د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

بازي بازي، با ریش بابا هم بازي؟

میرویس
16.08.2012

ګرانو وطنوالو اسلام علیکم، اختر مو مارک شه، الله ج مو په دین او دنیا مه خواروه
د ټوبکیانو، د رواني وضع نه دا استنباط کیږي چې، اوس هغوی بیواره شوي او مضبوحانه هلې ځلې کوي، ترڅو عام ولس ترور کړي، ویې وژني، عبادت او روژه یې په غم واړوي. دوي اوس پر ټولو آسماني او انساني کراماتو، اصولو او ارزښتونو پښې ږدي، نه حق الله پیژني او نه هم حق العباد.
پاک الله امر ورته کړئ، چې بي ګناه انسانان مه وژنئ، دوی یې وژني. الله وایي چې د اختر په شپو کې د بې وزله همنوعانو لاس نیوئ وکړئ، دوي يې مال او جایداد په بمونو الوزوي. آیا دوی فکر کوي چې ولس به دوي و بخشي؟ ڼه هر ګیز نه
دغو بې مسؤلیته ټوپکیانو د مبارک اختر پدې نیکمرغه شپو ورځو کې د هلمند د ناوې د ولسوالي، د عینک په علاقه کې د ولسي وګړو یو تراکتور په بمون والوزاوه، دوه تنه یې ووژل او دوه یې ټپي کړل
دوی دغه راز د کندهار د ولایت د پنجوایي د ولسولي په دریو کلیو، تلکان، مشان او سپیروان کې په یو لړ چاودنو کې اته تنه ولسي خلک وژلي او ګن شمیر نور یي زخمي کړیدي
په ډیرو شیانو مې لوبې کول لیدلي وو، خو نه د پلار په ژیره. طالبان صاحبان اوس د حق الله او حق العابد سره هم لوبې کوي
دغه ټوپکیان چې د اسلام د داعيې ډبرې پر ټټر وهي، داسې کرغیړن، غیر اسلامي کړه وړه لري، چې هر مؤمن مسلمان پرې شر میږي او دا اعمال د غاړې غور ګڼي
دوی درسته ورڅ لګیا وي د عدل او انصاف خبرې کوي
که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي = خپل ټټو او د بل آس په برابر کړې
تو لعنت دې په دا هسې منصفي شه = چې په هیله هیله لوی غر د مچ وزر کړې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more