د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

شمشاد ټلويزيون په قرآن ملنډې وهي

larghonay laraway
17.07.2012

السلام عليکم!
نن سهار مې شمشاد ټلويزيون نيولی ؤ چې تلاوت په کې ؤ او ژباړه يې د نظامي په غږ خپرېده!
همغه نظامي چې د طالبانو په استبدادي دوره کې يې هم آزادي درلوده او د توتي غوندې به يې خپلې دکلمې کولې خو له بده مرغه چې نن د څو ميراتمړو لپاره د لنډه غرانو مامور دی او هر ډول امرونه يې مني!
په قرآن ملنډې دا وې چې مولانا نظامي ته يې د (شو) پر ځای د (سو) او او داسې نورو امر کړی ؤ نو نظامي به (رښتيا) (رختيا) تلفظ کوله او (شو) به يې (سو) ويل چې له طبيعي حالته ډېر ليرې او اوريدونکو ته ملنډې ښکاريدې!
کاشکې يې په کوم داسې چا دقرآن د ژباړې دکلمه کړې وای چې د هغه مورنۍ لهجه دغه ميراتمړې (شو) نه بلکې (سو) وای نو بيا به د قرآن ژباړه ملنډې نه ښکاريده!
که څه هم ښاغلي عبدالرحيم زي ته خو د لهجه وي وېشلو پروژه ورکړل شوې خو د قرآن په اړه يې بايد احتیاط کړی وای.
بله دا چې زمونږ ميراتمړی معيار د هيڅ قوم، خېل، زي او سمت نه دی بلکې د پښتنو د هر ټبر ونډه په کې شته نو شمشاد د قرآن په اورولو کې ولې بخيلي کوي چې يوې لهجې ته يې اوروي؟
په معياري ژبه يې ولې نه اوروي چې ټولو ته منلې او ټول په کې ځان موندلی او پرې پوهېدلی شي!
بس خو
پیسې څه نه کوي؟
د پکتيا ولسي شاعر حکيم جان واييي
پښتون په هر څه بر دی خو پيسه ده په ده بره


pattang
17.07.2012

لرغونيه په سر کې باد وهلی يې !
ته راځې وروره اوس خبرې هم معياري کوې ! دهرچا خپله لهجه خو ليکني بايد معياري
وي ، داچې ته د معيار لپاره پېريانو په سر اخيستی يې لکه زه چې دطالبانو لپاره
د اد قدر وړ خبره ده خو ته يې ډېره سمتي کوې ! نظامي صيب زه له نږدې پېژنم دکابل
راديو اوتلويزيون عمومي رئيس وو او ډېر نرم سړی دی ، نظامي صيب تلويزيون هم
غوښت خو د طالانو په شورا کې څونفرو غال مغال شروع که ......
ستامعياري پښتو فاسد دولت نغواړي اوته خپله سرزوري کوې خو بيا هم دغه باسواده
چاچاګان خو بايد معياري پښتو وليکي !
دمعياري پښتو لپاره کومه دولتي لايحه شته! نه ! ستاکوم کتاب شته ! نه نووروره
خلک هم په نورم کې بند ندي !
دهغو سپېرو ستا په خبره دخيرنو طالبانو په وخت کې په کابل کې هر چا پښتو وېله !
او پښتو قدر لاره او ځوان دې اتڼنونه ورته کول !!


larghonay laraway
19.07.2012

السلام عليکم!
پتنګ صيب ښې چارې!
تاسو ليکلي چې هر سړی او خپله لهجه يې
ما هم همدا خبره کړې چې نظامي بېچاره (رښتيا) په (رختيا) تلفظ کوي خو عبدالرحيم زی ورباندې په شين زور د (شو) پر ځای (سو) وايي چې دا د هغې لهجې سره چې (رښتيا) ته (رختيا) وايي ډېره بده ښکاري او په ژبه ملنډې دي نو ما هم ورته ويلي چې که په خبرونو، د کرزي او مسعود په ستاينو کې په شمشاد کې په پښتو ژبه ملنډې وهئ خېر دی خو د قرآن په ژباړه کې په پښتو ژبه ملنډې وهل داسې دي لکه په قرآن ملنډې.
نور نو زه په نظامي ملنډې نه وهم بلکې د ده ستاينه مې کړې او ستا د طالبانو ستاينه مې هم کړې چې نظامي حتی د طالبانو په استبدادي دوره کې هم په ښکلې، پسته او روانه معياري ژبه ويندويي کوله نو اوس يې ولې ګونګی کوئ!
بله دا چې تاسو ليکلي پښتو معيار کومه دولتي لايحه او کتاب نه لري دا ستاسو ناخبري ده!
پښتو ټولنه د وخت د دولت يو ارګان ؤ او هغوی ګڼې غونډې کړي چې الفت صيب د (ليکوالي) په نامه هغه ټولې پرېکړې او هوکړې په يو کتاب کې چاپ کړې دي.
ورپسې په پښتونخوا کې هم څو پرېکړې شوې دي نو همغه د منلو دي .

تاسو دا هم ويلي چې ته د معيار لپاره ډېر ه هڅه کوې!
معيار مې خوښېږي خو له لهجوي توپيره په دې وېرېږم چې په لهجو، سيمو، قبيلو، خېل او زي د پښتنو د وېشلو لپاره تبليغات او هڅې د امريکايي اشغالګرو يوه پروسه ده. دوی غواړي چې پښتانه يو يو کړي او د خرو غوندې يې وډبوي. که څه هم اوس يې هم ډبوي خو وېرېږي هم. ولې کله چې يې يو يو کړل نو بيا به يې په ډاډه زړه ډبوي. خو له بده مرغه چې دې پروژې او د پښتنو وېشلو ته تر ټولو لومړی روڼ اندو ليکوالو پښتنو رادانګلي دي.

تر ټولو مهمه خبره دا ده!
که يو څوک غواړي چې يوې ځانګړې، محدودې او مشخصې سيمې ته خپل پيغام ورسوي نو هغه کولی شي چې د همغو په لهجه وغږېږي خو که څوک غواړي چې ټولو پښتنو ته پيغام ورسوي نو د ټولو پښتنو يوه ژبه معياري ژبه ده چې د هيڅ سمت، سيمې، خېل، زي او قبيلې مربوط نه ده بلکې د ټولو پښتنو ده!
مننه
لرغونی لاروی


pattang
19.07.2012

لر غونی صيب !
وروره ستا خبرې د معياري پښتو په هکله داسې دي لکه فرض
خو انډيواله دې خبرې (پښتو)زه دومره حساس کړی يم چې کله يې واورم ټول شيان
مې رانه هېر شي او سمديستي دفاعي حالت نيسم !
ډ ېره قوه لروخو څوک يې نه پرېږدي او چا نده پرې ايښې او ډېر ځوانان پر دې لار
لاړل سرونه يې وخوړ ل ! مونږ تر اوسه دې قدرت ته نيو رسيدلي چې دامرداره
ځاله له سره پاکه کړو !

دادی دا پاڼې وګوره ! تېروختونه را په ياد شول !
http://ulfat.de
http://www.alamahabibi.com

دالفت صيب ځوی دلته دی !
دقيام الدين خان خادم صيب څوک شته ?
تور خوږمن مړ دی که ژوندی ?
دشيخ دواجان بلا دې زر کرته په هېواد مل ( هيوادغل ) وګرځي !
پښتو غوښتنه د پښتون په دود يوه خبره ده او په پښتو تجارت او پيسې
پيداکونه بله خبره ه !!
نور دسر نه ګرزومه !!
فعال اوسې !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more