د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

په ننګرهار کې مېړوښې ښځې خرڅېږي??

pattang
16.08.2012

[color=green:93ed9c791e]ملګرو نن مې په rohi.af کې دالاندې مضمون ولوست چې ډېر يې غمجن کړم !
- اول خو يې داعنوان غلط دی ځکه چې(ننګرهار) يې ياد کړی دی او په ننګرهار کې
مېړوښې ښځې نه خرڅيږي ،داځکه که بشرې حقوق يې هم پرېږدو نو دنکاح کړې
نارينه لپاره دښځې خرڅلاو دووسي ده او دننګرهار خلک داسې عمل نه قبلوي
هغوی ډېر غيرتمنده پښتانه دي٠
خو د شينواريو په ځيني ځايونو کې دا کار کيږي پخپله ما ندی ليدلی ، د ظاهرشاه
په وخت کې زمونږ يو خپلوان په شينواريو کې د امونيې (امنيه) قومندان وو او هغه
قسم راته خوړ چې په شينواريو کې نکاح شوې شځې خرڅيږي نو زه به حيران پاته شوم
چې پښتانه او ناموس خرڅونه ? داخو ډېر لرې کارونه دي ٠
زه ددې ته حيران يم چې مېږيانو، ببرکانو، موليانو ، او نورو چپيانو يې ولې دداسې
غيرې انساني او غيرې پښتني عمل په بنديز اقدامونه ندي کړي !!
زماپه قام کې هر سړی هر کور زما مشوره او وړانديز مني خو په پښتني او اسلامي
چوکاټ کې !
که دننګرهار دوروڼو سره پر دې هکله پوره مالومات وي نو لطفا د خپل معلومات
دلته وليکي ! [/color:93ed9c791e]

په ننګرهار کې مېړوښې ښځې خرڅېږي.

د ننګرهار د بشري حقونو خپلواک کمېسون خبر ورکوي، چې د ننګرهار په يو شمېر سيمو کې لا هم مېړوښې ښځې خرڅېږي. د يوې نوې پېښې له مخې د (بي بي زېور) په نامه يوې مېرمنې کمېسو ن ته کيسه کړې ده چې څنګه د شينوارو په نازيانو کې په زوره پلورل شوې ده. دا وايي چې کله يې مېړه مړ شو نو لېوره يې نکاح ورسره وکړه، خو وروسته د ۴۰ کلو په عمر چې درې ماشومان يې هم لرل پر يوه پاکستاني تبعه باندې چې د (سياو) اوسېدونکی و د ۱۲۰ زره کلدارو پر وړاندې وپلورل شوه. څنګه چې (سياو) دېر لرې و، دې نه شول کولای بېرته لار پيدا کړي او کله چې دا ۶۰ کلنه شوه هغوی هم وشړله. نوموړې وايي چې اوس دا نه شي کولای خپلو خپلوانو ته له شرمه مخ ښکاره کړي. په ننګرهار کې د ښځو چارو رييسه (انيسه عمراني) وايي چې د روان هجري لمريز کال په لومړيو دريو مياشتو کې دوی له پنځو دغه ډول پېښو سره مخ شوي دي. دا وايي چې څو ورځې وړاندې دوی ته داسې يوه قضيه وسپارل شوه، چې په هغه کې يوه ځوانه مېړوښه ښځه د لرګيو د ټولولو لپاره غره ته تللې وه، چې لېور يې ورغی او ورته ويې ويل چې دا يې پلورلې ده. هغې ټينګار کړی و چې يو ځل دې لرګي کورته يوسي او تي خواره ماشوم ته دې تی ورکړي بيا به ورسره لاړه شي، خو لېوره يې ورته ويلي و چې وخت نه شته او دا يې له لرګيو سره خرڅه کړې ده. د بشري حقونو د کمېسون مشر رفيع الله بېدار وايي چې دا ډول پېښې د هغو ماشومانو لپاره چې له موره پاتې کېږي يوه لويه غميزه ده.د رېپوټ له مخې معمولاً پېرودونکي له داسې لرې سيمو څخه انتخابېږي چې پلورل شوې مېرمنې بېرته راستنې نه شي. د دغه ډول مېړوښو مېرمنو بيه د ۵۰ زره او درې لکه کلدارو تر منځ ده.
د رېپوټ پر وړاندې غبرګون کې د شينوارو يو قومي مشر (ملک عثمان) دا تورونه ردوي او وايي چې دا ډول تورونه د دوی پر قوم باندې د تورو داغونو لګول دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more