښکلي ول:

خلک وائي چې راغلی نن اختر دی

دافغان پکور اختر نشته محشر دی[/quote:af6de707fc]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more