د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالب مقاومت ولی د اندړو د ولس تر وژلو محدود شو؟!

طالب ISI
08.07.2012

طالب مقاومت ولی د اندړو د ولس تر وژلو محدود شو؟!
Saturday, 07.07.2012, 08:06pm (GMT)

لیکوال:منصور بن احمد

له یوه لوری له صلیبی یرغلګرو سره د جګړې حساس او درانده پړاو ته ننوتلی افغانان له بل لوري د لستوڼي له مار سره هم په جګړه کښې ښکېل دی ، افغان ولس له اوږدو مبارزو جهادونو او مقاومتونو وروسته صلیبی ځواکونه په ګونډو کړي دی خو د مقاومت د صفونو تر چتر لاندی د طالبانو موجودیت د روان جهاد او افغان خپلواکۍ لپاره یوه ستره ننګونه ده!

طالبان د خپلو تشکیلاتو د نظم او کنترول له پلوه د افغان تاریخ تر ټولو عاجزه ډله ګڼل کیږی چې ښایی د سالم او مخکښ او پوهو شخصیتونو عدم موجودیت هم ورباندی ډیر څه اضافه کړي وی او همدغه خلاوی طالبان د ولس پر سر د نارواو د تالان یوه سیلۍ ته ورته کړي دی،له ولس سره د طالبانو چلند د یوه داسی مقاومت له چلند سره چې د ولس له زړه راپورته شوی وی او اسلامی ارزښتونو ته درناوی ولری خورا توپیر لری ،که تاسی یو څه وخت د طالبانو په لیکو کښې تېر کړي خورا بی خونده او بی رنګه منظری به ووینی هلته چې له یو مخې قومی او شخصی کینو او تعصبونو د امارت لمن د ډېرو بی ګناه افغانانو په وینو سره کړې ده

د طالبانو مالی امکانات او د دوی تر لاسه را رسیدونکی پیسی ښایی د ډېرو لپاره د تعجب ګوتې تر خوله ورسوی ان تر دی چی د طالبانو د یوه ولایت نومول شوی والي هم راتلونکو پیسو ته چې د طالب چارواکو له لوري دوی ته ورکول کیږی ګوته په غاښ کړي او خپل نظر یی له نورو ندی پټ کړی دا چی طالبان دغه امکانات څه ډول تر لاسه کوی او څوک یی ورکوی دا پوښتنی به خپل ځای پریږدو که نه وی اوږدو لیکنو ته به اړ شو او له موضوع به لری تللی و

د طالبانو په لیکو کښې خپل سری او د کنترول نه لرل اوپه معلومو سپیڅلو اهدافو نه متمرکز کېدل نن طالب مقاومت د ولس له نفرت او کرکې سره مخامخ کړی دی

په مختلفو سیمو کښې د طالبانو محلی پلویان چې زیاتره یی د ولس له بی تعلیمه او لاری وتلو کسانو څخه جوړ شوی دي په خلکو د خپل اغیز د ښودلو لپاره ډول ډول ظلمونه کوی او کوم ظلمونه چې د دوی له لوري ترسره کیږی د هغه نیمایی برخه هم په مېډیا کښې نه منعکس کیږي

که تاسی د کلیو او بانډونو د خلکو ژوند ته نظر وکړي نو یوه کورنۍ وارزوی نو د هغوی ژوند او روزانه لاسته راوړنی تر نظر تیری کړی غوره به وی ځکه یو کس یو دوه څاروی او کمه ځمکه لری د غواګانو او څارویو څخه او د هغوی د شیدو د محصولاتو څخه د خپل ورځنی ژوند غذایی ضرورتونه پوره کوی او ځمکی یوه برخه د همدی څارویو د ساتنی لپاره ځانګړی کړي وی

خو کله چې د طالبانو یوه 20 یا 15 کسیزه ډله د دغه غریب کلیوال پر کور ورپریوځی نو د کور خاوند دیته مجبوروي چی دوی ته زیړ غوړ او شیدی راوړی او د دغه ټولو طالبانو د مېدو ډکولو دروند مسولیت د کلیوال د کور هر څه ولوټي او طالبانو بیرته د خپلو سیکلونو په غورو پر کښې ترې لاړ شی نور نو د کلیوال الله تعالی وساتی!

همدا ډول که څوک یو بڼ ولري او بڼ هم په حاصلاتو راغلی وی او خدای ج ورباندی د طالبانو سپین لښکر برابر کړي نو بڼ به هملته درته له میوو څخه پاک کړي

که چیرته کلیوال چیرته مزدوري کوي او ورځنی څه پیسې تر لاسه کوی او خدای مکړه د طالبانو لاس رسی ورته وشی نو دوی مجبور وي چې د خپلی مزدوری نیمایی برخه د ملاصاحب د واسکټ جېبونو ته ورګوزاره کړي او په دی ډول طالبان د خلکو د زحمتونو او ستړیاو قدر هم کوی او د هغوی جیبونو او د هغوی د مزدوری ګټلی پیسی هم د دوی واکمنۍ څخه خوندي ندي!

طالبان د موټرونو او د خلکو د شخصي اموالو د راګرځولوتنده هم لري پر دی سربیره طالب واکمنی د پوهنی څخه کلک نفرت لري هغه ځنو ملانو به چی ویل چی د ښوونځي بنسټ فرعون ايښودی ښایی د دوی د تاریخ کوم پټ او غلی کتاب دوی ته همدا د نفرت درسونه ورکوی؟ځکه خو هر ځای کښې یی انجینران او معلمان وژلی وی او د هغوی د وینو تویول ورته هیڅ ارزښت نه لری.

په مختلفو سیمو کښې د ښوونکو او انجینرانو په شهادت رسول او ښوونځي سوځول د طالبانو د لومړیتوبونو څخه و خو ولس تر ډېره دا ظلم او جفا ونه شو زغملی او ښایی نور یی د صبر کاسه لبریزه شوی وي همدا و چې په غزني ولایت کښې د اندړو ولسوالی خلکو د دوی د دغه نارواو په وړاندی پاڅون وکړ

رښتیا هم که به غزني کښې صلیبی مزدورانو د طالبانو بایسکل او یا موټر سیکل بند کړی طالبانو به یی په غچ کښې د ښوونځیو د تړلو پریکړه وکړه ،حیرانتیا خبره خو دا وه چې طالب ولی خپل د بایسکل بندیدل له ښوونځی سره تړي؟؟

د غزني ولس د پاڅون څپو طالبان د خس او خاشاک په څیر پسی واخستل طالبانو هم د اوبو اخستی انسان غوندی هر لوري ته لاس واچولو مګر افسوس چې نور څه په لاس نه ورتلل

خو بیا یی هم د غچ پریکړه وکړه د یوه مولوی کور یی په نښه کړ او د کور په سوځولو سره قرانکریمونه او تفاسیر هم وسوځول طالب ویاند د کور سوځول تایید کړل خو ویی ویل چی قرانکریمونه ندي سوځول شوی خو کله چې د الجزیرې له لوري خبر ورباندی جوړ شو طالبانو دا ځل د قرانکریم سوځول هم ومنل او ویی ویل چی هغو کسانو ته به سزا ورکړي چې دا کار یی کړي دی

د غزني د اندړو د خلکو د تکفیرولو لپاره طالبانو د خپلو ټاپو په درجنونو کښې مناسبه ټاپه اربکی تر نامه لاندی وموندله او د دی لپاره یی د نن ټکی اسیا تر سرلیک لاندی د یوې ویب له لاری تبلیغات پیل کړل،طالب ویاند خو د دوی د اربکی او صلیبیانو سره د تړاو د ثبوت لپاره عجیب او غریب دلایل ویل د مثال په توګه طالب ویاند ویل چې دا خلک ځکه اربکیان دی چې د توپکو میلونه یی اوږده او د راکټ مرمۍ یی لنډې دي او دا اوږده میلونه ټوپک او لنډ مرمۍ راکټونه نو دوی له کومه کړل؟ دا نو خامخا له امریکا ورته راغلی دی

کله چی مې هغه ورځ د دوی دغه ادعا لوستله دلایلو او منطق ته یی بیخي له یو مخې حیران شوی وم ما ویل ذبیح الله مجاهد صاحب کور د په چرګه بار شه له دې دلایلو سره!

اوس چې طالبانو نور جهاد هم ترک کړي او د خپل ولس سره په جګړه لګیا دی نه د صلیبیانو دسیسو ته ګوری او نه د خپل مظلوم ملت دردونو ته یوه پوښتنه پیدا کیږی چې که د غزني د اندړو ولس پر حقه غوښتنی ولري او طالبان ناحق او باطل وی نو هغه طالبان چې په دغه جګړه کښې وژل کیږی د هغوی مرګ به څنګه وی؟؟ دا خلک به په کوم مرګ مري؟

په دغه ستر جنایت چی طالب مشران هم د طالبانو د مرګ او د ولس د خلکو د مرګ باعث ګرځي چی سترګې پټول ورباندی له خپل وجدان سره جګړه ده

ایا طالبانو نور تول افغانستان څخه صلیبیان وایستل چې د اندړو د ولس وژل ورته پاتې دي

ښه فکر وکړي د افغان ولس کرکه به تاسی ډېر زر له منځه یوسی تر څو چې د ولس د هیلو د وژلو څخه لاس وانخلی او خپل ولس له ځانه سره ونه لری هیڅ وخت به هم په هیواد کښې ځای ونه لری

په پردیو تکیه او له خپل ولس سره جګړه پریږدی او مقاومت مو د اندړو د خلکو د وژلو پر ځای د صلیبیانو سره وکړی هغه مرمۍ چې خپل هیوادوال سینی ته مخامخ کوی هغه د اسلام د دوښمنانو سینی ته ور ولیږی

زه خپله د طالبانو په لیکو کښې ډېر وخت پاتی شوی یم او لیدلي می دي چې څوک د دوی په لیکو کښې وتلی دی او څوک رټلي له همدی کبله می خپله دنده وګڼله چې نور د دوی تر پردی لاندی مخونو ته اشاره وکړم

خدای خبر چی طالبان زما لیکنه ولولی څه تورونه به راباندی ولګوی اربکی ؟ حزبی؟ کمونست؟ منافق؟ او نور خو ما ته هغه د استاد ربانی په اصطلاح د یوه فیسبوکی خبره را یاده شي چی ویلی یی و چې که عیسی علیه السلام له اسمانه راکوز شي او طالبانو ته ووایی چې ستاسی دغه اعمال د اسلام خلاف دی نو طالبانو به په عیسی ع تور لګوی چی عیسی علیه السلام اربکی او یا حزبی شوی دی باید ووژل شي که پیغمبر هم د طالب د غوښتنو مخالف وخیژی طالبان به یی وژنی

نور د خدای هدایت ورته وکړی

سرلوړی د وی افغان ولس
www.taand.com


pattang
08.08.2012

وروڼو ددغه منصور بن احمد مضمونونه دکمونستانو په ګوډي (taand ) کې
خپرېږي چې ما څو څلې لوستلې دي ٠
داښاغلی نيمايې حقيقت وايې خو دپرو پاګندې په دود !
- اول داندړو پاڅون د cia مېوه ده اودا ټولو ته يوه ښکاره موضع ده ،
- دوهم ټول اندړ ندي پاڅېدلي يواځې په څو کليو کې څو لنډغر دي چې پيسې
او اکمالات لاسپوڅي او cia ورکوي !
- درېم طالبان دکلي خلک دي نو له کليوالو سره ښه په ژبه پو هېږي ،دادې ظلم خبرې
بې اساسه خبرې دي !
- څلورم دطالبانو سواد او غيرې سواد تر منطقې پورې هم مربوط دی ، دساري په توګه
زمونږ پر ځای کې طالبان ټول کار پوهه عالمان او اکسريت يې با سواده دي !


میرویس
09.08.2012

منصور بن احمد او پتګ وروڼو پر تاسې دواړو دې سلامونه او د الله تعالا رحم وشي.
خدای تعالا دې طالبان، القاعدې او نورو ورته ډلو ته انصاف ورکړي، چې موږ پښتانه او مسلمان وروڼه یې په خپلو کې سره اچولي یاست، او دوی پاچاهي را باندې کوي. خبرې ته ښه ځیر شئ وروڼو، (نه چرګې شته، نه پرګئ). دوي ټولو د اسلام ټکه داري نیولې، او پر موږ او تاسې کوټ شوې، یعنې منسوخې شوې طریقې چلوي، نفاق واچوه، او پاچاهي وکړه. دا ټول چلونه په نړی کې ډیرو کړي، ولسونه چې پرې پوه شوي، آخر دې تلسم ګرو هم خپل سرونه خوړلي دي.دغه د اسلام سوداګران، د اسلام او الله تعالا نه زموږ په مقابل کې د چاقو په توګه کار اخلي، موږ په ګيډه کي پرې وهي، او پخبله بادرنګان وربادې ټوتې کوي او خوري یې. طالبان چې اول ځل را ځرګند شول، فلم اخیستل، کسټ غږول، ویدیو جوړول، د ګیرو وهل او داسې نور یې منع کړل، او ویل يې چې دا ټول شیان حرام دي او دا د شیطان کار دي. خو اوس دا ټول کارونه پخبله کوي. اوس یې ګورو چی بریتونه یې تر ږیرې اوږده دي ان په خوله کې یې لګیږي.
اوس چې پوښتنه تېر وکړي، چې ولې دا حرام کارونه کوئ، نطاق صاحب مجاهد وایې چې اوس د وخت ضرورت دئ، او هغه وخت هم حرام نه وو، خو خلکو په بدو لارو کې استعمالول. د مجاهد صاحب دا خبره دروغ محض ده، دوي هغه وخت ویل، چې په حقیقت کی، د فلمونو اخیستل په اسلامي لحاظ غیر مجاز او حرام دي. څنګه حرام شئ، حلا کیدای شي؟
خو اوس چې طالبان ویدیو ګانې ډکوي، لکه چې د ډیرو اسلامي کاراواییو دپاره کار تري اخلي. دوي پر یوه وخت کې د دریو ګناهونومرتکب کیږي. ا ول ماشومان ځان وژنې ته، چې په اسلام کې حرامه ده مجبوروي، دویم، په ګن شمیر کې ولسي خلک پدې ځان وژنو کې وژني، او الله تعالا ویلي، یو مؤمن چې وژنې لکه ټول انسانان چې ووژنې، او یو مؤمن چې د مرګ نه بچ کړې، لکه ټول بشریت دې چې د مرګ نه بچ کړئ وي. دریم دا چې بیا د هغو خود کشو صحنو ویدیو ګاني ډکوي، او بله ګنه یې هم داه چې دالله د امر نه هم سرکشي کوي، او هم بیا خپلو ناروا اعمالو ته د روا پرتوګ وراغوندي، او هغوی ته اشتهادي مجاهدین وايي. یعنې دوي د الله تعالا په احکامو کې تصرف کوي او د آلله جل جلاله سره لدې لارې ځان په قدرت کي شریک کوي. آیا دا شرک نه بلل کیږي؟
آلله تعالا ويلي چې هره ګنه به وبښلئ شي، خو مشرکين نشي بښلئ. د خپل ځان او مسلمان ملت او خدای تعالا سره بل هیڅوک دومره عظیم خیانت نشي کولاي. منصور بن احمد او پتنګ ورڼو، نن سبا ملت هوښیار شوئ، څوک یې داسې نشي غولولئ، لکه القاعدې ، چې طالبان وغولول، استعمال یې کړل، او د خپلو کړغیړنو مقاصدو د پوره کولو د پاره يې د ټولې نړی سره په جوال کې واچول. پر طالبانو بیا اعتبار نشي کیدای، خدای خبر چې څوک به یې بیا څو ځله وغولوي.
دا خبره ریښتیا ده چې ولسونو ددوی پر خلاف لاس وسلې ته اچولئ. په غزني برسیره د لغمان، خوست، کنړ، بدخشان، فاریاب او نورستان په ولایتونو کې هم خلک د طالبانو پر خلاف را ولاړ شویدي. همدا پرون په نورستان کې خلکو پدې وجه د طالبانو پر خلاف مظاهرې وکړي چې ښونځي او مدرسې یې سیزلې دي، او د قرآن کريم نسخې هم پکي سوې دي. طالبان اوس لګیا دي د اندړو خلک په زور او جبر دیته اړباسي، چې د پاڅون کونکو پر خلاف مظاهری او اعتصابونه وکړي. دا شیوه او طریقه کټ مټ د کمونستانو وه . اوس نو د ملک په تیر ایستلو کې د طالبانو او کموموستانو تر منځ فرق څه شو؟ که طالبان وايي چې دوی دا ځلې هوشیار شوي او خپلې پالسی بدلوي، نو ولس هم پوه شوئ او هم له دوی څخه تر پزې راغلئئ دئ. وايې چې پتنګ شي، په جنګ شي
که غل هوښیار دئ، دکور څښتن هم بیدار.
پتنګه وروره، که غواړې چې څوک ستا او ستاسې د لیکنو او نظریاتو درناوئ وکړي، نو لطفاً په خلکو بې ځایه نومونه مه ږده، دمقابل لوري احترام وکړه، لکه څنګه چې ته، په خپل ملک او اسلام مین يې، بل [ا ته هم دا حق ورکړه، او روان جریانونه او حقایق د انصاف په تله وتله. داسې مه کوه لکه رحمان بابا چې وايي
که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي = خپل ټټو،او د بل اس به برابر کړې
تو لعنت دې پدا هسې منصفی شه = چې په هیله هیله لوی غر د مچ وزر کړې[size=18:c3407f3a38][/size:c3407f3a38]


pattang
09.08.2012

مېرويس جانه ستړی مشې !
وروره لکه چې ځوانکی هلک يې ډېر تاريخي واقعات درته مالوم ندي !
داپر دې مانا نه چې ته اوس په څه نه پوهېږې ، بلکې د وخت او تجربې کموالی
دسړي په راشه درشه ، خبرو او عمل کی لوی تاسير لري !
دغه پورته زما خبره په خاصو شرائطو پورې تړلې ده ! يانې ميرويس دزمان تابع !

وروره!
دخلکو پاځون يو کال مخکې ولې نه وو ?? دا لس کاله چېرې وو ??
نه! دادې خلکو پاڅون ندی دادې cia کارونه دي ، کله چې صليبي سور مخي له عراقه
وتل نو هلته يې هم داسې کار ونه وکړل ، اوپردې هکله اسنادهم موجود دي !
[color=brown:447b0a3eb3]د طالب اود صليبي لاسپوڅي دولت فرقونه :[/color:447b0a3eb3]
- طالب هم ښونځی غواړي خو تعليمي نصاب يې اسلامي غواړي
- طالب دپوهې اوسواد مخالف ندی ،ځکه پخپله دوی هم
لوستل کولی شي اوهم ليکل !
- طالب دکلي سړی اواخلاق يې کليوال دي نو دکلي له خلکو سره ښه پوهيږي
نظر دلاسپوڅي دولت دملي اردو لنډغرو ته !
- طالب عدالت ، ملي واکمني يووالی اوارامي غواړي ، زنا لواتت ، رشوت بې ناموسي
، غلا اونوردطالب دايديالوږي برخې ندي !تېر تاريخ شاهد دی !
***
خودلاسپوڅي دولت داټول پورته کارونه نن اوپرون په سترګو ليدل کېږي !
نو دکليوالو څه کور ګډ دی چې دطالب سره مقاومت کوي !
هو !
يوه سيناريو به دمنلو وړوه، که چېرې دکلي خلکو دصليبي اشغالګرو او چټل
بيکاره رژيم پرضد راپورته شوي وی او خپل ځان او ناموس اودهيوادازادي اوساتنه
يې دخپل پاڅون شعار ګرزولی وی ! نوکه بيا يې هم طالب له داسې عمله منعه کولی
اوکلي ته يې اجازه نه ورکولی ،حق يې لاره !
نوبيابايد طالب دکلي سړی شوی وی ا و مونږ به ملامت کړی وو!

وروره !
کوم شيان چې تا ليکلي دي دا دcia وروستی بخشش افغان ملت ته دی اوبس !

***
القاعده خپل اسلامي تاريخ په مختلفو دورو او مختلفو نومونو لري ، القاعدي
دصليبي اشغال ، متکبرې جګې پوزې ته غاښ متونکي جوابونه ورکړي دي :

- دصليبي وحشت تېر تاريخ له اندوليز ، فلسطين ، بالکان دعثماني تر کانو له وختو
څخه شروع کېږي چې دليکلو حوصله يې نلرم ، خو مسلمنانو په دې ټولو دورو کې
له ځانه دفاع کړې ..... اخر راغله سعودي عربستان ته خپل عسکر يې په سعودي کې
ځای پر ځای او په عراق يې بې له کومې ګناه حمله وکړه او القاعدې ورته ځواب ورکه!
تر څو چې صليبي وحشت وي القاعده به هم وي او دهر مسلمان په وينه کې به وي !

[color=darkred:447b0a3eb3]يوه بله سيناريو : [/color:447b0a3eb3]

که فرضا امريکايې درونې بې پيلوټه طيارې دالقاعدې په لاس ورشي او څوک ورته
جاسوسي وکړي چې د المان او يا دامريکې دجنګ وزير په خپل پارلمان کې نن ورځ
خبرې کوي او بيا القاعده په مالوم وخت دپارلمان تعمير په خپله درونه وولي او بمونه
پرې واچوي نو ټوله نړۍ به يې خيانت او تيرور و بولي ، ځکه چې بېله محکې او سوال او
ځواب څخه انسانان پکشې مړل شول !
***
خوداسې کارونه دغه صليبي ځناوره زمونږ له پښتنوسره کوي او تيروريې نه بولي !!
که څه هم داعمل ددوی په قانون کې منع دی خو بيا هم دوی مسلمانان څناوران بولي
دا ولې !! داديموکراسي چېره ده او څه شی دی !
او قانون څه شی دی !!!!!!


طالب ISI
12.08.2012

پتنګ صاحب په دغه تیرو لسو کالو کې طالبانو هیڅ داسې کار نه دی کړی چې ته نیوکه ورته ونیسې؟
که طالبان په خره هم بم وتړي ته ننګه ترې کوي، که پول وران کړي ته ننګه ترې کوې.
پاڅون کونکې ټول اربکیان صحي ، دوی ولې هلته د نجونو او هلکانو ښونځې بند کړي؟
موټر سایکل مهم دي که د خلکو تعلیم؟

پخوانیو حزبیانو یو عادت درلود چې کله به هم حزب کوم غلط کار وکړ،تر څو چې د الله پاک له طرفه کوم الهام نه وی ورته راغلی، نه شوی دې پرې منلی چې دغه کار مو غلط دی.
د طالب ځینې طرفداره پدې که له حزبیانو هم مخکې دي.

http://www.youtube.com/watch?v=W_SJDNPbd7A&feature=relmfu


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more