د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ناټو ته لار پرانیستل شوه خو افغان کتابونه لا کراچۍ کې بند دي

اکرم
22.07.2012

ناټو ته لار پرانیستل شوه خو افغان کتابونه لا کراچۍ کې بند دي
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/07/120721_ss-moe-teaching-books-in-pak.shtml
دې بیشرمۍ ته لا کوره!!!!
دلسو کلونو را په دې خوا دنړیوالې ټولنې له خوا د ادعاوی کیږي ،چې په میلیاردو ډالره یې په افغانستان کې خرڅ کړي ،
خو دافغان ورست ،فاسد اومافیایی حکومت ، چټل او تر ستونې په اختلاس کې غرق چارواکی لا هم له پاکستانه دا شکایت لری چې د افغانستان دښونځیو درسی کتابونه یې دڅه کم یو کاله را پدې خوا په پاکوستان کې ایسار کړي ، او دهیواد په میلیونونو زدکونکي بې درسی کتابو پاتي دي .
نور نو شرم تر کومه حده شي چې د کرزی اداره پر مخ را وزوړیږي ؟
چې دې فاسده ادارې ته دومره صلاحیت ندی ورکړل شوی ، چې حتی د معارف دپاره یوه مطبعه په هیواد کې دننه پرانیزیي ، چې حد اقل د ښونځیو درسې کتابونه په کې چاپ شي !!!!! نو دوي ولې ځان چارواکي کڼي ؟؟؟
ولا که دسقاو دزوی په دوره کې هم داسې مرداری او بې واکی وه.
دا دله چارواکی به کله د مسؤلیت احساس کوي ؟؟؟

بښنه غواړم


larghonay laraway
22.07.2012

السلام عليکم!
دا دی د تعليمي کال څلورنيم مياشتنۍ ازموينه هم تېره شوه اوس که کتابونه راشي نو زده کوونکي به څه پرې وکړي؟
دا د ناټو او کرزي د حکومت ګډه دسيسه ده چې کتابونه په پاکستان کې بند پاتې شي!
ځکه چې معارف وزارت ته د تعليمي نصاب د کتابونو د تصنيف او چاپ لپاره ډېرې پيسې ورکول کېږي نو دوی لومړی هغه نيمې کړي او پاتې يې هم په دې ډول برباد شي.

د دوی هدف دا دی چې خلک بې سواده شي او کتابونه ورته ونه رسېږي کنه د افغانستان حکومت خو به يو ځل چېرته د پاکستان سفير راغوښتی وی چې کتابونه ولې بند دي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more