د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ميوند ئې نه دي هير کړي

tandar
30.07.2012

عبدالحق وروره سلامونه په غم او خوشحالې کي دي شريک يو
ميوند ئې نه دي هير کړي دټولو ښه په ياد دي خو بيرته ئې په هم هغو خرڅ کړو چه تري ګټلي او ازاد کړي وو
دشاه شجاع ددوري خلک ژوندي شوي ،نه ازادي شته نه ننګ شته نه غيرت شته اونه ملي ناموس پاتي دي
کله چه هم هغه انګريز نن درته دتاريخ په تکرار سره په ميوند کي بيا خيمي وهلي وي نو دفاتح دقبر تيګي ،،ډبري،، به ئې څنګه خلک نه وړي ؟
نن دا خاوره يو بل فاتح غواړي چه ميوند ازاد او دپخواني فاتح روح په قبر کي ارام شي
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
سرپاڼهاسلامي ښوونهد ډیورنډ کرښهد ټول افغان تګلارهاړيکېدوه نۍ د ١٣٩١ لمريز کال د زمري ٩tolafghan.com

ای افغانانو ولی مو د میوند فاتح هیر کړی دی
عبدالحق عمری

29.07.2012 12:34

ای افغانه د خبر یې چی د افغانستان ملی اتل میوند فاتح غازی سردار محمد ایوب خان کلیزه په 2012/27/7 د خیبرپښتونخوا اطلاعاتو وزیر میا افتخا حسین او د نوښار والسوالی والسوال ایاز مندوخیل ترڅنک د مدنی ټولنی غړی ادریس کمال لخوا ولمانځل شوه . ای افغانه د خبر یې چی د غازی سردار محمد ایوب خان او د امیرشیرعلی خان او ددوی دکورنیو غاړو روح ته دوعاوی وکړی وروسته د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر په خپل لاس د غازی سردار محمد ایوب خان قبر ته د ګلونو ګلدسته کیښوده .
ای افغانه د خبر یې د خیبرپښتونخوا د پيښورښارکې د درانيانو په هديره کې د افغانستان ملی اتل غازي سردار محمد ايوب خان قبرسره څيرمه د اميرشيرعلي خان د ميرمن او دغازي سردارمحمد ايوب خان د مور قبر او دغه راز د سردارجلال الدين خان د ميرمن او دسردارمحمد ابراهيم خان قبرونه هم شته ای افغانه د خبر یې چی د وزيرسيد محمدخان قبر چې له دغو قبرونوڅخه يو څه لرې و ورک شوی دی اوښايي پرځای به يې نور مړي خښ شوي وي.
ای افغانه د خبر یې چی د افغانستان ملی اتل او د میوند فاتح غازی سردارمحمد ایوب خان قبرچی په سپینو مرمر پوښل شوی پرې لګيدلې ډبرې ټولې ماتې شوي او څه یې هم غلاشوې دي او دغه مقبره د ورانیدو په حالت کې دی.
ای افغانه د خبر یې چی د سیمی خلک هم وایی چی که د دی قبرونو ساتنه ونشی ، له قبرونو څخه به پاتې ډبرې هم يوړل شي او زیاتوی چی
(د دی د ساتلو والا څوک نشته . دوی له افغانستان نه راغلی او دلته یی دا ځای په نصیب شوی. او د دوی دا اقبرونه ټول انتیک دی ، د شپی خلک راځی او تبزی تیرینه وړی ، او دا نور قبرونه هم ورسره خرابیږی. مونږ له مشرانو غواړو چی په دی نظر وساتی)
ای افغانه د خبر یې چی د پاکستان ته د څه لپاره رالیږل شوی یې ښه تنخوا لري او دفتر لري عقل غورور پوه هم لری بیا هم ستا په څو کیلو متری کې د خپل ملی اتل اود میوند فاتح پوښتنی ته هم نه وراځی .
ای افغانه د خبر یې چی ستا د لاسه څه نه کیږی د په خپلو مزو کې یې ښه تنخوا لری او دفتر لري خو عقل غورور پوه او ضمیر نه لری دومره وسه خو به لری چی خپل د هغه وزارت ته د مکتوب ولیږی یا څو لیکوالان او شاعران راوغواړی چی د ملی اتل او د میوند فاتح کلیزه ولمانځی د هم نشی کولای ایا داسی نور کسان هم شته په پاکستان کې چی ځان ته د افغانستان ولسمشر حامد کرزی استازی وایی او داسی هم څوک شته چی ځان ته د کلتور استازی وایی او داسی هم څوک شته چی ځان ته افغان وایی چی راشی او دغه ملی اتل ولمانځی
ای افغانه د خبر یې چی د افغانستان ملی اتل او د میوند فاتح غازی سردار محمد ایوب خان په کال 1293هجري لمريز کې وفات شو او دپښورښارپه شيخ حبيب بابا زيارت سيمه کې دخپلې کورنې دڅونوروغړوخواته خواروته وسپارل شو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more