د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دالکوزي صيب نه پوښتنه؟

tandar
12.08.2012

دالکوزي صيب نه پوښتنه؟
١، وروره اول سلامونه بيا داراته ووايه چه ستاسو جلالت مئاب ښاغلي ګرزي دوزيرانو هغه هم [color=red:8f244cae4d]وزير دفاع ، وزير داخله او وزير خارجه[/color:8f244cae4d] دمقررولو او لري کولو صلاحيت لري ؟
٢،ايا خپله ګرزي او دري مهم وزيران ئې دچا په خوښه او هدايت تعين او مقرر شوي دي؟
٣،ايا کرزي او وزيران ئې داشغالګرو دډالرو مزدوران نه دي؟
٤،ايا افغانستان نن يو ازاد هيواد؟
٥،اياکر زي داولس له لخوا يو انتخاب شوي اولسمشر دي ؟
٦، ايا دکرزي او شاه شجاع ترمينځ کوم فرق شته ؟
٧،ايا کرزي په خپل ملت کي په ازاد ډول ګرځيدي شي؟
٨،ايا داشغالګرو له وتلو ورسته به کرزي او اودده نور جنګسالاران دافغان په خاوره کي دملت له خوا محاکمي ته کش نه شي؟
ايا؟
ايا؟
اوداسي نور سوالونه ،انشاالله ورځ ئې راتلونکي ده
يواځي وزير خارجه ناپوه نه دي مونږ ټول ناپوهه يو ځکه مو دغه بدبختي په برخه ګرځيدلي دي
مونږ ټول ناپوهه يو ځکه دنورو دلاس اله ګرځيدلي يو
مونږ په خپله خپل ورور اوخپل ځان وژنو
مونږ په خپله داخاوره په نورو اشغال او خرڅه کړي ده
که مونږ هوښيار شواو لکه نيکونه غيرت پيدا کړو يو پر بل او په خپل ټاټوبي ننګ وکړو نو په يوالي او يو ملي اسلامي غورزنګ سره به دافغان بيرغ په نړي کي لکه ستوري ځليږي او رپيږي
ددي لپاره نوي رهبر ته ضرورت دي چه ملت سره راټول او خاوري ته نجات ورکړي
بيا به نه پنجابي راکټونه راخوشي کوي او نه کوم بل اشغالګر په مغز کي داشغال فکرونه وګرځي
ديو لوي او ازاد افغانستان په هيله
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

ډاکتر حمید الکوزي

11.08.2012 22:12

د ګران هیواد افغانستان بهرنیوچارو د وزیرد غفلت او نا پوهی په اساس د افغانستان دیپلوماتکی اړیکی له جهانی ټولنی سره نوری هم ترسوال لاندی راغلی دي؟ ګران هیوادوال سترګی په لاره وو چی ‌داکتر صاحب زلمی رسول به د بهرنیو چارو په وزارت کښی پیاوړی کاری ټیم جوړ کړی، اود افغانستان دیيلوماتیکی اړیکی به بیرته را ژوندی او د افغانستان لپاره به قوی او شفافه خارجی پالسی ترتیب کړی.
له بده مرغه ‌داکتر زلمی رسول د بهرنیو چارو د وزارت څخه یوه شخصی هجره جوړه کړه یی ده، هرڅوک یی چی په تبه برابر وی د تقرور امر ورکوی، او هر څوک یی چی په تبه برابرنوی هغوی له دندو اوباسی، د افغانستان ملی هویت او د هیواد د پرمختیا په هکله کومه ټاکل شوی تګلاره نلری.
په حقیقت کښی د بهرنیو چارو وزیرباید د خپل ځان لپاره سالم او د ابتکار وړټیم جوړکړي ترڅووکولای شی چی د هیواد لپاره پیاوړي بهرنی پالیسی ترتیب کړی، او د هغه د عملی کولو لپاره میړنی، متعهد، او اوښیار با علمه اشخاص په بهرنیو هیوادونوکښی د افغانستان لپاره استازی وګماری ترڅو په میړانه سره د هیواد استازیتوب وکړی.
د دی پرخلاف، داکتر زلمی رسول د خپلی علاقی وړ اشخاص د بهرنیو چارو په وزارت کښی ګمارلی دی، نیک اوپاک اشخاص چی دهیواد او هیوادوالوسره مینه لری د هغوی لپاره ستونزی جوړوی، او په اختلاص غلا او ناوړو اعمالو ککړ اشخاصوته لبیک وایی او دهغوی څخه ملاتړ کوی.
اولسمشر کرزی صاحب په باربار په خپلو ویناوو کښی ویلی دی هغه ځوانان چی په بهرنیو هیوادونو کښی عالی زدکړی کړی هغوی ته بلنه ورکوم چی بیرته هیواد ته راستانه شی او په دولتی چاروکښی د برخه واخلی تر څو دهیواد په جوړونه کښی برخمن شي.
اما افسوس دا دی چی اولسمشر کرزی صاحب په دی ندی خبر چی داکتر زلمی رسول دبهرنیو چارو دوزارت څخه شخصی جونګړه جوړه کړي ده، چی زړه ای وغواړی همغه کوي، بله خوا د افغانسان سپیڅلی هغه زلمیان چي په خپل شجاعت او میړانه سره ای په بهرنیو هیوادونو کښی په عالی درجه علمی لاسته راوړنی لري، نن سبا د داکتر زلمی رسول په وزارت کښی د کار موقه ورته برابره نده ، دا د هیواد اوهیوادوالوسره لویه جفا ده او د افغانستان غیور او قهرمان اولس باید د داکتر زلمی رسول څخه پوښتنه وکړي چی ولی د هیوادوالو په حق کښی ظلم او ستم کوي.
زه په هیواد کښی د ننه او له هیواد څخه بهرد اکادیمک ټولنی په استازیتوب د اولمسشر کرزی صاحب څخه غوښتنه کوم ، د توکیو د کنفراس د بنسټ په اساس باندی ستاسی جلالتمآب بین المللی ټولني ته وعده ورکړی چی په افغانستان کښی سالمه اداره جوړوم.
نور د هیواد څخه د ننه هیوادوال نه غواړی چي د بهرنیو چارو وزیریی داکتر زلمی رسول وی، افغانستان یوه پیاوړی ځیرک او دراک د بهرنیو چارو وزیرته ضرورت لری تر څو وکولای شي د هیواد لپاره شفافه بهرنی پالیسی ترتیب کړي، او د یوه فعال او ښکلی کاری ټیم په اساس د بهرنیړ چارو د وزارت ضروریتونه پوره کړی، ترڅو وکولای شو د افغانستان دیپلوماتیک سمعت بیرته را ژوندی کړو.
الله تعالی د اولمشر کرزی صاحب په زړه د رحم اوبه توی کړی، ترڅو د افغانستان د پیاوړیتوب پخاطر داکتر زلمی رسول له دندی ګوښه کړي او په ځای یی مناسب د بهرنیو چارو وزیر وګماری.
د افغانستان د سوکالی او بریالیتوب په هیله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more