د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

کونړ ولې په توپونو وېشتل کېږي؟

larghonay laraway
13.08.2012

السلام عليکم!
مخکې مې هم څو وارې ويلي چې د کرزي حکومت او د ملاعمر ډلګۍ د امريکا له خوا ګومارل شوې او امريکا چې څه ورته وايي همغسې کوي!
کيدای شي په طالبانو کې واقعي مبارزين هم وي خو اکثره يې ګومارل شوې دي چې د افغانستان، پاکستان حکومتونه او ناټو په دې پلان کې شريکه ده !

کونړ ته يې له سوات، وزيرستان او باجوړ څخه طالبان راوستي او له کونړه بېرته له کرښې هاخوا عمليات کوي او په کونړ کې يې هم کوي!
له دې کار څخه د امريکې ګڼ هدفونه دي چې يو يې د القاعده وو بربنډول دي!
په وزيرستان کې يې هم همداسې وکړل!
امريکا په القاعده پسې راخيستې ده چې د همدې لپاره يو ځای ته خپل دستوري طالبان استوي چې هلته ګډوډۍ او نا امني جوړه کړي څو القاعده او واقعي طالبان پوه شي چې دلته يې شپه تېرېږي نو هلته چې ورشي امريکا يې په بې پلوټه الوتکو وولي!
د پاکستان حکومت اقتصادي پلان پر مخ بيايي هم له امريکا پيسې اخلي او هم القاعده ورته لنګه غوا ده!
نو ځکه دوه مخی سياست کوي!
دا چې امريکايان له کونړه له کرښې هاخوا عمليات کوي نو پاکستان په ښکاره د امريکا مخه نه شي نيولی نو په بې چاره کونړيانو توپونه راواروي!
دلته ټوله کمزوري د افغانستان د حکومت ده چې هم يې پاکستان ته ټيټې سترګې نيولي او هم امريکا ته!
تاسو په کې څه وايئ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more